Zohair Zohair

Zohair Zohair will update later.

ټابلېټ K که پټ مرګ؟ ليکوال: ډاکټر ظهيرپه هیواد او ګاونډ کي د نورو نشه‌ي توکو تر څنګ، ډېر ځوانان په ټابلېټ K روږدي دي. دا...
04/02/2022

ټابلېټ K که پټ مرګ؟

ليکوال: ډاکټر ظهير

په هیواد او ګاونډ کي د نورو نشه‌ي توکو تر څنګ، ډېر ځوانان په ټابلېټ K روږدي دي. دا ګولۍ په 2008 کي لومړی ځل افغان امنیتي ځواکونو په هلمند کي وموندلې. په دې پوهېږئ چي ټابلېټ K څه شی دي؟ پر بدن څه اغېز لري؟ او څنګه ځان باید ځني وساتئ؟

ټابلېټ K، چي اکسټاسي یې هم بولي، یو ډول نشه ‌يي توکی دی چې د امفتامینونو له کورنۍ سره تړاو لري. کېمیاوي نوم یې مېټایلین ډای اوکسي مېټاامفتامین (3,4-Methylenedioxymethamphetamine)، لنډنښه یې MDMA، فرمول یې (C10H13NO2) دی، CAS نمبر یې 42522-10-9 دی.

تاریخچه:

اکسټاسي لومړی ځل په 1914 کي د مرک (Merck) په نامه یوې جرمنۍ درملسازي کمپنۍ د ډنګرتوب او بډلوهۍ (اشتهاء ضد) لپاره جوړ کړل. خو کابو 65 کاله ترې چا ګټنه و نه کړه. روسته جرمني ډاکټرانو دا درمل هغو کسانو ته ورکول چي په نړېواله جګړه کي يې اروايي شوک لیدلی وو. بیا یې پام شو چي تر ګټي یې زیان ډېر دی. نو ځکه یې د جرمني حکومت کارونګ بند او غیرقانوني اعلان کړ. دا خبره د جرمني ډاکټرانو او ارواپوهانو تر منځ متل ګرځېدلې چي د اکسټاسي په تجویز سره یې د جګړې بلهاریان بیا بلهاري کړل.
د امریکا متحده ایالاتو حکومت هم په 1985 کي د دې درملو کارونګ بند کړ خو سربېره پر دې یې خلګ د شپې په مېلو او بانډارو کي کاروي.
خالص اکسټاسي سپین رنګه پوډر دي. د چڼاسو/پوپنک بوی لري. ناسوچه بڼه یې سره او قهوي رنګونه لري. ټابلېټ K په ناقانونه توګه په ازمونتون (لابراټوار) کي په کېمیاوي ډول د امفتامینونو په مالیکولي جوړښت کي د ادلون بدلونه په پایله کي رامنځ ته کېږي. دا چي هر فرد/کمپنۍ یې په خپله خوښه په خپل ازمونتون کي جوړوي؛ نو ځکه دا ګولۍ له یوې بلي سره جوړښتي توپیر لري. اکسټاسي په هر هېواد کي په بېلابېل نومونه لري. په افغانستان کي یې ټابلیټ K، د خوښۍ درمل، پنج ستاره، ریډ بال، یو و دوه، ډانس، او سوپرمن بولي. دا ګولۍ راز راز بڼي لري چي پر ځینو K لېکل شوې وي، ځیني یې زړه وزمه وي او پر ځینو د ستورو انځور وي. اکسټاسي نن سبا د ګولیو سربېره؛ د پوزي د پوډرو، کپسولونو، پلسټرونو، د دودولو او ستني (پېچکارۍ) په بڼه کي هم موندل کېږي. په هره ګولۍ کي یې د نشه‌ي توکو کچ له 9 څخه تر 117 میلي ګرامو پوري وي او د نورو ورګډو کېمیاوي توکو کچ چي لمسوونکي خاصیت لري؛ توپیر لري.
ځوانان یې په ټولیزه توګه د سندرو او ګډا په بانډارونو کي د خوښۍ او هیجان د ډېرښت او همدارنګه د نوږیزي (جنسي) پياوړتیا لپار کاروي چي پایله یې د ناخوندي نوږیزو اړيکو او د ساري ناروغیو لکه؛ اېډز، تور ژېړي، تور ټپ او نورو د لېږد لامل کېږي. په افغانستان کي يې ډېری نوي ځوانانو په ښوونځو کي تر لاسه کوي او په ښوونځيو او کورونو کي يې خوري.

ټابلېټ K د انسان روغتیا ته دومره زیان لري چي حتی د یوې ګولۍ خوړل یې د مغز ژونکي (حجرې) وژني یا زیانمنوي او د اندني (تفکر) او هوډګرۍ ځواک يې ځپي.
د دې درملو څنګیز زیانونه دومره ډېر دي چي حتی ځیني یې د بیارغېدنګ وړ نه دي ځکه خو یې د نړۍ په هر کونج کي کارول بند دي.

دا ګولۍ په لومړيو کي د خوړونکي پر روغتیا ډېر اغېز نه پرېباسي؛ یواځي نشه راوړونکی خاصیت لري خو د وخت په تېرېدو سره پر ټول بدن په ځانګړې توګه پر عصبي سیسټم او سترګو ناوړه اغېزه کوي. تر دې چي ځیني کسان ځان وژني ته اړ باسي.

پر مغز او بدن د ټابلېټ K اغېزي:

ټابلېټ K له 20 تر 90 دقیقو روسته پر مغزو اغېز کوي، له 2 تر 3 ساعتو پوري یې اغېز زیات وي، او تر 24 ساعتو پوري خپل اغېز ساتي. دا ګولۍ حافظه، د پېژندني حس، او انديز ځواک اغېزمنوي او ډېر کله اضطراب او وېره رامنځ ته کوي. کله نا کله روږدو کسانو ته داسي اروايي ستونزي پېښېږي چي د درملني وړ نه وي. که چا اووه کاله وړاندي یو ځل هم ټابلېټ K خوړلې وي؛ په CT-Scan کي یې پر مغزو ناوړه اغېز لیدل کېدای شي.
هغه کس چي ګولۍ خوړلې وي؛ ډېر هېښ (هیجاني) او مست وي. ساعتونه ساعتونه ګډا و ټوکي کوي او خاندي خو ورسته ستړی، ګډوډ، ناقرار، ناخوښه، خوله یې وچه او د بدن تودوښه او د زړه ټکان یې لوړېږي چي کېدای شي د مړیني لامل یې شي. ځکه چي د زړه د ټکانو ګډوډي، د ویني لوړ فشار، د بدن د اوبو او منرالي توکو لکه سوډیم او کلورین کمښت، او د پښتورګو ناسم کار پر مغز ناوړه اغېز کوي چي کس د مرګ تر پولي رسولی شي.

د ټابلېټ K اوږدمهاله اغېږي:

۱: بې موخي، بې مسولیته او بې پروا ژوند.
۲: له ورځنیو چارو لکه کار، لوست، تکړښت، ناستي پاستي څخه ناخوښي او بې علاقه‌توب.
۳: د ژامي د غړو کمزوي او د دواړو ژامو نښت.
۴: د غاښونو سولېدل.
۵: د کورنۍ له غړو او ملګرو سره سوړ چلند او حتی د هغوی پرېښودل.
۶: د سترګو د لید کمی.
۷: د خوب ډېرښت.
۸: عصبي ګډوډي، ډېر احساستي کېدل او وېره.
۹: پر ځان د باور کمی.
۱۰: له څه مودې روسته؛ نورو نشه‌يي توکو لکه د اپیمو، کوکاینو او هیروینو ته لېوالتیا.
۱۱: د پوستکي ستونزي او ټپونه.
۱۲: په نرانو کي د تیانو غټېدل.
۱۳: د نرانو شنډتوب
۱۴: د هډوکي پوکي او ژر ماتېدنګ
۱۵: ځان وژني ته زړه ښه کول.

د تشخیص لاري چاري:

د کارونکي له میتیازو، پوستکي او وېښتانو څخه نمونه اخيستل کېږي.

درملنه:

وړاندي مو وویل چي ټابلېټ K دماغي ژونکي له منځه وړي؛ او د دې ژونکو بیارغون ناشونی یا هم ډېر ستونزمن دی. ځانګړې درملنه نه لري. هغه کسانو ته چي راوايي ستونزي ور پېښي شوې وي؛ د اوږدمهال لپاره دې یې اروايي درملنه تر سره شي. د مخنیوي تر ګردو ښه لاره دا ده چي مور و پلار دي خپل نوي ځوان بچي له نيژدې وڅاري!

ياداښت: ليکنه پخوا پښتو بي بي سي خپره کړې وه. د موضوع اړتيا ته په کتو يې يو ځل زه هم خپروم.

شېر يې کړئ، ژوند وژغورئ

وروستیو کلونو کې په افغانستان او ګاونډ کې د نورو نشه‌يي توکو تر څنګ، ډېر ځوانان په ټابلېټ K روږدي شوي دي. ټابلېټ K، چې اکسټاسي یې هم بولي، یو ډول نشه‌يي توکی دی چې د ام....

د جلال آباد جګړه ياني څه؟نړېوال پوځي شنونکي: تر دويمي نړېوالې جګړې روسته بشر دومره درنه جبهي جګړه نه ده ليدلې...هو، د اف...
09/07/2020

د جلال آباد جګړه ياني څه؟

نړېوال پوځي شنونکي: تر دويمي نړېوالې جګړې روسته بشر دومره درنه جبهي جګړه نه ده ليدلې...

هو، د افغان وطن د ساتني ستره سوبه

پنجاپيانو صبغت الله مجددي د افغانستان ولسمشر او ګولبدين يې ور لومړى وزير کړ. االبته د پنجاپ په غېږ کي پاچاهي او صدراعظمي!

امريکا، عربو او پنجاپ وپېيله چي جوړه پاچاهي به د افغانستان داخل ته لېږدوي. د پنجاپي ځانګړي پوځ دوې (11مه او 18مه) فرقې، شاوخوا 200 جنرالان او لوړپوړي صاحب منصبان، شاوخوا 4000 عربان او تر 10000 وطني اشرار (موجاهدين) يې د درستي نړۍ له رسنيو سره د جګړې ډګر ته ور هى کړل.

د هيواد له لوري جنرال افضل لودين تنظيمه رئيس وو، د جنرال بارکزي تر شهادت روسته اتل جنرال عمران د قُل ادرو قوماندان وو او معلم عمر د خاد مشر وو.
يادونه: د اتلو جنرالانو او زړورو صاحب منصبانو نوملړ روسته خپروم.

جګړه د کب پر 16مه پيل شوه. نړېوال پوځي شنونکي يې تر نړېوالي دويمي جګړې روسته تر ګردو ستره او شديده جبهي جګړه ګڼي.

جګړه دومره تونده، درنه، ويلاړه (وحشي)، او د لاس لستوڼي وه چي د سترګو په رپ کې يې لسګونه تنې بې ککرو کولې. يوه مشر راته د سترګو ليدلى حال وايه چي د معلم عمر جامې سورۍ سورۍ وې او موټر يې مرميو داسي غلبېل غلبېل کړ وو چي د ګوتي ايښودو ځاى پرې نه وو. چي روسته دا لېونتوب د ګوندي ملګرو تر منځ متل شو.

افغان الوتاند مصفطى په 24 ساعتو کي د 23 الوتنو په ترسره کولو نړېوال ريکارډ جوړ کړ. د جيټ الوتاند ته چي به بمونه ور ختم شول، الوتکه به يې دومره ټيکه کړه چي لسګونه اشرار به يې د الوتکي د اور شومه کړل.

د جنرال عمران درايت او د معلم عمر لېونتوب د وږي پر 17مه په زرګونه پنجاپي ځانګړي ځواکونه، زرګونه زناکار عربان او بې شمېر اشرار د جهنم کندي ته ور ټېل وهل، د پنجاپ، امريکا او په ټوله کي د امپرياليږم په "خيال پلو" کي يې د افغاني غيرت "ميتيازي" ور وکړې. او د افغاني غرور شمله يې په تاريخ کي تر بل هر وخت لوړه او لکه کړه.

هو، په جګړه کي زموږ د سرښندونکي وسلوال ځواک شاوخوا 4000 تنه سرښندو سرونه تر خاوري او افغاني وقار ځار کړل. ارواوي يې ښادي، لاري يې وداني او افسانوي حماسي يادونه يې تل.

دويمه يادونه: د اتل وسلوال پوځ د غړو حماسې به بېلي بېلي در سره شريکي کړم.

کرونا ناروغۍ شى څه ده؟ليکنه: ډاکټر غلام سرور ظهیر د ناروغۍ شاليدکروناوايروسونه (پوهنيز نوم یې: Coronaviruses) په ۱۹۶۵کې ...
26/01/2020

کرونا ناروغۍ شى څه ده؟

ليکنه: ډاکټر غلام سرور ظهیر

د ناروغۍ شاليد

کروناوايروسونه (پوهنيز نوم یې: Coronaviruses) په ۱۹۶۵کې وپېژندل شول او په اړه یې شاوخوا يوه نيمه لسيزه پر له پسې څېړنې وشوې. په پايله کې په ډاګه شوه چي په دې ستره کورنۍ کې د والګي له وايروسه نيولې تر سارسه سينډرومه پوري ټول وايروسونه شته دي. د کروناوايروس آرچينې (اصلي سرچينې) څاروي دي، خو پينځه ډوله يې د انسان ساييز (تنفسي) سيسټم برنۍ او کښتنۍ برخه خپله موخه ګرځوي. کروناوايروسونه په پزه، ساينوسونو او په برني ستوني کې د عفونت لامل ګرځي.

