Jamil Zai Clinic جمــــیل زی کلینک

Jamil Zai Clinic جمــــیل زی کلینک Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Jamil Zai Clinic جمــــیل زی کلینک, Doctor, Kabul.

*در کوچه بر او سنگ پرتاب میکردند،**او را دیوانه میخواندند..**اما ثروت شان را برای حفظ و نگهداری.**به او می سپردند.**چون ...
25/07/2024

*در کوچه بر او سنگ پرتاب میکردند،*
*او را دیوانه میخواندند..*
*اما ثروت شان را برای حفظ و نگهداری.*
*به او می سپردند.*
*چون او محـمـد امیـن بود...*
*»*

*اَللّهُمَّ صَلَّ عَلیَ مُحَمَّدٍ وَّ عَلیَ الِ مُحَمَّدٍ کَمَا صَلَّیتَ عَلیَ اِبرَاهِیمَ وَعَلیَ الِ اِبرَاهِیمَ اِنَّکَ حَمیدٌ مَّجِیدٌ.🌹🤍*
*اَللّهُمَّ بَارِک عَلیَ مُحَمَّدٍ وَّ عَلیَ الِ مُحَمَّدٍ کَمَا بَارکتَ عَلیَ اِبرَاهِیمَ وَعَلیَ الِ اِبرَاهِیمَ اِنَّکَ حَمیدٌ مَّجِیدٌ.

درورد شریف را فراموش نکنید 😍

04/03/2024

الله ج دی زموږ ټولو گناهونه معاف کړی امین

د ستوني ‌‌‌‌‌‌ډیری دردونه د ټانسلونو د د التهاب یا میکروبی کیدو له وجه منځ ته راځي.نت‎تانسلونه د انسان د ستوني په دواړو ...
28/05/2022

د ستوني ‌‌‌‌‌‌ډیری دردونه د ټانسلونو د د التهاب یا میکروبی کیدو له وجه منځ ته راځي.
نت‎تانسلونه د انسان د ستوني په دواړو خواوو کې هغه دوه غدې دي چې ستوني له ناروغيو په امن کې ساتي، خوکله ناکله په بدن کې د زهري موادو د شتون له کبله تانسلونه میکروبي کېږي او پړسوب پيدا کوي.
‎له دې ناروغۍ څخه ماشومان ډېر ځورېږي. که چېرې څوک په يوه کال کې اته ځلې يا له دې زيات د ستوني په درد اخته شي، د تانسلونو د پړسوب او ميکروبي کېدو نښه ګڼل کېږي.
‎دوه لاملونه په ماشومانو کې د تانسلونو د پړسوب سبب کېږي، لومړی هغه عوامل چې دې ناروغۍ ته لار هواروي، لکه ککړه او سړه هوا او غير صحي خواړه.
‎دويم راز، راز ميکروبونه او وراثت هم د تانسلونو د پړسوب سبب کيدای شي. د دې ترڅنګ په يوه خونه کې دډېرو کسانو ويده کېدل او د بندې هوا ډېر تنفس کول هم د دې ناروغۍ د پيدا کېدو لاملونه دي.
‎نښې نښانې:
‎د توني پرله پسې دردونه، سخته تبه، د ځان دردپه ځانګړې توګه د پښودردونه، دل بدي، د غوږونو درد، د مفصلونو دوامدار درد، د وزن کموالی اوستړيا ددې ناروغۍ له نښو شمېرل کېږي. هغه کسان، چې تانسلونه يې پړسېدلي او ميکروبي شوي دي، هر دوه ساعته وروسته دې دڅو ورځو له پاره دتازه مېوې اوبه اود ترکارۍ سوپ وخوري.
‎دې کسانو ته ښايي چې له مرچو، زياتې مالګې ، غوړيو، غوښې، بورې، ماهيانو، اچار او چای څخه پرهېز وکړي. که چېرې ددې ناروغۍ درملنه ونه شي، د ګردو دسخت درد، روماتيزم او د زړه په ناروغۍ داخته کېدو او ماشوم دمړينې له ګواښ سره مخ کيدا شي. که چېرې کورنۍ دخپلو ماشومانو نظافت ته پاملرنه وکړي؛ په ککړه هواکې يې لوبوته پرې نږدي؛ ويټامين او کلسيم لرونکي خواړه ورته برابر کړي تر ډېره بريده به يې د تانسلونو له ناروغۍ خپل ماشوم ساتلی وي.

________________________________
❤️
❤️

د مصنوعي (پوډري) شیدو زیانونه:1. هغه ماشومان چه په پوډري شیدو تغذیه کوي د شیدو په وړاندې يې حساسیت او نه زغمل (عدم تحمل)...
13/05/2022

د مصنوعي (پوډري) شیدو زیانونه:

1. هغه ماشومان چه په پوډري شیدو تغذیه کوي د شیدو په وړاندې يې حساسیت او نه زغمل (عدم تحمل) زیاتیږي چه بالاخره د نس ناستی (اسهال) او د تنفسې ناروغیو سبب ګرځي.
2. کیدای شي چه د دوامداره ناروغیو (دوامداره اسهالاتو) سبب وګرځي.
3. د وینې کموالي (کمخوني) د ناروغۍ خطر زیات وي، همدارنګه د خوارځواکې (سوتغذئ ) او د ویټامین سي د کموالي سبب ګرځي په هغه ماشومانو کې چه په پوډري شیدو تغذیه کیږي.
4. هغه ماشومان چه په پوډري شیدو تغذیه کیږي نسبت هغو ماشومانو ته چه د مور په شیدو تغذیه کیږي کم هوښیار، ځیرک او د پوهې(ځیرکې) درجه (IQ) یې کمه وي.
5. اونن سبا څیړنو جوته کړې هغه ښځې چه ماشوم ته خپلې شیدې نه ورکوی ډیر خطر موجود وي چه د تخمدانونو او د سینو په سرطان اخته شي، اوهمدارنګه د بیا ژر حامله کیدو چانس یی ډیر وي.
لکه څرنګه چه د مور دشیدو ګټې او د پوډري شیدو زیانونه پورته ذکر شو زمونږ او ستاسې په اسلام مبارک دین کې هم الله تعالی مونږ ته امر کوي چه تاسو خپلو ماشومانو ته تر دوه نیم کاله پورې خپلې شیدې ورکړې چه رښتیا هم په دې کې د الله تعالی لوی حکمت پروت ده، نو کله چه ماشوم پیدا شي نو مور باید زر تر زره خپل ماشوم ته شیدې ورکول پیل کړي او هر هغه مور چه په لمړیو شیبو کې ماشوم ته شیدې ورنکړي ددې سبب کیږي چه شیدې زیاتې د مور په سینو کې پاتې شي او بالاخره د شیدو تولید کمیږي او مور شکایت کوي چه زه کافي شیدې نلرم، هغه وي چه ماشوم ته پوډري شیدې رانیسې چه متاسفانه اکثر خلک نن سبا ماشومانو ته دا زهر شروع کوي چه حتی دا ځینې ډاکتر صاحبان او روغتیایی کارکونکي هم ددې په ځای چه مور ته توصیه وکړي او د مور د شیدو ګټې ورته بیان کړي ماشوم ته پوډري شیدې لیکي چه دا بالاخره د ماشوم د بیلابیلو ناروغیو او خوارځواکې سبب کرځې، او یو ځل چه ماشوم په پوډري شیدو په ځانګړي ډول په مصنوعي تي (بوتل) باندې عادت شو بیا هیڅکله د مور تي ته زړه نه ښه کوي ځکه چه ماشوم ته کله د بوتل (مصنوعي تي) له لارې شیدې ورکول کیږي نو د خولې عضلات یې ډیر نه ستړي کیږي او د مور د تي په نسبت ډیرې شیدې د ماشوم ستوني ته تیریږې نو د مور د تي په نسبت مصنوعي تي سره ځان ډیر راحت احساسوي.

23/04/2022

د قدر د شپې دعا!!

🍃اللَّهُمَّ إِنَّكَ عَفُوٌّ كَرِيمٌ تُحِبُّ الْعَفْوَ فَاعْفُ عَنِّي

🍃 اللَّهُمَّ إِنَّكَ عَفُوٌّ كَرِيمٌ تُحِبُّ الْعَفْوَ فَاعْفُ عَنِّي

🍃 اللَّهُمَّ إِنَّكَ عَفُوٌّ كَرِيمٌ تُحِبُّ الْعَفْوَ فَاعْفُ عَنِّي

03/03/2022

په کشر ورور د مشر ورور حق داسې دی لکه د پلار چې په خپلو اولادونو وي
الحديث(مشکواة شريف، څلورم جلد، 877 حديث)

19/07/2021

Ascariasis:

تعریف: Ascariasis د کوچني کولمو انتاني ناروغیو څخه یوه ده چې د Ascaris Lubricoides لخوا رامینځته کیږي.

®انتقال
انتقال یی د عذایی موادو ککړیدل د اسکریس چینجی د هګیو پواسطه او بیا د انسان پواسطه د همدی ککړو عذایی موادو خوړل.

®نښې نښانې
لکه تبه ، د ساه لنډې ، تنګی ، د خولې او مقعد له لارې د چینجي تیریدل ، د وینټریکلس یا ایپیګیسټریک ساحه کې درد خپروي ، ضمیمه کول ، کانګې کول ، Pharyngeal globus l ، زړه سوځیدنه ، وچ ټوخی شامل دي.

®اختلاطات
*حاد بطن
*و پورتنی هضمی سیستم وینه بهیدنه
*اینتوسوسیپشن
*والولوس

®تشخیص
تشخیص یی په ډکو میتیازو که د اسکریس چینجی او یا د هغی و هګیو په لیدو سره کیږی
درملنه:
*Tab / syp .mebendazole100mg
*Tab / syp Albendazole400mg
*Supportive treatment

وقایه
د لاسونو او عذایی موادو پاک وینځل

Dr Abdu Rashid Jamil Zai

څنګه کولی شو: ژور خپګان (depression) وپېژنو او له اغېزمنو سره مرسته وکړو؟یوه ورځ نیمه هر انسان کله کله له خپګان سره مخام...
21/05/2021

څنګه کولی شو: ژور خپګان (depression) وپېژنو او له اغېزمنو سره مرسته وکړو؟

یوه ورځ نیمه هر انسان کله کله له خپګان سره مخامخېږي خو که چېرې یو کس له دوو اوونیو ډېر خپه وي او یا خپګان د ژوند پر نورو برخو اغېز کوي نو دا ښايي د ژور خپګان نښه وي. ژور خپګان ورو ورو ډېرېږي او پرې اخته کسان په لومړنیو کې پرې خپله نه پوهېږي خو د کورنیو غړي یې په چلند کې بدلون ته معمولآ متوجه کېږي.

د ژور خپګان نښې:
له هغو کارونو سره مو مینه نوره نشته چې پخوا مو خوښېدل. د نهیلۍ احساس کوئ. یا ډېر نه خوځئ او یا ځمکه ځای نه درکوي. تل ستړي یئ او انرژي نلرئ. یا تر حد ډېر او یا هېڅ خوراک نکوئ. یا تر حد ډېر بیدېږئ او یا هېڅ خوب نه درځي. د وړو کارونو لکه د تلویزیون لیدو او لوستو پر وخت مو هم ذهن تمرکز نه کوي.

څنګه په ژور خپګان له اخته کسانو سره مرسته وکړئ؟
هغوی پوه کړئ‌ چې تاسې یې په کیسه او غم کې یئ او هغوی درته مهم دي. ورته ووایئ چې تاسې غواړئ له زړه او بې قضاوت هغوی واورئ. هغوی چې څنګه دي تاسې یې منئ او خبرو ته یې غوږ نیسئ. په ارامه او مینه یې پوه کړئ چې له ځان سره مرسته وکړي لکه ورو فیزیکي تمرینات پیل کړي، پر وخت ویده شي، سمه او پر وخت ډوډۍ وخوري او هغه څه وکړي چې خوښېږي یې. هر ځای چې اوسېږئ له شته ادارو او خدماتو سره په تماس کې شئ. که په خپګان اخته کس له تاسې لرې وي نو د موبایل مسېج، پیغام او خبرو له لارې ورسره په تماس کې اوسئ. په خپګان له اخته کس سره حوصله وکړئ او زغم ولرئ. خپلې روغتیا ته هم پام وکړئ چې د ناروغ کس حالت پر تاسې تر اندازې ډېر فشار و نه کړي.

کله له ډاکتر/رواني متخصص سره تماس ونیسئ؟
که فکر کوئ په خپګان اخته کس د ځان وژنې فکر کوي او یا ستاسې شک راشي چې په خپګان اخته کس ښايي ځانته تاوان ورسوي نو له ډاکتر سره تماس ونیسئ.

Dr Abdu Rashid Jamil Zai

01/04/2021

RCT
نوموړی پروسیجر د root canal treatment ,root canal therapy,endodontic therapy,endodontic trearment په نامه هم یادیږی
نوموړی دتداوی یو پروسیجردی په کوم کی چی infected pulpکی ترسره کیږی چی په نتیجه کی غاښ کی دانتان له منځه وړل او همدارنګه غاښ په اینده کی دمایکروبیل حملی څخه ساتی
Canal pulpاو pulp chamberدغاښ په منځ کی فزیکی موجودیت دی چی دnerve tissue,blood vesselsاودحجروی برخی څخه جوړ شوی چی دی ته په ګډه dental pulpوایی
په endodontic therapyکی دغه پورته یادشوی ساختمان له منځه وړل ,disinfection,فرعی شکل ورکوونه,cleaning یا صفایی او دنوموړی خالیګاه decontamination دوړوفایلونو وینځونکی مایع irrigation solutionاو ډکوونه یا fillingدغیری میکروبی کانالونو ترسره کیږی
چی دغه ډکوونه دصفاشوی اوغیری میکروبی کانالونه دgutta purcha(gp),zinc oxide egenolاوهمدارنګه epoxyدgpسره یوځای ډکولو لپاره استعمالیږی
دوهم افشن دantiseptic موادو استعمال دی چی په دی کی paraformaldehydeاستعمالیږی
نوموړی دrct په اړه عمومی معلومات وه
RCT prucedure
دrctپروسیجر ۷مرحلی لری
۱Daignosis and preparation
له هر څه مخکی باید تشخیص وضعه شی یو درست تشخیص مونږ دتداوی یو ښه افشن انتخابولو ته رسوی
مونږ ته ته باید واضح شی چی ناروغ irreversible pulpitis دی اویا هم دirreversible pulpitis سره مواجه دی چی treatment option یی کیدای شی extraction او یا همrct وی
مختلف میتودونه دتشخیص لپاره استعمالیږی
۱palpationدریښی په ساحه کی جس کووچی پړسوب او tendernessشته اوکنه
۲Mobilityدنارمل حالت څخه زیات دغاښ خوځښت
۳percusionدpercusionسره دغاښ حساسیت
۴transilluminationحساس غاښ ته lightاچوو ګورو چی چی غاښ کی کسر شته او کنه
۵tooth sloothمریض ته دغاښ لاندی پلاستکی مواد کږدو ترڅومعلوم کړو چی درد شته او کنه دbiting سره
٦Radiographyګورو چی داخل کی راډیولوسنسی زیاته او که کمه ده
۷dental pulp test په دی کی په واضح ډول معلومیږی چی په پلپ کی decay موجوده او کنه
Opening in the crown3
Dentistدdental bur په واسطه دغاښ په کرون کی داینامیل او ډینټبن له لاری سوری جوړوی چیپه دی کی لاندی پروسیجری شاملی دی
الفــ:isolating the tooth
Isolation درابر دم په واسطه کیږی دلاندی مقاصدو لپاره
۱دیو asepticجراحی عملی لپاره ځکه چی دخولی څخه کانال نه منتن کیږی
۲مختلف تیز مواد استعمالوای شی نوموړی مواد دخولی جوف ته نه غورځیږی
۳او مریض له دی څخه ساتی ترڅو instrumentدمریض تیر شی
بـ:use of anesthetic
له ۲۰۱۸څخه راهیسی زیات استعمالیذونکی انستیتیک novocainدی چی dental prucedure کی استعمالیږی novocain په rct کی زیات استعمالیږی نسبت simple fillingته
ت:Removal pulp tissuپه دی کی دوه پروسیجردی
۱justt remove the pulp
۲shapingشیفینګ کی مختلف پروسیجرونه شامل دی خو زیات استعمالیدونکی یی step back دی (یوټیوب کی یی اوګوره)
3irregation
یا اوبه کوونه دمختلفوړموادو په واسطه ترسره کیږی
۱
Sodium hypochloriteدا ۲فیصده
۲chlorhexidin glucanate
۳framycetin sulfate
اونور هم زیات دی irregation اصلی مقصد دمیکروبونوله منځه ږړل دی او په دوه ډوله دی
۱manual irregationچی دسیرنج په واسطه کیږی
۲machin asisted irregation دی چی دماشین په ږاسطه کیږی
Filling the root canal 4
دفیلینګ لپاره ښه مواد چی دی هغه gutta purchasable(gp)دی کله چی نوموړی مواداستعمال شی نو دgpاو rootcanalدیوالونوترمنځ مسافه پاتی کیږی چی دا مسافه دrootcanal sealerپه واسطه ډکیږی
)داډیریتشریح ته اړتیا لری سرچ وکړﺉ)
Temporary filling 5
په موقتی ډول فیلیګ دcalcium hydroxide په واسطه کیږی
)داهم غټه موضوع ده)
6final restoration
په دی کی کرون ځای پر ځای کیږی دا چی کومو غاښونوته ځا ي پرځای کیږی ډیری تشریح ته اړتیا لری
Endodontic retreatment7
راتلوونکی موضوعات
Instrument and equipment
Complication
Prognosis
Systemic issue
Alternative
دانورموضوعات دی چی په راتلوونکی کی به بحث ورباندی وکړو
لیکوال داکټر عبدالرشید جمیل زی

په دې مطلب کې هغو ښځو ته چې غواړي ماشومان راوړي، وړاندې بايد کوم کارونه وکړي چې روغ او سالم وزېږي او د زېږون په وخت کې د...
10/02/2021

په دې مطلب کې هغو ښځو ته چې غواړي ماشومان راوړي، وړاندې بايد کوم کارونه وکړي چې روغ او سالم وزېږي او د زېږون په وخت کې دواړو ته کوم تکليف پېښ نه‌ شي. همدارنګه په دې وخت کې چې تر ډېره غذايي اړخ ته زياته پاملرنه په کار ده غږېږو.

۱. که اميندواره ښځه خپل غذايي رژيم ته پام وکړي او پر خپل وخت ګټور خواړه وخوري لکه؛ غوښه، پالک، هګۍ او تر ډېره سابه يا ترکارې ورسره وخوري.په تېره بيا ښځې ته چې ماشوم يې ناسالم يا هم معيوب پيدا کېږي.د طبپوهانو په باور که اميندواره ښځې پرله‌ پسې هغه خواړه چې زياته اوسپنه او پرېمانه وېټامين ولري وخوري ماشوم به يې سالم زېږي چې هيڅ ناروغې به نه لري او که ناروغ هم شي د بدن مقاومت به يې زيات وي.۳. په نورو هېوادونو کې هغه ښځې چې اميندواره وي ځان خوښ ساتي او تر ډېره پارکونو، تفريح ځايونو ته ځي، همدارنګه وچه او لمده (تازه) مېوه هر مهال خوري.– همداراز وچه مېوه د دماغ، عصبي رشتو او سيسټم په قوي کولو کې زيات رول لري؛ نو کومه ښځه چې ماشوم زېږولو ته يې زړه کېږي، وچه او لمده مېوه دې نه هېروي.
۲. هغه وخت چې ښځه او خاوند د ماشوم زېږولو په خاطر همبستره کېږي له وړاندې بايد دا هېر نه کړي چې خپل شرم ځايونه پاک او تشې مېتيازې خارج کړي، ځکه روغتیا پوهان په دې نظر دي چې زيات ميکروبونه له تشو مېتیازو او ناپاکيو سره د نارينه او ښځې ف*ج ته زيان رسوي.په تېره بيا ښځې ته چې ماشوم يې ناسالم يا هم معيوب پيدا کېږي.همدارنګه ښځه او خاوند د سالم ماشوم پیدا کولو لپاره اړیکه بايد د سهار پاڅېدلو په وخت کې ونیسي، ځکه په دې وخت کې رګونه تش او ټول هور مونونه ترشح شوي وي چې له امله اړيکه خوندوره او د دواړو پر بدن زور نه راځي او که ماشوم يې په نس شي تر ډېره به سالم وي.– هغه ښځې چې زياته مېوه لکه؛ انګور، مڼې، مالټې، کېنو، کېلې، الو، ام، هيندواڼه او … خوري نه يوازې چې ماشوم يې سالم وي، بلکې له هغه سره سره به ښکلی هم وي
3.په نورو هېوادونو کې هغه ښځې چې اميندواره وي ځان خوښ ساتي او تر ډېره پارکونو، تفريح ځايونو ته ځي، همدارنګه وچه او لمده (تازه) مېوه هر مهال خوري.– همداراز وچه مېوه د دماغ، عصبي رشتو او سيسټم په قوي کولو کې زيات رول لري؛ نو کومه ښځه چې ماشوم زېږولو ته يې زړه کېږي، وچه او لمده مېوه دې نه هېروي.
4. اميندواره ښځې او ماشوم ته تر هر څه زيات جانبي عوارض له دروند کار ور پېښېږي. کومې ښځې چې په دې وخت کې درانه کارونه کوي، ماشوم يې له وخت وړاندې زېږي، ناسالم زیږي او يا مړ زېږي.
5. کومې ښځې چې غواړي سالم «روغ» ماشوم ولري دا پورته خبرې دې نه هېروي او دا هغه لارې وې چې تر زېږون وړندې عملي کېدې.کومې ښځې چې ښه خواړه نه خوري ماشوم يې وږی او خوار ځواکی کېږي؛ نو په کار ده چې هغه ته يوازې د مور شېدې ورکړل، خو هغه مهال چې ښځه خپل خوراک ته ډېره پاملرنه وکړي.خو په دويمه مرحله تر «زېږون وروسته» خپل غذايي رژيم ته بيا هم ډېره توجه وکړي او د دې تر څنګ په دې وخت کې بېلابېل خواړه وخوړل شي چې شېدې يې ډېرې او ماشوم يې موړ وي.

07/02/2021

موضوع = سوچر Suture یا کوک وهل یا ګنډل
Suture سوچر
تعریف ؟
سوچر دیو تعقیم شوي تار په واسطه د زخم یا د جرحی یا دجراحي ګنډلو ته سوچر ،کوک یا ګنډل وایي ،

دسوچر suture ډولونه ؟
سوچر په دوه ډوله دی ،
(1) داخلي ګنډل Internal Suture
(2) خارجي ګنډل External Suture

دسوچر Suture اهداف ؟
= دیو زخم د ژر التیام یا دزخم د ژر جوړیدو په خاطر
= دانتاناتو دمخنیوي په خاطر
= دوینی دبندیدو په خاطر

د سوچر suture د تار ډولونه ؟
* کرومیک Chromic
* یکرېل Yicrill
* کاټن Coton
* ناېلون Nylone
* ډکرون Ducrone
*سټيپل Staple
* سیلک Sillc
* پرولین Prollin
* لینین Linine

دسوچر suture د تار اندازه یا ګیچ Gage ؟
دسوچر اندازه عبارت دی له ،
له صفر اعشاریه صفر نه تر صفر اعشاریه لسو پوری دګیچ اندازه دی ،

په عمومي ډول د تار ډولونه په دوه ډوله دي ،
1= جذبونکي یا ابزرویبل Absorvable تار
2= نه جذبونکي یا نن ابزرویبل Non Absorvable

نوټ
ابزرویبل Absorvable هغه تار دی چه هغه جذبیږي ، او نن ابزرویبل Non Absorvable هغه تارونه دي چه هغه نه جذبیږي ،

ابزرویبل Absorvable تار په دوه ډوله دی ،
* کرومیک Chromic تار دی چه دا لانګ ابزرویبل Long Absorvable دي چه ژر نه جذبیږي ،
* ویکریل vicril تار دی چه دا ژر نه جذبیږي ،

نه جذبیدونکي تار یا نن ابزرویبل Non Absorvable تار دا هم په دوه ډوله دي ،
* سیلک Silk تار چه دا فیکس ټایم Fix Time دي ، چه دا زخمونه وخت ته اړتیا لري ، چه دا زخمونه په اوو یا زياتو ورځو کی جوړیږي ،
* پرولین Prollin تار دی چه دا لانګ اکټينګ Long Acting یا اوږد وخت ته اړتیا لري ،

---- کوک یا ټک وهل -------
کوک یا ګنډل په پنځه ډوله دی ،
= سیمپل Simple یا ساده سوچر
= کانټينیوز Continous یا جاری چه دی ته سرکولیټ هم وایي ،
= سیمپل کانټينیوز Simple Continous
= سب کوټانیوز Sub Cotanous چه په دی باندی دجلد داخلي برخه ګنډل کیږي ،
= ټينشن Tension دا اوټ ټو این او این ټو اوټ سوچر وهل کیږي ،

====== یادونه =======
هغه زخمونه چه یو سانتي متر غوڅ شوی وي باید وګنډل شي ، او هغه زخمونه چه شپږ ساعته پری تیر شوی نه وي باید وګنډل شي ، او که چیرته شپږ ساعته پری تیر شوی وي ، په دغه وخت کی بیا د زخم څخه اضافي غوښه لری کوو یا یي غوڅوو او بیا زخم ګنډو ،

>>
سامان اولوازم عبارت دي له ،،،،،،؟؟؟
* دتا ر موخودیت
* پینس
* نیډل هولډر
* کلامپونه
* ګاز پیس
* پایوډين یا کلورانیزوډين
* هایدروجن
* لوکل انټي هسټامین
* سیرنجونه
* سرجیکل ګلابزونه
* زینکو پلاسټ پلاسټر
* دناروغ دوسیه او مکمل جراحي سیټ
M.B.B.S MD. R.M.P
Dr Abdu Rashid Jamil Zai

05/02/2021

هغه درمل چې په موضعي ډول د خــــــولـــې په درملنه کې کارول کيږی
( Drugs Used Locally to treat Mouth )

هغه درمل چي د خولې په درملنه کی کارول کيږی چی د جيل يا ملهم په شکل جوړ شوی چې د خولې په درملنه کی ورڅخه استفاده کيږی په لاندی ډول دي
👇

1 ___ Bonjela ___ بونجيله
2 ___ Enzichlor ___ انزيکلور
3 ___ Permethol ___ فيرميتول
4 ___ Potassium Nitrate _ پوتاشم نايتريت
5 ___ Daktarin Oral Gel __ دکترين اورل جيل
6 ___ Somo Gel ___ سمو جيل

استــــعـمـال طـــــريــقــه او دوز 👇

1 ___ Bonjela ___ بونجيله ملهم

استــــطــبــاب ( استعمال ځای ) Indication :
دا درمل د وريو د التهاب , د خولې د پوخوالی , د ژبې د سوځيدو , د خولې د زخم , اود ماشومانو د غاښونو د راختلو په مهال د درد د کنټرول لپاره کارول کيږی .
د کارونی مـــــقـــدار ( دوز ) :
له څلورو مياشتو لوړ عمره ماشومانو ته دی د ګوتو پواسطه په ورځ کی يو ځل او لويان دی يی هر څلور ساعته وروسته د خولې په متاثره ساحه باندی وکاروی ( Gel Bonjela 10mg ) .
دا درمل که د لاړو پواسطه تير هم شی پروا نکوی .

2 ___ Somo Gel ___ سمو جيل ملهم

دا درمل د خولې , وريو او ژبې د التهاب يا زخم له امله د پيدا شوی درد د کنټرول لپاره کارول کيږی .
درمل دی د ګوتو پواسطه هر 4_5 ساعته وروسته په صحيح ډول سره په ژوبله ساحه وموښل شي .
( Some Gel 15mg )
دا درمل که د لاړو پواسطه تير هم شی پروانکوی

3 ___ Daktarin Oral Gel __ دکترين د خولې ملهم

ددی درمل په ترکيب کی Miconazole چی يو انتی فنګسی ( Anti Fungal ) درمل دی شامل دی . دا درمل د خولې او ستونی انتان د له منځه وړلو لپاره کارول کيږی . په ورځ کی دی دوه دری ځلی په صحيح ډول په متاثره ساحه باندی وموښل شی .

( Daktarin Oral Gel ( Miconazole Gel 20mg )

4 ___ Enzichlor
اســــتــطبــاب ( استعمال ځای ) Indication :
د خولې د ناروغيو لکه زخم , غاښونو د زخم , بد بويی , د ستونی د تخريش , دغداواتو د التهاب , د فرنکس د التهاب اود ستونی د عملياتو څخه وروسته کارول کيږی .
د کارونی مقدار :
له شپږکلونو لوړعمره کسان دی هر 3_4 ساعته وروسته يوه اندازه د دولس دقيقو په جريان کی غوغړه کړي .
جانبی عوارض :
د خولې د خوند خرابوالی , د غاښونو د ځلا بايلل او کلسيفيکيشن .
احتياط :
له ســـــتــرګــــو دی ليری وساتل شی اوله تيرولو څخه ډده وشی .
مضاد استطباب ( نه کارونه ) Contraindiacion :
د حــــــــــــمـــــــــل او شــــــــــــيـــــــــدو ورکولو په مهال دی نه کارول کيږی .
( Gel Enzichlor 30mg )

5 ____ Permethol

اســـــــــتــطـــبــــاب ( استعمال ځای ) Indication :
د وريو د التهاب او وينی بهيدنی لپاره کارول کيږی .
د کارونی اندازه :
په ورځ دوه ځلی وکارول شی . له شپږ کلونو کم عمره ماشومان دی دا درمل نه کاروی .
احــــتــــيــــاط :
له سترګو د ليری وساتل شی اوله تيرولو څخه دی ډډه وشی .

6 ____ Potassium Nitrate

اســـــــتـــطـــبـــاب ( استعمال ځای ) Indication :

د غاښونو د حساسوالی او شديد درد , د غاښونو ديخ کيدنی , د خوږو او تروو شيانو له امله د درد او غاښونو د خاليګاو د ساتنی لپاره کارول کيږی .
مــــــــــــــــــــضــــــــــاد استـــــطــبــاب :
هغه ماسومان چی عمر يی د شپږو کلونو کم وی دا درمل دی

M.B.B.S MD Dr Abdu Rashid Jamil Zai

Address

Kabul
6296

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Jamil Zai Clinic جمــــیل زی کلینک posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram

Category