15/09/2025
د لوی او بښونکي خدای تعالی په سپیڅلي نامه !
د سبحان شفا معالجوي روغتون پرانیست غونډه.
د سبحان شفا معالجوي روغتون پرانست غونډه په داسې حال کی وشوه چې د سیمې علماوو ، سپین ږیرو ، قومي مشرانو ډاکټرانو او د هیواد وتلي متخصصینو په یاده غونډه کی حضور درلود.
غونډه د قران عظیم الشان په مبارکو ایاتونو پیل شوه او د یاد روغتون د رهبري په استازیتوب د عمومي جراحي متخصص ډاکټر قنداغا حسن د ګډونوالو د هرکلي تر څنګ دوی ته د یاد روغتون د ټولو څانګو په هکله معلومات وړاندې کړل .
وروسته د عمومي داخله ناروغیو ورزیده متخصص او د یاد روغتون ریس ډاکټر ظاهر محمد منګل د سیمې خلکو ته د شته متخصصینو په علمي لاسته راوړنو د دوی د تجربو او خدماتو په هکله وغږیده منګل صیب زیاته کړه چې یاد روغتون دلاپراسکوپي یا لایزري عملیاتونو جدا پرمختللی او متمدن دیپارتمنت لري چې پکې به په نړیوالو معیارونو سره سم خدمات د سیمی خلکو ته ترسره کړي.
د روغتون د مشرتابه په استازیتوب او د افتتاحیه غونډې په ویاړ منګل صیب د 200 وړیا عملیاتونو ژمنه وکړه چې د سیمی ټول هغه وګړي به په لست کی ونیول شي چې اقتصادي وضعیت یی خراب دی .
همدارنګه هره پنجشنبه د روغتون لخوا د فري کمپ اعلان وشو
چې په یاد فري کمپ کی به ناروغانو ته د ډاکټرانو د معاینې فیس وړیا وي او په ټولو لابراتواري معایناتو کې به ۵۰ فیصده تخفیف ورکړل شي.
د غونډی په پای کې د سیمې ډیر ښاغلي او معزز مشر شیخ صاحب محمد فاروق صاحبزاده د روغتون په رهبرۍ غږ وکړ چې د سیمی خلکو د اقتصاد په نظر کی نیولو سره دوی ته ښه او معیاري خدمات وړاندې کړئ.