د کروناوايرسونو په جوړښت کې يو معمولي RNA جينوم شته او هغه کسان چي په يوه وخت کې په بله ناروغۍ اخته وي، يا هغه ماشومان چي د زړه له رنځه کړېږي، د کرونا پر وايروس باندي ژر اخته کېږي. تر راينو وايروسونو وروسته، د کورناوايروسونه په پراخه کچه والګی رامنځته کوي. هرګوره، د کورناوايروس د والګي سختوالی د نورو والګیو په پرتله خورا ډېر دي چي د بل هر موسم په پرتله په ژمي او پسرلي کي ډېر خپور وي.

کروناوايروسونه په ازمونتون (لابراټوار) کې د راينووايروسونو غوندې په چټکۍ وده او رشد نه کوي چې دې چارې د کروناوايرس ناروغۍ په نومېرنه (تشخصي) کې ستونزې را برسېره کړې دي.

وړاندي يادونه وشوه چي د کروناوايروسونو کورنۍ په ۱۹۶۵ کې وپېژندل شوه او په انسانانو او څارويو کې د والګي لامل ګرځي. دغه ناروغي لومړۍ ځل د ۲۰۱۲ سپټمبر کې د عربستان په یوه اوسېدونکي کې وليدله شوه چي دوبۍ ته يې سفر کړی و او وروسته یې مړ کړ. د ناروغۍ دويم بلهاري ۵۰ کلن قطری و. دغه ناروغي لومړی ځل د لندن په Health Protection Agency ازمونتون کې تاييد شوه. د ناروغۍ تر ګردو سخته او وژونکې بڼه په ۲۰۰۲ کې د سارس سینډروم په توګه خپره شوه چي کابو ۸۰۰ تنه یې د مرګ کومي ته ور کښته کړل. داسي ګومان کېږي چي اسمانڅکالي د يادې ناروغۍ لامل کوربانه دي.

د کروناوايروس د ۲۰۱۹ ډيسبمر په وروستیو کې د چين په ووهان ښار کې ښکاره شو چي تر دې دمه پرې زرګونه کسان اخته شوي او مرګ ژوبله یې تر لسګونو اوښتې ده. په ووهان کې لومړی هغه کسان په دې ناروغۍ اخته شول چې د سمندري خوړنتوکو په بازار کې یې کار کاوه. وروسته د نورو هېوادنو وګړي چي ووهان ښار ته سفر کړی و، د دې وبايي ناروغۍ په دام کې راګیر شول. په انسانانو کې د ناروغۍ دا ډول وبايي بڼه نه وه ليدل شوې. دغه ناروغي د چين سربېره په ټايلېنډ، ټايوان، کورياګانو، امريکا او اسټراليا کي هم ليدل شوې ده.

د ناروغۍ لامل یا ایټولوژي

د ناروغۍ لامل د آبربو وایروسونو له ډلې څخه دی. کورنۍ یې کروناوريدې (Coronaviridae) او جنس یې کروناوایروس (Coronavirus) دی. نوی وايروس ته ۱۰۱۹ کال (Corona) نوم غوره شوی دی. وايروس یې ځکه کرونا (تاج) نومولی چي د غشا پر بهرني اړخ يې تاج ته ورته جوړښتونه دي.

د وايروس سرچينه

تر دې دمه د وايروس سرچينه مالومه نه ده، خو څېړونکي وايي چي دا ويروس ښايي د ژونديو څارویو په بدن کې د ميوټېشن په ترڅ کي پنځېدلی وي. څېړونکي په دې ګومان دي چي ګواکي اوښ او بېزو به د ياد وايروس اصلي کوربانه وي او داسې ګومان کېږي چي د منځني ختيځ تنفسي سينډروم (MERS) لامل يې له اوښانو څخه انسانانو ته لېږدېدلی دي.

د کرونا وايروس لېږد او خپرېدنه

دم‌ ګړۍ د کروناوايروس د لېږد او ناورغۍ د خپرېدو په اړه بشپړ معلومات نشته او دا هم نه ده روښانه چي ناروغي لومړی ځل له څارويو څخه انسان ته یا له ککړو سطحو څخه انسان ته لېږدېدلې ده. په هره توګه، له انسان څخه یې انسان ته لېږد لکه د الوتنکو د والګي په څېر د ټوخي او پرنجي په مټ ترسره کېږي. څېړونکو جوته کړې چې ۲۲ سلنه پېښي له غوښې سره د نېغې اړيکې له امله رامنځته شوې دي او ۳۲ سلنه خلک هغه مهال ناروغه شوي چي له هغو کسانو سره یې اړيکه کړې چی هغوی تبه او سایيزي ستونزې لرې. ښه خبره دا ده چي د ناروغۍ لېږد په پرانيستو ځايونو کې ډېر کم دی او له انسان څخه یې انسان ته لېږد هله شونتيا مومي چي روغ خلک د ډېر مهال لپاره په سرتړلي ځای کې له ناروغو کسانو سره واوسي. روغتونونه، پوځي هستوګنځي او شپېغالي (ليليې) يې ښې بېلګي کېدای شي.

د کروناوايرس ميوټېشن

پوښتنه دا ده چې ايا شونې ده چي د کروناوايروسونه دې خپلي بڼې او ځانګړنې بدلې کړي؟ هو، دا بدلون هره شېبه شونی دی، ځکه ياد وايروسونه تل د بدلون په حال کې دي او ميوټېشن کوي چي په اسانه توګه لېږد او تکامل وکړي. که کروناوايروسونه ميوټېشن وکړي، نو په دې سره به د لا سختو ناروغيو د زېږد جوګه شي. هرګوره، دا خبره په ټوله کې روښانه او د وړاندوينې وړ نه ده چي په وايروسونو کې به کوم ډول بدلونونه راځي؟

د کرونا ناروغۍ نښي نښانې

تبه، ټوخی، سالنډي، تيګا، د ستوني درد، سردرد، له پوزي څخه د اوبلنو توکو بهېدنه او نورې سایيزې ستونزې د دې ناروغۍ آرنښې (اصلي نښي) دي. دا هم شونې ده چې څو ورځې وروسته دې په ناورغۍ اخته کسان بې دليله ټوخی ولري.

که ناروغي بېړيونې (حاده) وي، نس ناستی، د ساييز سيسټم نابسيايي (عدم کفایه)، د پښتورګو نابسيايي (عدم کفایه) او د وينې د پړن کېدو ستونزې رامنځته کېږي چي په دې حالت کي ناروغ وينچڼ (Hemodialysis) ته اړتيا لري.

هغه کسان لکه ماشومان او پاخه منګي چي معافيتي سیسټم يې کمزوری وي، ښايي سينه بغل او برونشېټ ته ورته له سختو ساييزو ستونزو سره لاس و ګرېوان شي.

د ناروغۍ مخينوی

تر دې دمه د ناروغۍ د مخينوي لپاره هېڅ ډول واکسين نه دي جوړ شوي. د ناروغۍ د مخنيوي تر ګردو ښه لاره چاره دا ده چي د ناورغۍ د چټک خپراوي مخه ونيوله شي. يعني ناروغ کسان دې ونومېرل (تشخيص) شي او د درملنې پر مهال دې قرنطين شي. د دې سربېره هغه روغ کسان چي له ناروغانو سره یې راشه درشه درلوده، په کلکه وڅارل شي. د انسانانو په تګ راتګ دې بنديز ولګول شي او په لويو غونډو کې دې له ګډون څخه ډډه وشي. خولې، سترګو او پوزې ته دې لاسونه نه ور وړل کېږي او لاسونه دې د ۲۰ ثانيو لپاره په صابون ومينځل شي.

درملنه

دغه ناروغي ځانګړې درملنه نه لري، خو پوهانو په دې لګيا دي چي د ناروغۍ درملنه شونې کړي او درمل ورته جوړ کړي. د جرمني د برن پوهنتون رنځپوهان په دې توانېدلي چي د K22 په نوم درمل توکي وپنځوي. دا توکي د دې وړتيا لري چي د انسانانو ترمنځ د وايروس خپرېدنه تر ټولو ټيټې کچي ته را کښته کړي او همدا راز له کروناوايرسونو زېږېدلی والګی او سارس ناروغي ور باندي ختمه کړي. K22 کولی شي چي د سايیز سیسټم پر پوښ باندي د کروناوايرس ډېرښت شنډ کړي.

تر ډېره بريده د ناروغۍ نښي په خپله له منځه ځي. ډاکټران سپارښتنه کوي، که ناروغي والګي ته ورته نښې ولري، نو ناروغ دې ډاکټر ته ولاړ شي. د درد ضد درمل، د اوبلنتوکو څښاک، خوب او ارامي د ناروغۍ په رغېدنه کې ګټور دي.

https://www.pajhwok.com/ps/opinions/کرونا-ناروغي-څه-شی-ده؟

د ناروغۍ شاليد کروناوايروسونه (پوهنيز نوم یې: Coronaviruses) په ۱۹۶۵کې وپېژندل شول او په اړه یې شاوخوا يوه نيمه لسيزه پر له پسې څېړنې وشوې. په پايله کې په ډاګه شوه چي په دې ست....

04/12/2019

دا غږ بدرګه کړئ

افغان حکومت بايد د ډاکټر ناکامورا جسد د افغانستان او جاپان په بيرغونو وپوښي؛ په جلال آباد او کابل کي دې د مارش په توګه وګرځوي. د ابادۍ د مډال تر ورکړي روسته دې د وزير اکبر خان پر غونډۍ په پرتمينو مراسمو خاورو ته وسپاري او دا غونډۍ دي د افغان-جاپان د دوستۍ غونډۍ ونوموي.
که موافق ياست، پوسټ شېر کړئ.



ټابلېټ K که پټ مرګ؟ ليکوال: ډاکټر ظهيرپه هیواد او ګاونډ کي د نورو نشه‌ي توکو تر څنګ، ډېر ځوانان په ټابلیټ K روږدي دي. دا...
02/12/2019

ټابلېټ K که پټ مرګ؟

ليکوال: ډاکټر ظهير

په هیواد او ګاونډ کي د نورو نشه‌ي توکو تر څنګ، ډېر ځوانان په ټابلیټ K روږدي دي. دا ګولۍ په 2008 کي لومړی ځل افغان امنیتي ځواکونو په هلمند کي وموندلې. په دې پوهېږئ چي ټابلېټ K څه شی دي؟ پر بدن څه اغېز لري؟ او څنګه ځان باید ځني وساتئ؟

ټابلېټ K، چي اکسټاسي یې هم بولي، یو ډول نشه ‌يي توکی دی چې د امفتامینونو له کورنۍ سره تړاو لري. کېمیاوي نوم یې مېټایلین ډای اوکسي مېټاامفتامین (3,4-Methylenedioxymethamphetamine)، لنډنښه یې MDMA، فرمول یې (C10H13NO2) دی، CAS نمبر یې 42522-10-9 دی.

تاریخچه:

اکسټاسي لومړی ځل په 1914 کي د مرک (Merck) په نامه یوې جرمنۍ درملسازي کمپنۍ د ډنګرتوب او بډلوهۍ (اشتهاء ضد) لپاره جوړ کړل. خو کابو 65 کاله ترې چا ګټنه و نه کړه. روسته جرمني ډاکټرانو دا درمل هغو کسانو ته ورکول چي په نړېواله جګړه کي يې اروايي شوک لیدلی وو. بیا یې پام شو چي تر ګټي یې زیان ډېر دی. نو ځکه یې د جرمني حکومت کارونګ بند او غیرقانوني اعلان کړ. دا خبره د جرمني ډاکټرانو او ارواپوهانو تر منځ متل ګرځېدلې چي د اکسټاسي په تجویز سره یې د جګړې بلهاریان بیا بلهاري کړل.
د امریکا متحده ایالاتو حکومت هم په 1985 کي د دې درملو کارونګ بند کړ خو سربېره پر دې یې خلګ د شپې په مېلو او بانډارو کي کاروي.
خالص اکسټاسي سپین رنګه پوډر دي. د چڼاسو/پوپنک بوی لري. ناسوچه بڼه یې سره او قهوي رنګونه لري. ټابلېټ K په ناقانونه توګه په ازمونتون (لابراټوار) کي په کېمیاوي ډول د امفتامینونو په مالیکولي جوړښت کي د ادلون بدلون په پایله کي رامنځ ته کېږي. دا چي هر فرد/کمپنۍ یې په خپله خوښه په خپل ازمونتون کي جوړوي؛ نو ځکه دا ګولۍ له یوې بلي سره جوړښتي توپیر لري. اکسټاسي په هر هېواد کي په بېلابېل نومونه لري. په افغانستان کي یې ټابلیټ K، د خوښۍ درمل، پنج ستاره، ریډ بال، یو و دوه، ډانس، او سوپرمن بولي. دا ګولۍ راز راز بڼي لري چي پر ځینو K لېکل شوې وي، ځیني یې زړه وزمه وي او پر ځینو د ستورو انځور وي. اکسټاسي نن سبا د ګولیو سربېره؛ د پوزي د پوډرو، کپسولونو، پلسټرونو، د دودولو او ستني (پېچکارۍ) په بڼه کي هم موندل کېږي. په هره ګولۍ کي یې د نشه‌ي توکو کچ له 9 څخه تر 117 میلي ګرامو پوري وي او د نورو ورګډو کېمیاوي توکو کچ چي لمسوونکي خاصیت لري؛ توپیر لري.
ځوانان یې په ټولیزه توګه د سندرو او ګډا په بانډارونو کي د خوښۍ او هیجان د ډېرښت او همدارنګه د نوږیزي (جنسي) پياوړتیا لپار کاروي چي پایله یې د ناخوندي نوږیزو اړيکو او د ساري ناروغیو لکه؛ اېډز، تور ژېړي، تور ټپ او نورو د لېږد لامل کېږي. په افغانستان کي يې ډېری نوي ځوانانو په ښوونځو کي تر لاسه کوي او په ښوونځيو او کورونو کي يې خوري.

ټابلېټ K د انسان روغتیا ته دومره زیان لري چي حتی د یوې ګولۍ خوړل یې د مغز ژونکي (حجرې) وژني یا زیانمنوي او د اندني (تفکر) او هوډګرۍ ځواک يې ځپي.
د دې درملو څنګیز زیانونه دومره ډېر دي چي حتی ځیني یې د بیارغېدنګ وړ نه دي ځکه خو یې د نړۍ په هر کونج کي کارول بند دي.

دا ګولۍ په لومړيو کي د خوړونکي پر روغتیا ډېر اغېز نه پرېباسي؛ یواځي نشه راوړونکی خاصیت لري خو د وخت په تېرېدو سره پر ټول بدن په ځانګړې توګه پر عصبي سیسټم او سترګو ناوړه اغېزه کوي. تر دې چي ځیني کسان ځان وژني ته اړ باسي.

پر مغز او بدن د ټابلېټ K اغېزي:

ټابلېټ K له 20 تر 90 دقیقو روسته پر مغزو اغېز کوي، له 2 تر 3 ساعتو پوري یې اغېز زیات وي، او تر 24 ساعتو پوري خپل اغېز ساتي. دا ګولۍ حافظه، د پېژندني حس، او انديز ځواک اغېزمنوي او ډېر کله اضطراب او وېره رامنځ ته کوي. کله نا کله روږدو کسانو ته داسي اروايي ستونزي پېښېږي چي د درملني وړ نه وي. که چا اووه کاله وړاندي یو ځل هم ټابلېټ K خوړلې وي؛ په CT-Scan کي یې پر مغزو ناوړه اغېز لیدل کېدای شي.
هغه کس چي ګولۍ خوړلې وي؛ ډېر هېښ (هیجاني) او مست وي. ساعتونه ساعتونه ګډا و ټوکي کوي او خاندي خو ورسته ستړی، ګډوډ، ناقرار، ناخوښه، خوله یې وچه او د بدن تودوښه او د زړه ټکان یې لوړېږي چي کېدای شي د مړیني لامل یې شي. ځکه چي د زړه د ټکانو ګډوډي، د ویني لوړ فشار، د بدن د اوبو او منرالي توکو لکه سوډیم او کلورین کمښت، او د پښتورګو ناسم کار پر مغز ناوړه اغېز کوي چي کس د مرګ تر پولي رسولی شي.

د ټابلېټ K اوږدمهاله اغېږي:

۱: بې موخي، بې مسولیته او بې پروا ژوند.
۲: له ورځنیو چارو لکه کار، لوست، تکړښت، ناستي پاستي څخه ناخوښي او بې علاقه‌توب.
۳: د ژامي د غړو کمزوي او د دواړو ژامو نښت.
۴: د غاښونو سولېدل.
۵: د کورنۍ له غړو او ملګرو سره سوړ چلند او حتی د هغوی پرېښودل.
۶: د سترګو د لید کمی.
۷: د خوب ډېرښت.
۸: عصبي ګډوډي، ډېر احساستي کېدل او وېره.
۹: پر ځان د باور کمی.
۱۰: له څه مودې روسته؛ نورو نشه‌يي توکو لکه د اپیمو، کوکاینو او هیروینو ته لېوالتیا.
۱۱: د پوستکي ستونزي او ټپونه.
۱۲: په نرانو کي د تیانو غټېدل.
۱۳: د نرانو شنډتوب
۱۴: د هډوکي پوکي او ژر ماتېدنګ
۱۵: ځان وژني ته زړه ښه کول.

د تشخیص لاري چاري:

د کارونکي له میتیازو، پوستکي او وېښتانو څخه نمونه اخيستل کېږي.

درملنه:

وړاندي مو وویل چي ټابلېټ K دماغي ژونکي له منځه وړي؛ او د دې ژونکو بیارغون ناشونی یا هم ډېر ستونزمن دی. ځانګړې درملنه نه لري. هغه کسانو ته چي راوايي ستونزي ور پېښي شوې وي؛ د اوږدمهال لپاره دې یې اروايي درملنه تر سره شي. د مخنیوي تر ګردو ښه لاره دا ده چي مور و پلار دي خپل نوي ځوان بچي له نيژدې وڅاري!

ياداښت: ليکنه پخوا پښتو بي بي سي خپره کړې وه. د موضوع اړتيا ته په کتو يې يو ځل زه هم خپروم.

شېر يې کړئ، ژوند وژغورئ

کانګو ساري ناروغۍد اختر په ورځو شپو کي پېښېدونکې وژونکې ناروغۍ.شېر يې کړئ!د کرېمیا – کانګو تبهغلام سرور ظهیرد ناروغۍ شال...
09/08/2019

کانګو ساري ناروغۍ

د اختر په ورځو شپو کي پېښېدونکې وژونکې ناروغۍ.

شېر يې کړئ!

د کرېمیا – کانګو تبه

غلام سرور ظهیر

د ناروغۍ شالید

کرېمیا – کانګو بېړیونۍ (حاده) تبه لرونکې او وینه بهوونکې ناروغي ده چي د منګوړو (خسکو، کنو او وراسکو) له خوړلو یا هم د ککړو څارویو له ویني، ترشحاتو او جسد سره د اړیکي له کبله رامنځته کېږي. د کرېمیا – کانګو تبي ته په پوهنیزه ژبه کي "Crimean Congo Hemorrhagic Fever (CCHF)" ویل کېږي.

دا ناروغي لومړی ځل ۱۲ پېړۍ مخکي په تاجکستان کي ولیدل شوه. وروسته د اوکرائین کرېمیا ته د دویمې نړېوالې جګړې په پای کي د روسي پوځیانو له ورتګ سره وپېژندل شوه او د "کرېمیا وینه بهوونکي تبه" نوم یې پرې کېښود. په ۱۹۵۶ کي په کانګو کي ورته ناروغۍ ولیدل شوه او په ۱۹۶۹م کي مالومه شوه چي د کرېمیا او کانګو ناروغۍ یوه ده، ځکه یې CCHF ونوموله. د ناروغۍ وژنکچه په دویمه اوونۍ کي له ۱۰ تر ۵۰٪ ده.

د ناروغۍ خپرېدنګ (اپیډمیولوژي)

د ناروغۍ وایروس د هیالوما منګوړ په مټه لېږدېږي. غوايي، پسونه، سویان او وزې په خپل وار سره د هیالوما آرزېرمي )اصلي مخزونونه( دي. د ناروغ څاروي له ویني، ترشحاتو او جسد سره اړیکه د وایروس لېږد او ناروغۍ چټکي پراخي خپرېدو ته لار پرانیزي. قصابان تر بل هر چا ډېر له ګواښ سره مخ خلک دي.

دا ناروغي تر ډېره د افریقا په دښتي سیمو، ختیزه اروپا، منځني ختیځ، عراق، هند، پاکستان، ایران، چین او افغانستان کي تر سترګو شوې. دا ناروغي د کال په تاوده موسم کي چي د منګوړو پيدایښت او وده ډېره وي؛ رامنځته کېږي. قصابان، د روغتونونو کاروکونکي، بزګران، شپانه/غوبانه او په ټوله کي هغه کسان چي له څارویو سره نږدې وي؛ تر بل هر چا په ناروغۍ ډېر اخته کېږي. ناروغ څاروي کومه نښه نه لري. پرته له اوښمرغي (شترمرغه) نور ټول الوتونکي د ناروغۍ په وړاندي مقاوم دي.

د ناروغۍ د لامل ځانګړني

څنګه چي د ناروغۍ په اېټولوژي کي وویل شول چي د ناروغۍ لامل د آبربو وایروسو له ډلي دی. کورنۍ یې بونیاورېډې او جنس یې نایرو وایروس دی. د وایروس پېړوالی nm100 – 85 او د RNA یوستوې رښته لري. وایروس پروټیني پوښ لري. وایروس د تودوښې په وړاندي ډېر ټینګ نه دی؛ ۵۶˚C تودوښه یې په ۳۰ دقیقو کي وژني یاني په پخه شوې غوښه او پاسټوره شویو شیدو کي له منځه ځي. په وینه کي په ۴۰˚C تودوښه کي ۱۰ ورځي ژوندی پاته کېدای شي. ټاک چاپېریال (اسیدي محیط)، Phenolic میکروب وژونکي او ۱٪ Hypochlorite او همدارنګه محلول ۲٪Glutaraldehyde یې ژر له منځه وړي. صابون یې نه وژني خو غیر فعالوي یې. که د غوښه په له منفي ۱ تر منفي ۴˚C تودوښه کي کنګل (فریز) شي؛ وایروس وژل کيږي.

له ګواښ سره مخ خلک:

د څارویو د روغتیا ډاکټران
شپانه/غوبانه
کوتونکي (قصابان)
د ناروغانو د کورنیو غړي او کاري ملګري
بزګران
هغه خلک چي له غوښو سره سر و کار لري
روغتیايي کارکووني
د لابراتور کارکوونکي

لېږدلار

لکه وړاندي چي مو وویل، د ګانګو وایروس په چاپېریال کي د هیالوما منګوړ په مټه لېږدېږي. مګر نوري لېږد لاري هم شته. د بېلګي په توګه د هګۍ له لاري لېږد او د بلوغ په بېلابېلو پړاوونو کي د لېږد وړ دی.

که نابالغه منګوړ وړوکي شمزی لرونکي څاروي وخوري؛ منګوړ د عمر تر پایه ککړ (مصاب) پاتېږي او د ځوانۍ په پړاو کي همدا ککړ منګوړ لوی شمزۍ لرونکي څاروي لکه غوا، پسه، ګوره خر او نور په ناروغۍ اخته کوي. که ککړ منګوړ انسان وخوري؛ ناروغۍ رامنځته کېږي. سوی، غوا او پسه د ناروغۍ په خپرېدنګ کي ستر رول لوبوي.

د افریقا په سویل کي د ګانګو وایروس، انټي باډي د زرافې، کرګدن، ګوره خر او سپیو د ویني له سېروم څخه تر لاسه شوي.

په کورنیو څارویو کي د ناروغۍ هیڅ نښه نه وي. د کوتلو (حلالولو) پرمهال یا تر کوتلو (حلالېدا) لیږ وروسته یې د خپرېدو خطر ډېر زیات دی. که انسان د ککړ څاروي له ویني، خوشایوو، متیازو، ناړو او خوړولیو سره په تماس کي شی؛ په ناروغۍ اخته کېږي.

په روغتون کي بستر ناروغان شدیداً د نورو کسانو د ککړېدا لامل ګرځي.

نښي نښانې:

پټ پړاو: دا پړاو بدن ته د وایروس د ننوتلو په لاري پوري تړلی دی. د منګوړ تر خوړلو وروسته معمولا پټ پړاو له ۱ تر ۳ ورځو او حد اکثر ۹ ورځو ته رسېږي. که وایروس بدن ته د منګوړ د خوړلو له لاري نه بلکي د ککړ څاروي له پوستکي یا هم ویني سره د اړیکې په وجه بدن ته دننه شوی وي؛ بیا پټ پړاو ۶ ورځي وخت اخلي خو کله نا کله دا پړاو تر ۱۳ ورځو هم اوږدېږي.

تر ویني بهېدني وړاندي پړاو: د ناګهاني نښو پيل له ۱ تر ۷ ورځو پوري (په منځنۍ توګه ۳ ورځي) وخت نیسي. ناروغ ته د سر شدید خوږ، تبه، لړزه، ګیجتوب، د غاړي درد او شخي، د غړو په ځانګړې توګه د ملا او پښتو خوږ، د سترګو خوږ، له روښنايي وېره (د روښنايي په وړاندي حساسیت) پیدا کېږي. کېدای شي ناروغ ته زړه بدوالی، خوا ګرځېدنګ، بې لوهېتوب (بې اشتهايي) د ستوني خوږ، اسهال او د نس خوږ ولري. تبه له ۳ تر ۱۶ ورځو دوام کوي. د بدن په ځانګړې توګه د غاړي او ټټر پاړسوب او سوروالی، د ستوني سوروالی په نقطوي ډول د تالو د ځینو برخو د ژونګغونډو (انساجو) مرګ. د ویني فشار کمېږي، د زړه دربا کمښت موموي، په وینه کي سپینو ژونکو کمښت (لکوپنيا) او ټرمبوسیټوپین (په وینه کي د ټرمبوسایټونو کمښت) په ځانګړې توګه د پلاکټو شمېر په ملي مټر مکعب کي تر ۱۵۰،۰۰۰ کمېږي.

د ویني بهېدني پړاو: لنډ پړاو دی خو په چټکتیا سره رامنځته کېږي چي ډېری وخت د ناروغۍ له ۳مي تر ۵مي ورځي پیلېږي او له ۱ تر ۱۰ (په منځني کچه ۴ ورځي) دوام کوي. په مخاطي غشاګانو وینه بهېدنه او تر پوستکي لاندي نقطوي وینه ټولېدنه په ځانګړې توګه د بدن په پورتنیو برخو لکه تخرګونو، په ښځو کي تر تیو لاندي او ورنو کي رامنځ ته کېږي. تر نقطوي ویني ټولېدني وروسته کېدای شي په یادو او نورو ځایو کي هماټومونه (د ویني غټ کیسټونه) را پیدا شي. ملنا (په ډکو متیازو کي وینه) او هماچوریا (په تشو متیازو کي وینه)، له پوزي وینه راتلل، د ویني ګرځول، له ځېلانځي د ویني بهېدنګ او له غوږونو د ویني راتګ هم په ناروغ کي لیدل کېږي. کله نا کله خو یادي ویني بهېدني دومره شدید وي چي ناروغ ویني اخیستني ته اړ کېږي.

په ځینو ناروغانو کي یواځي نقطوي وینه ټولېدنه (هغه هم ۱۵٪) لیدل کېږي. په ۱۰٪ ناروغانو کي د وینه بهېدونکې پنومونیا په وجه سایزي (تنفسي) ستونزي رامنځته کېږي. په هرو دریو کسانو کي توری او ینه د ناروغۍ له ۶مي تر ۱۴مي ورځي غټوالی مومي. په سیروم کي د بیلوروبین کچه لوړېږي. هغه کسان چي د مرګ کومي ته لوېږي؛ پکي د ناروغۍ نښي له لومړيو ورځو بدلون مومي.

د ویني کمښت، مغزي وینه بهېدنه، د بدن د اوبلنتوکیو کمښت او د روګونو اُزیما د ناروغ مرګ ته لار پرانیزي.

په اتوپسي (تر مرګ روسته د کالبد پرانیستل، کتني، ازمویښتونه او ارزوني) د مړه شوي کس په ټولو غړو او د ګېډي (معدې) او کلمو په بافتو کي په بېلابېلو شدتونو سره وینه بهېدنه تر سترګو کېږي.

۴. د رغېدني پړاو: ناروغان له ۱۰مي ورځي روسته چي د پوستکي ستونزي یې مخ په لیږېدو شي؛ ورځ تر بلي ښه کېږي. د ناروغۍ له ۳مي تر ۶مي اوونۍ روسته ډېری ناروغان د ښه کېدو پر لور ځي او له روغتونه رخصتېږي. البته چي د ویني او متیازو لابراتواري ازمویښت پایلي یې نورمال حالت ته را ګرځېدلي وي. د رغېدني د پړاو ځانګړنه دا ده چي د اوږد مهال لپاره کمزوري لیدل کېږي چي ځیني وخت یوه میاشت یا تر میاشتي ډېر وخت اخلي. کله نا کله د بدن ټول وېښتان تویېږي ( ۴ یا ۵ میاشتي وروسته بېرته سمېږي). داسي هم شونې ده چي د یوه یا ډېرو عصبو پړسوب تر څو میاشتو پاتي شي.

د ناروغۍ پټ پړاو په منځنۍ توګه ۴ ورځي او حد اکثر اوږدوالی یې ۱۲ ورځو ته رسېږي. تر ۴مي ورځي له ویني بهېدني پرته ځیني نښي لکه تبه، د سړو احساس، د غړو ستړیا، د سر خوږ، د ویني د ډېرواله په وجه د بدن سوروالی، د سترګو سوروالی، استفراق او د ګېډي دردونه لیدل کېږي. د ویني بهېدني نښي له ۴مي ورځي روسته پیل کېږي چي د ویني راټول شوي ټکي خولي په مخاط او پوستکي څرګند وي. د بدن د نورو غړو په پرتله له پوزې، ګېډي، ځېلانځي، لېنګو او مړوندو وینه بهېدنه ډېره وي.

موندنه یا تشخیص

د ناروغۍ د لومړۍ اوونۍ په تبجن پړاو کي وایروس له ویني او همدارنګه د ناروغ له ځیګر، توري، پښتورګو او لنفاوي مرغېړو (غدو) څخه تجرید کولای شو. د بیزو له بډوګو چمتو شوې ژونکیزه کرنه د وایروس د کرلو لپاره کارېدای شي. د RCR (Polymerase Chain Reaction) ازمویښت په مټه وایرس په سرچپه نمونه اخیستنه کي لیدلی شو. د سیرمونو له ازمویښتونو لکه ELISA، IFA او خنثی کولو څخه هم ګټه اخیستلی شو.

درملنه

د ناروغۍ په کابو کولو کي ملاتړې درملنه او د ناروغ د بدن د اوبو او الیکټرولیټونو سمبالښت خورا ارزښتمن دی. څانګپوه (متخصص) ډاکټر دي ناروغ ته وایروس بډي درمل؛ ریباوېرین ورکړي.

واکسینېشن: له ۱۹۷۰مي لسیزي را پدې خوا د نړۍ په بېلابېلو سیمو کي د ناروغي په وړاندي ډول ډول واکسینونه وکارول شول خو د لوړ زهرجنتوب له کبله یې پایلي او اغېزمنتیا په زړه پوري نه وه. یوې تورکۍ څېړنیزي ډلي په ۲۰۱۱ کال کي په بریالیتوب سره وکولای شول چي نازهرجن واکسین جوړ کړي. یاده دي شي چي دا واکسین تر اوسه په ازمویښتي پړاو کي دی.

مخنیوی:

په کانګو مشکوک کس باید له کورنۍ او روغتون له کارکوونکو بېل شي. ټول هغه اوزار لکه ماسک، لاسماغو، پېش بند، مخ پوښ او ټول هغه اوزار چي د ناروغ له ترشحاتو سره په تماس کي شوي وي؛ باید وسوځول شي.
منګوړ د وژلو په موخه کورونه او غوجلي باید د څارویو له ډاکټر سره په مشوره زهرپاشي شي.
د څاوریو منګوړ په لوڅ لاس و نه وژل شي.
که مو لاسونه ټوپونه ولري؛ څاروي مه حلالوي او له ټوک ټوک کولو یې ډډه وکړئ.
که څاروی حلالوئ یا ټوک ټوک کوئ؛ چاړه په خوله کي مه نیسئ
د نیم خامي غوښي، ځیګر او توري له خوړلو ډډه وکړئ.
تشنابونه او د ناروغ په وینه او ترشحاتو ککړ چاپیریال باید ضد عفوني شي.
دا چي له بده مرغه ناروغ څاروی کومي ښکاره نښي نلري؛ نو د څاروي غوښه باید تر حلالېدو روسته د یوې ورځي لپاره په له منفي ۱ تر منفي ۴˚C تودوخه کي کنګل شي چې وایروس یې ووژل شي.
که د روغتیايي کارکوونکو کوم غړی د ناروغ له پوستکي، مخاطي غشاوو، ویني، اوبلنتوکیو او یا هم ډکو متیازو سره په تماس کي کېږي؛ باید سمدستي هغه غړی په اوبو او صابون ومینځل شي.
یواځي باید د روغتیايي اورګانونو له لوري تصدیق (ټاپه) شوې غوښي وپېرل شي.
هغه روغتیايي کارکوونکي چي د بدن کوم غړی د ناروغ له پوستکي، ویني او ترشحاتو سره په تماس کي شوی دی؛ باید د دوو اوونیو لپاره تر کلکي څارني لاندي ونیول شي او هره ورځ یې د بدن تودوخه وکتل شي. که د ناروغۍ کومه نښه پکي ولیدل شي؛ باید ژر یې درملنه پیل شي.

د کرېمیا – کانګو تبه کرېمیا – کانګو بېړیونۍ (حاده) تبه لرونکې او وینه بهوونکې ناروغي ده چي د منګوړو (خسکو، کنو او وراسکو) له خوړلو یا هم د ککړو څارویو له ویني، ترشحاتو ...

څنګه وزن کم کړو؟که مو په روژه کي لاندي سپارښتني پلې کړې؛ ډاډه اوسئ چي وزن به مو لږ شي:څنګه وزن کم کړو؟/ ډاکټر ظهيرله سری...
14/05/2019

څنګه وزن کم کړو؟

که مو په روژه کي لاندي سپارښتني پلې کړې؛ ډاډه اوسئ چي وزن به مو لږ شي:

څنګه وزن کم کړو؟/ ډاکټر ظهير
له سریزي تېرېږم؛ د تېري لیکني (څنګه غړي غټ کړو؟) بېلبره (موضوع) له دې لیکني سره تړاو لري نو هغه لیږ له زیاتونو سره را اخلم.

د بدن غوړ (وازدي) په دوه ډوله دي:

اول: هغه وازدي چي تر پوستکي لاندي دي.

دویم: احشايي یا په داخلي غړو لکه زړه، ځیکر او کلمو پوري نښتې وازادي. چي دا یې تر لومړۍ ډلي ډېري روغتیا ګواښونکې دي.

په اوس وخت کي د انسان روغتيا ته په ورپېښو ګواښونو کي تر ټولو لومړی د بدن چاغوالی راځي. د زړه له ناروغيو نيولې، د رګونو تر بېلابېلو ناروغيو او ژر زړوالي پوري ټولي ناخوالي له همدې چاغوالي سره تړلې دي.

خو که په ورځ کي لږ وخت هم خپل دروندوالي (وزن) ته پام وکړئ او پرې نه ږدئ چي د بدن وازدې مو زياتي شي، له دې ټولو ستونزو څخه خلاصېدای شئ.

په دې سربېره، که مو چېري اوس هم د بدن وزن زيات وي، کولای شئ په اسانۍ سره يې کم کړئ او له يو عالم ستونزو څخه ځان وژغورئ.

دلته مې د چاغوالي د کمولو ۲۵ اسانه خو مهمې لارې چارې درته په ګوته کړې. د دغو لارو لويه برخه په کس پوري اړه لري. په دې توګه تاسي کولائ شئ خپل اندامونه ښکلي کړئ، د وازدو پر ځای توره غوښه واخلئ او د ډېرو ناروغيو مخه تر دررسېدو مخکي ونيسئ.

۱- هغه خوړتوکي وکاروئ چي لیږه کالوري لري.

۲- طبیعي او تازه خوراکي توکي وخورئ.

۳- هڅه وکړئ چي په خوړو کي مو خواږه او غوړ ډېر کم وي.

4- د خوړو د چمتو کولو پر مهال مو باید دې ټکي ته پام وي چي تر وسه وسه کم خواړه تیار کړئ تر څو له پُرخورۍ څخه مخنیوی وشي.

5- خوړنځی (خوړنخونه) مو ځانګړې کړي چي یواځي او یواځي په یاد ځای کي خواړه وخورئ او بس.

۶- ځان ته په واړه لوښي (قاب/کاسه) کي خواړه را واخلئ.

۷- هر ډول خوړنځیو او د چټکو خوړو خوړنځیو (فاسټ فوډ رسټورانټس) ته مه ځئ. وړ خوړنځي هغه دي چي سپک او ژر سلهېدونکي (هصمېدونکي) خوړتوکي پلوري.

۸- تل د خپلي اړتیا او خوښي خواړه لیسټ کړئ او هیڅکله د لوږي په وخت کي خوړتوکي مه پېرئ.

9- د ورځنیو خوړو په نوملړ کي مو ډېر ځای سپکو او کم کالوري خوړ ته ور کړئ.

۱۰- په خپل ۲۴ ساعته خوړنیز مهال وېش کي د خوړو ډول، اړتیا، کچه او ګټه په پام کي ونیسئ.

۱۱- ډېر لاس‌جوړي خوړتوکي (مصنوعي ګډولې) مه خورئ.

۱۲- دا اړینه ده چي تاسو د خوراکي توکو د تړښت (ترکیب) په اړه څه نا څه مالومات ولرئ تر څو ډېر کالوري خواړه له کم کالوري هغو څخه بېل او وخورئ.

۱۳- تل مو خواړه سوکه سوکه او خوند وخورئ.

۱۴- د خوراک پر مهال له نورو سره خبري وکړئ چي یو مو د خوړنګ چټکتیا کمه شي او بل لیږ خواړه وخورئ.

۱۵- خواړه په وړو ټوټو ووېشئ او سم یې وژووئ.

۱۶- وړاندي تر دې چي ماړه شئ؛ له خوړو لاس ونیسئ.

۱۷- د خوراک وختونه مو ځانګړي کړي او په ټاکل شویو وختونو کي خوراک وکړئ.

۱۸- د خوراک پر مهال نور کارونه لکه د ټلوېزون کتل، په فون خبري کول او انټرنیټ کارول پرېږدئ ځکه دا کړني ستاسو پام له خوراکه پر بله اړوي او د ډېر خوراک لامل ګرځي.

۱۹- د خوراک پر مهال له اړتیا پرته اوبه مه څښئ.

۲۰- سابه او مېوه (فایبر) مو د خوړنیز مهال وېش د ملا تیر وټاکئ.

۲۱- د اړتیا وړ ورځنۍ کالوري مو اندازه او د سهار، څاښت، غرمې، ماښام او نیمي شپې پر خوړو یې په سمه اندازه ووېشئ.

۲۲- تل تر خوراک وړاندي او د خوراک په منځ کي دا خبره په پام کي وساتئ چي تاسو خپل دروندواله (وزن) کموئ او د دروندالي د کمولو یوه لاره هم لیږ خوراک دی.

۲۳- د دروندواله د کمښت لپاره لازمه انگېزه او سمه برنامه جوړه کړئ.

۲۴- که له پورتنیو ټکیو سره لیږ تکړښتي خوځښتونه (سپورټي حرکات) مله شي، ډېر ژر به مو د خېټي/نس وازده ویلي شي.

۲۵- ډېره بېړه مه کوئ چي دروندالی/وزادي مو ژر وسوځي. که تاسو پرېکړه وکړئ چي ۱۰ کیلو وزادي مو د یوې یا دوو اوونۍ په ترځ کي ویلی شي؛ دا ناسم کار دی ځکه پدې سره ستاسو د وزادو په ځای غړي (غضلات) له منځه ځي.

له سریزي تېرېږم؛ د تېري لیکني (څرنګه غړي غټ کړو؟) سکالو له دې لیکني سره ورته ده نو هغه لیږ له زیاتونو سره را اخلم

Address

Kabul
Kabul

Telephone

0795547422

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Zohair Zohair posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram

Category