29/09/2025
د سيپټمبر 29 مه د زړه نړیواله ورځ.
د زړه د ناروغیو د مخنیوي لپاره لاندې لارې چارې او لارښووني بايد په نظر کي ونيول شي: 👇
1- منظم_ورزش: د زړه د روغتیا ساتلو لپاره په منظمه توګه ورزش وکړئ، لکه پياده روي، لامبو وهل، د بایسکل چلول...هره ورځ لږ تر لږه 30 دقیقي فزيکي فعالیت وکړئ.
2- صحي_تغذیه: د شنو سبزیجاتو، تازه میوو، صحي غوښو او مغزاتو خوراک ته اهمیت ورکړئ. د غوړو، مالګين او بوره لرونکو خوړو څخه ډډه وکړئ.
3- د_وزن_کنټرول: خپل وزن په مناسب اندازه کي وساتئ.
زیات وزن د زړه د ناروغیو خطر زیاتوي.
4- د_نیکوتین_او_الکولو_څخه_ډډه: د سګرټ څکول او د الکول استعمال د زړه روغتیا لپاره زیانمن دي.
5-ارام_او_فشار_نه_لرونکی_ژوند: ارام او فشار نه لرونکی ژوند وکړئ.
6- د_ویني_فشار_او_کولیسټرول_کنټرول: د وینې فشار او کولیسټرول سطحه منظمه وڅارئ، او د اړتیا په صورت کي د يو مجرب داکتر سره مشوره وکړئ.
7- د_شکري_کنټرول: د شکري سطحه منظمه کنټرول کړئ. که د شکر ناروغي لری، د يو مجرب داکتر په لارښوونه درمل وخورئ.
8- منظم_طبي_معاینات: د يو مجرب ډاکټر په مشوره په منظمه توګه معاینات وکړئ، تر څو د زړه د روغتیا په اړه خبر شئ. کچيري کومه ستونزه وي، په وخت یي مخه ونیسئ.
ددې اقداماتو او لارښوونو په عملي کولو سره کولای شئ د زړه د ناروغيو څخه ځان وساتئ او صحتمند ژوند ولرئ.
ډاکټر کفايت الله اماني
د عمومي داخلې ناروغيو ټريني متخصص