02/02/2026
د برات شپه مو مبارک شه
يا الله! په دې مبارکه شپه کې زموږ ګناهونه وبښه، زړونه مو پاک کړه، دعاوې مو قبولې کړه، ناروغان مو روغ، غمجنان مو خوشاله، او مړه مو وبخښه. زموږ راتلونکی ژوند د نېکۍ، تقوا او برکت څخه ډک کړه.
ګرانو ملګرو! که له ما نه کومه خطا، خپګان، يا ناحقه خبره شوې وي، د الله لپاره مې وبښئ. راځئ چې دا شپه د پاکو زړونو، بښنې او مينې سره تېره کړو.
همدارنګه، د راتلونکې مبارکې روژې په رارسېدو خوشحاله يو. الله دې موږ ته توفيق راکړي چې روژه په ايمان، صبر، عبادت او اخلاص سره ونيسو او د دې مياشتې برکتونه تر لاسه کړو.
برات شپه مو مبارکه او دعاوې مو قبولې شه