15/06/2025
👈همت د آلرژی (حساسیت) او واکسیناسیون مرکز
🔷 مخنيوی له درملنې غوره دی.
د خوړو او پوستکي ( جلدي ) حساسیت ډولونه:
جلدی حساسیتونه مختلف ډولونه لري چې له یو ساده خارښت او سوځېدو څخه شروع او آن تر جلدی پاړ سوب، د ستوني تر بندېدلو او انافیلاکتیک شاک پوری علایم څرګندیدلی شي.
د جلدی حساسیتونو ډولونه:
پیتکی یا ( Urticaria ) او پاړسوب په لاندی ځایونوکی لیدل کیږي لکه:-
(شوڼډی , ستونه , ژبه , مخ , ګوتی , سترګی)
چه دا تول علایم کیدای شی چه د هډوکو د مفصلونو د پاړسوب او درد سره یو ځای وي.
او ( Angioedema ) یا پاړسوب درګونو د پوستکی وچوالۍ چه له خارخ سره وینی کیدل په کبنی شامل وی لیدل کیږی.
بله جلدی ناروغی چه له خارخ سوزش او سپوڼۍ سره یوځای دي چه په طبی اصطلاح کښی وزنه (Psoriasis) وایی او بله نوع د حساسیت چه د دواګانو په وړاندی را منځ ته کیږی چه په طبی اصطلاح کښی (Drugs Allergy) په نامه یادیږی چه علایم یی په لاندی ډول را څرګندیدای شی:-
توری او دردناکه خاپونه چه اکثرا" د تناسلی آلی په برخه کی او د بدن په نورو ځایونو کښی لیدل کیږی.
د ویښتانو تویدل او د سر د پوستکی وچوالی او د هاضمی سیستم علایم
لکه :-
☆ د خوابدیدل یا زره بدوالۍ
☆ اسهالات
☆ د خیټی درد
☆ استفراغات
☆ بی اشتهایی
☆ د خوراک نه هضمیدل
چې دا ټول علایم کیدای شی چی د بعضی خوراکی توکو له خوړلو نه ورسته د حساسیت پیدا کیدو له وجهی نه پیدا شی.
هغه خواړه چه کیدای شی د څرمنی یا جلدی حساسیتونو او د معدی معایی علایمو سبب شی
لکه:-
☆ هکۍ
☆ د چرګ غوښه
☆ شیدی
☆ غټه غوښه
☆ حیوانی محصولات
☆ حبوبات
☆ مساله جات
☆ مغزیات
☆ او میوه جات
په کښی شامل دی چه که هغه ذکر شوی علایم په چاکی پیدا شی نو باید چی د الرجی یا حساسیت متخصص ته مراجعه وکړئ ترڅو چی لمړی د حساسیت ډول تشخیص او په دوهم پړاوکی لازمه درملنه او واکسین ورته تطبیق شي.
☎📱اړیکه او وټساپ:
0772813057
📍پته: پکتیا ولایت، ګردیز ښار، حوزوې روغتون او عیدګاه جومات ته مخامخ، سپوږمی پلازا.