OMC Medical Fresh Information

OMC Medical Fresh Information New health information

24/11/2025
22/10/2025

A 5 year old child has high grade fever, coryza with koplik spots in mouth & maculopapular rashes?
Dx is …………………?

Hello my dear friends hope to all fain and healthy.If some person has home remedy about spleenomegalyPlease help the pat...
14/06/2021

Hello my dear friends hope to all fain and healthy.
If some person has home remedy about spleenomegaly
Please help the patient.

روماتېزم يوه دوامداره او خطرناکه التهابي ناروغي ده، چې د بدن پر کوچنيو بندونو يا مفصلونو حمله کوي.۲- روماتېزم نښې نښانېد...
28/04/2021

روماتېزم يوه دوامداره او خطرناکه التهابي ناروغي ده، چې د بدن پر کوچنيو بندونو يا مفصلونو حمله کوي.
۲- روماتېزم نښې نښانې
د طبي څېړونو په اساس د دې ناروغۍ نښې نښانې زياتره د لاس او پښو د ګوتو په بندونو کې ليدل کېږي. د دې ترڅنګ يې نښې نښانې مړوند، ښنګرو او زنګنو په بندونو کې هم ترسترګو کېږي. تبه، د ستړيا احساس، د وزن کمېدو او د یادې ناروغۍ تر ټولو غټې نښې دي.
همدارنګه روماتېزم په ۴۰ سلنه خلکو کې د بندونو ترڅنګ د بدن نور غړي او سيستمونه هم تر اغيز لاندې راولي لکه؛ پوستکي، سترګې، سږي، پښتورګي، زړه او رګونه.
۳- انسان څنګه په روماتېزم اخته کیږي
د روماتېزم د ناروغۍ تر اوسه پورې اصلي لامل نه دى څرګند، خو ډاکتران وايي د روماتېزم ناروغي هغه وخت منځته راځي چې زموږ د بدن دفاعي سيستم د بدن حجرو او نسجونو په مقابل کې په غلطۍ سره انتي باډي جوړه کړي او زموږ بدن تر حملو لاندې راولي، چې دغه حالت تهAutoimmune Reaction) ويل كېږي.
همدارنګه جنټيکي لامل يعنې د کورنيو په غړو کې روماتېزم او هغې ته ورته ناروغۍ. ځينې ويروسي او باکتريايي ناروغۍ چې د روماتيزم سبب ګرځي.
۴- له روماتېزم څه ډول ځان ژغورئ
ډاکټران لارښوونه کوي چې په روماتېزم اخته ناروغان دې له مستو، اچار، شړومبو، ډېرو سړو اوبو، رومي بانجانو او زياتو غوړیو له خوړلو ډډه وکړي.
۵ د روماتېزم درملنه
روماتېزم يوه تخريبي ناروغي ده، چې د درملنې امکان يې د ناروغۍ په پرمختللي حالت کې ناممکن دى، خو که چېرې د ناروغۍ د نښو په څرګندېدو سره د دوو مياشتو په موده کې تشخيص او درملنه يې ترسره شي، نو د ناروغۍ څخه د ښه کېدو امکان يې ډېر زيات دي.

په انګریزۍ کې یې تلفظ شاک دی او په فرانسوي او لاتیني کې شوک تلفظ کیږي پښتو او فارسي کې هم لاتیني تلفظ کاریږي شوکشوک یا ټ...
23/04/2021

په انګریزۍ کې یې تلفظ شاک دی او په فرانسوي او لاتیني کې شوک تلفظ کیږي پښتو او فارسي کې هم لاتیني تلفظ کاریږي
شوک
شوک یا ټکان ممکن اروایي شوک یا د اروایي د شوک ډولونه ته رجوع وکړي. اروایي شوک یا ټکان له احساساتي نا ارامۍ وروسته رامنځته کیږي په انګرېزۍ کې ورته (acute stress disorder) هم وایي مانا یې لنډمهاله د سټرس بې نظمي ده. دا ډول شوک یا ټکان د جدي اروایي غبرګون لامل کیږي او ممکن د فزیکي غبرګون لامل هم شي.

ستاسې بدن هغه وخت شوک یا ټکان ته داخلیږي کله چې ستاسې د بدن دوراني سیستم کې کافي وینه نشته وي تر څو ستاسې غړي او نسجونه په نورمال توګه فعالیت وکړي. دا چاره ممکن د ټپي کېدو له امله رامنځته شي او یا هم د داسې حالت له امله رامنځته شي چې په ټول بدن کې د وینې پر بهېدو اغیز لري. شوک کولای شي د بدن مختلف غړي لنډ مهاله له فعالیته وغورزوي او د ژوند تهدید کوونکي عوارض رامنځته کولای شي. د شوک ټول ډولونه ژوند تهدیدوي او د علایمو له څرګندېدو سره سم باید اغیزمن کس ته طبي مرسته ورکړل شي.

شوک مختلف ډولونه لري خو ټول ډولونه یې په څلور کټګوریو کې وېشل شوي
obstructive shock
انسدادي مسدود کوونکی یا بندونکی شوک
cardiogenic shock
د زړه شوک
distributive shock
د وېش شوک
hypovolemic shock
د تخلیې یا د وینې او مایع د ضایع کېدو شوک

د شوک (Shock) نښې او علایم
د شوک ټول ډولونه ژوند تهدیدوي او د علایمو له څرګندېدو سره سم باید اغیزمن کس ته طبي مرسته ورکړل شي.
۱ – د زړه د ضربان تېزوالی، وروالی او یا نشتوالی
۲ – د زړه بې نظمه ضربان
۳ – تېزه کمه ژوره ساه اخیستنه
۴ – د سترګو تورېدل یا تیاره کېدل
۵ – بې تودوخې سوړ پوستکی
۶ – د سترګو د ګاټو منځ پراخېدنه
۷ – په سترګو کې روښنایي له منځه تلل او خیره والی پکې رامنځته کېدل
۸ – په سینه کې درد
۹ – کانګې کول یا د کانګو کولو احساس لرل
۱۰ – سر ګرزېدل
۱۱ – تشویش
۱۲ – په تشو ادرارو کې کمی
۱۳ – تنده او وچه خوله
۱۴ – په وینه کې د بورې کمی

څه د شوک (Shock) لامل کیږي؟
هر هغه څه چې ستاسې بدن کې د وینې په په بهدنې یا جریان اغیز کوي د شوک لامل کیږي. ځینې لاملونه یې لاندې یاد شوي.
۱ – حساسیت
۲ – د پام وړ وینه ضایع کول
۳ – د زړه نا کافي فعالیت
۴ – د وینې عفوني کېدونه
۵ – د بدن د اوبو کمېدنه
۶ – د زهري خوړو یا توکو له امله مسمومیت
۷ – سوزېدنه

د شوک (shock) عمده ډولونه
د شوک ټول ډولونه په څلور کټګوریو کې وېشل شوي او هر یو د مختلفو پېښو له امله رامنځته کیږي.

انسدادي یا بندونکی شوک
هغه وخت رامنځته کیږي کله چې وینه هغه ځای ته نشي تلای چېرې چې د تلو اړتیا وي. په دې کې یو ډول سږو ته د وینې انسداد یا بندېدل (pulmonary embolism) دي. هغه حالتونه چې هوا یا مایع د سینې په خالیګاه کې جمع کوي هم د وینې د انسداد لامل کېدای شي.

په دې کټګورۍ کې لاندې ډولونه شامل دي:
pneumothorax
په دې حالت کې سږو چار چاپېره سیمې ته هوا داخلیږي
hemothorax
په دې حالت کې د سینې د دیوال او سږو ترمنځ وینه غونډیږي
cardiac tamponade
د زړه او د زړه عضلې یوې کیسې پوښلي او په دې حالت کې وینه یا مایع د کیسې او زړه ترمنځ تشه یا خالیګاه ډکوي

د زړه شوک
په زړه کې ستونزه پیدا کېدل بدن ته د وینې په بهیدو یا جریان کې کمی رامنځته کوي. د زړه ستونزې چې د دزړه د شوک لامل کیږي په لاندې ډول دي
د زړه په عضلو کې ستونزه
د زړه نا منظم ضربان
د زړه ورو ضربان

د وېش شوک (د وینې وېش)
Distributive shock
هغه حالتونه چې د رګونو په عامو ځانګړنو کې توپیر راولي د وېش د شوک لامل کیږي. کله چې رګونه خپلې عامې ځانګړنې له لاسه ورکړي نو رګونه ډېر مړه او سستیږي او د وینې فشار کمیږي په پایله کې د بدن غړو ته کافي وینه نه رسیږي کوم چې د بې هوښۍ او ټیټ فشار لامل کیږي.

د وېش شوک په لاندې ډولونو وېشل شوی
Anaphylactic shock
د حساسیت جدي غبرګون ده په انګرېزۍ کې ورته (anaphylaxis) هم وایي. د حساسیت غبرګون بدن کې هغه وخت رامنځته کیږي چې بدن بې زیانه توکو ته د زیان رسونکو توکو ګمان وکړي او دا چاره د بدن د دفاعي سیستم د خطرناک غبرګون لامل ګرځي. په بدن کې ډېر وخت انافیلکسیس (anaphylaxis) خوړو، د حشرو د زهرو، د درملو له او د ګیا د شیرې سره د حساسیت له امله رامنځته کیږي.
Septic shock
سیپسیس (Sepsis) هم د وېش د شوک یو ډول ده او په انګرېزۍ کې یې بل نوم (blood poisoning) ده. کله چې وینه عفوني شي او د وینې جریان ته د باکتریا د داخلېدو لامل شي دا حالت رامنځته کیږي. کله چې باکتریا او زهر یې نسجونو او غړو ته زیان ورسوي نو د سپټیک شوک لامل ګرځي.
Neurogenic shock
د وېش د شوک بل ډول ده او د مرکزي مغز په سیستم کې د ستونزې له امله رامنځته کیږي او معمولا د شوکي نخاع ټپي کېدنه وي. په داسې حالت کې د وینې رګونه پراخیږي، پوستکی ممکن ډېر تود شي او د پوستکي رنګ کې سوروالی پیدا کیږي، د زړه ضربان ورو کیږي او د وینې فشار ټیټيږي.

د مغز ټپي کېدنه او یا د درملو زهري کېدنه هم د وېش شوک رامنځته کوي.

د وینې د ضایع کېدو شوک
Hypovolemic shock
کله چې رګونو کې کافي وینه نه وي تر څو د بدن غړو ته اکسیجن ورسوي دا ډول شوک رامنځته کیږي او لامل یې ډېر وخت سخت ټپي کېدل وي. وینه غړو ته اکسیجن او اړین غذایي توکي رسوي. که چېرې انسان ډېره وینه له لاسه ورکړي نو غړي یې نورمال فعالیت نشي کولای. که چېرې بدن کې بې کچې اوبه کمې شي هم دا ډول شوک رامنځته کوي.

د شوک تشخیص
ډاکتر شوک په لمړي ګام کې له بهرنیو علایمو تشخیص کوي د بهرنیو علایمو تر څنګ یې ممکن د ټیټ فشار، کمزوری نبض او د زړه تېز ضربان معاینه هم وکړي. کله چې شوک تشخیص کړي نو ډاکتر هڅه کوي چې بدن کې د وینې جریان ممکن کړي تر څو د اغیزمن کس ژوند وژغوري. د وینې د جریان لپاره اغیزمن کس ته مایع، درمل ورکول کیږي خو دا ممکن ستونزه تر هغو حل نکړي تر څو د شوک لامل نه وي تشخیص شوی. له دې وروسته چې کله د وینې جریان ممکن شي ډاکتر هڅه کوي چې د شوک لامل تشخیص کړي. د شوک د تشخیص لپاره ممکن د وینې د ازموینې او یا د انځوریزې ازموینې سپارښتنه وشي.

انځوریزې ازموینه کې ډاکټر هڅه کوي چې د غړو یا نسجونو ټپي کېدنه مالومه کړي لکه :
۱ – د هډوکو ماتېدنه
۲ – د غړو پرې کېدنه
۳ – د عضلو پرې کېدنه
۴ – غېرې عادي وده

انځورېزې ازموینې لکه
۱ – الټرا سونډ
۲ – اېکس رې
۳ – سي ټي سکېن
۴ – اېم ار ای سکېن

د وینې ازموینې
– د پام وړ وینې ضایع کېدو لپاره ازموینه
– د وینې د عفوني کېدو لپاره ازموینه
– په وینه کې د بې کچې درملو یا نشه اي توکو لپاره ازموینه

د شوک درملنه
شوک د بې هوښۍ، په ساه اخیستنه کې د ستونزې او د زړه د درېدو لامل کېدای شي. که چېرې یو کس فکر کوي چې شوک تجربه کوي باید سم له لاسه له اېمرجنسي سره اړیکه کې شي او که چېرې د کوم بل کس په اړه شک وکړي چې شوک پرې راغلی باید له اېمرجنسي سره په اړیکه کې شي تر څو د اېمرجنسي ټیم تر رسېدو مخکې له اغیزمن کس سره د مرستې لارښونه ورته وکړي.

خو چېرې تاسې په داسې هېواد کې یاستی چې پورته اسانتیاوې نلري نو :
۱ – لمړی یې ساه وګورئ چې ساه اخلي او کنه، زړه یې ضربان لري او کنه
۲ – که چېرې زړه یې ضربان نلري او همداسې ساه نه اخلي نو سي پي ار یا هم سینې ته فشار ورکول اړین دي که چېرې له زړه درېدو وروسته په ۶ دقیقو کې سینې ته فشار ورکړل شي نو اغیزمن کس ژوندی پاتې کېدای شي.

کله هم چې بل کس ته مرسته ورکوی نو که چېرې عمر یې زیات وي وږې یا ولي ته یې ټکان ورکړئ او په لوړ غږ پوښتنه ترې وکړئ ” ښه یې ؟ ” که چېرې کوچنی وي نو د پښې په تلې یې یې ووهئ او بیا پوښتنې ترې وکړئ له پوښتنې وروسته یې غبرګون ته کتنه وکړئ.
که چېرې کس غبرګونه ونښي نو د فوري مرستې ورکولو په لټه کې شئ. که چېرې بل کس درسره وي اېمرجنسي ته د زنګ کولو لپاره له هغه غوښتنه وکړئ او تاسې په سي پي ار پیل وکړئ او که چېرې دوېم کس نه وي نو لمړی تر دوه دقیقو پورې سي پي ار ورکړئ او له هغې وروسته اېمرجنسي ته زنګ وکړئ.

که چېرې اې اي ډي ماشین موجود وي نو لمړی یې د زړه ضربان په همدې ماشین وګورئ ممکن ماشین تاسې ته لارښونه وکړي چې له سي پي ار پیل کولو مخکې یې زړه ته یو برېښنایي ټکان ورکړئ او له دې وروسته یې سینې ته په فشار ورکولو پیل وکړئ. که چېرې له یوه کلن تر ۱۸ کلنه پورې کم عمره وي نو لمړی تر دوه دقیقو پورې سي پي ار او وروسته یې په اې اي ډي ماشین د زړه ضربان وګورئ. که یې عمر له یوه کاله کم وي نو د اې اي ډي سپارښتنه نه کیږي. خو چېرې اې اي ډي موجود نه وي نو د ماشین پیدا کولو لپاره وخت ضایع نکړئ او فوري یې سینې ته په فشار ورکولو پیل وکړئ.

اغیزمن کس په شا تخته اوږد وغزوئ، پښې یې له ځمکې ۱۲ انچه لوړې کړئ، په کمپله یا بل کوم توکي یې بدن تود وساتئ، د بدلون لپاره یې ساه اخیستنه او د زړه ضربان په دوامداره توګه وګورئ، که چېرې ګمان کوی چې سر، غاړه څټ یا ملا یې ټپي شوې نو له خوځولو یې ډډه وکړئ. لمړی یې ټپ پټۍ کړئ. ځینې خلک سخت حساسیت لرونکي وي او له خپل ځان سره (epinephrine auto-injector EpiPen) لري که چېرې اغیزمن کس هم له ځان سره یاده اله ولري نو تاسې هورمون ورته تذریق کولای شی تر څو د (anaphylaxis) مخنیوی وکړی. که چېرې په کانګو کولو پیل وکړي نو مخ یې څنګ لور ته تاو کړئ ځکه د ساه نه بندېدو کې مرسته کوي. که چېرې سر یا څټ یې ټپي وي د مخ تاوولو پر ځای یې ټول بدن څنګ لور ته تاو کړئ.

په درملو د شوک درملنه د شوک له ډول سره تړاو لري او مختلف ډوله شوک ته مختلف درمل ورکول کیږي د بېلګې په توګه د (anaphylactic) مخنیوي لپاره (epinephrine) او یا نوردرمل ورکول کیږي، که چېرې د وینې د ضایع کېدو له امله شوک وي وینه ورکول کیږي، که چېرې کاردیو جنیک شوک وي د زړه جراحي، درمل او داسې نور، که چېرې وینه عفوني شوي وي انتیبیوتیک ورکول کیږي.

که چېرې کس له ۱۸ کالو زیات عمر لرونکی وي نو د لاس رغوی مو د سینې په منځ یا د دوه تیانو د سرونو ترمنځ کېږدئ. بل لاس مو د لمړي اېښودل شوي لاس له پاسه کیږدئ او د دواړو لاسونو ګوتې په یو بل کې ورکړئ. که چېرې اغیزمن کس د یو او اتو کلو ترمنځ وي نو د سینې په منځ کې یې یوازې یو لاس کیږدئ او که چېرې یې عمر تر یو کال کم وي نو یوازې دوه ګوتې د تیانو د سرونو ترمنځ له کرښې کمه اندازه لاندې دوه ګوتې کیږدئ.

له دې وروسته په فشار ورکولو پیل وکړئ، د فشار ورکولو لپاره د بدن پورته برخه وکاروئ تر څو په عمودي توګه فشار مستقیما په سینه وارد شي. که چېرې بلوغ ته رسېدلی کس وي سینې ته یې لږ نه لږ تر دوه انچه پورې لاندې فشار ورکړئ. په یوه دقیقه کې له ۱۰۰ تر ۱۲۰ ځله پورې فشار ورکول اړین دي. د دوه فشارونو ترمنځ یې سینه پرېږدئ چې خپل حالت ته پورته راشي او په بل فشار بیا کوزه شي. که چېرې عمر یې د یو کال او اته کلونو ترمنځ وي ورته چاره ترسره کړئ خو توپیر یې یوازې په یوه لاس ترسره کول دي. له یوه کاله د کم عمر لپاره هم ورته چاره ترسره کړئ توپیر یې یوازې په دوه ګوتو تر سره کول او د فشار اندازه له یوه تر یونیم انچه پورې ده.

تر هغې فشار ته ادامه ورکړئ تر څو چې اغیزمن کس په ساه اخیستلو پیل کوي او یا هم د اېمرجنسي ټیم رارسیږي. که چېرې اغیزمن کس په ساه اخیستلو پیل وکړي نو له ساه اخیستلو وروسته یې په څنګ څملوئ. او د اېمرجنسي ټیم را رسېدو ته منتظر شئ. له ساه اخیستلو وروسته د شوک لامل مالومول او درملنه اړینه ده.

سي پي ار
که چېرې کس له ۱۸ کالو زیات عمر لرونکی وي نو د لاس رغوی مو د سینې په منځ یا د دوه تیانو د سرونو ترمنځ کېږدئ. بل لاس مو د لمړي اېښودل شوي لاس له پاسه کیږدئ او د دواړو لاسونو ګوتې په یو بل کې ورکړئ. که چېرې اغیزمن کس د یو او اتو کلو ترمنځ وي نو د سینې په منځ کې یې یوازې یو لاس کیږدئ او که چېرې یې عمر تر یو کال کم وي نو یوازې دوه ګوتې د تیانو د سرونو ترمنځ له کرښې کمه اندازه لاندې دوه ګوتې کیږدئ.
له دې وروسته په فشار ورکولو پیل وکړئ، د فشار ورکولو لپاره د بدن پورته برخه وکاروئ تر څو په عمودي توګه فشار مستقیما په سینه وارد شي. که چېرې بلوغ ته رسېدلی کس وي سینې ته یې لږ نه لږ تر دوه انچه پورې لاندې فشار ورکړئ. په یوه دقیقه کې له ۱۰۰ تر ۱۲۰ ځله پورې فشار ورکول اړین دي. د دوه فشارونو ترمنځ یې سینه پرېږدئ چې خپل حالت ته پورته راشي او په بل فشار بیا کوزه شي. که چېرې عمر یې د یو کال او اته کلونو ترمنځ وي ورته چاره ترسره کړئ خو توپیر یې یوازې په یوه لاس ترسره کول دي. له یوه کاله د کم عمر لپاره هم ورته چاره ترسره کړئ توپیر یې یوازې په دوه ګوتو تر سره کول او د فشار اندازه له یوه تر یونیم انچه پورې ده.
تر هغې فشار ته ادامه ورکړئ تر څو چې اغیزمن کس په ساه اخیستلو پیل کوي او یا هم د اېمرجنسي ټیم رارسیږي. که چېرې اغیزمن کس په ساه اخیستلو پیل وکړي نو له ساه اخیستلو وروسته یې په څنګ څملوئ. او د اېمرجنسي ټیم را رسېدو ته منتظر شئ. له ساه اخیستلو وروسته د شوک لامل مالومول او درملنه اړینه ده.

د خولې له لارې اغیزمن کس ته په خوله ساه ورکول
په سي پي ار کې دوه لنډیزونه (ABC and CAB) چې یو د زړې طریقې لنډیز ده او دوېم په ۲۰۱۰ کې خپره شوې طریقه ده. د پخوانۍ طریقې لنډیز (ABC) ده او په دې طریقه کې لمړی د ساه اخیستنې د لارو پرانیستنه، ساه ورکوونه او بیا سینې ته فشار ورکوونه (Airway, Breathing, Compressions) ده. په ۲۰۱۰ کې د نوې طریقې لنډیز (CAB) ده او په دې طریقه کې لمړی سینې ته فشار، د ساه اخیستنې لار پرانیستنه او ساه ورکوونه (Compressions, Airway, Breathing) ده.

کله چې زړه ودریږي او انسان ساه نشي اخیستلای نو په لمړیو څو دقیقو کې په سږو او د وینې په جریان کې اکسیجن موجود وي او له همدې امله لمړی یې سینې ته فشار ورکول مرسته کولای شي چې پرته له ځنډ څخه په وینه او سږو کې موجود اکسیجن تر زړه او مغز پورې ورسوي.

که چېرې له داسې کس سره مخ شوی چې زړه یې درېدلی وي او ساه نشي اخیستلای نو لمړی له ۳۰ ځلې فشار ورکولو لاندې لارښوونې تعقیب کړئ:

۱ – د ساه اخیستنې لار پرانیزئ
یو لاس یې په ارام سره په تندي کیږدئ او بل په زنه کیږدئ. زنه او سر یې د پیچومي په شکل داسې برابر کړئ چې د سر کوپړئ لاندې او زنه پورته وي او کمه اندازه یې زنه کیڼ اړخ ته تاو کړئ. د کوچنیانو لپاره یوازې سر د پیچومي شکل کې برابرول هم د ساه اخیستنې لار پرانیستی شي.

۲ – په دوېم ګام کې د خولې له لارې په خوله ساه ورکړئ
که چېرې ماسک لری نو پوزه او خوله دواړه یې په ماسک وپوښئ او ساه ورکړئ، د ساه ورکولو پر وخت یې د سینې پورته کېدو ته ګوری، که چېرې ماسک نلری نو سپېږمې یې بند کړئ او په خولې ساه ورکړئ د سینې پورته کېدو ته یې کتنه کوئ. هر ځل کې له یوې ثانې وروسته دوه ځلې ساه ورکوئ. که چېرې یې له ساه اخیستنې سره سینه پورته نشوه د ماسک موقیعت بیا ځلې برابر کړئ او بیا ځلې د ساه ورکوونې هڅه وکړئ.

۳ – له هر دوه ځلې ساه ورکولو وروسته ۳۰ ځلې یې سینې ته فشار ورکړئ او دې چارې ته تر هغو ادامه ورکړئ تر څو چې کس په ساه اخیستلو پیل کوي او یا هم د اېمرجنسي ټیم را رسیږي. که چېرې اغیزمن کس په ساه اخیستلو پیل وکړي نو په څنګ یې
څملوئ.

25/01/2021

د #تاریخچې اخیستنه (History taking)

د سم تشخیص او درملنې لپاره لاندې ټکي ډېر مهم دي:
• مکمله تاریخچه (History)
• د ناروغ بشپړ معاینه کول (Examination)
• لابراتواري معاینات (Investigations)

د ناروغ تاریخچه
• نوم (Name): د ناروغ پېژنگلوي لپاره مهم دی.
• عمر (age)
• جنس (gender)
• دین(religion): د قضیب په سرطان باندې د اخته‌ کېدو چانس په مسلمانانو او یهودیانو کې د ماشومتوب په لومړیو کې د ختنه‌کولو له سببه ‌ډېر نادر دی.
• دنده(job): په شخصي تاریخچه کې په تفصیل سره مطالعه شوې ده.
• پته (address): یو شمېر ناروغۍ په خاصو سیمو کې انډیمیکې دي، نو ځکه پته باید ولیکل شي.

• اوسني شکایتونه (Present complaints): هغه شکایتونه چې ناروغ یې اړ کړی، چې ډاکټر ته مراجعه وکړي، تر دې عنوان لاندې راځي. شکایتونه د هغوی د پېښېدو د وخت ترتیب ته په کتو سره ذکر کېږي؛ یعنې لومړی هغه شکایتونه، چې دوام یې ډېر وي او وروسته هغه شکایتونه چې دوام یې لږ وي، لیکل کېږي. هر شکایت باید په یوه کرښه کې ولیکل شي.
غوره ده، چې هر شکایت سره مل حالتونه له هغه سره یوځای ذکر شي. لکه، د دې په ځای چې ولیکو: "تبه د ۵ ورځو لپاره"، که داسې ولیکل شي: "تبه له لړزې سره د ۵ ورځو لپاره"، په تشخیص کې مرسته کوي. دا کولای شي، چې د تشخیص په هکله یوه مفکوره منځته راوړي.
کله ناکله اعراض په متقطع ‌ډول سیر کوي. د بېلګې په توګه، په استما کې سالنډي په متقطع ‌ډول وي.

• د اوسنۍ ناروغۍ تاریخچه (History of present illness): باید په ۳ پراګرافونو کې ولیکل شي:
لومړی پراګراف: په دې برخه کې، د هر شکایت تفصیل د هغه د پېښېدو د وخت ترتیب ته پام سره پوښتل کېږي. څنګه چې ناروغان مسلکي پوهه نلري او نشي کولای چې خپل وضعیت په بشپړ ډول تشریح کړي، نو د معاینه‌کوونکي دنده ده ترڅو پوښتنې په داسې توګه مطرح کړي چې د هر عرض بشپړ تفصیل لاسته راشي.
د تاریخچې د لیکلو پر مهال، دا دوه ټکي په پام کې ولرئ:
• له تلقیني او لارښودونکو پوښتنو څخه ډډه وکړئ.
• مسلکي اصطلاح‌‌ګانې مه کاروئ، بلکې تاریخچه تل د ناروغ په ژبه ولیکئ.
لاندې پوښتنې د اعراضو په شدت باندې د پوهېدلو په برخه کې مرسته کوي:
• تاسو څومره واټن پلی تګ کولای شئ؟ آیا کولای شئ په زینو کې بې له دې چې ودرېږئ پورته ولاړ شئ؟ آیا د خپل کور ورځیني کارونه په سم ډول ترسره کولای شئ.
• آیا خپله دنده ترسره کوئ؟ که ځواب "نه" وي، ولې؟
• آیا دا اعراض، ستاسو خوراک اغېزمن کوي؟ آیا د خوراک پر مهال له کومې ستونزې سره مخامخ کېږئ؟
• آیا نارمل ټولنیز او جنسي فعالیتونه مو مختل شوي دي؟
• خوب مو څرنګه دی؟
د یو عرض د تشریح پر مهال باید لاندې ټکي په پام کې ونیول شي:
• د عرض موده: د مناسبو پوښتنو په واسطه باید د عرض د مودې په هکله معلومات ترلاسه کړو. "آیا مخکې له دې څخه روغ وئ؟"
• د پیلېدو څرنګوالی: له ناروغ څخه باید د ناروغۍ د پیلېدو څرنګوالی وپوښتل شي. "آیا دا اعراض په ناڅاپي ډول پیل شول، که په تدریجي ډول؟"
• د عرض دوام: باید وپوښتل شي، چې عرض له پیل څخه تر اوسه دوامداره وو، که بې‌عرضه وقفې یې درلودې. د دې وقفو د وخت اوږدوالی باید هم وپوښتل شي. اما که ناروغي د "حملو" یو لړ ولري، په هغه صورت کې باید د پیلېدو څرنګوالی، سیر، موده، د کمېدو څرنګوالی او د حملې وروستۍ اغېزې وپوښتل شي.
• د عرض تغییرونکي عوامل: له ناروغ څخه باید د هغو عواملو په هکله چې د اعراضو د شدید ‌کېدو یا لږېدو سبب ګرځي وپوښتل شي. د بېلګې په توګه، د ټټر درد چې له فعالیت سره شدید شي او له استراحت سره لږ شي د زړه په اسکیمیکې ناروغۍ باندې دلالت کوي. په اپي‌ګسټریک ساحه کې درد، چې د شیدو له څښلو سره ښه شي، په پپټیک قرحه باندې دلالت کوي. اما که دا درد د شیدو په اخیستلو سره شدید شي، د صفرأ د کڅوړې پر التهاب (cholecystitis) باندې دلالت کوي.
• یوځای پدیدې: له ناروغ څخه وپوښتئ، چې آیا کوم بل عرض یې چې د هغه له عمده اعراضو سره مل وي تجربه کړی دی؟ د بېلګې په توګه، که د نس په ښۍ علوي برخه کې د درد د حملو په تعقیب، د ناروغ سترګې ژېړې شي، د کبد یا صفراوي لارو پر اختلال باندې دلالت کوي. په قطني ساحه کې درد، چې د hematuria (په ادرار کې وینه) په واسطه تعقیب شي، په کلیوي ناروغۍ باندې دلالت کوي.
• د عرض پرمختګ: د تاریخچې له مهمو برخو څخه یو هم د عرض د پرمختګ په هکله پوښتل دي چې آیا شدید شوی دی، که په خپل لومړي حالت باندې پاتې دی.
د عرض شدید کېدل د ناروغۍ پرمختګ ښيي، چې د اخته غړي د صدمې سبب ګرځېدلی. د بېلګې په توګه، که ناروغ ته د ناروغۍ په پیل کې له متوسط فعالیت سره سالنډي پېښېدله، اما اوس د هغه سالنډي تر دې حده شدیده شوې چې آن د استراحت پر مهال هم منځته راځي، په څرګند ډول ښيي چې د سږو او زړه انساج لا ډېر تخریب شوي دي. په همدې توګه، که د سترګو ژېړوالی ډېر شوی وي، د کبد یا صفراوي لارو د تخریب په ‌ډېروالي باندې دلالت کوي.
د خبرو کولو پر مهال د ناروغ خوځښتونه: د شکایتونو د تشریح پر مهال د ناروغ خوځښتونه تر پام لاندې ونیسئ، ځکه د ناروغۍ په هکله مهم کلینیکي معلومات وړاندې کوي.
• د ټټر د درد د تشریح پر مهال، که ناروغ خپل لاس موټی کړي او د ټټر په قدام باندې یې فشار ورکړي، په قلبي درد، یعنې خناق (angina) یا د مایوکارډ احتشا (myocardial infarction) باندې دلالت کوي.
• په قطني ساحه باندې د لاسونو ایښودل او هغو ته فشار ورکول، کلیوي کولیک ښيي.
• د sternum مښل زړه سوی (GERD) ښيي.
• د ورنو او د پاسنیو برخو مښل sciatica ښيي.
• د نس شاوخوا باندې د مټو فشار ورکول، معایي کولیک ښيي.

دوهم پراګراف: په دې پراګراف کې، اعراضو پورې مربوط پوښتنې په تفصیل پوښتل کېږي، ترڅو د هغو احتمالي ناروغیو په هکله چې ډاکټر مفکوره اخیستې څرګند معلومات لاسته راشي. دا پوښتنې ځکه پوښتل کېږي، چې هغه ټکي چې له ناروغ څخه د ناروغۍ په هکله هېر شوي لاسته راشي. په دې توګه، یو شمېر ناروغۍ رد کېږي او ډاکټر ته آسانېږي چې یو احتمالي تشخیص ته ورسېږي.
د بېلګې په توګه، ناروغ له پولي‌یوریا (polyuria) څخه شکایت کوي.
د لاندې پوښتنو پوښتل تشخیص ته د رسېدو لپاره مرسته کوي:
• په ځنډ سره د ټپونو روغېدل
• د جلدي انتاناتو بیا پېښېدنه
• د وزن بایلل
• د لید اختلال
• د عجان ساحې خارښت (په ښځو کې).
پاسنیو تفصیلاتو په کتو سره، معاینه‌کوونکی دې پایلې ته رسېږي چې معاینه‌کېدونکی شخص ممکن په diabetes mellitus باندې اخته وي. په دې توګه، نورې ناروغۍ چې د پولي‌یوریا سبب ګرځي، رد کېږي.
ځانګړي معلومات
ناروغ ممکن د ناروغۍ د یو شمېر اعراضو له ویلو څخه ډډه وکړي. په دې صورت کې، ډاکټر باید د سیسټمیکو ناروغیو د عمده نښو په هکله پوښتنې وکړي. یعنې باید د قلبي‌وعایي، هضمي، تنفسي، بولي یا مرکزي عصبي سیسټمونو د ناروغیو په هکله له ناروغ څخه پوښتنې وکړي.
د هر سیسټم عمده شکایتونه په لاندې ډول دي:

د تنفسي سیسټم ناروغي:
• ټوخی (cough)
• بلغم (sputum)
• په بلغم کې وینه (hemoptysis)
• سالنډي (dyspnea)
• صدري درد/ناراحتي (chest discomfort/pain)
• ویزنگ Wheezing

د قلبي‌وعایي سیسټم ناروغي:
• صدري درد/ناراحتي
• سالنډي
• د زړه ټکان (palpitation)
• د پښو اذیما (pedal edema)
• سنکوپ/ ګنګستوب (syncope/dizziness)

د هضمي سیسټم ناروغي:
• زړه سوی (heartburn)/ بدهضمي (indigestion)/ نفخ او باد (flatulence)
• د نس درد (abdominal pain)
• خواګرځی/کانګی (nausea/vomiting)
• په کانګي کې وینه (hematemesis)
• میلینا Melena (تور رنګه غایطه مواد د علوي معدي‌معایي لارو د وینې‌تویېدنې له سببه)
• اسهال/ قبضیت (diarrhea/constipation)
• ژېړی(jaundice)
• په بلع کې ستونزه (dysphagia)

د حرکي سیسټم ناروغي
• د مفصلونو درد یا شخي (joint pain/stiffness)
• د شا درد یا شخي (back pain/stiffness)
• د مفصلونو پړسوب (joint swelling)
• په خوځښت کې ستونزې؛ یعنې په ګرځېدلو، کېناستلو، درېدلو، د سر په تاوولو، ټیټېدلو او نورو خوځښتونو کې ستونزې.

د بولي سیسټم ناروغي:
• د تبول سوځیدل (dysuria)
• د فلانک درد (flank pain)
• هیمچوریا Hematuria
• په تبول کې ستونزې؛ یعنې د ادرار درېدل، د ادرار څاڅکی څاڅکی راتګ او نور
• پولی یوریا Polyuria (د ادرار ډېروالی) یا oliguria (د ادرار لږوالی)
• د فرېکونسۍ ډېروالی؛ یعنې د تبول لپاره تشناب ته بیا بیا تګ
• په ادرار کې د تېګې بهر کېدل

د مرکزي عصبي سیسټم ناروغي:
• سردردي (headache)
• سنکوپ/ سرګنګسي/ سرڅرخي (vertigo)
• اختلاجونه
• د بدن د یوې برخې ضعف (weakness)
• د شعور ضایع‌کېدل (unconsciousness)
• د بدن د یوې برخې بی حیسې (numbness) او سوزېدنه (tingling)

درېیم پراګراف (د درملنې تاریخچه / Treatment history):
د مخکینیو درملنو تفصیل په کې شامل دی. د دې په څنګ کې ډاکټر سره مرسته کوي چې یو تشخیص ته ورسېږي.
د بېلګې په توګه، ناروغ له تبې څخه شکایت کوي او مخکې یې chloroquine اخیستي دي، خو ښه شوی ندی. دا ښيي چې نوموړی شخص (په ډېر احتمال سره) په ملاریا اخته ندی.
د دوايي فرط‌حساسیت تاریخچه (په ځانګړې توګه له penicillin او sulpha سره) باید وپوښتل شي.
• پخوانۍ تاریخچه (Past history): پخوانۍ تاریخچه نباید د اوسنۍ ناروغۍ له لومړنیو اعراضو سره اشتباه شي. لاندې ټکي باید د ناروغ د پخوانۍ تاریخچې د اخیستلو پر مهال په پام کې ونیول شي:
• هره پخوانۍ ناروغي، چې اوسني حالت سره تړاو ولري. لکه د پایلورس په تضیق کې د پپټیک قرحې په هکله وپوښتئ. د ماشومتوب د دورې ناروغۍ لکه روماټیک تبه (rheumatic fever)، توره ټوخلې (whooping cough)، کله‌چرک (mumps)، او داسې نور

21/09/2020

تاسو ته پته شته چي ولی هر سړی وایی معده می درد,سوزش .خیټه کی اوزونه........

Oxytocin inj : is use for what?
03/09/2020

Oxytocin inj : is use for what?

  یا Helicobacter pylori د باکټريا یو ډول دی. دغه ميکروب د انسان وجود ته ننوځي او د هاضمي سيستم داخل په معده کې ژوند پېل...
15/08/2020

یا Helicobacter pylori د باکټريا یو ډول دی.
دغه ميکروب د انسان وجود ته ننوځي او د هاضمي سيستم داخل په معده کې ژوند پېلوي. کله چې يې په معده کې ځای ونيولو؛ څو کاله وروسته بيا په معده يا کوچنيو کولمو کې د ټپ سبب کيږي. په ځينو کسانو کې آن د معدې د سرطان سبب کيږي.

په H. Pylori اخته کېدل په ټوله نړۍ کې عام دي، کابو د نړۍ د نفوس ۲۳مه برخه انسانان په خپل وجود کې دغه بکتريا لري خو په ډيری انسانانو کې يې نښې نه ښکاره کيږي. Pylori څنګه ناروغي رامنځته کوي؟
تر پيړيو پيړيو روغتيا پوهانو داسې فکر کاوه چې يواځې ذهني فشار، مساله لرونکي خواړه، سګريټ څکول او د ژوند ځينې نور ناوړه عادتونه د معدې ټپ رامنځته کوي، خو کله چې په ۱۹۸۲ کال کې روغتيا پوهانو څيړنه وکړه نو ويې موندل چې يو ډول ميکروب هم شته چې د معدې په تيزابي محيط کې ژوند کوي او د معدې د ټپ سبب کيږي.

کله چې د H. Pylori بکتريا وجود ته داخله شي؛ مستقيماً د معدې په پوښ (حجروي دېوال) بريد کوي او د معدې ديوال سوری کوي. وروسته بيا په معده کې د خوړو د هضم لپاره شته تيزاب جوړ شوی ټپ شړوي او د معدې د ټپ سبب کيږي.

د H. Pylori بکتريا د ناپاکو اوبو او خوړو له لارې انسانانو ته داخليږي. دغه ناروغي په هغو هيوادونو او ټولنو کې په لويه پيمانه پيدا کيږي چې د پاکو اوبو له کمښت سره مخامخ وي. دغه بکتريا په کوچنيوالي کې د انسان وجود ته داخليږي خو کولی شي چې د لويانو وجود ته هم داخله شي.



په عمومي توګه په H. Pylori اخته ناروغان کومې ځانګړې نښانې او علايم نه لري خو کله چې يو انسان پرې اخته شي لاندې علایم په کې راښکاره کيږي:

زړه بدوالی(Nausia)

استفراق (کانګې)

د ګېډې درد(Abd pain)

زړه سوځېدل(Heartburn)

اسهال (د کلمو د عادت خرابوالی یعني کله نارمل او کله اسهال)

نفخ و باد(Flatulance)

د معدی درد(Epigastric pain)

په ډکو متيازو (غايطه موادو) کې توروالی، سوروالی او وينه

د ناروغۍ تشخيص:
څنګه د H. Pylori معاينات کولی شو؟

د ايچ پايلوري ناروغۍ د تشخيص لپاره له څو لارو کار اخيستل کيږي.

۱ــ UBT يا د يوريا تنفس په ذريعه تشخيص: کوم ناروغان چې په دغې لارې يې د ناروغۍ تشخيص کيږي؛ ورته سپارښتنه کیږي چې د تشخيص له ورځې کابو دوه اونۍ وړاندې بايد د انتي بيوتيک درمل خوړل پريږدي.

د تشخيص پر مهال ناروغ ته يو ډول مايعات ورکول کیږي چې يوريا نوميږي. ناروغ دغه مايعات څښي او لس دقيقي وروسته يې تنفس معاينه کيږي. که چيري په ايچ پايلوري اخته وي نو په وجود کې يې يوريا په کاربن دای اکسايد بدليږي او له خولې يې د کاربن دای اکسايد بد بوی راځي.

۲ــ وينه معاينه کول: د ويني معاينات د دې لپاره ترسره کيږي چې په وجود کې د H. Pylori انتي باډي معلومه کړي. انتي باډي د پروتين يو ډول دی چې د وجود دفاعي سيستم په وسيله جوړيږي او په وجود کې له بېګانه جسمونو سره مقابله کوي. د ويني معاينات يواځې کولی شي چې معلوم کړي د ناروغ په وينه کې د H. Pylori انتي باډي شته او که نه؟

۳ــ د غايطه موادو معاينه کول: د غايطه موادو معاينه کول کولی شي په ډکو متيازو کې د H. Pylori نښانې وښيې. د دغې معايناتو له مخې معلوميږي چې له درملنې وروسته هم په ناروغ کې د H. Pylori آثار پاتې که له منځه تللي دي.

۴ــ Biopsy يا د حجرې ميکروسکوپي معاينه کول:په دې معايناتو کې له معدې څخه حجره اخيستل کيږي او بيا تر ميکروسکوپ لاندې په کې د H. Pylori بکتريا کتل کيږي. دغه معاينات د انډوسکوپي معايناتو په نوم ياديږي. د معدې يا کوچنيو کولمو کې د ټپ معلومولو لپاره غوره لار همدا انډوسکوپي معاينات دي چې په آسانۍ په کې د ناروغۍ تشخيص کيدلی شي. په دې طريقه معلوميږي چې ناروغ په معده يا کولمو کې ټپ، وينه او يا سرطان لري او که نه.

د H. Pylori درملنه:

هغه ناروغان چې د H. Pylori معايناتو نتيجه يې مثبته وي، کولی شي لاندې درمل له ډاکټر سره تر مشورې وروسته وکاروي:

۱ــ (OAC) يا Omeprazole, amoxicillin, and clarithromycin د لسو ورځو لپاره

۲ــ (BMT) يا Bismuth subsalicylate, metronidazole, and tetracycline د څوارلسو ورځو لپاره

۳ــ (LAC) يا Lansoprazole, amoxicillin, and clarithromycin د لسو او څوارلسو ورځو لپاره

مخنيوی:

د ايچ پايلوري د مخنيوي لپاره د درمل خوړلو تر څنګ وقايه هم اړینه بلل کيږي. په دغه نارغۍ اخته او سالم کسان ټول بايد لاندې ټکي په نظر کې ونيسي:

له ډوډۍ خوړلو وړاندې او له تشناب څخه وروسته بايد لاسونه په پاکو اوبو او صابون پرېمينځل شي. همداراز دغه سپارښتنه بايد د کورنۍ کوچنيو ماشومانو ته هم وشي.
له هغه خوړو او اوبو څخه بايد ځان وساتل شي چې ناپاکې وي.
هغه خواړه بايد ونه خوړل چې په سمه او بشپړه توګه پاخه شوي نه وي.
په خپله هم بايد په ناپاکو لاسونو خواړه ونه خوړل شي او هم د هغه چا د لاس خوړو نه ځان وساتل شي چې په ناپاکو لاسونو يې چمتو کړي وي.
له دې هاخوا له فشار، مساله لرونکو خواړو، الکولي مشروباتو او سګريټ څکولو څخه ځان وساتل شي. فشار، الکولي مشروبات، مساله لرونکي خواړه او څګريټ څکول په معده کې زخم نه جوړوي خو جوړ شوی زخم شړوي او د ناروغۍ د زياتوالي سبب کيږي. د ذهني فشار ناروغان بايد له خپل معالج ډاکټر سره مشوره وکړي څو له فشاره د خلاصون آسانه لار ورته وښيې. او هغوی چې سګريټ څکوي بايد له مشرانو وپوښتي چې څنګه کولی شي د سګريټ څکول پريږدي.
Copy

Address

Kabul
789789

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when OMC Medical Fresh Information posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram