28/02/2021
دایچ پایلوری کلچر ازمایښت له موږ سره تجربه کړﺉ
دتخصصی تشخیص په لور
د معدې ایچ پایلوری H.pylori
ایچ پایلوری یا halicobacter pylori یوه سپرینګ شکله بکټریا ده چې له بهرني محیطه د خولې له لارې بدن ته ننوځي،دغه بکټریا د معدې د تیزابو پر وړاندې ډیره حساسه ده یعنې د معدې تیزاب نوموړي بکټریا دې ته نه پریږدي چې په معده کې ځای پر ځای شي او هلته تکثر وکړي مګر پوښتنه دا ده چې سره ددغو دفاعي میکانیزمونو بیا هم څنکه کولای شي نوموړې بکټریا د معدې د زخم سبب ګرځي؟
ایچ پایلورې د فلاجیلا په نامه. څلور یا پنځه ښاخونه لري کله چې له مرۍ نه معدې ته داخلیږي نو تر هرڅه دمخه ددغو ښاخونو په ذریعه د معدې Mucus یا لزوجي یا سریښناکه پرده سورۍ کوي او ځان دمعدې د دیوال لمړني قشر یا epithelium سره نښلوي
شاید پوښتنه مو ذهن ته راولاړه شي چې نوموړې بکټریا څنګه دمعدې د دیوال له لمړني قشر سره ځان نښلوي؟
دغه میکروب له خپل وجوده یوه ماده چې د adhesin په نامه یادیږي ترشح کوي چې په ټوله معنی سریښناکه خاصیت لري او د همدې مادې پواسطه ځان د معدې دیوال پورې نښلوي اود خپلو ښاخونو پواسطه ورو ورو د معدې هغو ساحو ته حرکت کوي چرته چې د تیزابو غلظت کم وي.
ددغو بدو خواصو تر څنګ نوموړې بکټریا یو انزایم جوړوي چې د Urease په نامه یادیږي او دغه انزایم بیا د تیزابو پر ضد عمل کوي یعنی په معده کې موجوده یوریا اخلي او پر کاربن ډای اکسایډ او امونیا یې بدلوي او بلاخره دغه دوه توکي د معدې د تیزابو د خنثی کیدو سبب ګرځي او نوموړي میکروب ته د ژوندانه او تکثر لپاره مساعد محیط برابروي.
کله چې بکټریا د معدې یا کوچنۍ کولمې په دیوال کې ځای پر ځای شوه نو پر خپلو مخربو فعالیتونو پیل کوي د معدې د حجراتو پر ضد انزایمونو او زهرجن مواد جوړوي د حجراتو د مړیني سبب ګرځي او بلاخره د زخم منځ ته راتګ سبب ګرځي.
څنکه پوه شو چې زمونږ په معده کې ایچ پایلوری موجود ده؟
علائم:
۱-د خیټې دردونه
۲-د خوړو نه هضمیدل او قبضیت
۳-د زړه بد والی
۴-دخیټی بادونه
۵-د اشتها نشتون
۶-د خوړو او خوراک نه وروسته د معدې دروندوالی
۷-تور رنګه غایطه مواد
۸- د معدې التهاب
۹-خولې ته د تورشو اوبو راپورته کیدل
۱۰-د سحر لخوا د خولې بی خونده کیدل.
که چیرې دغه میکروب تداوي نکړو نو له کومو خطراتو سره به مخ شو
۱-د معدې زخم
۲-دوینې کمبود:که چرته معده زخمي شي نو له دغه زخمه به په دوامدار ډول وینه بهیږي او بلاخره د ضعیفتیا،ستړتیا او سستیا سبب ګرځي چې په ټوله کې د کم خونۍ علایم دي.
۳-د اثنا عشر یا کوچنیو کولمو د لمړنۍ برخې زخم،چې دا هم د کمخونۍ سبب ګرځي.
۴-د معدې سرطان: نوموړې بکټریا د معدې د دیوال د لومړنۍ پردې د حجراتو د سرطان سبب ګرځي،دغه سرطان د MALT او Adenocarcinoma stomach په نامه یادیږي
په دوامداره توګه ددغه میکروب شتون او فعالیت میکروب ته د نږدې حجراتو فعالیت کې سرطاني بدلونونه راولي او دغه بدلونونه د وخت په تیریدو د معدې د سرطان سبب ګرځي،او له بده مرغه نن سبا د معدې په سرطان 80% انسانان هغه کسان دي چې په ټاکلي وخت یې د ایچ پایلوري درملنه نوه کړې!او په ډیر بدبختۍ سره دا هم باید ووایم چې د معدې سرطان یو وژونکی سرطان ده او چرته یې په لمړنیو کې درملنه وکړو نو په سلو کې لس ناروغان ژوندی پاته کیدای شي او متباقي ناروغان یې سره له دې چې درملنه به یې وشي مګر بیا هم تر پنځه کلو د اوږد ژوند نشي کوی.
څنګه کولی شو ددغه میکروب شتون تشخیص کړو؟
۱-په غایطه موادو کې د میکروب تشخیص
۲-په وینه کې د نوموړې بکټریا تشخیص
۳- د مریض تنفسی تیست نه هم دغه بکټریا تشخیص کیدلای شي urea breath test:پدغه معاینه کې مریض ته یو محلول چې یوریا لري ورکول کیږي او تر هغې وروسته یې د تنفسې مجرا له لارې په راوتونکي ګازاتو کې نوموړې بکټریا لټول کیږي.
۴-په مستقیم ډول د انساجو کتنه tissue biopsy
٥- دغایطه موادو کلچر او انتی بایو ګرام چی دغه غوره معاینه ده چی دتیست سره دمیکروب دوا هم معلومیږی
څنګه یو سالم انسان پر ایچ پایلوري اخته کیږي
هغه انسانان چې په ایچ پایلوري اخته دي په ورځني ډول په میلیونو بکټریاوې له خپلو بولو یا غایطه موادو سره بهرني محیط ته انتقالوي او چاپیریال پرې ککړوي دغه میکروب که چرته د څښلو اوبه ملوثې کړي او یو سالم انسان دغه ککړې اوبه وڅښکي نو پرته له کوم شکه به ددغه میکروب له وژونکو پایلو سره مخ کیږي.
دویم: هغه انسانان چې پر خپله معده کې نومړی میکروب حمل کوي که چرته کانګې یا استفراق وکړي نو پرته له شکه پر خپلو استفراقي موادو به میلیونونه ایچ پایلوري جاپیریال ته را منتقل کړي چې له سببه یې نورمال او سالم انسانان ددغه میکروب له مبتلا کیدو سره مخ کیږي.
څوک ددغه میکروب په خطر کې دي_
۱- هغه کورنۍ چې دوه غړي یې په یوه وخت کې نوموړی میکروب ولري او یا یې درلوده
۲- هغه انسان چې په ډيره ګڼه ګوڼه کې ژوند کوي.
۳- د ناصافو او نا پاکو اوبو څښکل
۴-ددغې ناروغۍ لپاره متخصص ډاکټران او د لابراتوار کارکونکي
۵-د حفظ الصحې نه رعایت کول
۶-د سګرټو،نسوارو،چرسو او نورو دخنیاتو کارول
درملنه_
ددغه میکروب د وژلو لپاره د هرې درملنې هدف یو ده یعنی موږ باید د معدې د تیزابو د تولید کچه تر هغې لوړ وساتو تر کومې چې دغه میکروب په بشپړه توګه له منځه ولاړ شي.د PPI او ورسره انتي بیوتیک او د میکروبونو ضد درمل ددغه میکروب په له منځه وړلو کې اړین رول لوبوي.
احتیاطي تدابیر
که د معدې زخم لرئ مناسب خواړه وخورئ دمثال په توګه سره کړي خواړه ،اوومه سبزیانې او خامه میوه مه خورئ. ښايي تعجب وکړئ که درته ووایو چې که دمعدې زخم لرئ په اور کباب شوې غوښه په تیره بیا شامي کباب چې البته پاک وي ستاسو لپاره ډیره ګټه لري خو لعاب داره خواړه په تیره بیا که مساله هم ولري ډیر تاوان رسوي .سره کړي پياز ،دکټوې مساله او خام پياز دمعدې ناروغانو ته تاوان رسوی .غوره ده ګازرې او د ګازرو اوبه ډیرې استعمال کړئ سیګریټ او نصوار مه استعمالوئ،له سټرس ،هیجان او ویرې ځان وژغورئ که څه هم دغه کار دډیرو کسانو په باور سخت دی خو که وغواړو اوخپل ژوند منظم کړو ځان به له ډیرو اندیښنو او فشارونو وساتلی شو .ډیرخوراک او اوږده لوږه دواړه ښه نه دي .
دغه راز دډاکټر له مشورې پرته درمل مه خورئ .هیڅکله ناپاکه سبزیانې مه خورئ
که( د ایچ پیلوری ستونزه لرۍ روز طبی لابراتوار کی دکلچر تیست اجرا کړی دمیکروب ضد دوا مشخصه کړی او ځان لدی افت خلاص کړۍ )