Kabul Asia Hospital

  • Home
  • Kabul Asia Hospital

Kabul Asia Hospital شفاخانه کابل آسیا برای تامین صحت شما.

د دوشنبی په ورځ په 28 / 01 / 1396  تاریخ د کابل آسیا روغتون د کنفرانسونو په تالار کی د محترم سرطبیب صاحب ڈاکٹر عبدالمجيد...
18/04/2017

د دوشنبی په ورځ په 28 / 01 / 1396 تاریخ د کابل آسیا روغتون د کنفرانسونو په تالار کی د محترم سرطبیب صاحب ڈاکٹر عبدالمجيد احمدزی په صدارت کی د محترمی ڈاکٹر سمیرا دانش له خوا د (نرس عملیات خانه ) تر عنوان لاندی په زڑه پوری علمی او صحی کنفرانس تر سره شو,
کنفرانس د محترم عتیق اللہ عتیق له خوا د قرآن پاک په تلاوت پیل شو.
ورپسی محترم ڈاکٹر سمیرا دانش په دغو موضوع گانو بحث او رڼا واچوله:
1- وظایف اسکرب نرس قبل از عملیات
2- وظایف اسکرب نرس در جریان عملیات
3- وظایف اسکرب نرس در ختم عملیات
4- وظایف سیرکولیت نرس قبل از عملیات
5- وظایف سیرکولیت نرس در جریان عملیات
6- وظایف سیرکولیت نرس بعد از عملیات
باید وویل شی چی دا موضوع گانی په لیکلی او تصویری بڼه د پروجیکٹر په پردہ گڈون والو ته تشریح او وښودل شوی چی د صحت په باب لازمو ویڈیو گانو باندی مشتملی وی,
د کنفرانس په وروستئ برخه کی گڈون والو ته د پوښتنو دپاره وخت ورکڑل شو,
ڈاکٹر آحمد فرید ستوری, ابرار اللہ مهمند او شائستی د موضوع مطابق سوالونه مطرح کڑل, چی د ڈاکٹر سمیرا دانش له خوا په قناعت بخشه ڈول جواب کڑل شول,
د کنفرانس په جریان کی د ڈاکٹر جمال ناصر او ڈاکٹر محمد داود غوثی له خوا هم گڈون والو ته صحی مالومات ورکڑل شول,
همدارنگه د ڈاکٹر نورنبی بشیری له خوا گڈون والو ته د دریځ يا سټيج په سر د خبرو کولو مهارتونه او لارښووني تشریح شوی.
کنفرانس په آخیره کی د محترم سرطبیب صاحب ڈاکٹر عبدالمجيد احمدزی له خوا آرزیابی او دی لڑئ ته یئ د دوام غوښتنه وکڑہ .
باید وویل شی چی په دی کنفرانس کی دغو محترمینو گڈون درلود :
ڈاکٹر عبدالمجيد احمدزی, ڈاکٹر جمال ناصر زرملوال, ډاکټر محمد داود غوثی, ډاکټر نورنبی بشیری توتاخیل, ڈاکٹر آحمد فرید ستوری, ډاکټره نایئله شریفی, ډاکټر شیلا محسنی, ډاکټر حنیف آللہ عادل, ډاکټر محمد ناصر, ابرار اللہ مهمند, محمد صابر خان, آلمرخان دانش, عتیق اللہ عتیق, سلطان محمود هاشمی, نوید صدیقی, میوند جبارخیل, محمد فهیم, عاقلہ کوهستانی, شایسته, وژمه اکبری, ماریه مریم عزیز, شمیم شیرزی ,نبیلا آمرخیل, مارینا صدیقی, نظیفه ساپی, دولت بی بی مرسل آمینی .
کنفرانس د محترم ڈاکٹر محمد داود غوثی په اختتامیه دوعا پای ته ورسید

05/04/2017

نن د چهارشنبی په ورځ په 16 / 01 / 1396 تاریخ د کابل آسیا روغتون د ریاست په مقام کی یوه تعارفی ناسته د محترم سرطبیب صاحب ڈاکٹر عبدالمجيد احمدزی په صدارت کی تر سره شوه, چی دغو محترمو متخصصینو ډاکټرانو پکی ګډون وکړ :
ڈاکٹر احسان اللہ محب, آلحاج ډاکټر نورنبی بشیری توتاخیل, ډاکټر محمد داود غوثی, ډاکټر جمال ناصر, ډاکټر نصرالله محمدی, ډاکټر فیض الله عبید, ډاکټر آحمد فرید ستوری او کابل آسیا روغتون د نسائی ولادی څانګي ته نوی معرفی شوی ڈاکٹر نایئله شریفی, ډاکټر شیلا محسنی او ڈاکٹر سمیرا دانش.
پدی ناسته کید سرطبیب صاحب له خوا ٹولو گڈون والو ته د نسائی ولادی څانګي ته نوی متخصص ڈاکٹره نایئله شریفی معرفی شوه.
شریفی صاحب په خپل وارد خپلی تحصیلی او تخصصی دوری په باب خبری وکڑی, او د خپلو نیکو احساساتو په خکاره کولو سره یئ د کابل آسیا روغتون د نسائی ولادی څانګي د لا پرمختگ او د هیوادوالو د خدمت ژمنه وکڑہ.
په آخیره کی د سرطبیب صاحب ڈاکٹر عبدالمجيد احمدزی په هدایت محترمه متخصص ڈاکٹره نایئله شریفی د ڈاکٹر شیلا محسنی او ڈاکٹر سمیرا دانش په ملتیا د روغتون د ٹولو څانګو څخه لیدنه وکڑہ.
ڈاکٹر نایئله شریفی هم د کابل آسیا روغتون د نسائی ولادی څانګي د خدمت مسوليت په غاڑه کڑو.
چی د بریالیتوب دپاره یئ تل لاس په دوعا یو.
په درنښت بشيری

د کابل آسیا روغتون په پام کی لری چی د خپلو افرادو او صحی کارمندانو د علمی سویئ د ظرفیت د لا ښه کولو په خاطر د علمی,  صحی...
03/04/2017

د کابل آسیا روغتون په پام کی لری چی د خپلو افرادو او صحی کارمندانو د علمی سویئ د ظرفیت د لا ښه کولو په خاطر د علمی, صحی, مالوماتی او هرآڑخیزه سمینارونو او کنفرانسونو لڑی ته دوام ورکڑی.
په همدی توگه نن دوشنبه په 14/01/1396 تاریخ د کابل آسیا روغتون د کنفرانسونو په تالار کی د محترم ڈاکٹر شیلا محسنی په صدارت کی د محترمی نبیلا آمرخیل له خوا یو علمی او صحی سمینار تر سره شو.
سمینار د محترم ابرار الله مهمند له خوا د قرآن پاک په تلاوت پیل شو.
ورپسی محترم نبیلا آمرخیل د (نارمل ولادت) تر عنوان لاندی په دغو موضوع گانو بحث او خبری وکڑی:
1_ ٹول هغه مراحل او علایم چی د ولادت دپاره ضروری دی.
2_ د مور په خیٹه کی د ماشوم پوزیشن او حالتونه او څه باید ورسره وکڑو.
3_ د ولادت نه مخکی د مور او ماشوم د صحت په هکله مطمئن کیدل.
4_ د ولادت په جریان کی د مور او ماشوم سره برخورد او مرسته.
5_ د ولادت نه وروستہ د مور او ماشوم د صحت په هکله اطمینان حاصلول.
6_ د سیزارین استطبابات او ضرورتونه.
7_ هغه اختلاطات چی د ولادت نه روسته یئ امکان دی هغو ته متوجه کیدل.
په وروستئ برخه کی ڈاکٹر شیلا محسنی سمینار ارزیابی او اضافی معلومات یئ ورکڑل او گڈون وال یئ وهڅول چی د داسی سمینارونو لڑی ته دوام ورکڑی.
په آخیره کی گڈون والو ته د پوښتنو دپاره وخت ورکڑل شو, چی د محترمی نبیلا آمرخیل له خوا په ڈیره حوصله او ښه توګه جوابونه ورکړل شول.
یاده دی وی چی پدی سمینار کی دغو محترمینو گڈون وکڑ :
ابرارالله مهمند, سلطان محمود هاشمی, حسیب الله آرغندیوال, شیر محمد صدیقی, میوند جبارخیل, نوید صدیقی, عتیق اللہ عتیق, المرخان دانش, محمد نبی آحمدزئ او ڈاکٹر شیلا محسنی, سمیرا دانش, مارینا صدیقی, نظیفه ساپی, عاقله کوهستانی, دولت بی بی مرسل آمینی, شمیم شیرزی, لیمه ساپی, وژمه اکبری, ماریه مریم عزیز. . . . . . . .
سمینار د محترم میوند جبارخیل په اختتامیه دوعا پای ته ورسید.
په درنښت بشيری

تعارفی او هرآڑخیزه غونډه : د چهارشنبی په ورځ په 09 / 01 / 1396 تاریخ د کابل آسیا روغتون په ریاست کی تعارفی او هرآڑخیزه غ...
01/04/2017

تعارفی او هرآڑخیزه غونډه :
د چهارشنبی په ورځ په 09 / 01 / 1396 تاریخ د کابل آسیا روغتون په ریاست کی تعارفی او هرآڑخیزه غونډه د محترم رییس صاحب آلحاج ډاکټر محمد ناصر نورزوئ په صدارت کی تر سره شوه.
چی دغو محترمینو پکی گڈون وکڑ.
سرطبیب صاحب ڈاکٹر عبدالمجيد احمدزی, ڈاکٹر احسان اللہ محب, آلحاج ډاکټر نورنبی بشیری, ڈاکٹر محمد داود غوثی, ډاکټر جمال ناصر, ډاکټر فیض الله عبید, ډاکټر آحمد فرید ستوری, ډاکټر محمد عمران, انجینئر محمد منصور حبیبی, ډاکټر شیلا محسنی, انجینئر محمد صابر خان, مدیر فیض الله.
غونډه د ډاکټر احسان الله محب له خوا د قرآن پاک په تلاوت پیل شوه,
ورپسی د روغتون سرطبیب صاحب له خوا لومڑی ٹولو گڈون والو ته ستڑی مشی وویل شول او بیا یئ ڈاکٹر صاحب جمال ناصر چی د داخلہ امراضو متخصص دی ٹولو ته معرفی کڑو, ډاکټر جمال ناصر په کابل آسیا روغتون کی د د داخله ڈاکٹر په حیث خدمت ته مٹی رابڈ و هلی,
او بیا ریس صاحب د روغتون د بهبودی په خاطر په مختلفو آڑخونو خبری وکڑی.
سرطبیب صاحب هم د نوی 1396 کال دپاره په روغتیایئ پلان خبری وکڑی, چی انشاءاللہ په راتلونکی کی بہ ددی پلان جزیات درسره شریک کڑو.
بیا هرگڈون وال په نوبت خبری وکڑی.
ڈاکٹر محمد عمران د هیموڈایلیزیز د مریضانو دکنترول په باب مالومات وڑاندی کڑل.
غونډه د آلحاج ډاکټر نورنبی بشیری له خوا په اختتامیه دوعا پای ته ورسیده.
په درنښت بشيری

تعزیتی او خواشینونکی غونډه :دا چی ڈاکٹر صاحب محمد رسول خان نظری د کابل آسیا په روغتون کی د عمومی داخله ڈاکٹر په حیث  خدم...
15/03/2017

تعزیتی او خواشینونکی غونډه :
دا چی ڈاکٹر صاحب محمد رسول خان نظری د کابل آسیا په روغتون کی د عمومی داخله ڈاکٹر په حیث خدمت تر سره کاوه,
نو د یو لڑ مشکلاتو او فزیکی فاصلو په خاطر یئ نور ونشو کڑئ چی خپل خدمت ته په کابل آسیا روغتون کی ادامه ورکڑی.
همدا وو چی نوموڑی د روغتون د ریاست, سرطبابت او معاونیت په منظوری د کار کولو څخه معذرت وغوشت.
نو د کابل آسیا روغتون ریاست هم د ڈاکٹر محمد رسول خان نظری د ښو خدمتونو او ښی کارکردگی د ستایلو په مناسبت یوه غونډه راوغوشته چی دغو محترمینو پکی گڈون وکڑ.
سرطبیب صاحب ڈاکٹر عبدالمجيد احمدزی, آلحاج ډاکټر نورنبی بشیری توتاخیل, انجینئر محمد منصور حبیبی, ډاکټر نصرالله محمدی, ډاکټر فیض الله عبید, ډاکټر محمد روشان , ډاکټر نثار آحمد, ډاکټر پیرمحمد روستم خیل, ډاکټر فرید احمد ستوری, ډاکټر جان محمد, ڈاکٹر میوند, ډاکټر سلطان محمود, ډاکټر عزت الله او محمد فهیم .
پدی غونډه کی ښا غلی محمد رسول خان نظری د سرطبیب صاحب او ٹولو متخصصینو ډاکټرانو له خوا د تکڑه, با استعداده او ښو خدمتونو په خاطر په ستاینلیک او تقدیر نامه ونازول شو.
او په اخیره کی د نوموڑی سره د خدائ په آمانئ مراسم ترسره شول چی د ٹولو د سترگو څخه د اوخکو په تویدو ختم شول.
په مخه یئ زیڑی گلونه
د تل لپاره یئ کامیاب او بریالی غواڑو
په درنښت بشيری

د 15 ورځینی غونډی راپور:د سہ شنبی په ورځ په 24 / 12 / 1395 تاریخ د کابل آسیا روغتون په ریاست کی دوه اونیزه اصلاحی او تشو...
15/03/2017

د 15 ورځینی غونډی راپور:
د سہ شنبی په ورځ په 24 / 12 / 1395 تاریخ د کابل آسیا روغتون په ریاست کی دوه اونیزه اصلاحی او تشویقی غونډه د محترم سرطبیب صاحب ڈاکٹر عبدالمجيد احمدزی په صدارت کی تر سره شوه,
چی دغو محترمینو پکی گڈون درلود :
د روغتون ریس صاحب آلحاج ډاکټر محمد ناصر نورزوئ,
سرطبیب صاحب ڈاکٹر عبدالمجيد احمدزی,
د روغتون معاون انجینئر محمد منصور حبیبی
ڈاکٹر احسان اللہ محب, آلحاج ډاکټر نورنبی بشیری, ڈاکٹر نصرالله محمدی, ډاکټر فیض الله عبید, ډاکټر محمد رسول خان نظری, ډاکټر آحمد فرید ستوری او ڈاکٹر صاحب شیلا محسنی.
غونډه د ډاکټر احسان الله محب له خوا د قرآن پاک په تلاوت پیل شوه,
ورپسی د روغتون سرطبیب صاحب ڈاکٹر عبدالمجيد احمدزی له خوا لومڑی محترم ڈاکٹر صاحب احسان اللہ محب ته د بیت اللہ شریف او مدینی منوری د سفراو د عمری د ادا کولو په خاطر د ٹولو ملگرو په نماینده گی ستڑی مشی وویل او د آللہ پاک څخه یئ د قبول شوی عمری دپاره دوعا وکڑہ.
بیا سرطبیب صاحب د تیری غونډی دمادو په عملی کیدو او د مثبت بدلونونو په باب خبری وکڑی چی د ٹولو د قناعت وڑ وبلل شوی.
او بیا یئ د ننی غونډی موضوع او اجنډا بحث ته وڑاندی کڑل,
او بیا په نوبت سره هر ڈاکٹر د روغتون په اصلاحی او تربیتی پروگرامونو خپل وڑاندیزونه او پیشنهادونه وڑاندی کڑل لکه:
- د کمبود داتو پوره کول.
- د عمومی داخله, عمومی جراحی او د نسائی ولادی د څانګو په پراخولو او ددی څانګو دپاره د نورو اضافہ متخصصینو گمارنه.
- د نرسنگ په ورځینی او شپنئ وختونو کی د لازم او اضافی خدماتو تر سره کول.
او بیا د روغتون ریس صاحب ٹولو گڈون والو ته ښه راغلاست ووایه او په خپله آرزښتناکه وینا کی یئ ڈاکٹران او صحی کارمندان وستایل چی د روغتون او د هیوادوالو د خدمت په خاطر یئ نه ستڑیدونکی هلی ځلي کڑی او خپل مسوليتونه یئ درک کڑی.
همدارنگه محترم رییس صاحب د سرطبیب صاحب او ٹولو ڈاکٹرانو څخه غوښتنه وکڑہ چی د راتلونکی کال دپاره د روغتون په باب صحی پلان چمتو کڑی.
چی انشاءاللہ په راتلونکی غونډه کی به پدی باره کی خبری وشی.
غونډه د ډاکټر محمد رسول خان نظری په اختتامیه دوعا پای ته ورسیده.

د کار موندنی خبرتیا: د کابل آسیا روغتون څو تنو متخصصینو ډاکټرانو ته په مختلفو رشتو کی ضرورت لری لکه د عمومی داخله ڈاکٹر,...
13/03/2017

د کار موندنی خبرتیا:
د کابل آسیا روغتون څو تنو متخصصینو ډاکټرانو ته په مختلفو رشتو کی ضرورت لری لکه د عمومی داخله ڈاکٹر, عمومی جراحی ڈاکٹر, او د نسائی ولادی ڈاکٹر.
علاقمندان کولئ شی د روغتون د اداری سره په لاندی نمبرو رابطه وکڑی 0771122579 , 0782653866 او 0706991992
او یا کولئ شی په لاندی آدرس روغتون ته تشريف راوڑی.
آدرس : د ماموریت څلور لاری آحمدشابابا مینہ (آرزان قیمت ) کابل آفغانستان.
Email : K.asiahospital@gmail.com
Web: www.Kah_af.com

13/03/2017
01/03/2017

گرانو هیوادوالو :
انشاءاللہ مونژ به تاسو ته د کابل آسیا روغتون د فعالیتونو, صحی خدمتونه او هغو سهولتونو په باب چی د مریضانو د علاج او خدمت دپاره میسر دی هر اڑخیز مالومات وڑاندی کوو,
او همدارنگه د کابل آسیا روغتون د متخصصینو, ډاکټرانو او صحی کارمندانو د زده کڑو, تحصیلاتو, ژوند لیک او تجروبو څخه به مو خبروو.
مونژ به کوشش وکڑو چی د خپلو هیوادوالو لپاره په خپل هیواد او د کابل آسیا په روغتون کی د صحت په باب لا زیاتی, لازمی اسانتیاوی برابری کڑو.
مونژ ستاسو نظریاتو, وڑاندیزونو, او مثبتو مشورو ته تل سترگی په لاره یو.
په درنښت
د کابل آسیا روغتون اداری څانګه

نن د سہ شنبی په ورځ په 10/12/1395 تاریخ د کابل آسیا روغتون د ریاست په ابتکار 15 ورځینی غونډه د روغتون په ریاست کی تر سره...
01/03/2017

نن د سہ شنبی په ورځ په 10/12/1395 تاریخ د کابل آسیا روغتون د ریاست په ابتکار 15 ورځینی غونډه د روغتون په ریاست کی تر سره شوه, چی دغو محترمو متخصصینو ډاکټرانو پکی ګډون وکړ.
آلحاج ډاکټر محمد ناصر نورزوئ, انجینئر محمد منصور حبیبی, ډاکټر عبدالمجيد احمدزی, آلحاج ډاکټر نورنبی بشیری توتاخیل, آلحاج ډاکټر محمد داود غوثی, ډاکټر نصرالله محمدی, ډاکټر محمد رسول خان نظری, ډاکټر فیض الله عبید, ډاکټر پیرمحمد روستم خیل او ډاکټر شیلا.
غونډه د ډاکټر محمد رسول خان نظری له خوا د قرآن پاک په تلاوت پیل شوه,
ورپسی د کابل آسیا روغتون سرطبیب صاحب ڈاکٹر عبدالمجيد احمدزی د غونډی اجنډا او موضوع بحث ته وڑاندی کڑل, او همدارنگه د صحت عامی څخه د راغلی هیئت له خوا د روغتون د ٹولو شعباتو او ڈاکٹرانو او صحی کارمندانو د کار او اسنادو په آرزیابی خبری او مالومات وڑاندی شول.
بیا د کابل آسیا روغتون محترم رییس آلحاج ډاکټر محمد ناصر نورزوئ ٹولو گڈون والو ته ښه راغلاست ووایه.
بیا په نوبت سره هر ڈاکٹر دخپلی شعبی, مراجعینو, ضرورتونو او د روغتون د بهبودی او پرمختگ په باب خپل وڑاندیزونه او پیشنهادونه وڑاندی کڑل: لکه
په مختلفو شعبو کی د صحی کارمندانو او نرسانو گمارنه.
د مالوماتو د خونی یا ریسپشن برخورد.
د درملو او سامان آلاتو د کیفیت آرزیابی او د لا ښه والی لپاره مناسب اقدام.
د صحی کارمندانو او کاریگرانو دپاره منظم کاری پلان.
د ڈاکٹر او مریض تر مینځ برخورد.
او د بستر د مریضانو د حالاتو د څیړلو په باب مفصل بحث او وڑاندیزونه وشول.
چی د محترم رییس صاحب له خوا آرزیابی او په قناعت بخشه ڈول بحث پری وشو.
هغه وڑاندیزونه او ضروریات چی د حل دپاره یئ وخت او پلان ته ضرورت وو, محترم سرطبیب صاحب ته حواله شول تر څو یئ د یو منظم پروگرام د لاری حل او فصل کڑی.
غونډه د آلحاج ډاکټر محمد داود غوثی له خوا په اختتامیه دوعا پای ته ورسیده.
په درنښت بشيری

کابل آسیا روغتون چی په ملی او بین المللی سطحه د آفغانستان د خلکو په خدمت کی دی,  تاسو ته د صحت په باب لازم خدمتونو وړاند...
25/02/2017

کابل آسیا روغتون چی په ملی او بین المللی سطحه د آفغانستان د خلکو په خدمت کی دی, تاسو ته د صحت په باب لازم خدمتونو وړاندی کوی,
هغه ناروغان چی د علاج دپاره نورو هیوادونو ته ځی اوس په خپل هیواد کی (د کابل آسیا روغتون کی ) ورته ټول صحی خدمتونه او سهولتونه په نظر کی نیول شوی.
د کابل آسیا روغتون په عصری, پرمختللو او معیاری وسایلو سنبال او د باتجربه متخصصینو, ډاکټرانو او صحی کارمندانو په لرلو د خپلو هیوادوالو په خدمت کی دی.
پته: کابل آسیا روغتون آحمدشابابا مینہ (آرزان قیمت ) د ماموریت څلور لاری کابل آفغانستان
د اړیکو شمیری : 0782653866
0706991992
0786910970

Address

احمد شاه بابا مینه

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Kabul Asia Hospital posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Kabul Asia Hospital:

  • Want your practice to be the top-listed Clinic?

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram