دا هم زده کوي چې د بل چاد مرستې پرته هم لوبې کولای شي
موازی یاپه یو ځای کی لوبی کول :
دا هغه وخت وي چې دوه یا څو ماشومان سره نږدې وي، خو یو له بل سره نه لوبېږي
مثلاً یو ماشوم د موټر سره لوبې کوي، بل د بلاکونو سره خو دواړه سره نږدې ناست وي.
ماشوم زده کوي چې نور خلک هم شاوخوا شته
له نورو سره یو ځای اوسېدل زده کوي
دا چمتووالی ورکوي چې وروسته به د نورو ماشومانو سره ګډې لوبې وکړای شي.
ماشومان اړتیا نه لري چې تل د نورو سره یو ځای لوبې وکړی
د یواځې او موازي لوبو له لارې هم ماشومان ډېر څه زده کوي، او دا دواړه عادي، ګټورې او روغتیايي طریقې دي.
✅ مشوره:
ماشوم ته وخت ورکړئ چې څنګه لوبې کول غواړي
پر ماشوم فشار مه راوړئ چې حتماً له نورو سره ولوبېږي
که ماشوم یواځې لوبې کوي، دا پدې معنا نه ده چې هغه یوازی یا غمجن دی هغه خپل عقل کاروي
🎈هر ماشوم توپیر لري، او د لوبې هر ډول طریقه د ماشوم د ودې برخه ده
05/08/2025
کله چی د ماشوم عمر شپږ میاشتنئ ته ورسیږی نو کورنی نرم خواړه ورته شروع کړئ او تر دوه کلنۍ عمر پوری باید مور خپلی شیدی ورکړی ځکه چی داد ماشوم د روغتیا او دماغی ودی لپاره ډیر ګټور دی
#دشیدوورکولونړیوالهاونۍ
انګور د ګرمیو یوه خوندوره او ډېره ګټوره مېوه ده
چی په کافی اندازه فرکتوزیا طبیعی خواږه،ویټامین Cسی ،ویټامین کیK ، او نور ګټور مواد لری
ماشومان یې خوږ خوند له کبله ښه خوری او ورته خوشحالیږی
خو... دا خوندور انګور کله ناکله خطرناک هم کېدای شي، خاصتاً د هغه ماشومانو لپاره چې عمر یې له څلورو کلونو کم وي.
ځکه دا انګور د ماشوم د ستوني اندازی څخه غټ وی، ښوی هم دی، او که ماشوم بې له چیچلو وخوري، نو دا مستقیم د سا پیپ یا نالۍ ته ځی او سا بندولی شي.
ماشومان یی هم تر څلور کلنۍ پورې لا ښه نه شي زبېښلی، نو خطر پکې زیات وي.
نو دا مهمه ده چې انګور ماشوم ته له کوم عمر نه او څنګه ورکړل شي؟
د شپږو میاشتو نه تر اتو میاشتو پورې انګور باید جوس په ډول ورکړل شي
د نهه میاشتو نه تر یو کال پورې ماشوم ته انګور میده میده، او زړي ترې وباسئ.
د یو نه تر دوه کلونو پورې ماشوم ته انګور څلور ټوټې کړئ، بیا ورکړئ.
د دوو نه تر دریو کلونو پورې ماشوم ته انګور دوې برخې کړئ.
یادونه:
تل له انګور نه زړی لرې کړئ.
ماشوم ته انګور باید ناست حال کې ورکړئ، نه دا چې روان وي یا ولاړ وي.
انګور باید د اوږدوالي له مخې پرې کړئ
که پرې شوي انګور در پاتې شي، دا تاسو کولای شئ چې دیخچال په یوه بند جار کې ۲۴ نه تر ۴۸ ساعتو پورې وساتئ.
که رنګ یې لږ بدل هم شي، کومه ستونزه نه لري.
02/08/2025
ماشوم ته د ژوند په لومړيو شپږو مياشتو کی اوبه، شات او کلک خواړه مه ورکوئ یوازی د مور شیدی ورکړئ ځکه د مور شیدو کی ټول هغه مغذی مواد او خواړه شته چی ماشوم ورته اړتیا لری
میندی باید وهڅول شی او مرسته ورسره وشی ترڅو خپلو ماشومانو ته یوازی خپلی شیدی ورکړی
#دشیدوورکولونړیوالهاونۍ
02/08/2025
Celebrating my 3rd year on Facebook. Thank you for your continuing support. I could never have made it without you. 🙏🤗🎉
نن سبا ډېری مور او پلار ماشوم ته موبایل یا ټابلیټ ورکوي، تر څو هغه مصروف وساتي یا ژړا یې بنده کړي ظاهراً دا یو اسانه حل ښکاري خو دا کار د ماشوم پر ذهن ، ژبه، او ټولنیز پرمختګ ډیر بد اثر لري.
١:د خبرو کولو ځنډ:
کله چې ماشوم تل د سکرین سره بوخت وي، نو لږ خبرې کوي، لږ اوري، او لږ عکس العمل ښيي. له همدې امله د ژبې زدهکړه ورو کېږي.
٣:توجه او تمرکز کمېږي:
روښانه رڼا، غږونه، او ژر ژر بدلېدونکي مناظر د ماشوم ذهن ډېر مصروفوي، او له دې امله ماشوم نورمال تمرکز او ارامه زدهکړه له لاسه ورکوي.
٤:ټولنیز تماس کمېږي:
د سکرین عادت ماشوم له نورو خلکو سره د خبرو، سترګو په سترګو کتو، او غیر لفظي اشارو (جسماني حرکتونو) نه لیرې کوي.
د ماشومانو د ناروغیو ماهرین وایي:
۲ کلنۍ نه کم عمر ماشوم ته هیڅ سکرین ور نه کړئ.
او د ۲ تر ۵ کلنۍ ماشوم لپاره باید سکرین له ۱ ساعت څخه زیات نه وي، هغه هم د ښه تعلیمي موادو سره او د مور او پلار په موجودیت کې.
اکثره مور او پلار له موږ نه دا پوښتنه کوي چې ایا د دوی بچی د خپل عمر سره سم وده کوي که نه؟
ټول مور او پلار د خپل ماشوم لپاره تر ټولو لومړني څارونکي وي، نو هغوی ته پکار ده چې پوه شي ماشوم یې د خپل عمر سره سمه وده کوي که نه، او کله ورته اړتیا ده چې د ماشومانو متخصص ډاکټر ته یې یوسي.
زه دلته هغه مهمې نښې (Red Flags) ذکر کوم چې که هر وخت مو په خپل ماشوم کې ولیدلې، نو باید ژر تر ژره د ماشوم متخصص ډاکټر ته لاړ شئ. دا نښې د ماشوم د ودې لپاره بیړنۍ دي، ځکه تاسو مخکې لا وخت ضایع کړی وي او نور ځنډ د ماشوم د راتلونکي وړتیاوو ته تاوان رسولی شي.
۱. که ماشوم کومه مهارت چې مخکې زده کړې وي بېرته هېر کړي لکه مخکې به کیناست او اوس نه کیني.
۲. په هر عمر کې که مو ولیدل چې ماشوم د انسان مخ ته یا شیانو ته نه ګوري یا تمرکز نه کوي.
۳. که ماشوم غږونه نه اوري یا غږونو ته پام نه کوي.
۴. که تر اتلسو میاشتو پورې یو هم لفظ و نه وايي.
۵. که ماشوم له پیل نه یواځې یو لاس کاروي عموماً د ښي یا چپ لاس عادت درې کلنۍ وروسته پیدا کېږي، که له یو کال مخکې وي، د بل لاس کمزوري ښيي.
۶. که ماشوم یوازې د ګوتو پر سر ګرځي او پوره پښه پر ځمکه نه ږدي.
۷. که د ماشوم د سر اندازه ډېره لویه وي یا ډېره وړه.
۸. که ماشوم تر دولسو میاشتو پورې نه شي کیناستای.
۹. که تر اتلسو میاشتو پورې نه شي ګرځېدلی، یا انجونې تر دوو کلونو پورې نه ګرځي.
۱۰ که ماشوم تر دوه نیمو کلونو پورې منډه نشی وهلی
Be the first to know and let us send you an email when Pediatrics Disease/ د ماشومانو ناروغۍ posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.
Contact The Practice
Send a message to Pediatrics Disease/ د ماشومانو ناروغۍ: