ثاقب کیلنیک

ثاقب کیلنیک ډاکټر فیض الله ثاقب - لږ لابراتواری معاینات سم تشخیص، لږ درمل خو ښه درمل، په ټوله کی ستاسو د ناروغیو ارزانه درملنه په ولسی ژبه په زړه پوری روغتیایی معلومات

21/06/2022

په پوخ عمر کی د ودی د هارمون Growth Hormone کارؤل:
د ودی هارمون Growth Hormone ډیر کارونه کوی چی لاندی دری لوی کارونه یی د یادؤنی دی:
الف: د بدن وازده اوبه کوی - دا عمل Lipolysis بلل کیږی.
ب: د غیر قندی موادو څخه د قندی موادو جوړیدل ډیروی – دا عمل Gluconeogenesis بلل کیږی.
ج: د بدن په حجرو کی د پروتینو جوړیدل ډیروی – د بدن غوښنه برخه یا عضلی کتله ډیروی،
عضلات او هډوکی غټوی د بدن د عضلاتو او هډوکو کتله Lean Body Mass بلل کیږی.
الف: د بدن وازده اوبه کوی - دا عمل یی Lipolysis بلل کیږی.
د عمر د پوخوالی یوه نښه په بدن کی د وازدی ډیریدل او د بدن په نامناسبو برخو مثلا: ګیډه کی
وازده ټولیدل دی – چی په ساده اسطلاح کی ګیډه کول بلل کیږی.
کله چی دا وازده اوبه شی د نو د انسان ګیډه کوچنئ کیږی، انسان سمارټ کیږی او ځوان ښکاری.
ب: د غیر قندی موادو څخه د قندی موادو جوړیدل ډیروی – دا عمل Gluconeogenesis بلل کیږی.
د عمر د پوخوالی بله نښه کمزوری ده.
دا هارمون غیر قندی مواد په ځانګړی ډؤل وازدی تجزیه کوی او ګلوکوز تری جوړوی.
پدی ډؤل په وینه کی د ګلوکوز اندازه لوړی.
ګلوکوز د انرژئ د تولید لمړنئ سرچینه ده چی په بدن کی سوځی او بدن ته انرژی ورکوی.
سربیره پر دی دا هارمون د بدن وازدو د اوبه کیدو څخه شحمی اسیدو نه آزاد او په وینه کی شحمی
اسیدونو اندازه ډیروی.
آزاد شحمی اسیدونه له ګلوکوز وروسته د انرژی د تولید دوهمه سرچینه ده.
پدی ډؤل پوخ عمر لرونکی انسان د قوت احساس کوی.
ج: د بدن په حجرو کی د پروتینو جوړیدل ډیروی – عضلات غټوی، هډوکی غټوی د بدن د عضلاتو او
هډوکو کتله Lean Body Mass بلل کیږی.
په پوخ عمر کی د بدن عضلات او هډوکی دواړه نری کیږی (یا Lean Body Mass کمیږی).
دا هارمون هډوکی او عضلات دواړه پریړ او د بدن Lean Body Mass ډیروی.
د عضلاتو او هډوکو غټیدل او پریړوالی د ځوانئ نښه ده نو انسان ځوان ښکاری.
په درنښت.
ډاکټر فیض الله (ثاقب).

20/05/2022

د قهر یا ویری په وخت ویښتان ولی نیغ نیغ دریږی؟
د قهر یا ویری په وخت د اوتومات عصبی سیستم یوه برخه فعاله او کار یی ډیریږی.
دا برخه سیمپاتیک عصبی سیستم بلل کیږی او د انسان په اختیار کی نده.
په نورو ټکو که انسان وغواړی که نه نو دا عصبی سیستم کار کوی.
کله چی د دی برخی فعالیت ډیر شی نو د عصبی ریښو له څوکو څخه یی یوه ماده خوشی کیږی.
دا ماده نورادرینالین بلل کیږی.
له بلی خوا دا سیستم د انسان د پښتورګو په سر په غده اغیز کوی - دا غده ادرینل غده بلل کیږی.
په ادرینل غدی د سیمپاتیک عصبی سیستم د اغیز له کبله لدی غدی څخه یوه ماده وینی ته خوشی کیږی - چی ادرینالین
بلل کیږی.
دا پدی معنی ده چی سیمی ته له یوی خوا د عصبی ریښو له څوکو څخه نورادرینالین او له بلی خوا د وینی له لاری
ادرینالین راځی.
سربیره پردی د هر ویښته له بیخ څخه د غوښی یوه ټوټه چارپیره ده.
د غوښی دا کوچنئ ټوټه په طبی اسطلاح کی Arrector Pilli Muscle بلل کیږی.
کله چی نورادرینالین او ادرینالین د غوښې دی ټوټی ته ورسیږی نو نوموړی غونجوی.
د غوښی د ټوټی له غونجیدو سره د ويښتانو بیخ کیښکودل کیږی.
دا کیښکودل د دی سبب کیږی چی ویښتان نیغ نیغ ودریږی.
د چرګانو د جنګ په وخت هم کټ مټ په همدی طریقه د دوی بڼکی نیغی نیغی دریږی او چرګ ببریږی.
د دی ببریدو موخه دا ده چی مقابل چرګ وویروی.
په درنښت.
ډاکټر فیض الله (ثاقب).

06/04/2022

ولی د انسان ګیډه په بوډاتوب کی غټیږی؟
کله چی په ګیډه کی وازده (شحم) ټوله شی نو ګیډه غټیږی - یا انسان ګیډه کوی.
د ګیډی د غټیډو لاملونه ډیر دی خو یو لامل یی په بدن کی د ودی د هارمون GROWTH HORMONE کمښت دی.
دا هارمون د انسان قد لوړوی، که په ماشومتوب کی یی تولید کم شی نو ممکن د انسان قد ټیټ پاتی شی خو که ډیر شی نو ښایی قد یی ډیر لوړ یا انسان د دیو په څیر لوړ شی. همدارنګه که له بلوغ مخکی یو ټیټ قد لرونکی وګړی ته دا هارمون ورکړل شی نو ښایی قد یی لوړ شی.
د دی هارمون یوه وظیفه دا ده چی د بدن د ننه شحم ماتوی او شحمی تیزابونه تری آزادوی. وروسته آزاد شوی شحمی تیزابونه کټ مټ د ګلوکوز په څیر په بدن کی سوځی او د ورځنیو کارونو لپاره بدن ته انرژی برابروی.
سربیره پر دی پروتین جوړوی او د بدن غوښنه برخه (عضلی) غټوی. د بدن د عضلو او هډوکو غټیدل LEAN BODY MASS بلل کیږی - یا په نورو ټکو دا هارمون Lean Body Mass ډیروی.
خو د عمر له ډیریدو سره د دی هارمون جوړیدل په بدن کی کمیږی. کله چی دا هارمون په بدن کی کم شی نو د بدن وازده نه ماتیږی، د انرژئ د تولید لپاره یی کارول کمیږی او په بدن کی ذخیره کیږی. د دی وازدی ډیره برخه د
ګیډی د ننه ذخیره کیږی نو د انسان ګیډه غټیږی.
بل لور ته د تنکئ ځوانئ په وخت جنسی هارمونونه په بدن کی فوق العاده ډیریږی، دا هارمونونه پخپل وار د ودی هارمون ډیروی. همدا لامل ده چی تنکئ ځوانئ ته په رسیدو د انسان قد ډیر ژر لوړیږی. خو دا چی دا
هارمون د بدن وازده (شحم) حل کوی نو دا وخت انسان نزدی هیڅکله ګیډه نه کوی او حتی ګیډه یی کوچنئ کیږی.
ورزش هم د ودی د هارمون تولید ډیروی، لدی کبله د بدن وازدی هضموی او عضلات غټوی یا Lean Body Mass ډیر او د چا خبره بدن سمارټ کوی.
په درنښت.
ډاکټر فیض الله (ثاقب).

30/03/2022

ولی د بد خبر په اوریدو د انسان حاجت تښتی؟
فرض کړئ تاسو تشناب ته کلک ضرورت لرئ.
غواړئ تشناب ته لاړشی او ضرورت رفع کړئ.
ناڅاپی یو بد خبر اورئ.
دا وخت ستاسو حاجت ولی تښتی؟
د انسان په یدن کی یو ډؤل عصبی سیستم شتون لری چی که انسان غواړی که نه دا سیستم کار کوی.
په نورو ټکو دا سیستم اوتومات کار کوی لدی کبله اوتومات یا اوتونومیک عصبی سیستم بلل کیږی.
د دی سیستم یوه برخه په انسان ترحم کوی.
انسان سره مرسته کوی چی د بد خبر په اوریدو یا برید وکړی یا وتښتی.
دا برخه د ترحم او زړه سوی عصبی سیستم یا سیمپاتیک عصبی سیستم بلل کیږی.
دا برخه هغه وخت ډیره فعالیږی چی انسان د ذهنی فشار په حالت کی وی (مثلا: وویریږی یا په قهر شی).
بله برخه یی د آرام په وخت ډیره فعالیږی او د آرام د وخت عصبی سیستم یا پاراسیمپاتیک عصبی سیستم بلل کیږی.
ځکه د آرام په وخت انسان ترحم او زړه سوی ته ضرورت نلری.
کله چی انسان بد خبر واوری نو دا وخت یی د ترحم زړه سوی برخه یا سیمپاتیک عصبی سیستم فعالیږی.
دا برخه د هضمی سیستم یا د تشو میتیازو د سیستم حرکتونه ودروی.
کله چی دا حرکتونه ودریږی نو فاضله مواد حرکت نه کوی او حاجت تښتی.
لکه چی مخکی مو وویل دا سیستم زمونږ په خوښه نه بلکه اوتومات کار کوی نو حاجت هم اوتومات تښتی.
موخه یی دا ده چی د بیړنی خبر په اوریدو باید انسان بل بیړنی اقدام وکړی.
مثلا: په ویرونکی څیز برید وکړی یا وتښتی.
او هغه انرژی وساتل شی چی پدی حرکتونو لګول کیږی.
ساتل شوی انرژی به په برید یا تیښته ولګول شی.
او حاجت به وروسته د هوساینی په وخت رفع شی.
په درنښت.
ډاکټر فیض الله (ثاقب).

09/02/2022

کله چی د ښځې عمر پوخ شی نو ماشومان نه زیږوی.
همدا د ماشومانو د نه زیږولو وخت Menopause بلل کیږی.
دا وخت په ښځه کی د ایستروجن او پروجسترون جوړیدل کمیږی.
ایستروجن او پروجسټیرون په ثانوی ښځینه خواصو کی مهم رول لری.
نو کمښت یی ثانوی ښځینه خواص مثلا: د ماشوم زیږول له منځه وړی.
خو جنسی عمل Libido ته د ښځې په لیوالتیا کی رول نه لری.
جنسی عمل ته د ښځي لیوالتیا د ادرینل غدی د اندروجن هارمونو دنده ذه.
دا دوه هارمونونه Dihydroxy Epiandrosterone او Androstenedione بلل کیږی.
دا چی د ادرینل د غدی فعالیت پدی عمر کی نه کمیږی نو دا دوه هارمونونه هم نه کمیږی.
لدی کبله جنسی عمل ته د ښځی لیوالتیا Libido هم پدی عمر کی له منځه نه ځی.
د سپوخس ویښتان P***c Hair او د تخرګ ویښتان Axillary Hair هم د همدی هارمونو وظیفه ده ځکه له منځه نه ځی.
دا هارمونونه د ادرینل ندروجنونهAdrenal Androgens بلل کیږی او په نارینه او ښځینه دواړو کی شتون لری.
په درنښت.
ډاکټر فیض الله (ثاقب).

02/01/2022

د انسان بدن که د الله پاک د قدرتونو د نښو نښانو خزانه؟
د بدن د ننه او د بدن نه بهر د انسان د مرکزی عصبی سیستم وزن:
روغتیا پوهان د انسان عصبی سیستم په دوه برخو ویشی - یو مرکزی عصبی سیستم او بل محیطی عصبی سیستم.
مرکزی عصبی سیستم د عصبی سیستم هغه برخه ده چی د سر د کوپړئ او د ملا د تیر د ننه په شوکی نخاع کی ده.
محیطی عصبی سیستم د عصبی سیستم هغه برخه ده چی د سر له کوپړئ او د ملا د تیر د ننه له شوکی نخاع نه بهر د
بدن اطراف کی ده – دا برخه له اطراف نه معلومات راغونډ او مرکز ته یی راوړی او له مرکز نه امرونه اخلی
بیرته یی اطراف ته وړی.
که د انسان مرکزی عصبی سیستم له کوپړئ او د ملا د تیر د ننه د شوکی نخاع نه راوباسو او په ترازو کی یی وزن کړو
شاوخوا یوه دولس سوه یا دیارلس سوه ګرامه وزن لری.
خو د همدی مرکزی عصبی سیستم وزن د بدن د ننه شاوخوا پنځوس ګرامه ده – ځکه مرکزی عصبی سیستم د یو ډؤل
اوبو د ننه ده او اوبه تری چاریپیری دی یا په نورو ټکو د انسان مغز پدی اوبو کی لامبو وهی. دا اوبه د مغزو او
شوکی نخاع مایع بلل کیږی چی په طبی اسطلاح کی Cerebrospinal Fluid یا CSF بلل کیږی.
دا اوبه د انسان د کوپړئ د ننه د مغزو په یو ډؤل خالی ځایونو کی جوړیږی، د کوپړئ او د ملا د تیر د شوکی نخاع د
ننه د عصبی سیستم چارپیره او همدارنګه داخل کی ګرځی او د عصبی سیستم وزن کموی. وییل کیږی چی د عصبی
سیستم وزن د بدن د ننه دومره کمیږی چی ان د رګونو د نبضان سره هم ښکته پورته کیږی.
لکه په اوبو کی د ننه چی د یوه څیز وزن کمیږی کټ مټ همداسی د دی اوبو د ننه د مرکزی عصبی سیستم وزن هم
کمیږی. د بیلګی په ډؤل یوه تخته چی ښه غښتلی ځوان یی له ځمکی نشی او چتولی خو که همدا تخته په اوبو کی
واچوو نو د اوبو د ننه یی وزن دومره کمیږی چی ښایی یو ماشوم یی هم اوچته کړی.
(ربنا ما خلقت هذا باطلا سبحنک فقنا عذاب النار).
په درنښت.
ډاکټر فیض الله (ثاقب).

21/12/2021

د انسان بدن که د الله پاک د قدرتونو د نښو نښانو خزانه؟
• کله چی د انسان د وینی فشار ټیټ شی نو په رګونو کی وینه ورو ورو ځی.
• د وینی یوه وظیفه دا ده چی د بدن غړو ته اکسیجن ورسوی.
• کله چی وینه ورو ورو ځی نو بدن ته وینه او اکسیجن دواړه کم رسیږی.
• د انسان په پښتورګو کی الله پاک داسی یو سیستم لګولی چی د اکسیجن دا کمښت حس کوی.
• دا سیستم له یو ډؤل حجرو جوړ شوی چی د پښتورګو غلبیل (ګلومیرول) ته نزدی واقع دی او په طبی اسطلاح ورته ګلومیرول ته نزدی حجری Juxtaglomerular Cells وایی.
• د اکسیجن د کمښت د حس کولو وروسته د دی سیستم حجری فعالیږی.
• له فعالیدو وروسته یو ډؤل ماده جوړه او وینی ته خوشی کوی – دا ماده په طبی اسطلاح کی رینین بلل کیږی.
• همدارنګه د انسان ینه یوه بله پروتینی ماده جوړه او وینی ته خوشی کوی – دا ماده په طبی اسطلاح کی انجیوتینسینوجن بلل کیږی او په وینه کی له مخکی موجود وی.
• کله چی له پښتورګو راغلی رینین له ینی څخه راغلی انجیوتینسینوجن مادی سره مخامخ شی د هغه یوه کړئ (امینواسید) تری کموی.
• کله چی یو امینو اسید تری کم شی نو دا شکل په طبی اسطلاح کی لمړئ انجیوتینسینAngiotensin-1 بلل کیږی.
• دا شکل په وینه کی روان وی خو کله چی سږو ته ورسیږی نو هلته الله پاک یوه بله ماده ورته پیدا کړی – دا ماده تری دوهمه کړئ (دوهم امینواسید) هم ماتوی.
• کله چی دوهمه کړئ تری ماته شی نو دا ماده په طبی اسطلاح کی دوهم انجیوتینسین Angiotensin-11 بلل کیږی.
• همدا دوهم انجیوتینسین د دی مادی فعال شکل ده چی لاندی کارونه کوی.
• الف: د وینی رګونه ډیر قوی راتنګوی او کله چی رګونه تنګ شی د وینی فشار بیرته لوړیږی.
• ب: د پښتورګو له لاری د سودیم او اوبو وتل بندوی، کله چی سودیم او اوبه نه وځی نو په وینه کی یی اندازه ډیره او د وینی اندازه ډیریږی، کله چی د وینی اندازه ډیره شی رګونه له وینی ښه ډکیږی او کله چی رګونه له وینی ښه ډک شی نو د وینی فشار بیرته لوړیږی.
• ج: په مغزو کی د تندی مرکز فعالوی، کله چی دا مرکز فعال شی نو انسان کلک تږئ کیږی، ډیری اوبه څښی، دا اوبه له کولمو څخه وینی ته جذب او د وینی اندازه ډیریږی، د وینی د اندازی له ډیریدو سره رګونه له وینی ښه ډکیږی، کله چی رګونه له وینی ښه ډک شی نو د وینی فشار بیرته لوړیږی.
• د: دا ماده د انسان په ادرینل غده هم اثر کوی، د دی غدی څخه یوه ماده افرازوی – دا ماده الدوستیرون هارمون نومیږی، الدوستیرون هارمون بیا په پښتورګو اغیز کوی او نه پریږدی چی پښتورګی اوبه او سودیم له تشو میتیازو سره له بدن نه بهر وباسی، کله چی اوبه او سودیم له بدن نه بهر نه شی په وینه کی یی اندازه ډیریږی، لدی سره د وینی اندازه ډیره او رګونه له وینی ښه ډکیږی، کله چی رګونه له وینی ښه ډک شی نو د وینی فشار بیرته لوړیږی.
• ذ: ان دا ماده په ادرینل غده اغیز کوی، د دی غدی پوسیله د ادرینالین جوړیدل ډیروی، وینی ته دا ماده ډیره راځی، دا ډیروالی پخپل وار د وینی رګونه لا نور تنګوی او د وینی فشار بیرته لوړوی.
دا چی د وینی د فشار شدید ټیټوالی بدن ته ډیر زیان رسوی او ان د مرګ لامل کیږی نو دا سیستم د وینی فشار لوړ او د انسان ژوند ژغوری - (ای ربه دا ټول تا هسی بیځایه ندی پیدا کړی، ته له هر ډؤل عیب نه پاک یی، مونږ د اور له عذاب نه وساته – آمین).
په درنښت.
ډاکټر فیض الله (ثاقب).

16/11/2021

د طب د محصلینو لپاره:
اذینونه ATRIA:
د زړه دوه پورتنئ خالیګاوی د اذینونو Atria په نوم یادیږی.
د زړه کیڼ لور ته کیڼ اذین Left Atrium او ښی لور ته ښئ اذین Right Atrium واقع ده.
کیڼ او ښئ اذین د یوی پردی پوسیله له یو بل نه جدا شوی – دا پرده Interatrial Septum بلل کیږی.
د اذینونو دیوالونه نری (نازک) دی.
ښی اذین ته د علوی او سفلی اجوف ورید پوسیله له بدن نه هغه وینه راځی چی اکسیجن تری وتلی ده.
ټرایکسپیډ والو، SA Node او AV Node په ښی اذین کی ځای لری.
کیڼ اذین: کیڼ اذین ته اکسیجن لرونکی وینه له سږو څخه د څلورو ریوی وریدونو (دوه ښی او دوه کیڼ ریوی وریدونو)
پوسیله راځی.
لدی وروسته دا وینه د مایترال والو Mitral Valve څخه تیریږی او کیڼ بطین Left Ventricle ته ځی.

Address

کابل/احمد شاه بابا مېنه/د ارزان قیمت عمومی سړک/ماموریت څلورلاری/خوشیوال مارکیټ
Kabul
0093

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when ثاقب کیلنیک posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to ثاقب کیلنیک:

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram

Category