Dr Bashir Amin ډاکټر بشیر امین

Dr Bashir Amin ډاکټر بشیر امین Medical & Health
Medical Doctor
MD-NMF
PGD
passed NMLE : National Medical license Exam of Afghanistan
work as Medical Doctor in CDC of MOPH Afghanistan

عصاب په کوموشیانو کمزوره کیږی - د سهار چای نه چیښل:هغه خلک چې د سهار چای نه چیښي په بدن کي یې د شکري اندازه راکښته کېږي،...
24/02/2026

عصاب په کوموشیانو کمزوره کیږی
- د سهار چای نه چیښل:
هغه خلک چې د سهار چای نه چیښي په بدن کي یې د شکري اندازه راکښته کېږي، په نتیجه کي یې دماغ ته په کافي اندازه مواد نه ور رسېږي او دماغ کمزوری کېږي
ژور خفګان او تشویش کول
زیاته غوصه کول

- زیاته ډوډۍ خوړل:
هغه کسان چي زیاته ډوډۍ خوري د هغوی دماغي قوت ضعیفه کېږي.

- د سګرېټو څکول:
د سګرېټو او نورو نشه يي موادو استعمال دماغي قوت راکموي او د الزایمر یا هېرېدو ناروغي پیدا کوي.

- د بورې څخه زیاته استفاده:
د بورې زیاته استفاده د پروتینو او نورو غذايي موادو د استفادې مخنیوی کوي او په نتیجه کي یې دماغي رشد سوکه کېږي.

- ککړه هوا:
د انسان دماغ په وجود کي تر ټولو زیات اکسېجن مصرفوي او ککړه هوا د دې سبب کېږي چي دماغ په کافي اندازه اکسېجن تر لاسه نه کړي، په همدغه دلیل د دماغ مؤثرتیا راکمېږي.

- د خوب څخه محرومتیا او د خوب کموالی:
خوب دماغ ته اجازه ورکوي چي استراحت وکړي او د اوږدې مودې له پاره د خوب نه کول، د دې باعث کېږي چي د دماغ حجرې مړې سي.

- د خوب پرمهال د سرپټول:
کله چي د استراحت پرمهال د انسان سر پټ وي، نو په دماغ کي د اکسېجن کچه راکښته کېږي او د کاربن دای اکساید کچه لوړېږي چي پر دماغ باندي سخت تاثیرات کي..

د هګیو ډېر استعمال ځینې ضررونه لري. هګۍ که څه هم ګټوره او غذایي ماده ده، خو که په زیاته اندازه وخوړل شي د وینې کولېسټرول...
23/02/2026

د هګیو ډېر استعمال ځینې ضررونه لري. هګۍ که څه هم ګټوره او غذایي ماده ده، خو که په زیاته اندازه وخوړل شي د وینې کولېسټرول لوړولی شي. د کولېسټرول زیاتوالی د زړه د ناروغیو خطر هم زیاتوي. همدارنګه که هګۍ په ډېرو غوړیو کې سره شي او ډېرې وخوړل شي، د وزن زیاتوالي سبب ګرځي. ځینې کسان د هګۍ په هضم کې ستونزه لري چې ګاز، د معدې درد او نس ناستې پیدا کولی شي. په ځینو ماشومانو او کسانو کې د هګۍ حساسیت (الرجي) هم لیدل کېږي. نو ښه ده چې هګۍ په مناسب او متوازن ډول وکارول شي.

23/02/2026

الله ج ددی مبارکی میاشتی په برکت له ټولو دوستانو څخه غم ، مریضی ، فقر او نور هر ډول تشویشات لری کړی
امین

د تغذیې کارپوهان وايي، که د پيشنمي په خوړو کې متوازن او مغذي مواد وکارول شي، د ورځې په اوږدو کې د لوږې احساس کمېږي او بد...
18/02/2026

د تغذیې کارپوهان وايي، که د پيشنمي په خوړو کې متوازن او مغذي مواد وکارول شي، د ورځې په اوږدو کې د لوږې احساس کمېږي او بدن کافي انرژي ساتلی شي. د دوی په وینا، پېچلي کاربوهایډرېټونه لکه سبوس لرونکې ډوډۍ، اوټمیل او نسواري وریجې انرژي ورو ورو ازادوي او د وینې د شکر د ناڅاپي کمېدو مخه نیسي.
کارپوهان همدارنګه سپارښتنه کوي چې پروټین لرونکي خواړه لکه هګۍ، مستې، پنیر او حبوبات دې په سحري کې شامل شي، ځکه دا د اوږدې مودې لپاره د سیري احساس پیدا کوي. د مغز لرونکو توکو او زیتون غوړي کارول هم د انرژۍ په ثابت ساتلو کې مرسته کوي.
د اوبو کمښت د روژې پر مهال یوه مهمه ستونزه بلل کېږي، نو بادرنګ، هندواڼه، مڼه او نور اوبو لرونکي مېوې او سبزيجات ګټور دي، او باید اوبه په مناسب اندازه وڅښل شي.
کارپوهان ټینګار کوي چې له ډېر خوږ، ډېر مالګین او سره شویو خوړو، او همدارنګه له قوي چای او قهوې څخه دې ډډه وشي، ځکه دا توکي لوږه او تنده زیاتوي. د متوازن پېشنمي په وسیله روژه په اسانه او له لږ ستړیا سره تېریږي.

د شکر لرونکو خوراکونه 🫰چې د ضرورت په اندازه يې خوړلای سي:وچه ډوډۍ، مکروني، آش، نمکين بسکټ، چرګ، ماهی، دال، لوبيا، چڼې، ا...
11/02/2026

د شکر لرونکو خوراکونه 🫰

چې د ضرورت په اندازه يې خوړلای سي:

وچه ډوډۍ، مکروني، آش، نمکين بسکټ، چرګ، ماهی، دال، لوبيا، چڼې، اېشولي الوګان، شيدط، کورت، مستې، کدو، خامې ګازرې، چهارمغز درې څلور، بادام تر اتو دانو، مڼه يوه هغه هم له پوستکي سره، شفتالو یو، انار یو، آلبالو یو څو دانې، کېوی تر دوو، کېنو او نارنج یو یو، امروت او اناک هم يو یو او کدو يوه وړه ټوټه.

چې ډېر يې هم خوړلای سي:

بېنډۍ، ټېنډۍ، تورۍ، کرېلې، ګلپی، باقلي، مټر، تور بانجان، فاصلې، پیاز، روميان، پالک، شلغم، کرم، کاهو، ګندنه، ګشنيز، وېلنی، هوږه، مرچک، ادرک، بادرنګ او لېمو.

بايد چې کلک پرهېز ترې وکړي:

بوره، ګوړه، شات، چاکلېټ، شيریني، خرما، ممیز، کيک، کلچې، مټايي، ځلوبۍ، مربا، حلوا، پيزا، برګر، غوښه، وريزې، آلو، خټکی، خربوزه، هندواڼه، مالټې، آم، کېلې، توت، انګور، اینځر، ګنی او خواږه او ګازدار مشروبات.



#شکر #خوراکونه #غذايي‌رژيم #پرهېز

انشا الله نور مو بهر هیوادو ته ضورورت نشته نور به په پوره اطمینان  سره په باور روغتیایی کلینیک کی  تداوی کیږی آیا کيلويډ...
09/02/2026

انشا الله نور مو بهر هیوادو ته ضورورت نشته
نور به په پوره اطمینان سره په باور روغتیایی کلینیک کی تداوی کیږی
آیا کيلويډ (Keloid) – پيژنئ؟
آیا پوهېږئ چې کومې ستونزې جوړوي؟
#کيلويډ د داغ يا ټپ غیرطبيعي وده ده چې د پوستکي د ټپ له رغېدو وروسته د اصلي زخم له پولې بهر غځېږي او د وخت په تېرېدو سره لویېږي.
دا حالت بې‌ضرره دی (سرطاني نه دی)، خو کولی شي خارښ، درد او د ښکلا ستونزې رامنځته کړي.

#کلینیکي ځانګړنې:
•پورته راغلی، کلک او ځلېدونکی داغ
•رنګ یې له ګلابي تر توروالي پورې وي
•اکثره د خارښ او کش کېدو احساس لري
#عام ځایونه:
د غوږ سوری کیدونکي برخه (د زیواراتو لپاره)، سینه، اوږې، د ملا پاسنۍ برخه او مخ
#د خطر عوامل:
• ارثي تمایل
• ځوان عمر (۱۰–۳۰ کاله)
• توره رنګه پوستکی
• هورموني بدلونونه (لکه امیندوارۍ)
• د پوستکي د ډېر کش سیمې
#يادونه:
کيلويډونه د بیا راګرځېدو لوړ خطر لري، له همدې امله کورنی یا ناپوهانه تداوي یې باید ونۀ شي.
#درملنه:
درملنه یې بايد د اړوندې برخې د متخصص له‌ خوا ترسره شي ترڅو د متواجې خطراتو مخه نیول شوي وي.
#وختي تشخیص او سمه تداوي د ښې پایلې کلي ده.

هر سهار په ګرمو مالګینو اوبو غرغره کول یو ساده عادت دی، خو د خولې او ستوني د روغتیا لپاره مهمې ګټې لري. مالګه داسې چاپېر...
07/02/2026

هر سهار په ګرمو مالګینو اوبو غرغره کول یو ساده عادت دی، خو د خولې او ستوني د روغتیا لپاره مهمې ګټې لري. مالګه داسې چاپېریال جوړوي چې زیانمن رسوونکو باکتریاو ته په کې ژوند کول سخت شي، نو په خوله او ستوني کې د باکتریاو شمېر کمېږي. ګرمي اوبه د سیمې د وینې جریان زیاتوي، چې مالګه لا ښه اغېز وکړي او خارښت او سوځښت ارام کړي. دا نرمه پاکوونکې کړنه د لثو (اوریو) له روغتیا سره مرسته کوي، د خولې بد بوی کموي، او د ورځې پیل ته خوله په ښه حالت کې ساتي.
د مالګینو اوبو د التهاب ضد اغېز ستوني ته هم ګټه رسوي. غرغره کول پړسوب کموي، وچوالی او سپک خارښت اراموي چې د الرژۍ، د خولې له لارې ساه اخیستلو، یا د چاپېریال له فشارونو څخه پیدا کېږي. مالګه له پړسېدلو نسجونو څخه اضافي اوبه راکاږي، چې درد او ناارامي کمه شي او رغېدنه چټکه شي. منظم استعمال یې د خولې د مایکروبیوم توازن ساتلو کې هم مرسته کوي، چې دا د معافیتي دفاع او د ټول بدن له روغتیا سره تړاو لري.
اوس مهال دا موضوع هم ډېره څېړل کېږي چې د خولې التهاب څنګه د پوستکي له روغتیا سره اړیکه لري. په خوله کې اوږدمهاله باکتریاوې او التهاب کولای شي په بدن کې عمومي التهابي غبرګونونه زیات کړي، چې وروسته پر پوستکي هم اغېز کولای شي. د مالګینو اوبو غرغره کول د خولې د پاکوالي له لارې کېدای شي په غیر مستقیم ډول د پوستکي له روڼوالي سره هم مرسته وکړي، ځکه چې التهابي بار کموي. دا طریقه درملنه نه ده، خو یوه ارزانه، اسانه او د هر چا لپاره د لاسرسي وړ لاره ده چې د دوامدار عادت په توګه د خولې توازن، د ستوني ارامتیا او د ټول بدن سلامتي پیاوړې کړي.

خامو‌کچالوو په اوبو کی :الکلاین اور وژونکی (خام د کچالو اوبه)له دې مخکې چې د معدې د تیزاب د کمولو لپاره د پروتون پمپ مخن...
07/02/2026

خامو‌کچالوو په اوبو کی :الکلاین اور وژونکی (خام د کچالو اوبه)
له دې مخکې چې د معدې د تیزاب د کمولو لپاره د پروتون پمپ مخنیوي کوونکې دواوې (PPIs) رامنځته شي، خلکو د معدې د درد او سوځېدو د کمولو لپاره له یوې ډېرې ساده سبزي څخه کار اخیست: کچالو.
خو مهم شرط دا دی چې کچالو باید خام وي.
خام د کچالو اوبه الکلاین خاصیت لري او پکې یوه ځانګړې ماده شتون لري چې په ۱۹۵۰مو کلونو کې پېژندل شوې وه، نوم یې Vitamin U (S-methylmethionine) دی.
دلته د “U” مانا Ulcer (د معدې زخم) ده.

ساینس څه وايي؟
بې‌اغېزه کول (Neutralization)
د خام کچالو نشایسته او الکلاین خاصیت د معدې تیزاب لنډمهاله خنثی کوي او د سینې سوځېدو او تیزابیت نښو ته ژر ارامي ورکوي.

رغونه (Healing)
Vitamin U د معدې د محافظتي بلغم یا مخاطي پوښ (mucin) د جوړېدو ملاتړ کوي. دا محافظتي پوښ د معدې دیوال ساتي او زخم ته د رغېدو فرصت برابروي.

د مروړ ضد اغېز (Antispasmodic)
خام د کچالو اوبه په ځینو کسانو کې د معدې کرمپ او مروړ کموي.
⚡ د استعمال طریقه: «سپین شاټ» (White Shot)
• یو منځنی کچالو واخلئ
(که عضوي/Organic وي، لا ښه دی، څو د پوستکي له لارې د دواوو پاتې شوني ونه لري)
• ښه یې پرېمنځئ
• پوستکی مه باسئ (ځکه ګټور مواد د پوستکي ترڅنګ وي)
• ټولې شنې برخې او ټوکې لرې کړئ (ځکه زهرجن سولانین لري)
• جوس یې وباسئ، یا یې وموښئ او د ټوکر له لارې یې اوبه وباسئ

• نیم ګیلاس (شاوخوا ۱۰۰ ملي لیتر) سمدستي وڅښئ
• سهار پر تشه معده، د ناشتې نه ۳۰ دقیقې مخکې

• دا طریقه تر ۱۰ ورځو پورې تعقیب کړئ، څو د معدې محافظتي پوښ ته د بیا منظمېدو فرصت ورکړل شي.

سرچینه:
Journal of Medicinal Plants Studies
Potato Juice: An Ancestral Remedy for Gastric Ulcer
(د معدې د زخم لپاره د کچالو اوبه: یو پخوانی دودیز علاج – تاریخي بیاکتنه)

د خوړو د ښه ژوولو گټې!خواړه ښه او په پوره ډول ژوول د هاضمې په بهیر کې تر هغه ډېر مهم رول لري چې ډېری خلک یې تصور کوي. کل...
31/01/2026

د خوړو د ښه ژوولو گټې!
خواړه ښه او په پوره ډول ژوول د هاضمې په بهیر کې تر هغه ډېر مهم رول لري چې ډېری خلک یې تصور کوي.
کله چې خواړه په کوچنیو ټوټو ووېشل شي، د هاضمې انزایمونه پرې په اغېزمن ډول کار کولی شي، چې دا کار د غذایي موادو جذب ښه کوي او پر معدې او کولمو فشار کموي.
د خوړو سم ژوول همدارنګه د اضافي هوا د تېرېدو مخه نیسي او د هاضمې بهیر نرم او منظم ساتي، چې د وخت په تېرېدو د پړسوب، ناارامۍ او سستې هاضمې په مخنیوي کې مرسته کوی

شنې مڼې (Green apples) د وینې د شکر د ثبات او د وزن د سالم مدیریت لپاره ښه انتخاب دي. دا مڼې په فایبر بډایه دي، په ځانګړ...
29/01/2026

شنې مڼې (Green apples) د وینې د شکر د ثبات او د وزن د سالم مدیریت لپاره ښه انتخاب دي. دا مڼې په فایبر بډایه دي، په ځانګړي ډول پیکټین (Pectin)، چې هضم ورو کوي او د خوړو وروسته د شکر د ناڅاپي لوړېدو مخه نیسي. د شنو مڼو ګلیسیمیک اغېز نسبتاً ټیټ وي، نو د متوازنو غذایي پلانونو لپاره مناسبې دي. د شنو مڼو طبیعي کلکوالی/کرنچ او لږ تروش خوند د مړښت احساس زیاتوي، ځکه نو بې‌ځایه ناشتې (snacking) کمېږي. شنې مڼې انتي‌اکسیدانونه هم لري چې د بدن د میتابولیزم (metabolic health) په عمومي ملاتړ کې مرسته کوي، نو د ورځني ژوند لپاره یوه ساده او لاسرسی لرونکې مېوه ده.

میکانیزم (Mechanism) په ساده ژبه
• فایبر/پیکټین د خوراک هضم ورو کوي → ګلوکوز ورو ورو جذبېږي → د شکر چټک لوړېدل کمېږي.
• فایبر + ژول د مړښت احساس زیاتوي → لوږه کمېږي → بې‌ځایه خوراک کمېږي.
• انتي‌اکسیدانونه د حجرو ملاتړ کوي او د بدن عمومي میتابولیزم پیاوړی کوي

(Pneumonia / نمونيا) ۱) تعریف: د سږو یوه انتاني ناروغي ده چې پکې د سږو هوايي کڅوړې (Alveoli) د میکروبونو له امله د پوس، ...
18/01/2026

(Pneumonia / نمونيا)
۱) تعریف:
د سږو یوه انتاني ناروغي ده چې پکې د سږو هوايي کڅوړې (Alveoli) د میکروبونو له امله د پوس، بلغم یا مایع څخه ډکې شي، چې له امله یې د ساه اخیستل ستونزمن کېږي.
۲) د نمونیا ډولونه:
۱. د عامل له مخې
۱. Bacterial pneumonia (لکه: Streptococcus pneumoniae)
۲. Viral pneumonia (Influenza, RSV, COVID-19)
۳. Mycoplasma pneumonia (Atypical pneumonia)
۴. Fungal pneumonia (په کمزوري معافیت کې)

۲. د ترلاسه کېدو له مخې
۱. Community Acquired Pneumonia (CAP)
۲. Hospital Acquired Pneumonia (HAP)
۳. Ventilator Associated Pneumonia (VAP)
۴. Aspiration pneumonia
۳) اسباب:
۱. بکټرياوي.
۲. وایروسونه
۳. فنګس
۴. د معدې موادو داخلېدل سږو ته (Aspiration)
۵. سړه هوا، سګرټ
۶. کمزوری معافیت
۷. زاړه عمر، ماشومان
Diabetes، COPD، Stroke ناروغان
۴) کلينک:
۱. تبه
۲. ټوخی (وچه یا بلغم لرونکې)
۳. د سینې درد (pleuritic chest pain)
۴. د ساه لنډېدل (Dyspnea)
۵. لړزه (Chills)
۶. ستړیا او کمزوري
۷. په ماشومانو کې:
۸.ژر ژر ساه اخیستل
۹. د سینې ښکته تلل
۵) فزیکي نښې:
۱. Crackles / Crepitations
۲. Bronchial breathing
۳.Dullness on percussion
۴. Tachypnea
۵. Cyanosis (په شدید حالت کې)
۶) تشخیص:
۱. کلینیکي
تاریخچه + فزیکي معاینه
۲. لابراتوار
۱. CBC (↑WBC)
۲. CRP / ESR
۳. Blood culture (په شدید کې)
۴. Sputum examination
۳. عکسونه
۱. Chest X-ray
۲. Consolidation
۳. Lobar / Patchy infiltrates
۴. CT Chest (که اړتیا وي)
۷) تداوي:
استراحت
مایعات
Antipyretics (Paracetamol)
Oxygen که SpO₂ < 92%
درملنه د نوعیت له مخې
Bacterial Pneumonia
Amoxicillin
Amoxiclav
Azithromycin
Ceftriaxone
Levofloxacin / Moxifloxacin
Viral Pneumonia
Supportive care
Oseltamivir (Influenza)
Severe Pneumonia
IV Antibiotics
ICU care که اړتیا وي
د بستر معیارونه
۱. Confusion
۲. Urea ↑
۳. Respiratory rate ≥30
۴. Blood pressure ↓
Age ≥65
۸) اختلاطات:
۱. Pleural effusion
۲. Empyema
۳. Lung abscess
۴. Sepsis
۵. Respiratory failure
۹) مخنیوی (Prevention)
۱. د نومونیاواکسین
۲. د انفلونزا واکسین
۳. سګرټ نه څکول
۴. د لاسونو پاکوالی
۵. ښه تغذیه
۶. د مزمنو ناروغیو کنټرول
دوکتور بشیر (امین)

ولې د سهار لومړني ګامونه دومره درد کوي؟ 🦶⚡ که له خوبه پاڅېدو سره سم د پوندې (پاشنې) په برخه کې تیز او ستغ درد احساسوئ، ښ...
18/01/2026

ولې د سهار لومړني ګامونه دومره درد کوي؟ 🦶⚡ که له خوبه پاڅېدو سره سم د پوندې (پاشنې) په برخه کې تیز او ستغ درد احساسوئ، ښايي تاسو د پښې د تلي د پردې التهاب (Plantar Fasciitis) ولرئ. د پښې د تلي لاندې یوه کلکه پرده/رباط شته چې له پوندې هډوکي څخه تر ګوتو پورې غځېدلې ده؛ همدا پرده د پښې د قوس (چت) ملاتړ کوي او د بدن فشار جذبوي. کله چې پر دې پرده ډېر فشار راشي—لکه ډېر ولاړېدل، منډه، وزن زیاتوالی، یا نا مناسب بوټان—په هغې کې واړه څېرې پیدا کېږي او التهاب جوړېږي. د دې ستونزې تر ټولو څرګنده نښه دا ده چې د پوندې ترڅنګ د ستنې په شان تیز درد وي، چې ډېری وخت د سهار په لومړیو ګامونو یا د اوږدې ناستې او ولاړېدو وروسته ډېر زیات محسوسېږي. دا حالت په ځانګړي ډول منډه وهونکو/ورزشکارانو، هغو کسانو ته چې ډېر وخت ولاړ وي، د وزن زیاتوالي لرونکو، د پښې د قوس ستونزه لرونکو، او د کم ملاتړ لرونکو بوټانو کاروونکو ته ډېر پیدا کېږي. د کورنۍ مرستې لپاره د پنډۍ (Calf) او د پښې د تلي غځونې/سټریچ هره ورځ وکړئ، یخ بوتل د پښې لاندې ۱۰–۲۰ دقیقې وګرځوئ، او د قوس ملاتړ لرونکي بوټان یا ارتوتیکس وکاروئ؛ له هوارو چپلیو ځان وساتئ. که درد ډېر شدید وي یا ۲–۳ اونۍ دوام وکړي، ښه ده ډاکټر یا فزیوتراپي ته مراجعه وکړئ

Address

Kabul

Telephone

+93790349551

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr Bashir Amin ډاکټر بشیر امین posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Dr Bashir Amin ډاکټر بشیر امین:

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram

Category