31/03/2025
اختر مو مبارک
ډیرعزتمندورور الله د دا مبارک اختر ستاسو لپاره د خوشحالۍ، برکت، روغتیا او سوکالۍ وسیله کړی .
الله مو روژې صد قات عبادتونه او دعاوې قبولی کړه او ژوند مو تل له مینې او نېکمرغۍ ډک کړه .
اختر د محبت، یووالي او خوښیو اختر دی . الله دې دا اختر زموږ او ستاسو عزیزانو ته د رحمت، امن او خوشحالۍ سبب وګرځوي.
راځئ چې یو بل ته عفوه او بخشش وکړو یو بل ته مینه او محبت ورکړو، زړونه یو کړو او د الله د نعمتونو شکر ادا کړو.
الله دې موږ ګرانو هیوادوالو ته خوشحالي، سوکالي، برکت او نېکمرغي راولي.
الله دا اختر د ټولو مسلمانانو لپاره د رحمت، خیر او برکت وسیله کړی.
اختر مو مبارک شه!