Drs Froher wali

Drs Froher wali mdical information page صفحه برای معلومات طبی

د مور رحم د قوت او روغتیا ساتل۱. خواړه او تغذیهپروټین: غوښه، هګۍ، شیدې، مغز لرونکي مېوې (بادام، اخروټ) د عضلاتو د قوت لپ...
21/12/2025

د مور رحم د قوت او روغتیا ساتل

۱. خواړه او تغذیه

پروټین: غوښه، هګۍ، شیدې، مغز لرونکي مېوې (بادام، اخروټ) د عضلاتو د قوت لپاره مهم دي.

فولات / فولیک اسید: شنه سبزيجات، لوبیا، نخود د رحم د صحت لپاره ګټور دي.

وټامین C او E: تازه مېوې او سبزيجات د رګونو او نسجونو د قوت لپاره.

کلسیم او مګنیزیم: شیدې، پنیر، سبزيجات د عضلاتو او رحم د فعال ساتلو لپاره.

۲. فزیکي فعالیت

معتدل ورزش: لکه قدم وهل، یوګا، پيلوټي، یا نرم تمرینونه د رحم عضلات قوي کوي.

کګنیټیو تمرینونه: لکه د تنفس تمرینونه د وینې جریان ښه کوي.

۳. عادتونه او ژوندانه سبک

سګرټ او الکول نه استعمالول – دا د وینې جریان خرابوي او رحم کمزوری کوي.

کافي اوبو څښل – د نسجونو تغذیه او د حجراتو فعالیت ښه کوي.

د وزن مناسب ساتل – ډیر وزن یا ډیر کم وزن د هورمونونو توازن خرابوي.

۴. د هورمونونو توازن

د ښځو هورمونونه لکه استروجین د رحم د صحت لپاره مهم دي.

که د هورمونونو ستونزه وي، د ډاکټر مشوره ضروري ده.

۵. طبیعي مرسته

زنجبیل، تور مرچ، شات په معتدله اندازه د وینې جریان ښه کوي.

حیاتي معدني او وټامین سپلیمنټونه (لکه فولیک اسید، وټامین D) که ډاکټر اجازه ورکړي.

Proud of you 👏🏻
21/12/2025

Proud of you 👏🏻

زما دنن اختصاصی عملیاتی کیس د ښی طرف چوره وه چی الحمدالله په خیر عملیات شوه دبسینی میتود په طریقه می تقویت کړه تر څو دوباره چوره نشی 🥰
ستاسو دنظره چوره ولی رامنځ ته کیژی؟

11/12/2025

نرس د ناروغ کوټې ته د هغه تر عملياتو يؤ ساعت مخکې ورغلو: ټول لوازم يې منظم کړل،

پۀ دې جريان کې يې يؤ دم لۀ ناروغ څخه وپوښتل،

ښاغلیه!

کوم ډاکټر دې عمليات درته کوي؟

ناروغ جواب ورکړ

ډاکټر زرمتی

د ډاکټر د نام پۀ اورېدلو سره نرس پۀ داسې حال کې چې د حیرانتیا نښې يې پر څېره ښکاریدې، کار يې پرېښود او د ناروغ طرف ته يې را منډه کړه.
لۀ ناروغ څخه يې وپوښتل،
رښتيا ښاغلیه!؟

آيا ډاکټر زرمتی رښتيا هم ستا عمليات منلي دي؟

ناروغ وويل،

هؤ، ډاکټر زرمتی مې عمليات راته کوي!

نرس وويل،

څومره جالبه! هېڅ باور مې نۀ کېږي.

ناروغ پۀ شکمن انداز ورڅخه وپوښتل،

ولې پۀ دې کې د حیرانتيا څۀ خبره ده؟

نرس وويل،

دغې ډاکټر تر اوسه څۀ باندې زر عملياتونه ترسره کړي دي او د ټولو عملياتو د کاميابۍ چانس يې هم ۱۰۰ سلنه ؤ.

لۀ دې کبله ددۀ مهالوېش تل ډک وي او ډېره سخته ده چې د کوم بل څۀ لپاره دې وخت ترې واخيستل شي.

زۀ هم لۀ دې امله حیران شوم چې دۀ څنګه ستا د عملياتو د تر سره کولو لپاره وخت پیدا کړی دی.

ناروغ وويل،

ممکن دا زما د‌ ښۀ بخت لۀ کبله وي چې ډاکټر زرمتی مې عمليات راته ترسره کوي!

نرس د‌ يوې لويې موسکا پۀ کؤلو سره وويل،

باور وکه زۀ تر اوسه هم حیران پاتې يم چې تر ټولو غوره ډاکټر ستا عمليات کوي!

تر دې مکالمې وروسته نؤ وخت را ورسیده چې ناروغ عمليات خونې ته يؤوړل شي. عمليات خونې ته پر لاره ناروغ ډېر د راحتۍ احساس کاوه.

عمليات پۀ برياليتوب سره پای ته ورسیدل.

ناروغ لۀ ډېرې خوښۍ خاندي او خپل ژوند ته ادامه ورکوي.

هغه نرس اصلاً کوم معمولي نرس نۀ ؤ؛ بلکې د هماغه روغتون د عقلي او عصبي ناروغيو متخصص ډاکټر ؤ.

د هغې وظيفه دا وه چې ناروغ پۀ ذهني او روحي ډول د عملياتو لپاره اماده کړي او ټول هغه تشویشونه يې ور رفع کړي چې لۀ عملياتو څخه مخکې يې لري.

دې حالت ته Placebo effect وايي.

پۀ کوم کې چې يؤ ناروغ فکر کوي چې د دۀ پۀ يؤه نوي او مؤثره طريقه درملنه کيږي. ځکه يې نؤ د روغیدو امکان یې د هغه چا پۀ پرتله ډېر زيات دی چې فکر کوي درملنه يې پۀ کومه نوي او خاصه طريقه نۀ ترسره کېږي.

مثبته رويه ممکن د کوم چا د ناروغۍ درملنه ونۀ کړي؛ لکن د فشار پۀ راکمولو او پرځان د باور پۀ پیدا کولو کې يې ختمي مرسته کوي.
¢
نوت #.د داکتر دنوم تغییر می خپل نوم ته د خپل زان تشویق پخاطر وکی چی دی ته self encouragement وایی
الله ج دی موژ هم دلایقه او با احساسه داکترانو له جملی دخلگو د واقعی خدمت مصدر وگرزوی آمین 🤲🏻

03/09/2025

زړه مې ټکان وکړ 😭
دا خندانه څهره شاهد نومېږي.
نن سهار یې روغتون کې د کنړ د پېښې زخمیانو ته د وینې ورکولو په حال کې ساه ورکړې.
که څه هم د وینې ورکولو لپاره هره ورځ ځوانان روغتونونو ته ځي او وینه ورکوي
بدبختانه د شاهد فشار د وینې ورکولو پر مهال ټيټ شوی او روح یې پاک رب ج ته سپارلی دی .
زما اتله وروره تا میړانه کوله نوم او یاد دې تلپاتې الله ج دې ټولې کورنۍ او دوستانو ته صبر ور په برخه کړه .
( روح یې ښاد په ګور یې نور)
انا لله و انا اله راجعون

23/03/2024

د انگلیسی درسونه طبی معلومات اسلامی معلومات او ویدیو گانو لپاره دا چینل درسره فالو کی ❤️

07/11/2023

فیلم ۱۵۰ دقیقه
سریال ۴۰ دقیقه
گفتن محمد ﷺ ۱ ثانیه

21/09/2023
10/09/2023
د وزارت صحت عامئ پہ تخصصئ امتحان کی د عمومئ جراحئ بست تہ دکامیابئ مبارکئ درتہ وایم دلا بریاوو پہ ھیلہ   proud of you 👨🏻‍...
13/06/2023

د وزارت صحت عامئ پہ تخصصئ امتحان کی د عمومئ جراحئ بست تہ دکامیابئ مبارکئ درتہ وایم دلا بریاوو پہ ھیلہ
proud of you 👨🏻‍⚕️💞👩🏻‍⚕️

24/05/2023

Address

Kabul

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Drs Froher wali posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Drs Froher wali:

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram