21/01/2026
د پښتورګو تیږه (Kidney Stone/Ureter stone)
تعارف:
د پښتورګو تیږه هغه کلکه ډبره ده چې د بول (ادرار) دننه د مالګو او معدني موادو د جمع کېدو له امله په پښتورګو کې جوړیږي۔ کله ناکله دا تیږه له خپل ځایه خوځېږي او په یوریټر کې بندېږي، چې د سخت درد او جدي ستونزو سبب ګرځي۔
لاملونه:
▪ د اوبو کم څښل
▪ د مالګې او غوښې زیات استعمال
▪ په بول کې د کلسیم یا یوریک اسید زیاتوالی
▪ د بولي لارې انتان
▪ اوږده بې حرکتي یا ناسته
▪ ځینې درمل او موروثي عوامل
یادونه:
د شدید درد، تبه، یا د بول بندېدو په صورت کې سمدستي ډاکټر ته مراجعه وکړئ، ځکه ځنډ د پښتورګو د نقصان سبب کېدای شي۔
#پښتورګي #تیږه #روغتیا