عادل روغتیائی کلینیک Adil Medical clinic

عادل روغتیائی کلینیک Adil Medical clinic Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from عادل روغتیائی کلینیک Adil Medical clinic, Medical and health, تلویزون تپه جنوب خوا د نهر غاړه چپرهار مارکیټ, Jalalabad.

04/01/2020

دمعدی مریضی او زخمونه:

که مو خوښ شول نو شیر یې کړئ مننه.

دي مريضي ته په انګليسي پيپتيک اولسر peptic ulcer disease او
په اولسي ژبه معدي او اثنا عشرکلمي زخمونه ورته وايي .ددي مريضي څخه په نړي کي ډير انسانان ځوريږي او داناروغي تقريبآ دسن سال په ټولو عمرونو کي پيداکيږي .

دازخمونه په عمومي ډول دمعدي په اخيري برخه کي او کلمو دشروع په برخه کي پيداکيږي. دامريضي ډير سببونه لري چه مهم يي په لاندي ډول دي.

1:--هليکوباکترپلوري (ميکروب) HP Helicobacter pylori
2:-- د NSAIDs ګروپ د ردد دواګانو استعمالول لکه اسپرين, بروفين ,ډاي کلوفينک اوداسي نور.,
3:-- ارثي
4:-- دسګريټو څکول: سګريټ څکول دمعدي دداخلي طبقي مقاومت راکموي او په اساني سره تيزاب يا اسيد تآثير پر کوي او دزخم سبب يي ګرځي.
5:-- ځني ناروغي هم دمعدي دزخم سبب ګرځي لکه دتشويش مريضي ,دسږو مريضي,پښتورګو مريضي ...
6:-- دالکولو خوړل ,دزيات تيزابي مواد استعمالول هم دمعدي دزخم سبب ګرځي.

دپورته سببو څخه تر ټولو مهم , خطر ناکه او ډير ليدونکي سبب Helicobacter pylori باکتري ميکروب دی چه دمعدي دزخم سبب ګرځي او دوخت په تيريدوسره کلونه ورسته دا زخم په کنسر يا سرطا ن باندی دتبدیلو احتمال سته.

دمعدي دمريضي نښي نښاني:

1-- درد : دمريضي مهمه نښه ده چه ځګر په لاندي برخه کي دپښتيو په منځ کي يي حس کوي او اکثره وخت ځني مريضان داسي هم وايي چه زړه مي درد کوي يا زړه مي ايشي

اکثره وخت دمعدي دزخم درد تر ډوډي خوړلو شل 20 دقيقي وروسته شروع کيږي او کلمو دزخم يا دنس درد ترډوډي خوړلو دوه نيم يا دري ساعته وروسته شروع کيږي او ددوا په خوړلوسره يي درد کميږي.
2--دزړه بدوالي : اکثره وخت دغوړين موادو دخوړولو وروسته دزړه بدوالي زيا تيږي.
3-- بي اشتها يي ورسره ملګري وي.
4-- دلږ ډوډي خوړلو څخه وروسته دموړتيا حس کوي.
5-- سرچرخي او خوگرځي ورسره وي.
6-- دمعدي تخريش ورسره.
7-- دغا يطه يا بولو رنګ يي په تور رنګ بدليږي.
8-- دنس پړسوب , غوسه او داسي نوري نښي هم ورسره ملګروي.

دمريضي په تشخيص کي پر دغه نښو نښا نو سربيره داندوسکوپي پواسطه هم با يد دمعدي اوکلموپه داخل کي څيړنه وشي .اندوسکوپي داسي يواله ده چه په سرکي يي يو کوچني او پر مختللي کامره ده چه ددي کامري په واسطه دمعدي او کلمو داخلي ديوالونه په ډيري اساني سره دتلويژن پر پرده په واضح ډول ښودلاي شي چه هلته زخم يا غيري نورمال حالت موجود دي که يا.او همدارنګه داندوسکوپي پواسطه دداخلي برخو څخه کوچني ټوټه غوښه اخيستل او څيړل هم مهم دي.

دلاندي شيانو څخه بايد پرهيز وشي.

-- هغه دواګاني چه پرمعدي ښه نه لګيږي لکه درد دواګاني اسپرين بروفپن ...بايد زياته تري استفاده ونه شي.
--دسګريټو دڅکولو څخه با يد ځان وساتي.
-- دتشويش او ذهني فشارو څخه بايد ځا ن لري وساتي.
-- دزيات غوړ او تيزابي شيانو څخه بايد ځا وساتي.
--دمرچکو , اچارو, چکنيو داستعمال څخه بايد ځان لري وساتي.
-- په منا سب مقدار با يد هر وخت خواړه وخوري نه لږ نه ډير متوسط مقدار باندي بايد خواړه وخوري.
-- روميانو ,مالټي ,نارنج, او زياته مالګه بايد استعمال نه کړي.

دهليکوباکتر پلوري مکروب:HP

غواړم چه ددي مکروب په باره کي لږمعلومات درکړم.
دايو مکروب دي چه دهليکوباکتر Helicobacter pylori په نامه سره ياديږ چه مخفف نو م ايچ پی HP دي .دامکروب دمعدي په داخلي ظبقه کي يعني دمکوزا په طبقه کي ځاي پر ځاي کيږي او چه يواري يي ځاي ونيوي بيا يي ددي طبقي پاکول مشکل وي.

دامکروب چه کله وجودته دخل شي په اول وختوکي نښي نښاني نه ورکوي خوڅه وخت وروسته په ميده کي دالتها ب سبب ګرځي دمياشتو په تيريدوسره التهاب په زخم بدليږي اودا زخم چه نور ډير وخت پرتيرشي او چاره يي ونه شي په کنسر يا په سرطان باندي يي دبدليدو احتمال زيات دي.

نو هغه انسانان چه دډيروخت لپاره دمعدي دشکايت څخه ځوريږي بايد ددي ميکروب يا ايچ پي HP معاينات وکړي ډير ددي احتمال سته چه ايچ پي HP یي مثبت وی خوددی میکرب دمخنیوی لاری چاری او دواگانی هم سته.

دامکروب دنړي په سطه تقريبا نيمايي نفوس ددي ميکروب سره مخ دي .پر مختللو هيوادو کي يي فصيدي %40 ښودل شوي او په پس پاته هيوادو کي يي فيصدي %70-75 ښودل شوي ده.

داميکروب چه کله وجود ته داخل شي په اول وختوکي په اکثره انسانانو کي داسي خاص نښي او نښاني نه ورکوي خو کله چه په معده کي التهاب او زخم پيداشي بيا نښي نښاني ورکوي.

اکثره هغه انسانا چه په معده کي دامکروب ولري يعني ايچ پي مثبت وي دخولي څخه يي يو رقم تخريش کونکي او بد بوي ځي ,ددي بد بوي علت دادي چه دامکروب په معده کي فعاليت لري او دفعاليت په وخت کي په معده کي د امونيا غاز ( گاز ) تو ليدوي څرنګه چه مو پو هيږ چه امونيا يو کيميا وي مرکب دي چه بد او تخريش کونکي بوي لري خوکله چه دمعدي څخه دخولي دلاري خارجيږي نو بد او تخريش کونکي بوي ورکوي چه پر انسان بد لګيږي.

داميکروب دانسان څخه انسان ته دخولي دلاري په اساني سره انتقال کيداي شي او همدارنګه دچټلو شيانو دلاري دانسان ومعدي دي انتقال کيداي شي.

هغه خلګ چه دامکروب ولري دخپل خوراک دپاره استعما ل شوي لوښي بايد دبل سره شريک نکړي , استعمال شوي لوښي اول بايد ښه پاک او پريمينځل شي ورسته استعمال شي ,همدارنګه هغه ميرمني ,اناګاني,او نيکه ګان چه پدي مکروب اخته وي وخپلو کوچني ماشومانو او لمسيانوته بايد يو شي په خوله ميده نکي او ور يي نکي ځکه اکثره وخت بعضي داسي عادت لري چه ډوډي په خوله کي ميده کوي بيا يي ماشومانوته ته ورکوي چه دايي دانتقال ډيره خطري لار ده.

دهيلکوباکتر تشخيص: Helicobacter pylori

1-دمعدي د داخلي طبقي څخه ټوټه اخيستل او څيرل(biopsy)
2- ديوريا تنفس معاينه (urea breath test)
3-دويني معاينه (blood test)

دپورتنی ذکرشو معایناتو سربیره نور معاینات هم سته چه دمکروب په تشخیص کی کومک کوی خو دغه یی شه کامیابه طریقی دی.

تداوي: دتداوي لپاره مختلفي دواګاني سته خودهغوي ليکل دلته مناسب نه دی نوځکه دليکولوڅخه يي تيريږم .

(((شریک یې کړئ تر څو صدقه جاریه ترلاسه کړی

د تندي او مخ کونځي ! #لاملونه:۱ – د لمر وړانګي د لمر وړانکي نه یوازي ستاسو د مخ یا تندي په ګونځو کې مهم رول لري، بلکي کی...
03/01/2020

د تندي او مخ کونځي !

#لاملونه:

۱ – د لمر وړانګي
د لمر وړانکي نه یوازي ستاسو د مخ یا تندي په ګونځو کې مهم رول لري، بلکي کیدای سي ستاسو د مخ د پوست د سرطان لامل هم وګرځي، نو د لمر په وړاندي تر ګرځیدلو مخکي باید د لمر ضد کریم وکاروی، پدې ډول به وتوانیږی پوست ته مو د رسېدونکي زیان او د ګونځو د زیاتېدو کچه را کمه کړی.

۲ – د سګریټو څکول:
د تندي او مخ د ګونځو د پراختیا تر ټولو لوی عامل د سګریټو څکول دي، ځکه په سګریټو کې موجود نیکوتین د ظاهري زړتوب اصلي عامل بلل کیږي، نو اړینه ده چې دغه ناوړه عادت ژر تر ژره پرېښودل سي.

۳ – د خوب نشتوالی:
که چيري تاسو په کافي اندازه خوب ونه کړی، نو ستاسو بدن نسي کولای چې ستاسو د بدن مړې حجرې را ژوندۍ کړي، نو ځکه تاسو باید د شپږ څخه تر اته ۶-۸ ساعتو پوري په شپه او ورځ کې خوب وکړی نو پدې ډول سره به د ګونځو د پراختیا مخنیوی وکړی.

۴ –د نلونو په اوبو زیات مخ پریمنځل:
د هغه نلونو د اوبو څخه باید په زیاته اندازه د مخ پریمنځلو لپاره کار وا نه خیستل سي چې د اوبو ذخیره ور څخه لیري وي، ځکه چې دغه اوبه د زیات وخت لپاره په نلونو کې وي او کیدای سي په زهرجنوموادوباندي ککړي وي، مګر په اوسني وخت کې دا چاره نا شونې ده چې د نلونو د اوبو څخه دي کار وانخلو خو که چیري د کوهې (څاه/برمې) تازه اوبو ته لاسرسی ولرو نو د مخ پریمنځلو لپاره باید له دې اوبو څخه ګټه واخلو، او همدارنګه د ډول ډول صابونونو استعمال هم ستاسو د مخ طبعي غوړ له منځه وړي نو باید په مخ پریمنځلو کې مو له ‌ډیر احتیاط څخه کار واخلی او په ډیرو تيزابي خاصيت لرونکو صابونونو مخ ونه مینځی او تر مینځلو وروسته باید پاک دستمال(ځان پاک) باندې خپل مخ وچ کړی.

#حل #لاري:

۱ – د مطالعي طرز موسم کړی:
کتاب ډیر له نږدي مه لولی که چیری په لیدولو کې کومه ستونزه ولری نو کوښښ وکړی چې د سترګو پر نمبر مو برابري عینکي وکاروی، ځکه کتاب ته ډیر نږدې کتل هم ستاسو د تندي او مخ د ګونځوپه پراختياکي مهم رول لري.

۲ – د لمر ضد عینکي وکاروی:
د لمر ضد عینکي استعمالول ستاسو د مخ د ګونځو د پراختیا مخنیوی کوي.

۳ – منظم تمرین وکړی:
په ورځ کې ۳۰ دقیقی قدم ووهی او ددې سره، سره په اونۍ کې یوه ورځ لږ سخت تمرین وکړی که شوني وي پر سر ودریږی ځکه پر سر دریدل ستاسو د بدن عضلات دې ته مجبوروي چې استراحت وکړي.

۴ – منظم غذائي رژیم:
یو متوازن غذائي رژیم ستاسو د ټول وجود د سالم والي سربیره ستاسو د پوست په سالم والي کې هم مهم رول لري، کوښښ وکړی په زیاته اندازه میوه، سابه او د کب غوښه وخوری.

۵ – مستې:
مستې د ګونځو د ورکولو لپاره یو له مهمو موادو ګڼل کیږي.

تګلاره: یوه کاچوغه مستې راواخلی او یو څه اندازه میده کورکمن ورسره کډ کړی او وروسته يې دمخ په کونځو سو ځایونو ووهی.

۶ – د زیتون تیل:
د زیتون تیل یوله ډیرو ګټورو تیلو څخه ګڼل کیږي.

ګونځي سوي ځایونه د زیتون په تیلو غوړول (مساجول) د ګونځو په کمښت کي مهم رول لري.

۷ – مڼه:
یوه دانه مڼه راواخلی په اوبو کې وایشوی او تر هغه وروسته یې میده کړی، یوه کاچوغه عسل او یوه کاچوغه وچي شیدې ورسره ګډي کړی او وروسته به مخلوط سوی محلول په ګونځو سوو ځایونو ووهی.

په ورځني ژوند کې په ډیرو ساده بدلونونو سره کولای سی په ژوند کې مو ستر بدلون راولی، ځوان به ښکاره سی او پر خپل ځان به مو باور زیات سي.

18/12/2019

د زکام مخنیوي پنځه اسانه لارښونې:
د یخې هوا له راتلو سره سم یا له ژمي موسم څخه وړاندې زیاتره وګړي په زکام، تبې او ستوني دردونو د اخته کېدو له کبله له اندیښنې سره مخ وي چې زیاتره ددوی په ورځي ژوند او فعالیتونو اغیز کوي.
ددې د مخنیوي لپاره ځینې داسې اسانه لارې شتون لري چې له اندیښنې مو خلاصولی شي:
په منظم ډول لاسونه پریمنځل
د یخې هوا زکام لامل بېلا بېل وایرسونه دي چې د ککړتیا له کبله رامنځته کیږي او له یوه څخه بل ته انتقالیږي، دغه ککړتیا د انسان لاسونو ته د دروازې لاستو او په بېلا بېلو داسې څيزونو لاس لګول چې په عامه ځایونو کې استعمالیږي.
له همدې کبله پوهان په پرلپسې ډول د لاسونو پریمنځلو سپارښتنه کوي، او زیاتوي چې وګړي دې د وایروس خپریدو پرمهال پوزې او خولې ته ډير لاس نه وړي.
تمرین کول
تمرین یا ورزش کول په ځانګړي ډول په پاکه او ازاده هوا کې د زکام مخنیوي بې ساري درملنه ده، خو په زکام له اخته کېدو وروسته د تمرین سره احتیاط پکار دی ځکه چې بدن استراحت او ارام ته اړتیا لري.
خپګان نه کول
د خپګان او سټریس پرمهال د بدن فعالیتي سیستم کمزوری کیږي، نو ددې لپاره باید ارام اووسئ او استراحت غوره کړئ.
ښه خوب
د بدن حجرو او فعالیتي سیستم روغ ساتلو لپاره ښه خوب اړین دی، دا د ناروغیو او وایرسونو د حملې کولو پر وړاندې مقاومت کوي، پوهان وایي، ځینې مهال کم خوب هم د زکام رامنځته کېدو لامل کیږي.
اړمند خواړه
د هرې ناروغۍ په رامنځته کېدو کې هرو مرو د ځینو نامناسبو خوړو کردار شتون لري، ددې لپاره په کار دي چې خپل خوراکي رژیم مو محدود کړئ، هغه خواړه چې ستاسې لپاره کافي دي ویټامینونه، معدنیات، میوه، سبزیجات، پروټين، سګريټ نه څکل او ډیرې اوبه څښل دي، پوهان وایي چې د زکام پرمهال ساده تړمې اوبه ډيرې څښل ګټه لري.
د زکام پرمهال احتیاط او پاملرنه نه کول ممکن د زیاتې او سختو ناروغیو لامل شي:
ددغه راپور له مخې پوهان وایي چې د زکام، تبې یا ستوني دردونو درملنه که په سمه توګه او پر وخت ونشي ممکن د جدي پيچلتیا لامل شي، شونې ده وګړي د زړه، نمونیا، غوږونو او سینه بغل له انفیکشن سره مخ شي.
په عام ډول په زکام له اخته کېدو وروسته دا لږ تر لږه له یوې تر دوه اوونیو وخت نیسي، خو که چیرې له دې یې وخت زیات شي، د زینو ختلو پرمهال وګړي د نفس تنګۍ سره مخ کوي، اواز ټيټیږي او د اوریدلو حس هم کمزوری کوي.
د زکام، ستوني یا ټوخي پرمهال ارام غوره کړئ او د ورځې په اوږدو کې له ۹۵ څخه تر ۱۵۵ ملي ګرامو پورې ویټامن سي حاصل کړئ، د پوهانو په وینا د ویټامن سي څخه برخمن خواړه مالټه، مڼه او خوږ مرچ «شمله مرچ» دي.
دغه راز دوی زیاتوي، که غواړئ له پېله د یخ یا ژمي موسم پېلیدو سره د زکام مخه ونیسئ نو په بشپړ او پرلپسې ډول په صابون سره له ۲۰ تر ۳۰ ثانیې لاسونه پریمنځئ او د ګوتو او نوکانو کونجونه هم پاک کړئ، دغه راز له یخنۍ وهلو څخه د ژغورلو په خاطر ګرمې جامې واغوندئ.

په یخه هوا کې د زکام مخنیوي پنځه اسانه لارښونې
نشرونکی: حماد افغان برخه: روغتیا اکتوبر 27, 2019

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۵ لړم، ۱۳۹۸ل): د یخې هوا له راتلو سره سم یا له ژمي موسم څخه وړاندې زیاتره وګړي په زکام، تبې او ستوني دردونو د اخته کېدو له کبله له اندیښنې سره مخ وي چې زیاتره ددوی په ورځي ژوند او فعالیتونو اغیز کوي.
ددې د مخنیوي لپاره ځینې داسې اسانه لارې شتون لري چې له اندیښنې مو خلاصولی شي:
په منظم ډول لاسونه پریمنځل
د یخې هوا زکام لامل بېلا بېل وایرسونه دي چې د ککړتیا له کبله رامنځته کیږي او له یوه څخه بل ته انتقالیږي، دغه ککړتیا د انسان لاسونو ته د دروازې لاستو او په بېلا بېلو داسې څيزونو لاس لګول چې په عامه ځایونو کې استعمالیږي.
له همدې کبله پوهان په پرلپسې ډول د لاسونو پریمنځلو سپارښتنه کوي، او زیاتوي چې وګړي دې د وایروس خپریدو پرمهال پوزې او خولې ته ډير لاس نه وړي.
تمرین کول
تمرین یا ورزش کول په ځانګړي ډول په پاکه او ازاده هوا کې د زکام مخنیوي بې ساري درملنه ده، خو په زکام له اخته کېدو وروسته د تمرین سره احتیاط پکار دی ځکه چې بدن استراحت او ارام ته اړتیا لري.
خپګان نه کول
د خپګان او سټریس پرمهال د بدن فعالیتي سیستم کمزوری کیږي، نو ددې لپاره باید ارام اووسئ او استراحت غوره کړئ.
ښه خوب
د بدن حجرو او فعالیتي سیستم روغ ساتلو لپاره ښه خوب اړین دی، دا د ناروغیو او وایرسونو د حملې کولو پر وړاندې مقاومت کوي، پوهان وایي، ځینې مهال کم خوب هم د زکام رامنځته کېدو لامل کیږي.
اړمند خواړه
د هرې ناروغۍ په رامنځته کېدو کې هرو مرو د ځینو نامناسبو خوړو کردار شتون لري، ددې لپاره په کار دي چې خپل خوراکي رژیم مو محدود کړئ، هغه خواړه چې ستاسې لپاره کافي دي ویټامینونه، معدنیات، میوه، سبزیجات، پروټين، سګريټ نه څکل او ډیرې اوبه څښل دي، پوهان وایي چې د زکام پرمهال ساده تړمې اوبه ډيرې څښل ګټه لري.
د زکام پرمهال احتیاط او پاملرنه نه کول ممکن د زیاتې او سختو ناروغیو لامل شي:
ددغه راپور له مخې پوهان وایي چې د زکام، تبې یا ستوني دردونو درملنه که په سمه توګه او پر وخت ونشي ممکن د جدي پيچلتیا لامل شي، شونې ده وګړي د زړه، نمونیا، غوږونو او سینه بغل له انفیکشن سره مخ شي.
په عام ډول په زکام له اخته کېدو وروسته دا لږ تر لږه له یوې تر دوه اوونیو وخت نیسي، خو که چیرې له دې یې وخت زیات شي، د زینو ختلو پرمهال وګړي د نفس تنګۍ سره مخ کوي، اواز ټيټیږي او د اوریدلو حس هم کمزوری کوي.
د زکام، ستوني یا ټوخي پرمهال ارام غوره کړئ او د ورځې په اوږدو کې له ۹۵ څخه تر ۱۵۵ ملي ګرامو پورې ویټامن سي حاصل کړئ، د پوهانو په وینا د ویټامن سي څخه برخمن خواړه مالټه، مڼه او خوږ مرچ «شمله مرچ» دي.
دغه راز دوی زیاتوي، که غواړئ له پېله د یخ یا ژمي موسم پېلیدو سره د زکام مخه ونیسئ نو په بشپړ او پرلپسې ډول په صابون سره له ۲۰ تر ۳۰ ثانیې لاسونه پریمنځئ او د ګوتو او نوکانو کونجونه هم پاک کړئ، دغه راز له یخنۍ وهلو څخه د ژغورلو په خاطر ګرمې جامې واغوندئ.

18/12/2019

Address

تلویزون تپه جنوب خوا د نهر غاړه چپرهار مارکیټ
Jalalabad
780004167

Telephone

+93780004167

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when عادل روغتیائی کلینیک Adil Medical clinic posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram