Nang Medical Complex

Nang Medical Complex زمونږ ژمنتيا د غوره او باکیفیته صحي خدماتو وړاندې کول دي !

ډاکټر ريس خان شینوارید پښتورګو داخله ناروغیو متخصصکه تاسو د پښتورګو ناروغي لرئ، د پښتورګو تیږې لرئ، د مثانې ستونزې لرئ، ...
06/11/2025

ډاکټر ريس خان شینواری
د پښتورګو داخله ناروغیو متخصص

که تاسو د پښتورګو ناروغي لرئ، د پښتورګو تیږې لرئ، د مثانې ستونزې لرئ، نو ډاکټر ريس خان شینواری ستاسو لپاره د مسلکي درملنې غوره انتخاب دی.

هغه ناروغان چې د پښتورګو له اوږدمهالو یا ناڅاپي ستونزو سره مخ دي، کولای شي په ننګ معالجوي روغتون کې له ډاکټر ريس خان شینواري سره مشوره او درملنه وکړي.

پته: جلال‌اباد ښار، څلورمه ناحيه، روښان مېنې ته مخامخ
اړیکو شمېري: 0775000959 / 0780099810
وخت: هره ورځ د ماسپښين له 2 بجو څخه تر ماښام پورې

ننګ معالجوي روغتون — د عصبي جراحي ناروغيو څانګهننګ معالجوي روغتون ویاړي چې د عصبي جراحي (Neurosurgery) په برخه کې یو با ...
05/11/2025

ننګ معالجوي روغتون — د عصبي جراحي ناروغيو څانګه

ننګ معالجوي روغتون ویاړي چې د عصبي جراحي (Neurosurgery) په برخه کې یو با استعداده او تجربه لرونکي متخصص ډاکټر له ځان سره لري .

ډاکټر مصباح الدین زید
د عصبي جراحي نارغيو متخصص (Specialist in Neurosurgery)

ډاکټر صاحب د دماغ، ملا تیر، اعصابو او عصبي سیستم ناروغیو په برخه کې تجربه لري. هغه د فالج، دماغي ټپونو، اعصابي دردونو، د ملا تیر ستونزو او نورو ورته ناروغیو په درملنه کې ځانګړې مهارت لري.

آدرس: جلال اباد ښار، څلورمه ناحيه، روښان مېنې ته مخامخ
ننګ معالجوي روغتون
وخت: هره ورځ له ماسپښين 2 څخه تر ماښامه پورې

د اړیکې شمېره: 0775000959/ 0780099810

د ننګ معالجوي روغتون لاسته راوړنه د هسکې مېنې د فري کمپ يو ناروغ چې د Cervical Neck Lipoma (د غاړې د غوړيو نرم تومور) له...
04/11/2025

د ننګ معالجوي روغتون لاسته راوړنه

د هسکې مېنې د فري کمپ يو ناروغ چې د Cervical Neck Lipoma (د غاړې د غوړيو نرم تومور) له تکليف څخه رنځېد، نن په ننګ معالجوي روغتون کې د ډاکټر برات الحق برات او ډاکټر حضرت محمد شينواري له لوري ورته کامياب جراحي عملیات ترسره شول.

دغه عملیات په بشپړ ډول بریالي وو، او ناروغ اوس په ښه روغتيا کې دی. 🙏
د دواړو درنو ډاکټرانو هڅې د ستاینې وړ دي. 👏

ننګ معالجوي روغتون – د خدمت او شفا ډاډمن نوم





د ننګ معالجوي روغتون لابراتوار څانګه ستاسو د روغتیا ساتنه زموږ لومړیتوب دی!دلته د وینې ټول ټېسټونه په معیاري وسایلو او د...
04/11/2025

د ننګ معالجوي روغتون لابراتوار څانګه
ستاسو د روغتیا ساتنه زموږ لومړیتوب دی!
دلته د وینې ټول ټېسټونه په معیاري وسایلو او د مسلکي ټيم له خوا تر سره کېږي.
✅ چټک خدمت
✅ دقیق نتایج

د ننګ معالجوي روغتون لابراتوار
د اعتماد وړ ځای ستاسو د روغتیا لپاره.
آدرس: جلال اباد ښار، څلورمه ناحيه، روښان مېنې ته مخامخ.
د اړيکو شمېري: 0775000959/0780099810

ننګ معالجوي روغتون
د نشراتو مديريت

02/11/2025

🏏 د هسکې مېنې کرکټ ټیم دوهم پړاو ته ورسېد!

د حمید حسن ولسوالیو جام په سیالیو کې د هسکې مېنې ولسوالۍ کرکټ ټیم یو ځل بیا ځلیدلی دی.
دغه ټیم، چې مخکې یې د بهسودو د ځوانانو کرکټ ټیم ته ماته ورکړې وه، نن یې هم د دره‌نور ولسوالۍ ټیم ته د زړه‌راښکونکې لوبې په ترڅ کې ماته ورکړه او بریا یې خپله کړه.

په دې دوو پرله‌پسې بریاوو سره، د هسکې مېنې ولسوالۍ ټیم دوهم پړاو ته لاره وموندله او د سیالیو په مخکښو ټیمونو کې ځای پر ځای شو.

د یادونې وړ ده چې د هسکې مېنې کرکټ ټیم د ننګ معالجوي روغتون لخوا سپانسر شوی او ورسره د فزيوتراپي ځانګړی تړون هم لاسلیک شوی دی.
په نننۍ لوبه کې د روغتون د فزيوتراپي څانګې متخصص Dr Amin Ullah "Shinwari"
MSPT-Sports Medicine (Isl-Pak)
DPT (Pak)
ډاکټر امين الله شينواری، چې د پاکستان په هېواد کې یې د سپورټ میډیسن په برخه کې تخصص کړی، د لوبغاړو لپاره د درملنې او فزیکي پاملرنې برخه کې د پخوا په څېر فعاله ونډه درلوده، چې دا چاره د لوبغاړو په ښه فعالیت او چمتووالي کې مهمه ونډه لري.

د حمید حسن ولسوالیو جام سیالۍ – د هسکې مېنې ولسوالۍ ټیم بریاد حمید حسن ولسوالیو جام سیالیو په لړ کې د هسکې مېنې ولسوالۍ ...
01/11/2025

د حمید حسن ولسوالیو جام سیالۍ – د هسکې مېنې ولسوالۍ ټیم بریا

د حمید حسن ولسوالیو جام سیالیو په لړ کې د هسکې مېنې ولسوالۍ ټیم، چې د ننګ معالجوي روغتون لخوا سپانسر شوی او د لوبغاړو لپاره یې د فزيوتراپي ځانګړی تړون هم لاسلیک کړی، د بهسودو ولسوالۍ ټیم ته ماته ورکړه.

لوبه ډېره رنګینه وه او د دواړو ټیمونو ترمنځ سخته سیالي روانه وه، خو د هسکې مېنې لوبغاړو په ښه همغږۍ او لوبیز مهارت سره بریا خپله کړه.

د افغانستان د ملي ټیم لوبغاړي شفیق الله شفق د ننګ معالجوي روغتون له مدیریت څخه مننه وکړه، چې نه یوازې د ټیم مالي ملاتړ کوي، بلکې د لوبغاړو د فزیکي سلامتیا او درملنې په برخه کې هم دوامداره هڅې کوي.

همدارنګه، د روغتون د فزيوتراپي څانګې متخصص ډاکتر امين الله شينواری د لوبې د ليدو ترڅنګ د لوبغاړو لپاره د فزيوتراپي درملنه هم ترسره کړه، چې دا کار د ټیم د لا ښه فعالیت سبب شو.

د ننګ معالجوي روغتون د نشراتو مديرت

01/11/2025

د هسکې مېنې ده بالا ولسوالۍ يو تن ناروغ لرونکی

31/10/2025

سمسور د هسکې مېنې ده بالا ولسوالۍ د کوټوالو د قريي يوتن ناروغ لرونکی

د ننګ معالجوي روغتون میاشتنی راپور – میزان ۱۴۰۴ / ۸ / ۱۰نن د ننګ معالجوي روغتون میاشتنی راپور غونډه د روغتون د ریاست په ...
30/10/2025

د ننګ معالجوي روغتون میاشتنی راپور – میزان ۱۴۰۴ / ۸ / ۱۰

نن د ننګ معالجوي روغتون میاشتنی راپور غونډه د روغتون د ریاست په تالار کې ترسره شوه. غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، چې ګډونوالو ته یې یو روحاني فضا رامنځته کړه.

په پيل کې د روغتون مالي او اداري معاوین انجنیر امید حامد وینا وکړه. نوموړي د روغتون د تېرې میاشتې مهم فعالیتونه تشریح کړل او د ټولو ډاکټرانو، نرسانو او اداري کارکوونکو هڅې یې وستایلې. هغه زیاته کړه چې د ګډو هڅو او همغږۍ له برکته د ننګ معالجوي روغتون لا زیات پرمختګ کړی او د خلکو باور یې لا پیاوړی شوی دی.

وروسته د روغتون سرطبیب ډاکټر منصور احمد خیوَوال خبرې وکړې. نوموړي د مسلکي کارکوونکو د نه ستړې کېدونکو هڅو ستاینه وکړه او په ځانګړې توګه یې د ۲۲۰۰ عملیاتونو لړۍ یادونه وکړه، چې د ولسوالیو خلکو ته د روغتیایي خدمتونو د رسولو په موخه ترسره شوې ده. ده ټینګار وکړ چې دغه دوامدار خدمتونه به د ټولنې په روغتیايي ثبات او هوساینې کې مهم رول ولوبوي.

د غونډې په دوام کې، د روغتون عمومي کنټرولر انجنیر هارون محمدي د اداري چارو، نظم، د وسایلو مدیریت او د کارکوونکو د همکارۍ په اړه خپل تفصیلي راپور وړاندې کړ.

همدارنګه د ډاکټرانو په استازیتوب د عمومي جراحي څانګې متخصص ډاکټر حبيب الله صادق خبرې وکړې. نوموړي د درملنې د کیفیت لوړولو، د ناروغانو د رضایت او د نوو خدماتو د پیل په اړه مهمې سپارښتنې وکړې.

د غونډې په ترڅ کې د بېلابېلو څانګو مسؤلینو د خپلو برخو تفصیلي راپورونه وړاندې کړل. د خدماتو شمېر، د ستونزو یادونه او د راتلونکي لپاره پلانونه د غونډې له مهمو محورو څخه وو.

غونډه د ګډونوالو د نوو ژمنو، ګډو پرمختيايي پلانونو او د لا ښه خدمت ژمنې سره پای ته ورسېده.

ننګ معالجوي روغتون
📍 آدرس: جلال‌اباد ښار، څلورمه ناحیه – د روښان مېنې ته مخامخ
🕊️ د ننګ معالجوي روغتون د نشراتو مدیریت

د ننګ معالجوي روغتون ملاتړ د هسکې مېنې د کرکټ ټيم سرهپه روانو حمیدحسن ولسواليو جام کرکټ سياليو کې، د هسکې مېنې ولسوالۍ ټ...
29/10/2025

د ننګ معالجوي روغتون ملاتړ د هسکې مېنې د کرکټ ټيم سره

په روانو حمیدحسن ولسواليو جام کرکټ سياليو کې، د هسکې مېنې ولسوالۍ ټيم د ننګ معالجوي روغتون لخوا سپانسره شوی دی. د روغتون له لوري دا ملاتړ د لوبغاړو د روغتيا، فزيکي پياوړتيا او ښه فعالیت د هڅونې په موخه ترسره شوی دی.

نن د ټيم ټولو لوبغاړو او استازو د ننګ معالجوي روغتون څخه ليدنه وکړه، چې د روغتون مسؤل ډاکتر سفير خان لخوا ورته د کرکټ لپاره ځانګړي لباسونه وسپارل شول. همدارنګه د روغتون سرطبيب ډاکتر منصور احمد خيوه وال او د هسکې مېنې د کرکټ مسؤل سعيد نسيم پاچا تر منځ د فزيوتراپي تړون هم لاسليک شو.

دغه همکاري به د ټورنمنټ له پيل څخه تر پاې پورې دوام ولري، او د روغتون فزيوتراپي څانګه به د ټيم لوبغاړو ته د هر ډول فزيکي يا عضلاتي ستونزې په صورت کې وړيا طبي خدمتونه وړاندې کوي.

دا ګام نه يوازې د لوبغاړو د روغتيا پياوړتيا ښيي، بلکې د سپورټ او روغتيا ترمنځ د مثبتې همکارۍ يوه ښکلي بېلګه هم ده.

#کرکټ #فزيوتراپي #ټورنمنټ #ننګرهار

🏏 د ننګرهار پوهنتون د پوهنځيو ترمنځ د کرکټ ټورنمنټ لپاره ننګ معالجوي روغتون د کرني پوهنځي څخه ملاتړ. 🤝د ننګرهار پوهنتون ...
28/10/2025

🏏 د ننګرهار پوهنتون د پوهنځيو ترمنځ د کرکټ ټورنمنټ لپاره ننګ معالجوي روغتون د کرني پوهنځي څخه ملاتړ. 🤝

د ننګرهار پوهنتون د بېلابېلو پوهنځيو ترمنځ د کرکټ ټورنمنټ پيل شوی دی، چې د ځوانانو د استعداد، ورزشي روحيې او روغ ژوند د پياوړتيا لپاره يو ارزښتمن ګام بلل کېږي.

په دغه ټورنمنټ کې د کرنې پوهنځي د کرکټ ټيم رسمي سپانسرشپ د ننګ معالجوي روغتون له‌خوا ترسره شوې دې.

نن د ننګ معالجوي روغتون او د ننګرهار پوهنتون د کرنې پوهنځي د کرکټ ټيم ترمنځ د فزيوتراپي په برخه کې يو رسمي تړون هم لاسليک شو.

د تړون له مخې، د ټورنمنټ تر پاې پورې به د ننګ معالجوي روغتون فزيوتراپي څانګه د کرنې پوهنځي د لوبډلې د لوبغاړو لپاره د هر ډول فزيکي ستونزو په صورت کې وړيا درملنه او طبي مشورې برابروي.

دغه همکاري د روغ ژوند، ورزشي ودې او د ځوان نسل د ملاتړ په لور يو بل عملي ګام دی. 🌿





#فزيوتراپي

#همکاري

27/10/2025

د هسکې مېنې د فری کمپ يوتن ناروغ لرونکی

Address

Toorkham Jalalabad Road, Rokhan Meena
Jalalabad
2601

Telephone

+93787872953

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Nang Medical Complex posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Nang Medical Complex:

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram

Category