31/01/2023
د ننګرهار سیمه ایز تخصصي روغتون رئیس ډاکټر عبدالشکور عظیمي د خپل ماموریت په وروستۍ ورځ اداري کارکوونکي تقدیر کړل.
یاده ناسته چې نن مازیګر د (Health Net TPO) ادارې په دفتر کې ترسره شوه په کې د (Health Net TPO) مرکزي دفتر اداري او مالي رئیس حاجي عبدالواحد یوسفزي، ولایتي ادارې رئیس ډاکټر احسان الله شینواري، د ننګرهار سیمه ایز تخصصي روغتون رئیس ډاکټر عبدالشکور عظیمي، سرطبیب ډاکټر منصور ښاغلي او د یاد روغتون اداري کارکوونکو ګډون درلود.
د یادې ناستې پرمهال د مرکزي دفتر اداري او مالي رئیس د ننګرهار سیمه ایز تخصصي روغتون رئیس او کارکوونکو ترسره کړې هڅې وستایلې
هغه زیاته کړه چې په یاده موده کې یې په ډیرو کمو امکاناتو درانه مسئولیتونو ته غاړه ورکړې نو له دې امله یې د (Health Net TPO) مرکزي دفتر په استازولۍ د ډاکټر عبدالشکور عظیمي په شمول له ټول پرسونل مننه او قدردانی وکړ.
له هغه وروسته د یادې ادارې ولایتي رئیس ډاکټر احسان الله شینواري مننه وکړه چې په ډیرو کمو امکاناتو یې (Health Net TPO) موسسې سره دنده ترسره کړي.
نوموړي سپارښتنه وکړه چې نوې تطبیق کوونکې موسسې سره هم د زړه له اخلاصه دنده اجرا کړي.
له هغه وروسته د ننګرهار سیمه ایز روغتون رئیس ډاکټر عبدالشکور عظیمي په روغتون کې ترسره کړی ماموریت ویاړ وګاڼه.
هغه زیاته کړه د خپل کامیاب ماموریت راز یې د (Health Net TPO) مرکزي او ولایتي دفتر ملاتړ او د اداري کارکوونکو اخلاص یاد کړ.
نوموړي له ټولو کارکوونکو د زړه له اخلاصه مننه وکړه او په راتلونکي وخت کې یې د دوی د بریا هیله څرګنده کړه.
د پروګرام په وروستیو کې د سیمه ایز روغتون ټول اداري پرسونل په ستاینلیکونو ونازول شول.
د یادونې ده چې په ننګرهار کې د (Health Net TPO) تطبیق کوونکي روغتیايي خدمات نن ورځ رسمأ پای ته ورسیده.