داکتر محمد حنیف "حلیمی" متخصص داخله Dr- Halimee internal medicine

  • Home
  • Afghanistan
  • Ghazni
  • داکتر محمد حنیف "حلیمی" متخصص داخله Dr- Halimee internal medicine

داکتر محمد حنیف "حلیمی" متخصص داخله Dr- Halimee internal medicine Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from داکتر محمد حنیف "حلیمی" متخصص داخله Dr- Halimee internal medicine, Medical and health, رسته ریاست معارف/مقابل مسجد الجهاد, د ریاست معارف ښی طرف ته/الجهاد جومات ته څیرمه, Ghazni.

د عمومی داخله نارغیو متخصص(زړه،معده،ګردې،شکر،نفس تنگی)،تلویزیونی معاینات،ECG،ایکوکاردیوګرافی او جلدی نارغی
سابقه کاری:کابل ابن سینا شفاخانه
اوسنی موقیعت:الجهاد جامع جومات ته څیرمه ،خالد شاه مردان کلینیک
تماس:0794959092
وتسپ نمبر:https://wa.me/+93786612614

⬇️⬇️⬇️
20/01/2026

⬇️⬇️⬇️

15/01/2026

❤️❤️❤️❤️❤️🩷💕💟

🫁 سینه بغل (Pneumonia) څه ته وایی ؟سینه بغل د سږو یوه جدي انتاني ناروغي ده چې د بکتریاوو، وایرسونو یا فنګس له امله رامنځ...
13/01/2026

🫁 سینه بغل (Pneumonia) څه ته وایی ؟
سینه بغل د سږو یوه جدي انتاني ناروغي ده چې د بکتریاوو، وایرسونو یا فنګس له امله رامنځته کېږي. په دې ناروغۍ کې د سږو هوايي کڅوړې له مایعاتو یا چرک څخه ډکېږي او د ساه اخیستل ستونزمن کېږي.
⚠️ نښې نښانې:
• تبه او لړزه
• ټوخی (کله وچ او کله د بلغم سره)
• د سینې درد، په ځانګړي ډول د ساه اخیستلو پر مهال
• د ساه لنډېدل
• ستړیا او کمزوري
• په ماشومانو او مشرانو کې بې‌اشتهايي
👴 څوک ډېر خطر کې دي؟

• مشران تر ۶۵ کلنۍ پورته
• د شکر، زړه، سږو ناروغان
• سګرټ څکوونکي
• کمزوری معافیت لرونکي کسان

❗ یادونه:
که تبه، سخت ټوخی او د ساه لنډېدل موجود وي، ژر تر ژره ډاکټر ته مراجعه وکړئ. ناوخته درملنه خطرناکه تمامېږي.
آدرس: غزنی ولایت ،قمندانۍ ته نږدی ،الجهاد جامع جومات ته څیرمه خالد شاه مردان کلینیک
وتسپ :https://wa.me/+93786612614

⬇️⬇️⬇️
11/01/2026

⬇️⬇️⬇️

د ګردې تیږې – یوه خطرناکه او دردناکه ستونزه!

د ګردې تیږې هغه کوچنۍ سختې دانې دي چې د مالګې، منرالونو یا تیزابو له امله د ګردو یا د ادرار په لارو کې جوړېږي. دا تیږې کولای شي د ادرار لاره بنده کړي او ډېر شدید دردونه پیدا کړي.

د ګردې تیږو نښې نښانې:

• د ملا، خېټې یا اړخونو ناڅاپي او شدید درد

• دردناک یا سوځنده ادرار

• وینه لرونکی ادرار (سره یا ګلابي رنګ)

• زړه بدوالی یا استفراق

• تبه یا یخ‌لړزه (که انتان موجود وي)

اصلي سببونه:

• لږ یا کافي اوبو نه څښل

• د مالګې او پروټین لرونکو خوړو ډېر استعمال

• ګرم اقلیم (د بدن له لارې ډېر خوله وتل او اوبه کمېدل)

• د ځینو درملو دوامداره استعمال

• کورنی یا ارثي سابقه (که د کورنۍ غړي یې لري)

• د ګردې یا تیزابو سطحه لوړه/کمه

څنګه یې مخه ونیسو؟

• هره ورځ باید لږ تر لږه ۲.۵ لیتره اوبه وڅښل شي

• له مالګو، غوړو او سری غوښی ځان وساتئ

• د لیمو اوبه استفاده کری.

• وزن مو نورمال وساتئ

• که مخکې مو تیږې درلودې، له متخصص ډاکتر سره مشوره وکړئ

یادونه:
د ګردې تیږه کوچنۍ ده خو درد یې ډېر لوی وي! له احتیاطه کار واخلئ او هره ورځ خپل بدن ته کافي اوبه ورکړئ.
وتسپ: https://wa.me/+93786612614

🫀 د زړه د ضربان ګډوډي (Arrhythmia)د زړه عادي ضربان باید منظم  وي. کله چې د زړه ضربان ډېر تېز، ډېر ورو یا ګډوډ شي، دې حال...
23/09/2025

🫀 د زړه د ضربان ګډوډي (Arrhythmia)

د زړه عادي ضربان باید منظم وي. کله چې د زړه ضربان ډېر تېز، ډېر ورو یا ګډوډ شي، دې حالت ته Arrhythmia ویل کېږي.

✨ د Arrhythmia ډولونه:

1️⃣ Bradycardia → د زړه ورو ضربان
2️⃣ Tachycardia → د زړه تېز ضربان
3️⃣ Atrial fibrillation → د زړه ګډوډ او نامنظم ضربان

⚠️ نښې نښانې:

• د زړه تېز یا ورو ټکان

• سر ګرځېدل یا بې هوشي

• د سینې درد یا فشار

• ساه لنډۍ

• د ستړیا احساس

🔹 یادونه: که د زړه ګډوډي یا ناڅاپي تیز ضربان تجربه کوئ، ژر تر ژره ډاکټر ته مراجعه وکړئ.
تماس : https://wa.me/+93786612614

🏃‍♂️ د ورزش ګټې 🏃‍♀️✨ ورزش یوازې د بدن لپاره نه، بلکې د ذهن او روح لپاره هم ګټور دی:✅ د زړه او وینې د رګونو روغتیا ښه کو...
24/08/2025

🏃‍♂️ د ورزش ګټې 🏃‍♀️

✨ ورزش یوازې د بدن لپاره نه، بلکې د ذهن او روح لپاره هم ګټور دی:

✅ د زړه او وینې د رګونو روغتیا ښه کوي.
✅ د وزن کنټرول کې مرسته کوي.
✅ د شکر، فشار او نورو مزمنو ناروغیو مخه نیسي.
✅ د خوب کیفیت لوړوي.
✅ د اندېښنو او خپګان کچه راکموي.
✅ د عضلاتو او هډوکو ځواک زیاتوي.

💡 لږ تر لږه ۳۰ دقیقې ورځنی سپورټ کول ستا د ژوند کیفیت بدلولی شي.

🧠 میګرن (Migraine) ،نیم سری یا د سر یو طرفه درد🩺 څه شی دی؟میګرن یو ډول شدید او تکراري سر درد دی چې اکثراً د سر یوې خوا ت...
13/08/2025

🧠 میګرن (Migraine) ،نیم سری یا د سر یو طرفه درد

🩺 څه شی دی؟
میګرن یو ډول شدید او تکراري سر درد دی چې اکثراً د سر یوې خوا ته وي او د ساعتونو یا حتی ورځو لپاره دوام کولی شي.

🔍 نښې نښانې:

• د سر یوې خوا شدید درد

• د سترګو مخې ته روښانه څراغونه یا تیاره نقطې لیدل (Aura)

• د رڼا او غږ حساسیت

• زړه بدوالی او کانګې

⚠ کله ډاکتر ته لاړ شئ؟

• که سر درد ډېر شدید او ناڅاپه شروع شي

• که له سر درد سره د لید ستونزه، بې هوښي، یا د لاس او پښې کمزوري وي

• که میګرن ډېر تکرارېږي

💡 درملنه:

• د ډاکتر له نسخې سره سم درمل کارول

• د محرکو (لکه ډېر قهوه، فشار، بې خوبۍ) څخه ځان ساتل

• د ژوند طرز ښه کول

📢 یادونه: د میګرن درملنه یوازې د ډاکتر په مشوره وکړئ، ځکه چې بې پروا استعمال د جدي ستونزو لامل کېدای شي.

آدرس : غزنی،الجهاد جامع جومات ته څیرمه خالد شاه
مردان کلینیک

📌 جاغور (Goiter) – د غاړې پړسوب عادی مه ګڼئ!🩺 تعریف:جاغور د تيروئيد غدې غیر نورمال لویوالی دی چې د غاړې په منځنۍ برخه کې...
12/08/2025

📌 جاغور (Goiter) – د غاړې پړسوب عادی مه ګڼئ!

🩺 تعریف:
جاغور د تيروئيد غدې غیر نورمال لویوالی دی چې د غاړې په منځنۍ برخه کې ښکاري. ځینې وخت یوازې ښکاري، خو ورو ورو د ساه اخیستلو، تیرولو او د غږ ستونزې پیدا کولی شي.

🔍 اصلي لاملونه:

• د آیوډین کمښت 🧂

• د تيروئيد زیات یا کم فعالیت

• د تيروئيد التهابي ناروغۍ

• ځینې جنیټیکي یا کورنۍ ستونزې

⚠ نښې نښانې:

• د غاړې په منځ کې پړسوب یا ګولۍ

• د ساه اخیستلو یا تیرولو ستونزه

• د غږ بدلون

🚨 خبرداری:
که د جاغور وختي تشخیص او درملنه و نه‌شي، کولی شي دایمي ستونزې رامنځته کړي. کورنۍ درمل مه کاروئ او د ستونزې له زیاتېدو مخکې ډاکټر ته مراجعه وکړئ.
وتسپ:https://wa.me/+93786612614
آدرس: غزنی،الجهاد جامع جومات ته څیرمه خالدشاه مردان کلینیک

👨‍⚕️ نن خپله معاینه وکړئ – سبا کیدای شي ناوخته وي!

11/08/2025
💨  ساه لنډۍ ،نفس تنګی یا Dyspnea💨😮 که لږ قدم وهې او ژر ستړې کېږې، یا د ساه اخیستل درته ستونزمن وي – پام کوه! دا کېدای شي...
10/08/2025

💨 ساه لنډۍ ،نفس تنګی یا Dyspnea💨

😮 که لږ قدم وهې او ژر ستړې کېږې، یا د ساه اخیستل درته ستونزمن وي – پام کوه! دا کېدای شي د سږو یا زړه د ناروغۍ نښه وي.

📍 عام لاملونه:

▪️ د سږو ناروغۍ (اسما، انتان) 🫁
▪️ د زړه ستونزې ❤️
▪️ وینه کې د اکسیجن یا کمی
▪️ شدید فشار یا اضطراب

⚠️ که ناڅاپه ساه بندي، د سینې درد، یا شونډو شینوالی پیدا شي – بیړنۍ مرسته وغواړه!
آدرس: غزنی،الجهاد جومات ته څیرمه،خالدشاه مردان کلینیک
وتسپ:https://wa.me/+93786612614
🩺 د داخلي طب ډاکټر سره مشوره، ژوند ژغوري.

Address

رسته ریاست معارف/مقابل مسجد الجهاد, د ریاست معارف ښی طرف ته/الجهاد جومات ته څیرمه
Ghazni

Opening Hours

Monday 09:00 - 17:00
Tuesday 09:00 - 17:00
Wednesday 09:00 - 17:00
Thursday 09:00 - 17:00
Saturday 09:00 - 17:00
Sunday 09:00 - 17:00

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when داکتر محمد حنیف "حلیمی" متخصص داخله Dr- Halimee internal medicine posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share