Dr Elham azami

  • Home
  • Dr Elham azami

Dr Elham azami دعمومي داخله او کوچنيانو ناروغيو معالج
دطبي علومو انسټيوټ استاذ

13/07/2025
13/07/2025

هغه درمل چې د هاضمي سیستم د زخمونو په تداوۍ کې استعمالیږي.
Drugs for Peptic Ulcer
د هاضمي سیستم پورتنۍ برخه معده او د کوچنیو کولمو لومړنۍ طبقه کې Duodenume برخو کې زخمونو شته والي ته عمومی اصطلاح Peptic Ulcer کلیمه استعمالیږي خو خاص کلیمی بیا د معدې زخم لپاره Gastric ulcer او د کولمو زخم لپاره doudenal ulcer کلیمه موږ استعمالولای شو لاندنې درمل د هاضمی سیسم پورتنی برخې د زخمونو څخه نیولی تر مختلفو ناروغیو درملنۍ په موخه استعمالیږی.

د درملو طبقه بندي
H2 antagonist
Cemetidine
ranitidine
famotidine
nizatidine

2 طبقه بندي
Proton puml inhibitors
Omeprazole
lansoprazole
rabeprazole
pantoprazole
Esmoprazole
DExolanzoprazole

3 طبقه بندي
Anti Acid
Sodium bicarbonate
Aluminum hydroxide
Magnesim trislicate
د پورتنیو درملو لومړنۍ طبقې د تاسیر میکانیزم او کلنیکی استعمال او جانبی عوارض👇
H2 antagonist
Cemetidine
ranitidine
famotidine
nizatidine
دا درمل په معده کې د هیسټامین افراز مخنوی کوی او دH2 ریسپټور بلاک کوی چې نتیجه کې د معدې له parital cell څخه اسید افراز بلاک کوی او د gastrine او Acetyelcholine او pepsin چې د اسیدو افراز تولیدونکی مواد دی بلاک کوی چې پدې سره هم د معدې تیزاب بلاک کیږی.

د درملو جذب .
دا درمل په کولمو کې 60% جذب صورت نیسی پاتې نور په معده کې جذبیږی او ادرارو لارې اطراح کیږی.

کلینیک استعمال .
د معدې او کولمو د زخمونو په تداوۍ کې.
د معدې په التهاب او زخم کې .
د مرۍ په التهاب کې.
دهاضمی سیستم د خونریزۍ د مخنوی پخاطر.
د دردونو درملو له کبله رامنځته شوو زخمنو په تداوۍ کې.
شدیدې سوزېدنۍ په صورت کې د معدې د زخم مخنوی پخاطر.

د پورتنو درملو جانبی عوارض
اسهالات
سردرد
سرګنګسی
د زیات استعمال صورت کې کمخونی
کلشیم کموالی
ضعیفی

د درملو دوز .
H2 antagonist
Cemetidine 200 mg twice daily
ranitidine .150 mg 300 mg twice daily
famotidine.20/ 40 mg twice daily
nizatidine:
پورتنی درمل د معدې زخمونو درملنۍ په صورت کې باید کم تر کمه 8الا12 هفتی استعمال شی مګر دا درمل د معدې نورو درملو لکه PPI ضعیف تاسیر لری.

🗒️درمل باید د ډاکټر په مشوره استعمال شی

19/05/2025

CBC

24/02/2025

● ټیټ فشار او درملنه یی :
ټیټ فشار عمومی ډول سره کله چې وینه زړه په کافی اندازه د بدن اعضاوو او زړه ته ونه رسوی نو فشار ټیټ کیږی . د ټیټ فشار اندازه په انسانانو کی له ۹۰ درجو څخه ښکته وي اوعلامی یی په لاندی ډول دي .
● د سر چکر ، بی هوښی ، ګنګسیت ، سر دردی ، زړه بدوالی ، ستړیا ، خفګان .
● درملنه یی په لاندی ډول ده :
●کوشش وکړئ چې زیات مائعات استعمال کړئ . اوبه زیاتی وڅکئ . لیمو نارنج ، د ویټامین سی C غوره ذخیره دی او vit C د ټیټ فشار په برابرولو کی مهم رول لری .
* . لیمو شربت وڅکۍ
`*

10/10/2024

۱. د میاشتني عادت (Menstrual Cycle) دوره:

د میاشتني عادت دوره له هغې ورځې څخه پیل کیږي چې وینه بهیدل (Menstrual bleeding) پیلیږي. دا ورځ د "دورې د پیل ورځ" ګڼل کیږي. یعنې که یو ښځه د وینې بهیدلو د پیل په ورځ د میاشتني عادت د دورې حساب پیل کړي، نو دا به د سایکل لومړۍ ورځ وي. دغه دوره بیا تر راتلونکې میاشتې د وینې بهیدلو پیلېدو پورې دوام کوي. په ټولیز ډول، د میاشتني عادت دوره معمولا ۲۸ تر ۳۵ ورځو پورې وي، خو دا کیدای شي په هره ښځه کې توپیر ولري.

لومړۍ ورځ: د وینې بهیدلو د پیل ورځ ده.

آخري ورځ: هغه ورځ ده چې مخکې له دې چې نوی سایکل پیل شي، پای ته رسیږي.

۲. د حمل اخیستو لپاره مناسب وخت:

د حمل اخیستو لپاره مناسب وخت د "Ovulation" یا تخم آزادیدلو شاوخوا ورځې دي. تخم آزادیدل معمولا د میاشتني عادت د سایکل په منځ کې کیږي، یعنې شاوخوا د ۱۴مې ورځې په شاوخوا کې که د ښځې سایکل ۲۸ ورځې وي. په داسې حالت کې، د تخم آزادیدلو څخه شاوخوا ۵ ورځې مخکې او ۱-۲ ورځې وروسته هغه ورځې دي چې حمل اخیستل پکې امکان لري. د حمل لپاره مهمې ورځې معمولا د سایکل ۱۰مې تر ۱۶مې ورځې پورې وي.

د دې لپاره چې وخت دقیق وي، دا مهمه ده چې د ښځې سایکل څومره دقیق او منظم وي. ځینې ښځې کولی شي د "Ovulation kits" څخه هم کار واخلي ترڅو دقیق وخت معلوم کړي.

Address


Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr Elham azami posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Dr Elham azami:

  • Want your practice to be the top-listed Clinic?

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram