16/09/2025
په هغو کسانو کې چې شیزوفرېنیا او بایپولار اختلال لري، د هپاتیت C ناروغۍ امکان اووه چنده زیات دی.
ساینسپوهانو موندلي چې د هپاتیت C ویروس په مغز کې د مغز د محافظتي پوښ “چورایډ پلکسس(choroid plexus) کې پټ دی، په هغو کسانو کې چې شیزوفرېنیا یا بایپولار اختلال لري — یو کشف چې ممکن دا روښانه کړي چې ولې دا رواني ناروغۍ دغه شدت لرونکي نښې لري.
د مغز نمونو او طبي معلوماتو په مطالعې کې، محققینو وموندل چې په هغو کسانو کې چې دا اختلالات لري، د هپاتیت C ویروس په مغز پوښ کې شتون تقریباً اووه چنده ډېر وي نسبت هغو خلکو ته چې سالم دي یا لوی ژور خپګان (major depression) لري.
که څه هم ویروس په مستقیم ډول د مغز نسج ته نه ځي، خو داسې ښکاري چې په نژدې سیمو لکه هیپوکامپوس کې د جینونو فعالیت بدلوي، کوم چې پر حافظه او مزاج اغېز کوي، او هیله راپيدا کوي چې انټيوایرال درملنې ممکن د ځینو ناروغانو لپاره نښې کمې کړي.
:ترتیب
ورور مو سیدعبدالله بریالی
Scientific / Academic Sources :
Webster, M.J., Balagopal, A., Quinn, J., Chen, O., Sabunciyan, S. Association of viral RNAs in the choroid plexus with bipolar disorder and schizophrenia and evidence for the hepatitis C virus involvement in neuropathology. Translational Psychiatry. 2025;15(1):216. DOI: 10.1038/s41398-025-03387-3
The study used postmortem choroid plexus samples from individuals with schizophrenia, bipolar disorder, major depressive disorder, and unaffected controls, and found that Hepatitis C Virus was the only virus that reached statistical significance in association with schizophrenia and bipolar disorder.
They also used data from the TriNetX electronic health record database with about 285 million patients, finding chronic HCV prevalence at ~3.6% among schizophrenia and ~3.9% among bipolar disorder groups, compared with ~1.8% in major depression and ~0.5% in control population.