Medical information updates

Medical information updates this page will include update information about different medical issues. so the subscriber will find new things to learn here. so just try to be linked.

د جدي مراقبت واحد جوړښت
27/11/2025

د جدي مراقبت واحد جوړښت

ډېر او دوامداره خوند مو خوشحالي له منځه وړي.ډېرو خلکو ته خوند او خوشحالي سره ورته ښکاري، خو په حقيقت کې دا دواړه ډېر زيا...
12/09/2025

ډېر او دوامداره خوند مو خوشحالي له منځه وړي.
ډېرو خلکو ته خوند او خوشحالي سره ورته ښکاري، خو په حقيقت کې دا دواړه ډېر زيات توپير لري:-
خوند هغه لنډمهاله احساس دی چې د خوراک، څښاک، موسيقۍ، يا نورو لذت‌بښو تجربو پر مهال د ډوپامين له افرازېدو پيدا کېږي او د انعام او هڅونې احساس رامنځته کوي؛
خو خوشحالي هغه ژور او اوږدمهاله قناعت دی چې د ژوند د معنا، ارامښت او اړيکو له امله د سيروتونين (او نورو لکه اوکسيتوسين او اندروفين) په واسطه رامنځته کېږي.
دوامداره او زيات خوند (لکه د ډېر خوږ خوراک، نشه يي مواد، ډېر سوشل ميډيا يا قمار) کولای شي د خوشحالۍ احساس کم کړي، دلیل يې دا دی چې کله ډوپامين په دوامداره توګه لوړ شي، مغز د دې انعام ته عادت کېږي او د سيروتونين ثبات اغېزمن کېږي.
پايله دا چې لنډمهاله خوند، خوشحالي (قناعت او ارامښت) له منځه وړي، يا که په ساده ټکو ووايو، ډېر خوند موقتي خوشحالۍ ورکوي، خو اوږدمهاله خوشحالۍ ته زيان رسوي.

28/08/2025

د پاکستان له هرو ۳ تنو څخه يو تن په شکر ناروغۍ اخته ده، د کويټ له هرو ۴، د مصر له هرو پنځو، د امريکا له هرو ۱۰ او د فرانسې له هرو ۲۰ تنو څخه يو تن د شکر Diabetes mellitus په ناروغۍ اخته دي.

28/08/2025

د شپې له خوا د موبايل، کمپيوټر او تلويزون کتل او د چای، قهوې او نوشابو څښاک مو خوب خرابوي..
له بلې خوا د ورځې له خوا ورزش او تمرين او په شپه کې په يخ ځای کې وېده کېدل او د کتاب مطالعه کول مو د شپې خوب ښه کوي.
#خوب

واکسين
26/08/2025

واکسين

18/08/2025

۱ - نوې څېړنې ښيي چې د ثانوي لوړ فشار (Secondary hypertension) تر ټولو عام لاملونه په خوب کې د ساه بندېدل (Sleep apnea) او هایپرالډوستېرونیزم دي.
۲ - د لوړ فشار لرونکو ډېری ناروغانو لپاره د درملنې په برخه کې د فشار ضد د يوه درمل د دوز يا مقدار د زياتولو په عوض د لومړي درمل ټيټ مقدار ته د دوهم درمل ور يوځای کول ډېره ښه پایله لري، د بيلګې په ډول که چېرته موږ د والسارتان دوز د ۸۰ ملي ګرامه نه ۱۶۰ ملي ګرامه ته د لوړولو اغېز په وینه فشار کې یوازې ۳ mmHg نوره کموالی راوست. خو هغه ناروغانو چې د والسارتان ۸۰ ملي ګرامه سره یې دوهم درمل (هایډروکلوروټیازاید) هم ترلاسه کړ، په منځنۍ توګه یې د وینې فشار کې شاوخوا ۱۲ mmHg کموالی درلود.
۳ - د مقاوم لوړ فشار (Resistant hypertension) په ناروغانو کې د ډېریو لپاره باید سپیرونولاکتون (Spironalocatan) د لومړي انتخاب په توګه د نورو درملو ترڅنګ اضافه شي.

12/08/2025

د معدې ډېر زيات تيزابيت (لکه ZES کې) له دوه لارو څخه اسهالات رامنځته کولای شي:
۱ - دغه زيات تېزاب په مخامخ ډول د کولمو داخلي ديوال تخريشوي (تحريکوي) او د کولمو د حرکاتو په زياتولو سره اسهالات رامنځته کوي.
۲ - دغه زيات تېزاب په کولمو کې د پانکراس د انزايمونو (کوم چې د خوراکي توکو په هضم کې اساسي رول لري) له فعالېدلو څخه مخنيوی کوي چې بيا د غذايي توکو د نه هضمېدلو له امله اسهالات رامنځته کېږي.
نو ځکه د معدې ځينې ناروغان په خپله تاريخچه کې وايي چې د معدې د تېزابيت د کمولو درملو (لکه اوميپرازول او يا انتاسيدونو) سره يې اسهالات ښه کېږي.
#دمعدې‌سوزش‌اواسهالات

12/08/2025

هغه کسان چې د زړه د ناروغيو لپاره Clopidogrel اخلي بايد له Omeprazole, Esomeprazole او Cimetidine څخه د معدې د تکليفونو د درملنې په موخه استفاده ونکړي، له دې درېيو څخه علاوه له نورو تيزاب کمونکو درملو لکه Pantoprazol, Lansoprazole, Dexlansoprazol, Famotidine او Nizatidine څخه استفاده کولای شي.

Address

Kabul
25000

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Medical information updates posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Medical information updates:

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram