بصیر صافی د سترګو تخصصي کلینیک

بصیر صافی د سترګو تخصصي کلینیک Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from بصیر صافی د سترګو تخصصي کلینیک, Ophthalmologist, Jalalabad.

18/11/2025

بصیر صافی د سترګو تخصصي کلینیک
Basir Safi Eye Specialty Clinic

ادرس: جلال آباد ښار، مخابراتو چوک، بابا ولی هوټل ته مخامخ، ظاهر روغتیا پلازه، دریم منزل.
د اړیکو شمېرې: 0788646474 - 0777646474

د تیر پوست په ادامه..د رنګ ړوندوالی ازموینه (Color Blindness Test)د رنګ ړوندوالی  ازموینه هغه ازموینه ده چې د سترګو د رن...
03/11/2025

د تیر پوست په ادامه..
د رنګ ړوندوالی ازموینه (Color Blindness Test)

د رنګ ړوندوالی ازموینه هغه ازموینه ده چې د سترګو د رنګ پېژندلو وړتیا معلوموي. دا ازموینه څرګندوي چې یو څوک رنګونه سم توپیر کولی شي یا نه.

په دې ازموینه کې ډاکټر د ځانګړو رنګونو او بڼو له لارې ارزونه کوي، تر څو معلومه کړي چې د سور، شین یا نیلي رنګ په پېژندنه کې ستونزه شته که نه.

دا حالت زیاتره ارثي وي (له زېږون سره وي)، خو کله کله د سترګو د ناروغیو یا درملو د اغېز له امله هم رامنځته کېدای شي.

که څه هم د ارثي رنګ ړوندوالی لپاره درملنه نشته، خو ځانګړې عینکې او کانتکټ لینزونه د رنګونو په توپیر کې مرسته کوي.

که تاسو احساس کوئ چې د رنګونو په پېژندنه کې ستونزه لرئ، د سترګو متخصص ډاکټر ته مراجعه وکړئ.

د سترګو منظمې معاینې ستاسو د لید د سلامت ساتلو لپاره ډېرې مهمې دي.

د رنګ ړوندوالی ازموینه (Color Blindness Test)رنګ ړوندوالی هغه حالت دی چې انسان د ځینو رنګونو توپیر نه شي کولای، لکه سور ...
01/11/2025

د رنګ ړوندوالی ازموینه (Color Blindness Test)

رنګ ړوندوالی هغه حالت دی چې انسان د ځینو رنګونو توپیر نه شي کولای، لکه سور او شین یا نیلي او ژېړ. دا ډېری وخت موروثي وي او د سترګو د شبکې (Retina) د حجراتو د کمزورۍ له امله رامنځته کېږي.

د دې د معلومولو لپاره د "Ishihara Test" څخه استفاده کېږي، چې په رنګینو دایرو کې شمېرې پټې وي. که څوک دغه شمېرې ونه ویني، نو کېدای شي د رنګ پېژندنې ستونزه ولري.

په یاد ولرئ، دا ناروغي درملنه نه لري، خو ځانګړي عینکې شته چې د رنګ لید ښه کوي.

30/10/2025

الحمدالله ثم الحمدالله
له بصیر صافی د سترګو تخصصي کلینیک څخه د یو محترم ناروغ رضایت.
موږ ویاړو چې د خپل ګران هیواد یو معزز ناروغ ته مو د سترګو د پردی یو بریالی عملیات د لیزر یا فیکو په واسطه ترسره کړ.
د ناروغانو د رضایت څرګندونې زموږ د ټیم د مسلکي هڅو او ژمنتیا څرګندونه کوي.

د اړیکو شمېرې: 0788646474 - 0777646474
زموږ شعار: زموږ سترګی، زموږ نړۍ

د شکر ناروغۍ له امله د سترګو زیان یا دیابتیک ریتینوپتي   هغه ناروغي ده چې د شکر لوړې کچې له امله د سترګو د  #ریټینا کوچن...
28/10/2025

د شکر ناروغۍ له امله د سترګو زیان یا دیابتیک ریتینوپتي

هغه ناروغي ده چې د شکر لوړې کچې له امله د سترګو د #ریټینا کوچني رګونه زیانمنوي، چې په پایله کې د لید ځواک کمېږي او حتی ړندوالی رامنځته کولی شي.

د ناروغۍ لامل
کله چې شکر په وینه کې ډېر شي، د ریټینا نری رګونه چوي، یا نوي غیر نورمال رګونه جوړوي، چې د ریټینا د زیان او لید د خرابېدو سبب کېږي.

#پړاوونه
1. ابتدایي پړاو (Non-proliferative): لږ زیان، اکثره بې‌نښانه.
2. پرمختللی پړاو (Proliferative): نوي رګونه جوړېږي، وینه بهېږي او دایمي ړندوالی رامنځته کولی شي.

#نښې
د لید کمزوري، تیاره داغونه یا پټې کرښې، د رڼا ځلېدنه، د رنګونو د توپیر ستونزه، ناڅاپي ړندوالی (په ورو پړاوونو کې)

#درملنه
د شکر کنټرول، Laser therapy د رګونو بندول، Anti-VEGF injections د نوي رګونو د مخنیوي لپاره، Vitrectomy جراحي که وینه یا ریټینا زیانمنه وي

#مخنیوی
د شکر، فشار او کولیسټرول دقیق کنټرول، کلنۍ د سترګو معاینه، سالم خواړه، ورزش، او د سګرټ پرېښودل.

د سترګو میګرن څه شی دی؟د سترګو میګرن د سترګو هغه موقتي اختلال دی چې د لید په ساحه کې ګډوډي رامنځته کوي. په دې حالت کې د ...
20/10/2025

د سترګو میګرن څه شی دی؟

د سترګو میګرن د سترګو هغه موقتي اختلال دی چې د لید په ساحه کې ګډوډي رامنځته کوي. په دې حالت کې د سترګو په وړاندې: رڼا څرکونه، څپې، تور ځایونه یا د بڼو بدلېدل ښکاري، چې دا حالت له څو دقیقو تر نیم ساعت پورې دوام کولی شي. وروسته له دې لید بېرته عادي کېږي، خو ډېری وخت ورسره سخت سر درد هم پیلېږي.

نښې نښانې

د لید لنډمهاله ګډوډي یا تیاره کېدل
د یو یا دواړو سترګو موقتي کم‌لید
د رڼا او غږ حساسیت
سر درد، زړه بدوالی او کمزوري

ممکن علتونه

د دماغ یا د سترګې د رګونو موقتي تنګېدل
د خوب کموالی یا بې‌نظمۍ
رواني فشار او ستړیا
د ځینو خوړو لکه چاکلیټ، قهوه یا پنیر زیات استعمال
هورموني بدلونونه په ښځو کې

درملنه او سپارښتنې

اکثره دا حالت پخپله له منځه ځي، خو که تکرارېږي، باید د ډاکټر څخه مشوره واخیستل شي.

منظم خوب وکړئ او د فشار څخه ځان وساتئ
له سکرین، تیزې رڼا او شور څخه فاصله وساتئ
د اوبو زیات استعمال وکړئ
که سر درد یا لید ګډوډي دوام وکړي، د سترګو او اعصابو متخصص ته مراجعه وکړئ

#یادونه

د سترګو میګرن جدي نه وي، خو که نښې زیاتې، تکراري یا اوږدمهاله شي، د نورو خطرناکو ستونزو د مخنیوي لپاره د سترګو ډاکټر ته حتمي مراجعه وکړئ.

کټرکټ (Cataract) د سترګو یوه عامه ناروغي ده چې د سترګو د عدسی په تور کېدو سره منځ ته راځي. دا ناروغي د عمر په تېرېدو سره...
06/10/2025

کټرکټ (Cataract) د سترګو یوه عامه ناروغي ده چې د سترګو د عدسی په تور کېدو سره منځ ته راځي. دا ناروغي د عمر په تېرېدو سره زیاتېږي، خو ځینې وختونه ځوانان هم تري متاثره کېدای شي. کله چې کټرکټ په سترګو کې وده وکړي، لید کمېږي او د نړۍ بڼه مبهمه او خړه ښکاري.

کټرکټ یوه غیر دردناکه حالت دی، خو که درملنه یې ونه شي، نو ممکن د لید له لاسه ورکولو سبب ګرځی. خوشبختانه، د کټرکټ درملنه د جراحي عملیاتو له لارې تر سره کېږي، چې د سترګو عدسي بدلوي. دا جراحي عملیات په ډیر پرمختللي ډول سره ترسره کېږي او د ناروغانو لپاره یې بریا ډېر لوړ دی.

▪ د کټرکټ اصلي علایم

🔹 د لید کمښت او خړه بڼه
🔹 د سترګو په روښانتیا کې بدلون
🔹د روښنايي سرچینو لکه لمبې یا چراغونو حلقه لرل
🔹د لید د کیفیت خرابي په تیره بیا په تیاره او کم روښنايي کې

▪ څنګه یې مخنیوی کولی شو؟

🔹صحتمند ژوند کول او د تغذیه مناسبیت
🔹د سترګو د ساتنې لپاره د لمریزې وړانګې څخه محافظت
🔹 په وخت سره د سترګو معاینه کول

کټرکټ یوه تشخیص شوې ناروغي ده، او د معالجې پر وخت یې ستونزې ډيرې کمېږي. د وخت په تېرېدو سره، نوې تګلارې او پرمختللې ټیکنالوژۍ د دې ناروغۍ درملنه خورا اسانه او ګټوره کړې ده.

🔺یادښت: که تاسو د کټرکټ علامې لرئ، نو دا مهمه ده چې زر تر زره د سترګو د متخصص سره مشوره وکړئ.

الحمدلله ثم الحمدلله نن یواځی زمونږ د کلینیک لپاره نه بلکی د ټول افغانستان لپاره د ویاړ او د خوشحالۍ ورځ ده.په خوښۍ او ف...
25/09/2025

الحمدلله ثم الحمدلله

نن یواځی زمونږ د کلینیک لپاره نه بلکی د ټول افغانستان لپاره د ویاړ او د خوشحالۍ ورځ ده.
په خوښۍ او فخر سره وایو چې د هېواد د مخکښو وتلي او علمي شخصیتونو له ډلې، زموږ قدرمن استاد الحاج پوهاند ډاکټر عبدالبصیر صافی، چې ننګرهار د طب پوهنځی د سترګو څانګی استاد، په وروستیو کې د افغانستان د لوړو زده‌کړو د قانون او علمي معیارونو له مخې، د "پوهاند" علمي رتبې ته ارتقاء وکړه. دا ستر علمي مقام او لاسته راوړنه د ده د اوږدمهالې علمي هڅې، تدریسي ژمنتیا، څېړنیز نوښت، او مسلکي ریاضت ثمره ده. د یادونې وړ ده چې قدرمن استاد الحاج پوهاند ډاکټر عبدالبصیر صافی، نه یواځی زمونږ د کلینیک لپاره نه بلکی د ټول افغانستان بالخصوص ننګرهار طب پوهنځي لپاره د ویاړ او د سترې خوشحالۍ ورځ ده چې د لومړي ځل لپاره سترګې څانګه کې پوهاند لري .
د قدرمن استاد الحاج پوهاند ډاکټر عبدالبصیر صافی دا بریالیتوب نه یوازې د ننګرهار پوهنتون لپاره بلکې د ټول افغانستان د علمي کادرونو، محصلینو او څېړونکو لپاره یوه الهام‌ بخښونکې بېلګه ده. هیله ده چې دا لاسته راوړنه د ځوان نسل لپاره د هڅونې او تحرک یوه نوې سرچینه وګرځي.

له دې سترې علمي لاسته راوړنې سره، استاد ته د زړه له کومي مبارکي وایو او د نورو بریاوو دعا ورته کوو.

بصیر صافی د سترګو تخصصي کلینیک.

24/09/2025

د سترګو حساسیت (Eye allergy)
او د خپل سري درملو زیات استعمال له امله بابیړۍ (اختلاطات)

بصیر صافی د سترګو تخصصي کلینیک️ د کنړ ولایت د نورګل ولسوالۍ د زلزله ځپلو لپاره د سترګو معایناتو فری کمپ جوړ کړی وه چې په...
20/09/2025

بصیر صافی د سترګو تخصصي کلینیک
️ د کنړ ولایت د نورګل ولسوالۍ د زلزله ځپلو لپاره د سترګو معایناتو فری کمپ جوړ کړی وه چې په دې فری کمپ کې
● د سترګو بشپړ معاینات
● وړیا درملنه
● د اړتیا په صورت کې د ناروغانو لپاره وړیا عملیات
● د ناروغانو د اړتیا په صورت کې د لا نورې درملنې
لارښوونې
چې دا ټول خدمتونه په بشپړ ډول وړیا د کنړ ولایت د زلزله ځپلو ترسره شوه.

د سترګو ساتنې مهم ټکي د مطالعې پر مهال:▪ ښه رڼا وکاروی: د کتاب لوستلو ځای دې روښانه وي، ترڅو په سترګې زور رانشی.▪ سمه فا...
15/09/2025

د سترګو ساتنې مهم ټکي د مطالعې پر مهال:

▪ ښه رڼا وکاروی: د کتاب لوستلو ځای دې روښانه وي، ترڅو په سترګې زور رانشی.
▪ سمه فاصله وساتي: کتاب دې له سترګو لږ تر لږه ۳۵–۴۰ سانتي متره لرې وي.
▪ وقفه کول: هره ۲۰ دقیقې وروسته، ۲۰ ثانیې لپاره لرې کتل یا سترګې پټول.
▪ سمه ناسته لرل: اوږدی مودی لپاره په ټیټ سر مطالعه نه کول، د ملا او غاړې طبیعي حالت ساتل.
▪ سترګې پټې او وچوالي مخه ونیسي: کله ناکله سترګې پټې کړي یا د ډاکټر لخوا سپارل شوی مصنوعي اوښکې وکاروي.
▪ مناسب چاپېریال غوره کړی: په چپ یا ښي اړخ کې قوي رڼا مه کاروه، ځکه سترګې ژر ستړې کوي.

14/09/2025

د سترګو وایروسي سوروالی یا سوزش (Viral Conjunctivitis) څه شی دی ؟

Address

Jalalabad

Opening Hours

Monday 09:00 - 22:00
Tuesday 09:00 - 22:00
Wednesday 09:00 - 22:00
Thursday 09:00 - 22:00
Friday 09:00 - 12:00
Saturday 09:00 - 22:00
Sunday 09:00 - 22:00

Telephone

+93777646474

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when بصیر صافی د سترګو تخصصي کلینیک posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to بصیر صافی د سترګو تخصصي کلینیک:

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram