انسان او روغتيا

انسان او روغتيا د خپلو هیوادوالو لپاره طبی اسلامي او نورو معلوماتو خپر?

24/12/2022

زما فتمنې او باعزته افغانې خورې څه فکر کوې ، ایا هغه نازولي زلمي چې ستا د وقار او عزت په خاطر له خپلو ګل ځوانیو تیر شول چې د ډیریو یې لا قبرونه هم نشته ، نو ایا تاته به د تعلیم او تحصیل لپاره سالم چاپیریال رامنځته نکړي حتمن ان شاالله .

بعضي داکتر صاحبان په حامله ميندو باندي غذايي بنديزونه لګوي چي کوم دلیل نلري لکه په Toxoplasmosis , brucellosis  اخته مين...
02/12/2022

بعضي داکتر صاحبان په حامله ميندو باندي غذايي بنديزونه لګوي چي کوم دلیل نلري لکه په Toxoplasmosis , brucellosis اخته ميندو باندی دغوښي ، شيدو او مستو بنديز يا پرهيز توصیه کول چه دا د ناروغ سره سوچه ظلم دي. تاسي پوهيږی چه غو ښه د پروټين بهترینه منبع او شيدي د کلسيم او ويتامينونو ښه منبع ده چه حامله ميندي ورته اشد ضرورت لري.
خوشبختانه زمونږ په ټولنه کې شيدي جوش کيږي او غوښه هم پخيږي چه دټولو ميکروبونو څخه پاکيږې نو دانتاني ناروغيو د متخصص په صفت ټولو حامله ميندو ته زما توصیه ده چه دغوښی ،شيدو او مستو استعمال تاسي ته ګټه رسوي او اشد ضرورت دی او هيڅ قسم تاوان نه تاسي ته او نه ستاسې راتلونکی ماشوم ته لري.
ددی بندیزونو پر ځای په تصویر کی شوی توصیو باندی میندي پوه کړئ.
لاسونه د پخلی نه وروسته او په خاورو کی د تماس نه وروسته صابون سره ښه ومینځي, غوښه ښه پخه کړي, او پشکی سره د تماس نه ځان وساتی.
وسلام
Dr Farmanullah malangyar

د خپګان د کنټرول لپاره (۳) مهمې او ګټورې لارې.ارواپوهنه(!)۱ ـ د خپګان يو ستر لامل دادی چې موږ اکثره وخت د هغه ستونزو د ک...
18/10/2022

د خپګان د کنټرول لپاره (۳) مهمې او ګټورې لارې.
ارواپوهنه(!)

۱ ـ د خپګان يو ستر لامل دادی چې موږ اکثره وخت د هغه ستونزو د کنټرول په اړه فکر کوو چې نه زموږ وس ورته رسيږي او نه هم زموږ مسئوليت وي. که هڅه وکړئ هغه مشکلات کنټرول کړئ چې توان مو نه ورته رسيږي ماتې خورئ او خپګان مو زياتوئ.

۲ ـ ډېری وګړي د وخت نه لرلو په اساس د خپګان په ناروغۍ اخته دي. اکثره کسان چې د وخت په مديريت کې تکړه دي، هم خپل کارونه په ښه ډول تر سره کوي او هم خوشاله ژوند لري
ـ د خپلو کارونو او بوختياوو اونيز لېست وګورئ ممکن ځينې کارونه د دې وړ وي چې له لېست لري شي. ممکن ځينې کارونو ته مو زيات وخت ورکړی وي، شايد يو نيم داسې کار هم وي چې يو څه وخت که ونه شي هم تاوان نه کوي، يا یې نه ترسره کول ګټور تمام شي

دغه شان کارونه په لومړيتوبونو و وېشئ مهم يې تر سره کړئ او غير مهم په خلاص وخت کې وکړئ.
مه هېروئ چې تاسې هر کار کوئ د خپل پرمختګ او خوشالي او بريا لپاره يې کوئ او بريا د دې لپاره راته په کار ده چې خوشالي راکوي. اړينه ده چې د کار تر څنګ ژوند هم وکړئ، تفريح او چکر ته هم وخت ور کړئ څوک چې کار کوي تفريح ته هم اړتيا لري.
۳ ـ ځان بې عيبه ګڼل يا هېڅ تېروتنه نه کول ناممکن کار دی، البرت انشټين وايي : ((هغوی چې تېروتنه نه کوي بريالي کېدای هم نه شي.)) که تاسې ځان داسې وساتئ چې هېڅ تېروتنه ونه کړئ نو د خپګان کچه مو ډېريږي او دا يو بېځايه محدوديت دی.

هڅه وکړئ يوازې مثبت کار وکړئ او د ښه نيت په اساس مخکې لاړ شئ، غير قصدي تېروتنې له هر انسان کيږي او په اړه يې ځان ملامت مه بولئ.
فرض کړئ چې تېروتنه مو کړې مخکې له دې چې خبره ورانه شي بښنه و غواړئ او خپله تېروتنه ومنئ، که په تېروتنه ځان غلی و نيسئ، زړه مو خوري او هر وخت چې در يادېږي خپه کوي مو.

د مختلفو غذاګانو د هضم موده
18/10/2022

د مختلفو غذاګانو د هضم موده

شپږ (۶) عادتونه او تیروتنې ستاسو پښتورګي(ګوردې) له منځه وړي!پښتورګي (ګوردې) په بدن کې مهمې دندې په غاړه لري. پښتورګي له ...
19/12/2021

شپږ (۶) عادتونه او تیروتنې ستاسو پښتورګي(ګوردې) له منځه وړي!
پښتورګي (ګوردې) په بدن کې مهمې دندې په غاړه لري. پښتورګي له بدن څخه زهري مواد خارجوي، وینه فلټر کوي، منرالونه جذبوي او اسیدونه خنثی کوي.
۱.ــــ په مثانه کې د ډير وخت لپاره د ادرار (تشو متیازو) ساتل د پښتورګو د ناروغۍ عمده لامل ګڼل کیږي. نو هڅه وکړئ چې تشناب ته په تللو کې ځنډ ونه کړئ، تر څو د پښتورګو د میکروبي کیدو مخه ونیسئ. همدارنګه په مثانه کې د ادرار ساتل د پښتورګو له میکروبي کیدو پرته، په مثانه او پښتورګو د زیات فشار لامل هم کیږي، چې له امله یې یو شمیر ناروغۍ منځ ته راځي.
۲.ــــ د پښتورګو د ښې روغتیا لپاره باید زیاته مالګه ونه خوړل شي. د روغتیایي څیړنو له مخې په یوه ورځ کې له (۶) ګرامه زیاته مالګه خوړل په پښتورګو د فشار او ناروغۍ لامل ګرځي.
۳. د پښتورګو د سالم ساتلو لپاره باید له ډيرې غوښې خوړلو څخه ډډه وشي. ځکه ډیره غوښه خوړل په پښتورګو کې تیږه رامنځ ته کوي. په غوښه کې د پروټینونو ډيره کچه په پښتورګو فشار راوړي او د پښتورګو جوړښت لومړی ضعیف کوي او وروسته یې له کاره غورځوي.
۴. پیپسي، فانټا، انرژي او نور ټول ګاز لرونکي څښاک په پښتورګو کې د تیږې د پیدا کیدو لامل کیږي. که غواړئ د پښتورګو په تیږه او نورو ناروغیو باندې اخته نه شئ، نو له دې ډول څښاکو څخه لاس واخلئ، او یا هم به کم اندازه یې استعمال کړئ.
۵. د پښتورګو د ناروغۍ یو بل مهم لامل کمې اوبه څښل دي. د پښتورګو د ښې روغتیا لپاره مهمه ده، چې هره ورځ په زیاته اندازه سره اوبه وڅښل شي، چې تر ټولو ښه اندازه یې په ورځ کې (۱۰) ګیلاسه اوبه څښل دي.
د ثواب په نیت یی له ملګرو سره شریک کړئ
زمونږ پاڼه هم لایک کړئ او ملګري ورته دعوت کړئ
۶. په یو ځای باندې د زیات وخت لپاره کیناستل نه یوازې د پښتورګو لپاره مضر دي، بلکې نورې روغتیايي ستونزې هم رامنځ ته کولی شي. نو هڅه وکړئ، هره ورځ قدم ووهئ او ځینې فزیکي تمرینات ترسره کړئ. کله چې ډيرې اوبه وڅښئ، نو د ادرار (تشو متیازو) رنګ به روڼ او سپین وي، چې دا نښه د سالمو او روغو پښتورګو نښه ده.

Address

Gardez

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when انسان او روغتيا posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram