Medical Information طبی معلومات

Medical Information طبی معلومات MD stomatolog I want to spread medical information for our contry

د شهوت کنټرول سړی د خلکو په مېنځ کې.
30/11/2025

د شهوت کنټرول سړی د خلکو په مېنځ کې.

10/11/2025

عاجل که کوم ورور نیږدي وی د الله د رضا په خاطر وینه ورکړۍ د یو چا ژوند وژغورۍ.

سلامونه ډاکټر صيب محترم یوه غوښتنه لرم زما مور وینی ته ضرورت لري که دارزان قیمت کي څوک پیژني دکابل اسيا روغتون کي +arh وینی ګروپ يي ده زما ورته ضرورت دي مننه
0780497428
کور ودان هغه پورته شميره زما ده

ناروغي: سینه بغل (Pneumonia)سینه بغل د سږو انتان دی چې د باکتریا، وایروس، فنګس یا نورو جراثیمو له امله منځته راځي او د س...
09/11/2025

ناروغي: سینه بغل (Pneumonia)

سینه بغل د سږو انتان دی چې د باکتریا، وایروس، فنګس یا نورو جراثیمو له امله منځته راځي او د سږو د هوا ډک ځایونه (Alveoli) د پړسوب او موادو ډکېدو له امله د ساه اخیستلو ستونزې پیدا کوي.

اسباب (علتونه)

1. باکتریايي انتانونه – لکه Streptococcus pneumoniae (تر ټولو عام لامل).
2. وایروسي انتانونه – لکه د انفلونزا، کرونا ویروس، RSV او نور.
3. فنګسي انتانونه – په ځانګړي ډول د هغو کسانو کې چې معافیت یې کم وي.

نښې نښانې:

1- تبه او لړزه
2- د ټوخې کېدل (وچې یا د بلغم سره، کله ناکله وینې لرونکی بلغم)
3- د ساه لنډي او ګړندی تنفس
4- د سینې درد (په ژوره ساه یا ټوخې سره زیاتېږي)
5- ستړیا او د وجود کمزوري
6- د پوستکي یا شونډو شینوالی (په شدید حالت کې)

اختلاطات (عوارض)

که په وخت يي درملنه نه وشي، لاندې ستونزې رامنځته کولی شي:

1. پلورال افیوژن – د سږو شاوخوا کې اوبه/مایع راټولېدل.
2. لنګ ابسس – د سږو په نسج کې د چرک ډکې کڅوړې جوړېدل.
3. سپټیسیمیا (Sepsis) – د انتان وینې ته خپرېدل چې ژوند ګواښوونکی وي.
4. تنفسي ناکامي – د اکسیجن جدي کموالی.
5. د اوږدمهاله سږو ناروغۍ په درلودونکو کې د حالت خرابوالی (لکه COPD، Asthma)

د مثال په ډول يو 4 کلن ماشوم د سينه بغل په ناروغي اخته ده موږ کولای شو لاندي نسخه د ناروغیو نښو نښانو ته په کتو سره تطبيق کړو.
نسخه:
Vail- Ceftriaxone 500mg N-10
دوه وخته
Inj- Amikacin 100mg N-10
دوه وخته
Syp- Paracetamol N-1
څلور وخته 7cc
Syp- Ventolin N-1
دري وخته
Syp- Trimetabol N-1
دوه وخته
وروسته له خوراک څخه

يوه باکټريايي ناروغي ده TyphoidSalmonella typhi په نوم بکتریا له امله منځته راځي. دا ناروغي ډېری وخت د ککړو اوبو یا خواړ...
09/11/2025

يوه باکټريايي ناروغي ده Typhoid
Salmonella typhi په نوم بکتریا له امله منځته راځي. دا ناروغي ډېری وخت د ککړو اوبو یا خواړو له لارې انسان ته انتقالېږي.

اسباب (لاملونه):
د ککړو اوبو څښل.
د غېر صحی خوړو خوړل.
د ناروغ شخص له فضلاتو، توکيو یا تشناب سره تماس.
د لاسونو نه پرېولل (ناپاکي).
د حفظ الصحې اصولو نه مراعتول.

نښې نښانې:
دوامداره تبه (تر 39-40°C پورې)
سر درد
د معدې درد او بې‌اشتهايي
نس ناستې یا قبض
ستړيا، کمزوري او خوله وچېدل
د بدن دردونه
سور داغونه یا دانې (rash) په بدن
ځینې وختونه استفراق او هډوکو دردونه

مخنیوی:
د پاکو اوبو استعمال
د صحي خواړو خوړل
د لاسونو منظم پرېولل
واکسین کول (په ځینو مواردو کې سپارښتنه کیږي)

کله چي د لابراتواري معایناتو څخه وروسته معلومه شي چي Typhoid مثبت دی نو کولی شو دا نسخه په درست شکل سره استعمال کړو:

Tab-Ceprofloxacin 500mg
دوه وخته
Tab-Paracetamol 500mg
دري وخته
Tab-Metaclopramide 10mg
دري وخته نيم ساعت مخکي د خوراک
Cap-Omeprazole 40mg
يو وخت نيم ساعت مخکي د خوراک
Syp-Vitamin B-Complex
دوه وخته دوه قاچوغي
Syp-Trimetabol
دوه وخته دوه قاچوغي مخکي د خوراک څخه

دا نسخه د 7 څخه تر 14 ورځو پوري استعماليږي.
يادونه: په حاملګۍ کي د Ceprofloxacin په ځای Cefixime کارولی شو.

08/11/2025

کوم انټي بيوټيک کولای شو يو ځای استعمال کړو:

1. Azithromycin + Augmentin صحي
2. Azithromycin + Cefixim صحي
3. Azithromycin + Velosef صحي
4. Ciprofloxacin + Cefixim صحي
5. Azithromycin + Ceftriaxon صحي
6. Augmentin + Cefixim صحي
7. Cefixim + Gentamycin صحي
8. Clarithromycin + Amoxil کيدای شي ضرر ونه لري
9. Velosef + Gentamycin صحي
10. Augmentin + Erythromycin کيدای شي ضرر ونه لري
11. Levofloxacin + Cefixim صحي
12. Amoxil + Co-Trimoxazol صحي
13. Levofloxacin + Ceftriaxon صحي
14. Ceftriaxone + Vancomycin صحي
15. Ceftriaxone + Doxycycline صحي
16. Levofloxacin + Metronidazole صحي
17. Ceftriaxone + Metronidazole صحي
18. Gentamycin + Ampicillin په خاصو حالاتو کي(Sepsis)
19. Ceprofloxacin + Tinidazole صحي
20. Piperacillin + Tazobactam + Vancomycin ( په روغتون کې د سختو انتاناتو لپاره)

هغه درمل چي په حاملګۍ کي نسبتاً تر ډيره خوندي ګڼل کيږي.Category A درمل (په حاملګۍ کې تر ټولو خوندي)1. Folic acid  2. Lev...
08/11/2025

هغه درمل چي په حاملګۍ کي نسبتاً تر ډيره خوندي ګڼل کيږي.

Category A درمل (په حاملګۍ کې تر ټولو خوندي)

1. Folic acid
2. Levothyroxine
3. Pyridoxine (Vitamin B6)
4. Thiamine (Vitamin B1)
5. Riboflavin (Vitamin B2)
6. Cyanocobalamin (Vitamin B12)
7. Ascorbic acid (Vitamin C)
8. Docusate sodium (stool softener)
9. Ferrous sulfate (Iron supplement)
10. Iodine (په مناسبه اندازه)
11. Calcium carbonate
12. Magnesium sulfate (د preeclampsia لپاره)
13. Zinc
14. Biotin
15. Chloride supplements
16. Selenium supplements
17. Vitamin D3 (په مناسبه اندازه)
18. Erythropoietin (په anemia کې)
19. Multivitamin for pregnancy
20. Acetylcysteine (په ځانګړو شرایطو کې)

---

Category B درمل (نسبتاً خوندي، په ځینو شرایطو کې کارېږي)

1. Paracetamol (Acetaminophen)
2. Amoxicillin
3. Cefalexin
4. Azithromycin
5. Metoclopramide
6. Ondansetron
7. Clindamycin
8. Insulin
9. Ranitidine
10. Pantoprazole
11. Labetalol
12. Methyldopa
13. Diphenhydramine
14. Loratadine
15. Salbutamol (Ventolin)
16. Heparin
17. Enoxaparin
18. Acyclovir
19. Dextromethorphan
20. Guaifenesin

عنوان  !  ملخ څنګه پير سو ؟ ډيره جالبه قيصه ده .  په يو کلي کي يو سړي وو . چي کليوالو ده ملخ په نامه پيژنده . بله ورځ مي...
16/05/2025

عنوان ! ملخ څنګه پير سو ؟
ډيره جالبه قيصه ده .
په يو کلي کي يو سړي وو . چي کليوالو ده ملخ په نامه پيژنده . بله ورځ ميرمني ورته وویل چي زه نور پدي کلي کي ژوند نه سم کولاي. دلته ټوله کلي تا ملخ بولي او ما د ملخي ميرمن . د چي هم د ځان سره فکر وکړي چي ولا دا خو ډيره بي عزتي ده . آخر يه د کلي څخه د کډي کولو پريکړه وکړه .

