10/11/2025
ټولنه کي دا خبره ډيره مشهوره ده چي بوره او چاکليټ غاښونه خرابوي.
اکثره خلک بوره او چاکليټ هم کم استعمالوي خو بيا يي هم غاښونه خراب وي. دوي داهم وايي چي مسلسل دغاښونو بورس او صفايي هم کوي.
علت يې څه دی چي غاښ کاريس يا هم ايروژن سبب کيږي.
ځواب.
د غاښ کاريس مولټي فکټوريل ډيزيز يا مرض دي کاربوهايډريټ ترڅنګ نور اسباب هم شته چي غاښ تخريبوي.
د انتي ډپريشن ادويه جاتو استعمال، د انتي بيوتيک استعمال، د هرقيسم نوشابو استعمال چي ستريک اسيد لري،کاربينيک اسيد لري.
د کلسيم کمبودات ، د ويټامين ډي کمبود اکثره زنانه د لمر له وړانګو بي برخي وی.
اکثره اشخاصو ته په کافي اندازه کلسيم نه رسیږي.
څنګه روغ غاښونه ولرو؟
دخولې حفظ الصحه مراعتول.
له هرډول نوشابو ځان ژغورل.
که څوک په ډپريشن مبتلا وي او دوا خوري بايد ورزش وکړي.
د اوبو زيات استعمال.
کلسيم ،ويټامين ډي له خوړو پوره کول.