15/11/2025
ناروغه، چې شاوخوا ۵۰ کاله یی عمر درلوده، د اوږدې مودې راهیسې د جاغور د ستونزې له امله د تنفس، خوب او ورځني ژوند په کیفیت کې له ستونزو سره مخ وه. د معایناتو او تشخیص وروسته، د درملنې غوره لاره جراحي عملیات وټاکل شوه.
د عملیاتو پروسه د فرحان روغتون په عصري او مجهز جراحي څانګه کې د متخصصینو له خوا په ډېر دقت، تجربه او ټولې طبي اسانتیاوو تر سیوري لاندې ترسره شوه. جراحي په بشپړ بریالیتوب سره ترسره شوه، د ناروغې حالت د عملیاتو وروسته ثابت و، او د رغېدو پروسه یې د تمې مطابق په ښه ډول روانه ده.
د ټیم ګډه همکاري، د روغتون مناسب تجهیزات او مسلکي چلند د دې لامل شول چې ناروغه د عملیاتو پر مهال او وروسته ځان په بشپړ ډول خوندي احساس کړي. د درملنې دا بریالیتوب نه یوازې د ناروغې د ژوند کیفیت ته نوې سا ورکړه، بلکې د روغتون د طبي ټیم د هڅو ښکلی انځور هم وړاندې کوي.
ENT specialists Dr Jahanzeeb Sahar
General Surgeon Dr Samad Saleh
General Surgeon Dr Fahim Bashary