Monitoring & Inspection General Directorate د څارنې او پلټنې لوي ریاست

  • Home
  • Afghanistan
  • Kabul
  • Monitoring & Inspection General Directorate د څارنې او پلټنې لوي ریاست

Monitoring & Inspection General Directorate د څارنې او پلټنې لوي ریاست د څارنې او پلټنې عمومی ریاست / ریاست عمومی نظارت و بازرسی

تحت رهبری محترم مولوی نورجلال جلالی، وزیرصحت‌عامه ا.ا.ا، به هدف بررسی وضعیت صحی کشور، شریک‌سازی نتایج نظارت‌های اجرا‌شده...
29/11/2025

تحت رهبری محترم مولوی نورجلال جلالی، وزیرصحت‌عامه ا.ا.ا، به هدف بررسی وضعیت صحی کشور، شریک‌سازی نتایج نظارت‌های اجرا‌شده در یک سال گذشته و رسیده گی به چالش‌ها، نشستی برگزار شد.

در این نشست، محترم مولوی عبدالولی حقانی، معین عرضه خدمات صحی وزارت صحت‌عامه صدیقی، مشاورین مقام وزارت، رییسان مرکزی و ولایتی، نماینده گان نهادهای همکار بین‌المللی و مؤسسات تطبیق‌کننده اشتراک داشتند.

محترم مولوی نور جلال جلالی وزیر صحت‌عامه، این نشست را در بهبود خدمات صحی و حل مشکلات مؤثر دانست و گفت: « هر شهروند کشور بر ما حق دارد که خدمات لازم صحی را برایش فراهم کنیم. برای رسیدن به این هدف، باید از مراکز صحی دولتی و خصوصی به‌گونه‌ی همه‌جانبه نظارت و پی‌گیری صورت گیرد.

این کار از جمله فعالیت‌های مهم وزارت صحت عامه است که زمینه رسیدگی به مشکلات را فراهم می‌سازد».

همچنان، محترم وزیر صحت عامه تأکید کرد، که نظارت‌ها باید مؤثرتر شوند، از نتایج و گزارش‌ها استفاده درست صورت گیرد و ریاست نظارت و بررسی با همکاری مؤسسات همکار یک تیم مشترک نظارتی را ایجاد نمایند تا نظارت‌ها دقیق‌تر، گزارش‌ها مستندتر و برنامه‌ها حفظ شوند.

از سوی‌هم، داکتر عنایت‌الله عنایت رئیس عمومی نظارت و بررسی وزارت صحت‌عامه، از طریق یک پریزنتیشن جامع، معلومات مفصلی را در مورد وضعیت صحی کشور ارائه کرد و گزارش‌ها و معلومات نظارت‌هایی را که در یک سال گذشته از شفاخانه‌ها و مراکز صحی اجرا شده بود، با اشتراک‌کننده گان این نشست شریک ساخت.

درعین حال، رییسان ولایتی نیز مشکلات و نیازمندی‌های‌شان را در بخش صحت مطرح نمودند که از سوی مسئولان به آنها اطمینان داده شد و مورد توجه قرار خواهند گرفت.

قابل یادآوری است که، در این نشست، نماینده گان نهادهای همکار و مؤسسات تطبیق‌کننده نیز دیدگاه‌های خود را شریک نموده و برای بهبود بیشتر فعالیت‌ها و خدمات‌شان به وزارت صحت‌عامه اطمینان دادند.

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په مشرۍ د هېواد روغتیایي حالت ته د کتنې، په تېر یو کال کې د ترسره...
29/11/2025

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په مشرۍ د هېواد روغتیایي حالت ته د کتنې، په تېر یو کال کې د ترسره شویو نظارتونو د پایلو شریکولو او ستونزو حل په موخه غونډه ترسره شوه

په دې غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د مقام مشاورینو، مرکزي او ولایتي رئیسانو، د نړیوالو همکارو ادارو او پلي کوونکو مؤسسو استازو ګډون کړی و.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي یاده غونډه د ستونزو په حل او د روغتیایي خدماتو ښه والي کې مهمه وبلله او ویې ویل:(د هېواد هر وګړی پر موږ حق لري، چې لازم روغتیایي خدمات ورته ورسوو، د دې لپاره چې يادې موخې ته ورسېږو، نو له دولتي او خصوصي روغتیایي مرکزونو څخه باید هر اړخيز نظارت او څارنه وکړو او دا چاره د عامې روغتیا وزارت له مهمو فعالیتونو څخه ده، چې ستونزو ته د رسېدنې لار پرانیزي).
ښاغلي وزير ټينګار وکړ، چې نظارتونه دې لا اغېزمن شي، له راپورونو او پایلو څخه دې یې لازمه ګټه واخیستل شي او د څارنې او پلټنې لوی ریاست دې له همکارو مؤسسو سره یو ګډ نظارتي ټيم جوړ کړي؛ ترڅو نظارتونه لا اغېزمن، راپورونه یې دقیق او پايلې یې خوندي شي.

همداراز، د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس، ډاکټر عنایت‌ الله عنایت د یو جامع پریزنټیشن له لارې د هېواد د روغتیایي حالت په اړه معلومات وړاندې کړل او په تېر یو کال کې یې له روغتونونو او روغتیایي مرکزونو څخه د ترسره شویو نظارتونو راپورونه او معلومات له ګډونوالو سره شریک کړل.

ورته مهال، ولایتي رئیسانو هم روغتیا برخه کې خپلې ستونزې او اړتیاوې شریکې کړي، چې د مسؤلینو له لوري ورته د بشپړې پاملرنې ډاډ ورکړل شو.

د یادونې وړ ده، چې په یاده غونډه کې د همکارو ادارو او تطبیق کوونکو مؤسسو استازو خپل نظرونه شریک او وزارت ته یې د خپلو فعالیتونو او خدماتو د لا ښه والي ډاډ ورکړ.

د څارنې او پلټنې عمومي ریس، ډاکټر عنایت الله عنایت، د حوزوي لابراتوارونو د تخنیکي مسولینو د درې ورځني ټریننګ له بهیر څخه...
12/11/2025

د څارنې او پلټنې عمومي ریس، ډاکټر عنایت الله عنایت، د حوزوي لابراتوارونو د تخنیکي مسولینو د درې ورځني ټریننګ له بهیر څخه څارنه ترسره کړه. نوموړي د ټریننګ د تنظیم، د زده کړو د کیفیت، د روزونکو د تخنیکي امادګۍ او د ګډونوالو د ګډون او استفادې وضعیت ارزونه وکړه. نوموړي د روزنې عمومي بهیر وستایه او په ځینو برخو کې یې ځانګړې سپارښتنې هم وړاندې کړې.

د دې ټریننګ په مټ به حوزوي لابراتوارونه وکولای شي خپل ارقام په انلاین بڼه په DHIS کې ثبت کړي او په عین وخت کې د لاسرسي وړ شي.

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس، ښاغلي ډاکټر عنایت‌الله عنایت، نن په خپل کاري دفتر کې د احصائیې ملي ادارې ...
16/09/2025

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس، ښاغلي ډاکټر عنایت‌الله عنایت، نن په خپل کاري دفتر کې د احصائیې ملي ادارې د احصائیه او نفوس رئیس، ښاغلي وحیدالله فریادي، د ثبت او پیښو ریاست رئیس ښاغلي امین پکتین او یو شمېر تخنیکي کارکوونکو سره ناسته ترسره کړه.
په دې ناسته کې د زیږونونو او مړینو د دقیق ثبت او منظمې راجسټریشن پروسې په اړه هر اړخیز بحث وشو. ګډونوالو د موجودو ننګونو تر څنګ د لا اغېزمنو حل‌لارو په اړه خپل نظریات شریک کړل.
شاغلي ډاکټر عنایت‌الله عنایت پر دې ټینګار وکړ چې دقیق او بااعتباره ارقام او معلومات نه یوازې د روغتیایي خدمتونو د ښه والي لپاره حیاتي دي، بلکې د ملي کچې د پالیسۍ جوړونې او ستراتیژیکو پرېکړو لپاره هم بنسټیز ارزښت لري.
دغه ناسته د متقابلو ژمنو او دعا ویلو سره پای ته ورسېده.

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوي رئیس ډاکټر عنایت‌الله عنایت په خپل کاري دفتر کې چی د عامې روغتیا وزارت د مقام م...
14/09/2025

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوي رئیس ډاکټر عنایت‌الله عنایت په خپل کاري دفتر کې چی د عامې روغتیا وزارت د مقام محترم مشاور ډاکټر حدیدالله ذاکری هم په یاده ناسته کې ګډون درلو د درېیم ګړي (جناح ثالث - Third Party ) تخنیکي همکارانو سره ناسته ترسره کړه.
په دې ناسته کې د اړوندو چارو د همغږۍ د کیفیت د ښه‌ والي او د لا اغېزمنې همکارۍ پر لارو چارو مفصل بحثونه او خبرې وشوې.
همدارنګه ټینګار وشو چې د ارزونې پروسه باید د شفافو کړنلارو معیاري شاخصونو او متقابلو همکاریو له لارې پر مخ یوړل شي څو د فعالیتونو مؤثریت لوړ او د خدماتو کیفیت لا ښه شي او په راتلونکي کې به هر ډول پرېکړې د درېیم ګړي پر بنسټ نورو تطبیق کونکو موسسات سره ونیول شي.
همدارنګه د یاد تخنیکي همکارانو ته دنده وسپارل شوه تر څو د ګمارنې پروسه او اړوند چک لستونه د څار او پلټي لوي ریاست سره شریک کړي او د موجودو ستونزو د حل لپاره په ګده عملی ګامونه واخیستل شي
ناسته د دعا په ویلو پای ته ورسېده.

12/08/2025

Address

Wazir Akbar Khan
Kabul
1001

Opening Hours

Monday 07:30 - 17:00
Tuesday 07:30 - 16:30
Wednesday 07:30 - 16:30
Saturday 07:30 - 16:30
Sunday 07:30 - 16:30

Telephone

+93202313688

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Monitoring & Inspection General Directorate د څارنې او پلټنې لوي ریاست posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Monitoring & Inspection General Directorate د څارنې او پلټنې لوي ریاست:

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram

Category