Clinic OPD Noor Ahadi

Clinic OPD Noor Ahadi This is official page Noor Ahadi clinic
زمونږ موخه ستاسو روغتيا ده❤
هدف ما صحت شما است❤

لابراتوار کلنيک نور احدى پرسونل باتجربه وعالى:در اين مرکز صحى شما ميتوانيد به صورت مطمٸن معاينه هاى طبى خويش را توسط تيم...
17/03/2026

لابراتوار کلنيک نور احدى پرسونل باتجربه وعالى:
در اين مرکز صحى شما ميتوانيد به صورت مطمٸن معاينه هاى طبى خويش را توسط تيم فنى و کدرى انجام دهيد با پيشرفته ترين وسايل بروز جهان
ما براى صحمتمندى شما قدم برداشتيم
#زموږ موخه ستاسو روغتياده

تخفيف ويژه دربخش دندانځانګړى تخفيف دغاښونو په څانګه کىادرس:پل حسن چهلستون کابل افغانستان    #زموږ موخه ستاسو روغتيا ده
16/03/2026

تخفيف ويژه دربخش دندان
ځانګړى تخفيف دغاښونو په څانګه کى
ادرس:پل حسن چهلستون کابل افغانستان #زموږ موخه ستاسو روغتيا ده

12/03/2026

تازه د شکرې (ډایبېټس) عصري درملنه اوس یوازې د وینې د شکر کنټرول نه دی بلکې د زړه او پښتورګو د ساتنې (cardio-renal protection) ته هم ځانګړې پاملرنه وشي چې ددې لپاره ښه دود SGLT2 inhibitorکورنۍ لکه Dapagliflozine ده

دزړه حمله څه وخت رامنځ ته کيږى؟د Myocardial Infarction (د زړه حمله) هغه وخت رامنځ ته کېږي چې د زړه عضلې ته د وینې رسېدنه...
08/03/2026

دزړه حمله څه وخت رامنځ ته کيږى؟
د Myocardial Infarction (د زړه حمله) هغه وخت رامنځ ته کېږي چې د زړه عضلې ته د وینې رسېدنه ناڅاپه بنده شي. دا عموماً د زړه د رګونو د بندېدو له امله وي. مهم علتونه یې دا دي:
۱. د رګ بندېدل (Atherosclerosis)
د زړه په رګونو کې غوړ، کولېسټرول او نور مواد جمع کېږي.
دا مواد پلاک جوړوي.
کله چې پلاک وچوي یا وشکېږي، وینه پکې ټپ جوړوي او رګ بندوي.
په دې وخت کې د زړه عضلې ته وینه نه رسېږي او حمله پیدا کېږي.
۲. د وینې ټپ (Thrombosis)
کله کله د رګ دننه وینه ټپ جوړ کړي.
دا ټپ رګ بندوي او د زړه حمله رامنځته کوي.
۳. د رګ ناڅاپي تنګېدل (Spasm)
ځینې وخت رګ ناڅاپه تنګ شي او وینه کمه شي.
هغه عوامل چې د زړه د حملې خطر زیاتوي
سګرټ څکول
لوړ فشار
د وینې لوړ کولېسټرول
شکر ناروغي
چاغوالی
کم حرکت
زیات ذهني فشار
د زړه د حملې عامې نښې
د سینې شدید درد (له ۲۰–۳۰ دقیقو زیات)
درد د چپ لاس، غاړې یا ژامې ته خپرېږي
ساه لنډي
خوله راتلل
زړه بدوالی یا کانګې
⚠️ که دا نښې پیدا شي، باید ژر روغتون ته ولاړ شي ځکه بیړنۍ درملنه ضروري ده.
دنور احدى کلنيک 24 ساعته دګرانو هيوادوالو په چوپړ کى دى
پته:پل حسن چهلستون کابل افغانستان

د طب له نظره کوم کسان روژه نه شي نیولی؟۱. هغه ناروغان چې شدیده حاده ناروغي لري:لکه ډېر شدید اسهال یا پرله‌پسې شدیدې کانګ...
05/03/2026

د طب له نظره کوم کسان روژه نه شي نیولی؟
۱. هغه ناروغان چې شدیده حاده ناروغي لري:
لکه ډېر شدید اسهال یا پرله‌پسې شدیدې کانګې.
۲. هغه کسان چې شکره (ډایبېت) یې کنټرول نه وي:
هغه کسان چې په ورځ کې څو ځله د انسولین لوړه اندازه اخلي او د هایپوګلایسیمیا یا کتواسیدوز خطر لري.
۳. د زړه یا پښتورګو پرمختللې ناکامي:
هغه ناروغان چې د زړه شدید ضعف لري، یا د پښتورګو د ناکامۍ وروستي پړاو ته رسېدلي وي او ډایالیز کوي.
۴. امیندواره یا شیدې ورکوونکې ښځې چې خطر ولري:
که روژه د مور یا ماشوم د روغتیا لپاره د اوبو کمښت، شدید ضعف یا بل خطر رامنځته کړي.
۵. شدیدې مزمنې ناروغۍ:
لکه سرطان چې د درملنې لاندې وي.
۶. نورې شدیدې عمومي ناروغۍ:
په لاندې حالتونو کې که روژه د ناروغۍ د زیاتېدو یا جدي خطر سبب شي، روژه پرېښودل جایز دي:
الف. شدیدې سیسټمیکې انتانات:
لکه شدید سپسیس، شدید نمونیا، یا فعال توبرکلوز چې د ډېر ضعف سره مل وي.
ب. د ځیګر پرمختللی سیروز (Decompensated Cirrhosis):
چې ورسره د نس اوبه (Ascites)، وینه بهېدنه، دماغي ګډوډي (Encephalopathy) یا شدید ضعف موجود وي.
ج. شدیدې او فعاله التهابي ناروغۍ:
لکه SLE شدید او فعال حالت، شدید Ulcerative Colitis، یا شدید Crohn’s disease په فعاله مرحله کې.
د. شدید سوء تغذیه (Cachexia):
په ځانګړي ډول په مزمنو ناروغانو، سرطاني مریضانو یا ډېر ضعیفو زړو خلکو کې.
هـ. پرمختللې عصبي ناروغۍ له عمومي ضعف سره:
لکه د MS پرمختللی او فعال حالت، یا تازه دماغي سکته (CVA).

سندرم تخمدان پلی‌کیستیک (PCOS): علایم، تداوی و نکات مهم:سندرم تخمدان پلی‌کیستیک (PCOS) یک اختلال شایع هورمونی است که حدو...
03/03/2026

سندرم تخمدان پلی‌کیستیک (PCOS): علایم، تداوی و نکات مهم:
سندرم تخمدان پلی‌کیستیک (PCOS) یک اختلال شایع هورمونی است که حدود ۱۰–۱۳٪ زنان در سنین باروری را متاثر می‌سازد. این بیماری با قاعدگی نامنظم، افزایش هورمون‌های مردانه (آندروژن‌ها) که باعث جوانی‌دانه و پرمویی می‌شود، و موجودیت فولیکول‌های کوچک در تخمدان‌ها مشخص می‌گردد. PCOS یکی از علل عمده ناباروری بوده و خطر ابتلا به مشکلات درازمدت صحی مانند دیابت نوع ۲ را افزایش می‌دهد. گرچه درمان قطعی ندارد، اما با تغییر سبک زندگی (رژیم غذایی و ورزش) و ادویه قابل کنترول است.
نکات اساسی در مورد PCOS
🔹 علایم:
قاعدگی نامنظم یا قطع شدن عادت ماهوار
مشکل در باردار شدن
پرمویی بیش از حد (در صورت، پشت یا سینه)
جوانی‌دانه (آکنه)
افزایش وزن
نازک شدن موی سر
🔹 علل: علت دقیق آن معلوم نیست، اما با موارد زیر ارتباط دارد:
افزایش سطح آندروژن‌ها
مقاومت به انسولین
عوامل ژنتیکی (وراثتی)
🔹 عوارض درازمدت:
افزایش خطر دیابت نوع ۲
فشار خون بلند
چربی خون بلند
سرطان آندومتر (سرطان پوشش داخلی رحم)
🔹 تشخیص: آزمایش مشخص و واحدی برای تشخیص وجود ندارد. تشخیص معمولاً شامل:
معاینه فزیکی
بررسی علایم
آزمایش خون برای اندازه‌گیری هورمون‌ها
گاهی سونوگرافی لگن
🔹 تداوی: اگرچه علاج کامل ندارد، اما قابل کنترول است از طریق:
رژیم غذایی متوازن و سالم
کاهش وزن (در صورت اضافه وزن)
قرص‌های ضدبارداری برای تنظیم قاعدگی
دواهای کمک‌کننده برای بارداری (در صورت نیاز)
PCOS یک حالت مزمن (درازمدت) هورمونی و میتابولیک است که گاهی تشخیص داده نمی‌شود، اما با مراقبت صحی مناسب می‌توان آن را به خوبی مدیریت کرد.
اګرکدام عضوفاميل تان دچار سندروم پولى کيستيک است کلنيک 24 ساعته نور احدى دخدمت تان است متخصص نسايى ولادى همه روزه موجود ميباشد
ادرس:پل حسن چهلستون کابل افغانستان

هر ډول درمل دنور احدى 24ساعته کلنيک کى په ارزانه بيه ترلاسه کولي شي نن درسره دماهى دغړو يا اوميګا 3په اړه ګټور معلومات ش...
01/03/2026

هر ډول درمل دنور احدى 24ساعته کلنيک کى په ارزانه بيه ترلاسه کولي شي نن درسره دماهى دغړو يا اوميګا 3په اړه ګټور معلومات شريکوم:
هغه څه چې د اومیګا ۳ (Omega-3) د ګټو په اړه نه پوهېدئ!!
👈 عام نوم: د کب د تېلو کپسول
🧠 ۱. د مغز او حافظې روغتیا
❤️ ۲. د زړه او رګونو پیاوړتیا
د خراب کولېسټرول (LDL) کمول
د ښه کولېسټرول (HDL) زیاتول
د وینې فشار تنظیمول
د رګونو د بندېدو او د زړه د حملې مخنیوی
👀 ۳. د سترګو روغتیا
د سترګو د وچوالي او د لید کمزورۍ مخنیوی
د زړو کسانو د ړندېدو خطر کمول
🦴 ۴. د التهاب او د بندونو د درد کمول
💪 ۵. د عضلو او عمومي انرژۍ پیاوړتیا
🧬 ۶. د معافیت سیستم پیاوړتیا
💇‍♂️ ۷. د ویښتانو، پوستکي او نوکانو پیاوړتیا
⚧ ۸. د جنسي او هورموني روغتیا
د جنسي میلان پیاوړتیا (په نارینه او ښځه کې)
د هورمونونو تنظیم، د حیض ستونزو یا شنډوالي کې ګټور
📌 اومیګا ۳ د چا لپاره مناسب دی؟
هغو کسانو ته چې سټرس، اضطراب، خپګان، بې‌خوبي او عصبي کمزوري لري
هغه کسان چې د وینې لوړ فشار یا لوړ کولېسټرول لري
هغه کسان چې ماهي لږ خوري
تنکي ځوانان، زاړه کسان او ورزشکاران

پایله:
اومیګا ۳ د بدن لپاره د طبیعي غوړ په شان کار کوي: مغز اراموي، زړه ساتي، بندونه نرموي او پوستکی او ویښتان تغذیه کوي.
د استعمال اندازه: هره ورځ یو عدد د خوړو وروسته
یادونه: د عام باور خلاف اومیګا ۳ طبیعت سوړ او لوند لري، نو هغه کسان چې مزاج یې سوړ وي ښه ده له دارچین، زنجبیل(ادرک) او نورو سره یې وکاروي.
او دا محصول له باوري دواخانو او ښه برانډ څخه واخلئ تر څو کیفیت او نتیجه ښه وي.
که د کمزورۍ، د ودې ورووالي یا د ویښتانو د تویېدو ستونزه لرئ، نو د ډاکټر په مشوره یې له زنک لرونکو دواوو لکه Surbex Z، Zinc Plus یا Calsivit Plus سره یوځای کارول ښه نتیجه ورکوي.
ادرس چهلستون پل حسن کابل افغانستان #

25/02/2026
ولې ښځې په رمضان کې Primolut N (Norethisterone) اخلي؟📌 اصلي هدف: • د حیض ځنډول تر څو ټولې روژې پرله‌پسې ونیسي • د اعتکاف...
21/02/2026

ولې ښځې په رمضان کې
Primolut N (Norethisterone)
اخلي؟

📌 اصلي هدف:

• د حیض ځنډول تر څو ټولې روژې پرله‌پسې ونیسي
• د اعتکاف یا عمرې لپاره حیض ونه شي
• د قضا روژو څخه ځان وساتي
• د عبادت تسلسل وساتي

دا درمل مصنوعي هورمون (Progesterone) دی چې حیض موقتي ځنډوي.

☪️ د اسلام له نظره

✅ شرعي حکم:

• حیض د الله تعالی طبیعي نظام دی.
• په حیض کې روژه نه نیول ګناه نه ده.
• وروسته قضا راوړل واجب دي.

📖 د علماوو نظر:

ډېرو علماوو اجازه ورکړې چې:

• که ښځه غواړي حیض وځنډوي او
• طبي ضرر نه وي�نو کارول یې جایز دي.

خو شرط دا دی:

• ضرر ونه لري
• د ډاکټر مشوره وي
• بدن ته جدي خطر ونه جوړوي

ځینې علما سپارښتنه کوي چې:
“طبیعي حالت پرېښودل غوره دي.”

⚠️ طبي اړخ (ممکن تاوانونه)

که لنډ وخت وکارول شي اکثره خوندي وي، خو ممکن:

• سر درد
• زړه بدوالی
• مزاج بدلون
• د سینې درد
• spotting
• حیض وروسته بې نظمي

په ځینو ښځو کې:

• د وینې ټینګېدو خطر
• د BP لوړوالی

🚫 مناسب نه دی:

• امیندواره ښځه
• د وینې ټینګېدو سابقه
• شدید ځګر ناروغي

🎯 مهم پیغام

اسلام ښځو ته اسانتیا ورکړې:

• که حیض راشي، روژه نه نیسي
• وروسته قضا راوړي
• هېڅ ګناه نشته

نو دا درمل اخیستل فرض نه دي — یوازې اختیاري دي.
#حیض

19/02/2026

نور احدي ۲۴ ساعته کلینیک او زېږنتون

موږ په لاندې څانګو کې ۲۴ ساعته خدمتونه وړاندې کوو:
۱. عمومي داخله
۲. د ماشومانو داخله
۳. عمومي جراحي
۴. نسایي او ولادي څانګه
۵. د غوږ، پزې او ستوني څانګه
۶. د پوستکي څانګه
۷. د غاښونو څانګه
۸. ايکو کارديو ګرافى
۹. الټراساونډ
۱۰. بېړنۍ (عاجل) څانګه – ۲۴ ساعته
۱۱. لابراتوار – ۲۴ ساعته
۱۲. درملتون – ۲۴ ساعته
۱۳. عملیات خونه – ۲۴ ساعته
۱۴. امبولانس – ۲۴ ساعته
د اړیکو شمېرې:
📞 0785216248
📞 0729109032
پته:
کابل، اوومه ناحیه، د ده دانا او چهلستون ترمنځ غزيدلى سړک پل حسن خان،کا بل افغانستان
#زموږ موخه ستاسو روغتيا ده

ديپارتمنت نساٸي ولادى کلنيک نور احدى شب وروز خدمات دارد
18/02/2026

ديپارتمنت نساٸي ولادى کلنيک نور احدى شب وروز خدمات دارد

توصیه عمومی برای بیماران جهاز هضمی  در ماه مبارک رمضان✔ غذا را آهسته و با حجم کم مصرف کنید. غذا  خوب جویده  شود ✔ بین اف...
18/02/2026

توصیه عمومی برای بیماران جهاز هضمی در ماه مبارک رمضان

✔ غذا را آهسته و با حجم کم مصرف کنید. غذا خوب جویده شود
✔ بین افطار تا سحر آب کافی بنوشید.
✔ در صورت درد شدید شکم، استفراغ دوامدار، اسفراغ همراه با خون 'ضعف شدید یا سرگیجه، فوراً به مرکز صحی مراجعه نمایید.
✔ بدون مشوره داکتر، دواهای خود را قطع یا تغییر ندهید.
ادرس:چهلستون پل حسن کابل

Address

Chalsatoon Nahiya 7 Pool Hassan Khan
Kabul
NOOR786786و

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Clinic OPD Noor Ahadi posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram