Tasal khan Shirzaiتسل خان شیرزی

Tasal khan Shirzaiتسل خان شیرزی Hi how are you my dear friend always iwanto helping thank you for your
mesage my Dear

13/07/2022

The heart has no key!
But honestly can
"Shi can open all closed doors."
#

برای مادران یک معلومات مفید اگر کسی دگزامتازون تزریق کند بدنش تا " 6 ماه " کلسیم جذب نمیکند!کافیست یک نفر در سال دو بار ...
04/10/2021

برای مادران یک معلومات مفید

اگر کسی دگزامتازون تزریق کند بدنش تا " 6 ماه " کلسیم جذب نمیکند!
کافیست یک نفر در سال دو بار دگزامتازون تزریق کند این یعنی پوکی استخوان در جوانی !! ولی داکتران بدون توجه به عوارض بالای این دوا حتی در بیماری های ساده مثل سرماخوردگی هم این دوا را تجویز میکنند.
برای نوزادان سیستم ایمنی بدن نوزاد ازبین میرود ، این دوا در آمریکا ممنوع شده است .

سلامتی شما عزیزان آرزوی من است ......!

قهریدلی کس څنګه ارام کړئموږ او تاسې ټول وخت نا وخت په غوصه ناکو خلکو اوړو؛ دا کیدای شي، زموږ دوست، همکار، د ژوند شریک او...
03/10/2021

قهریدلی کس څنګه ارام کړئ
موږ او تاسې ټول وخت نا وخت په غوصه ناکو خلکو اوړو؛ دا کیدای شي، زموږ دوست، همکار، د ژوند شریک او یا هم نابلده کس وي.
تاسې به هم اوریدلي وي، چې وايي:
پهلوان هغه دی، چې خپله غوصه کنټرول کړي.
کله چې په تاسې څوک غوصه وي، څنګه کولای شئ، حالت عادي او نارمل کړئ؟
دا کار که اسانه نه دی، نو ناممکن هم نه دی. دلته موږ تاسې ته څلور ۴ داسې لارې چارې در په ګوته کوو، چې په ناڅاپي ډول یو قهریدلی سړی اراموي.
۱ـ خبره مه غبرګوئ:
د قهریدلي سړي د ارامولو لپاره لومړی اصل همدا دی، چې خبره مه ورغبرګوئ. هر څه چې هغه وايي، تاسې يې مه ورغبرګوئ. که تاسې د هغه خبرې ورغبرګې کړئ، نو حالت له بد نه بدتر کیږي.
که مقابل کس هر څومره تاسې خپه کړي او آن د خپل ځان بې احترامي يې وبولئ، خو بیا هم خبره ورسره مه غبرګوئ. خپل غرور مو څنډې ته کیږدئ، او د حالت د عادي کولو لپاره هڅه وکړئ.
۲ـ مهربانه اوسئ.
د غوصې په ځای خپله مهرباني او زړه سوی وښايئ. ځینې خلک ناسم پوه شوي وي؛ د همدې له امله غوصه وي. تاسې داسې خلکو ته وخت ورکړئ، چې وغږيږي. ويې پوښتئ، چې ولې په قهر دی
په ارامه او سړه سینه ورته غوږ ونیسي، او په ټوله کیسه ځان پوه کړئ.
۳ـ له ځان نه انسان جوړ کړئ.
قهریدلی سړی شاید خپل زړه په تاسې تش کړي؛ خو تاسې هغه ته په خپلو حرکاتو او سکناتو سره وښايئ، چې تاسې هغه ته هیڅ ډول زیان نه رسوئ.
کله هم چې مقابل کس غوصه وي، تاسې په خپل ځان کنټرول ولرئ. د ویرې، ډار، او خپګان احساس مه کوئ. په ځان ډاډه اوسئ. قهریدلي سړي ته وښایئ، چې هغه ستاسې له اړخه خوندی دی
۴ـ د موډ په بدلولو کې چالاکه او هوښیار اوسئ.
هڅه وکړئ، چې د قهریدلي سړي په وړاندې د حالت د بدلولو لپاره هیڅ موقع له لاسه ور نه کړئ.
یوه، نیمه ټوکه ټکاله، موسکا، او خندوونکې خبره کوئ، تر څو حالت بدل کړئ. خو په یاد ولرئ، چې دا ټول په سم وخت کې وکړئ؛ هسې نه چې حالت له بد نه بدتر کړئ.



يادونه: ځینې خلک هیڅ نه ارامیږي؛ ان که د سر وینې د پښو ته هم راشي، خو هغوې هیڅ نه بدلیږي. کله چې تاسې د یو داسې کس سره مخ شوئ، په کیسه کې مه اوسئ. تاسې ښه خوې او ښه سلوک غوره کړئ او اجازه مه ورکوئ، چې خپل موډ او وخت مو خرب او تریخ کړی

څنګه پوهیږو چي د زړه تکلیف لرو؟اې بي سي خبري شبکې  دیو شمېر هغو ستونزو لړ لیک خپور کړې دی، چې  د زړه تکلیف نښې یې بللې ش...
03/10/2021

څنګه پوهیږو چي د زړه تکلیف لرو؟
اې بي سي خبري شبکې دیو شمېر هغو ستونزو لړ لیک خپور کړې دی، چې د زړه تکلیف نښې یې بللې شو. څېړنه دا هم زیاتوي کوم وګړي، چې د زړه تکلیف یا ناروغي لري لومړی له دې ستونزو سره مخ شوي وي.
کوم کس یو له دی ستونزو سره مخ شي دا له ګواښه ډکه خبره ده او سمدلاسه باید اړوند ډاکتر ته ځان ورسول شي، ددې ستونزو ځینې مهمې په دې توګه دي:
»»» دوامداره ستړیا :
ځینې وګړي له ستړیا او سختې ستونزې سره مخ وي ، دوی فکر کوي،چې دا طبیعي خبره ده او شېبه وروسته به له منځه ولاړه شي، خو په حقیقت کې دوامداره ستړیا د زړه دتکلیف یا ناروغۍ نښه ده، که کوم کس له دروند کار او بې لامله د ستړیا احساس وکړ ، باید سمدلاسه ډاکتر ته ولاړ شي .
»»» دپښو پړسوب :
کېدای شي دحمل ، مزل ، داوږدې مودې لپاره ودریدل د پښو دپړسوب لامل وي ، خو دا هم امکان لري، چې زړه په سمه او فعاله توګه نه شي کولای ،چې دپښو لور ته وینه پمپ کړي، دا هم امکان لري، چې د زړه والونه په سمه بڼه خپله دنده نه شي تر سره کولای .
»»» سر ګرځیدل :
دسر ګرځیدلو یو لامل دا هم دی،چې غوږونه له ستونزې سره مخ شوي وي، خو یو لامل یې دا هم دی،چې د زړه کوم رګ بند شوی دی.
»»» په سختۍ تنفس / سا اخیستل :
ددې ستونزې یو لامل دا هم دی،چې زړه له کومې ستونزې سره مخ دی او یا د وینې پمپ کولو ځواک یې له لاسه ورکړی دی.
»»» خپګان :
خپګان د زړه له ناروغیو سره کلک تړاو لري، رواني روغتیا پر فزیکي روغتیا سیده اغیز پریباسي ، یو شمېر څېړنو دا په ګوته کړې ده کوم وګړي،چې د زړه ناروغي لري دوی لومړی له سخت خپګان سره مخ شوي دي او بیا یې خبره دې پړاو ته رسیدلې ده.
»»» نیم سېرې :
که کوم کس نیم سیرې لري او د زړه ضربان / درزا یې زیاته شوه باید سمدلاسه ډاکتر ته ولاړ شي، دا ددې مانا ورکوي،چې د زړه والونه یې له ستونزې سره مخ شوي دي.
»»» ناارامي ، خوله ، زړه بدی :
که چیرې یو کس په یوه وخت کې له دې درې ستونزو سره مخ شي باید سمدلاسه ډاکتر ته ولاړ شي ځکه دا د زړه دحملې مانا لري.

دافغانستان دملي ټیم ټولو لوبغاړو او ټولوافغانانو ته دکرکټ  نوي سکواډ چی نړیوال جام لپاره برابر شوی مبارکي وایم په واقیعا...
09/09/2021

دافغانستان دملي ټیم ټولو لوبغاړو او ټولوافغانانو ته دکرکټ نوي سکواډ چی نړیوال جام لپاره برابر شوی مبارکي وایم په واقیعاً چی زما په خوخه سکواډ یی جوړ کړی اوزه دهمدغی ورځی په تمه وم.
اوبله مبارکي داچی محمد نبي عیسی خیل کفټان وټاکل شو .او ورسره په څنګ کی وایس کفټان نجیب الله ځدران وټاکل شو .
دکرکټ بورډ داداری څخه ډیره زیاته مننه کوم .او په خاصه توګه دپیاوړي ستوري راشد خان څخه چی دغه سی خطرناکه سکواډ یی اعلان کړ مننه.
اوزه باوري یم چی په راتلونکي ورډکف کی به یو څه وکړای شو .

09/09/2021

اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته ګرانو دوستانو دا زما نوی پیج دی درسره یی لایک کړۍ .

Address

Kabul

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Tasal khan Shirzaiتسل خان شیرزی posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Tasal khan Shirzaiتسل خان شیرزی:

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram

Category