سهار له خپلې مېرمن سره له خپل کلي ووت او بل کلي ته لاړ، او هلته یې پرېکړه وکړه چې یوه نوې پېژند ګلوي جوړه کړي. ویې ویل: "اوس به خلک ما ملخ نه، بلکې پیر صاحب بولي."
مېرمن یې وپوښتل: "دا به څنګه کیږي؟"

ملخ وویل: "د دې کلي د ملک صاحب خور سره یو قیمتي هار شته، ته دا هار په یوه طریقه راواخله، بیا به وګورې زه څه چلونه کوم ."

مېرمن یې د ملخ دا خبره ومنله، هار یې ډېر په مهارت سره غلا کړ او خپل مېړه ته یې راوړ. بل لور ته په کلي کې شور جوړ شو، د هار د غلا خبره د ځنګل اور په شان خپور شوه.

ملخ خپلې مېرمنې ته وویل: "لاړه شه، د ملک صاحب خور ته ووایه چې زما مېړه یو لوی پير صاحب دی، د خلکو ورک شوې شیان پیدا کوي."

ملک صاحب دا خبره واورېده، خپل کورنۍ او کلیوال یې راوستل د ملخ کور ته لاړ، ورته ویې ویل: "پیر صاحب، راته ووایه زموږ هار چېرې دی؟"

ملخ له مخکې نه هار د ملک صاحب د کور بام ته ور غورځولي و. ویې ویل: " ستاسو هار ستاسو يو مزدور غلا کړی و، خو وروسته وډار شو او هار یې پر بام وغورځاوه ، لاړ شئ هلته به یې ومومئ."

ملک صاحب دوي هار د خپل کور پر بام ومونده ، د دې لومړۍ "کرامت" وروسته ټول کلی د پیر صاحب مریدان شول.

خو ملک صاحب چې د ړندو په منځ کې یو سترګه درلود، شکمن شو، ویې ویل: "دا سړی ماته دروغجن ښکاري." خو خلکو باور نه کاوه. ملک صاحب يوه بله ازموینه هم په ورکړه، خو ملخ ( پير صاحب) بیا هم بریالی شو. خلکو ملک صاحب ته وویل: "بس کړه، بزګرانو شک کول ندي پکار ."

ملک صاحب پرېشانه شو، او قسم یې وکړ: "هر څه چې وشي، زه به د دې دروغجن پیر مخ ضرور بربنډوم ."

یوه ورځ ملک صاحب اعلان وکړ: "سبا به ټول کلی خلاص میدان ته راځي، که پیر صاحب ووایي چې زما په لاس کې څه دي، زه به د هغه په لاس بیعت وکړم."

سبا ورځ راغله، ټول کلی او پیر میدان ته راغلل. ملک صاحب له کوره ووت، فکر یې کاوه چې په لاس کې څه واخلي؟ ناڅاپه یې سترګې پر یو ملخ ولګېدې، لاس یې ور واچاوه خو ملخ ټوپ وکړ،

مستري د يوه تخريب شوي موټر انجين دباندي را ايستلی وو او پر جوړولو يې لګيا وو. دې وخت کي يې د دوکان مخته يو نوموتی د زړه ...
10/05/2025

مستري د يوه تخريب شوي موټر انجين دباندي را ايستلی وو او پر جوړولو يې لګيا وو. دې وخت کي يې د دوکان مخته يو نوموتی د زړه جراح تېرېده. سمدستي يې ور غږ کړه: ډاکټر صاحب يوه پوښتنه درڅخه کولای شم؟

ډاکټر د هو په نښه سر ورته وښوراوه او خواته يې ورغلی. مستري ورڅخه وپوښتل: ډاکټر صاحب دې انجين ته ګوره زه يې زړه خلاصوم، والونه يې راکاږم، کار ورباندي کوم، جوړوم يې او بيرته يې خپل ځای کي ږدم. کله چي يې چالان کړم، لکه نوی غوندي کار کوي. نو ولي زه دومره لږ معاش اخلم او ته دومره زيات. حال داچي زه او ته دواړه اصلآ عېني وظيفه سرته رسوو.

ډاکټر لنډه غوندي مسکا وکړه، د مستيري غوږ ته يې خوله ور نږدې کړه او په پسآري يې ورته وويل: يوځل دا کار داسي حالت کي وکړه چي انجين چالان وي!

28/04/2025

مایکرولایډ (Macrolide)
خاندان یو مشهور انتي‌بیوتیکونه دي چې د مختلفو بکتریاوو پر ضد مؤثر عمل کوي په خاصه توګه پر هغو چې د تنفسي، پوستکي، او جنسي سیستم ستونزې رامنځته کوي.

د مایکرولایډ مشهوره درمل

Name/Indication

Erythromycin د تنفسي سیستم، پوستکي، او ځینې جنسي ناروغیو لپاره

Azithromycin ډېر مشهوره ستوني، غوږ، سینه بغل، STIs، او د خولې ناروغیو لپاره

Clarithromycin د معدې H. pylori بکتریا، سینه بغل، او د تنفسي سسټم ناروغیو لپاره

Roxithromycin د تنفسي سیستم او د پوستکي ناروغیو لپاره
ضد پارازیت بکتریا،

د مایکرولایډ کار کول یا تاثیرات
دا انتي‌بیوتیکونه د بکتریا د پروټین جوړېدو مخه نیسي د دې لپاره چې بکتریا وده ونکړي یا مړه شي.

جانبي عوارض
معدې درد، نس ناستی، سر درد، خولې خوند خرابېدل

 ایا د شپې لخوا مو د پښې سوځیږی؟د پښو تلې او بدن مختلف ځایونه مو ګزګز کوي؟ایا سر ګنګسۍلرئ؟ په غوږونه کې د زُنګ زُنګ اواز...
27/04/2025


ایا د شپې لخوا مو د پښې سوځیږی؟
د پښو تلې او بدن مختلف ځایونه مو ګزګز کوي؟
ایا سر ګنګسۍلرئ؟
په غوږونه کې د زُنګ زُنګ اوازونه اورئ؟
په وینه کې د کولسټرول،ټرایګلیسراید‌‌‌ او د نورو شحمیاتو په غیر نورمال‌‌‌‌‌‌ډول لوړوالي ته د وینې د غوړ ناروغي ویل کیږي.
ددغې ناروغۍ مهمې نښې په لاندې ‌‌‌‌‌‌ډول دي.
1-د بدن دروندوالی او تل د ستړیا احساس
2-په غوږونو کې د ګُزګُز اوازونه
3-د سر دائيمي ګنګسوالی
4-د شپې لخوا د پښو د تلو سوځیدل او په ټول وجود کې د ګرمۍ احساس
5-د زنګانه لاندې په نرمه غوښه کې د شدیدو دردونو احساس.
6-د خولې وچیدل او د خولې د مزې دایمې تریخوالی
7-د زړه د ضریانو اوریدل
8-ناروغ تل د خوب او دروندوالي احساس کوي
9-په ځینو ناروغانو کې د وینې فشار لوړیږي
10-د وزن ‌‌‌‌‌‌ډیروالی مګر پدې معنی نده چې د کم وزن لرونکی تر دې ناروغۍ معاف دي
11-د سترګو د شاخوا پړسوب

:
1-د وینې د کوچني رګونو بندیدل چې د زړه د حملاتو او د مغزي سکتویا فلج کیدو سببګرځي
2-د وینې د فشار لوړیدل چې دا هم په ماغزو،زړه،پښتورګو او د بدن په نورو حساسو سیمو کې د وینې د کوچنیو رګونو د چویدو سبب ګرځي.
3-د تریخې کاڼي

27/04/2025
🦅 کله چې کارګه ناروغه شي… طبیعت یې درملنه کويتاسو باور کولي شي؟😳ایا ته پوهېږې چې کله کارګه ناروغه شي، څه کوي؟  نه روغتون...
26/04/2025

🦅 کله چې کارګه ناروغه شي… طبیعت یې درملنه کوي
تاسو باور کولي شي؟😳
ایا ته پوهېږې چې کله کارګه ناروغه شي، څه کوي؟
نه روغتون ته ځي، نه درمل خوري... بلکې د سرو میږیانو غار ته نږدې کېږي،
وزرونه غوړوي، آرام پاتې کېږي، او اجازه ورکوي چې میږیان یې پر بدن وخېژي😲

دا عجیبه چلند د یو ژور هدف لپاره دی:
سره میږیان فارمیک اسید (د میږیانو تیزاب) لري – یوه تیزه، بویداره او تخریش کوونکې ماده چې میږیان یې د ځان د دفاع لپاره کاروي.

🧪 دا اسید د بکتریا، فنګس، ویروس او پرازیتونو پر ضد طبیعي ځواک لري،
او کله چې میږیان د کارګې پر بدن وخېژي، د دې اسید له برکته یې ناروغي له منځه ځي...
کارګه جوړېږي – نه په درملو، بلکې د طبیعت په پټ رازونو

🌼 دا طریقه Anting بلل کېږي، چې مرغان یې د ځان درملنې لپاره کاروي.
حتی د عسل په جوړښت کې هم فارمیک اسید شته – همدا وجه ده چې عسل هېڅکله نه خرابیږي

🌿 طبیعت، تل پخپله خاموشه ژبه موږ ته حیرانوونکې درسي خبرې کوي.
ځینې وخت، ځواب د ساینس په کتاب کې نه، بلکې د یوه ساده کارګه په غریزه کې پټ وي.

Address

Kabul

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Medical Information طبی معلومات posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram