National Blood Bank of Afg

National Blood Bank of Afg NBB that has founded about 35 years ago, is providing Free and Safe Blood and Blood products to every needed Patient.

16/02/2026

؟
#هېموفېلیا د وینې یوه داېمي او ارثي ناروغي ده او په دې ناروغۍ باندې د اخته ناروغ له زخم/ټپ څخه وینه بهیدل په اسانه توګه نه بندېږي۔ دا چې یاده ناروغي د وینې اړوند ده نو د لا ښه پوهاوي لپاره به دا ښه وي چې اول د وینې په اړه ځان پوه کړو۔
#وینه په وجود کې یو مهم ژوندی، مایع، ګرځنده او ارتباطي نسج دی، چې د زړه په واسطه د رګونو له لارې د انسان په ټول بدن کې ګردیش کوي۔
نو له همدې امله وینه د انسان په بدن کې ډېرې مهمې دندې په مخ وړي لکه
د بدن ټولو برخو ته د اکسیجن(O2) رسول، او له بدن څخه د کاربن ډاېې اکساېډ (CO2) او نور هرجن موادو په اخراج کې مهم رول پرمخ وړل،
د بدن ټولو حجراتو ته د غذایی موادو وړل،
د بدن د تودوخي درجه برقراره ساتل،
د بدن له ېوې برخې بلې برخې ته د هارمونونو لېږد،
دفاعي سېسټم د حجراتو لېږد او
د بدن غړو ترمنځ تماس ټينګول وغېره د وینې له یو لړ ډېرو مهمو دندو څخه ګڼل کېږي، چې پرته له دې د انسان ژوند ناممکن دی۔
نو له همدې کبله د وېنې اړوند ناروغېو په اړه
عامه پوهاوی،
پر وخت تشخیص او
پر وخت درملنه هم
ډېره اړینه او مهمه ده۔

هیمو فېلیا، تېلي سیمیا، انیمیا او لیکیومیا وغېر د وینې اړوند مهمې او مشهورې ناروغۍ دي۔

#هیموفېلیا د وینې یوه دایمي او ارثي ناروغي ده، چې په دې ناروغۍ باندې د اخته ناروغ له زخم/ټپ څخه د وینې بهیدل په اسانې نه بندېږي او په شدید حالت کې خو بې له ټپي کېدو هم کله نه کله د ناروغ له پوزې، د غاښونو له ورېو څخه د وینې بهیدل پېلېږي او ځینې وختونه خو ان د بدن په مختلفو بندونو کې هم بې له ټپي کېدلو وینه بهېدل پېلېږي۔
هیموفېلیا عموماً یوه ارثي ناروغي ده چې کوچنیانو ته د مور یا د پلار څخه انتقالېږي۔
خو ځینې وختونه نور عوامل لکه د بدن په دفاعي سېسټم کې د خلل له امله کېدای چې خلک په هیموفېلیا ناروغۍ باندې اخته شي۔
د هیموفېلیا په ناروغۍ کې اصلاً د ناروغ په وینه کې د وینې د بندیدو/لخته کېدو لپاره د ځانګړو فکټورونو د کم مقدار یا نه شتون له کبله رامنځ ته کېږي، له دې جملې فکټور نمبر ٨، ٩، او ١١ نمبر مهم فکټورونه ګڼل کېږي۔
په افغانستان او نوره نړۍ کې د ٨ نمبر فکټور ناروغان ډېر دي او ورپسې د ٩، ١١ او ١٣ نمبر فکټور ناروغان دي۔
زما د څېړنې له مخې دا وخت په افغانستان کې تقریباً له ١٢٦٠ ډېر کسان د هیموفېلیا په بد مرغه ناروغۍ باندې اخته دي، اکثراً ېې له ٣ - ١٥ کالو پورې عمرونه لري۔
د وینې ملي بانک سره راجیسټر شوې شمېر ښاي چې د هیموفلیا تر ټولو زیات ناروغان په هېموفېلیا اې Hemophilia A باندې اخته دي او په دې ناروغانو کې د فکټور نمبر ٨ Factor number -8 اندازه ډېره کمه وي او یا بېخي نه تولیدېږي ۔
په دې پسې د هیموفېلیا بی Hemophila B ناروغان دي او د دوی په بدن کې ٩ نمبر فکټور نه تولیدېږي۔
د هیموفېلیا په ناروغانو کې د فکټور د کمښت یا نشتون له کبله د ناروغ د زخم/ټپ یا بې له ټپي کېدو د ناروغ پوزې او ورېو وغېره څخه په غېر نورمال ډول وینه بهېږي او د وینې بهېدل په اسانې نه بندېږي۔
نو له دې کبله ناروغ ته د یو بل انسان څخه د وینې اخیستل نهاېت اړین دي او په شدید حالت کې ورته د فکټور پېچکاري تطبیق کول هم ډېر ضروري دي۔

١٧ اپرېل په ټوله نړۍ کې همیوفېلیا د نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي۔
د دې ورځې د لمانځلو مهم مقصد د هموفېلیا ناروغۍ په اړه عامه پوهاوی او د هیموفېلیا ناروغانو سره د ټولنې نور خلک مرستې او همکارې ته رابلل او تشویق ول دي۔
نو د افغانستان د وینې ملي بانک اداره، ټول ډاکټران او کارکوونکي له تاسې ټولو هېوادوالو څخه په خورا درناوي دا هيله کوي چې لطفاً د هیموفېلیا ناروغانو سره د فزیکي برخورد او جنګ کولو څخه ډډه وکړﺉ تر څو هغوی ټپي نشي، که د هیمو فېلیا ناروغ مو په ټپي حالت کې ولید نو هیله کوو چې د هغه سره مرسته وکړﺉ چې پر وخت روغتون ته ورسېږي۔
دا زمونږ او ستاسې ټولو انساني او شرعي مسولیت دی۔
#پېغام:
هیله کوم چې د هیموفېلیا او تیلي سیمیا ناروغانو ته خپله وینه ورکړﺉ او د هغوی ژوند وژغورﺉ ۔

په درنښت
ستاسې ورور
ډاکټر سیف الرحمن پشتون۔
مالیکیولر بیالوجیسټ
د وینې ملي بانک مسوُل۔
کابل۔

16/02/2026

؟
#وینه په وجود کې یو مهم ژوندی، مایع، ګرځنده او ارتباطي نسج دی۔
همدا رنګه وینه د انسان په بدن کې ډېرې مهمې دندې په مخ وړي لکه

د بدن ټولو برخو ته د اکسیجن (O2)وړل،

د بدن څخه د کاربن ډاېې اکساېډ (CO2) او نور هرجن مواد خارجول،

د بدن ټولو غړو او حجراتو ته د غذایی موادو وړل،
د بدن د تودوخي درجه یو شان برقراره ساتل،
د بدن مختلفو برخو ته د هارمونونو رسول،
د ناروغېو په خلاف دفاعي نظام د حجراتو لېږد او
د بدن غړو ترمنځ تماس ټينګول وغېره د وینې له یو لړ ډېرو مهمو دندو څخه ګڼل کېږي، چې پرته له دې د انسان ژوند ناممکن دی۔
نو له همدې کبله د وېنې اړوند ناروغېو په اړه
عامه پوهاوی،
پر وخت تشخیص او
پر وخت درملنه هم
ډېره اړینه ده۔

هیمو فېلیا، تېلي سیمیا، انیمیا او لیکیومیا وغېر د وینې اړوند مهمې او مشهورې ناروغۍ دي۔

#هیموفېلیا د وینې یوه دایمي او ارثي ناروغي ده، چې په دې ناروغۍ باندې د اخته ناروغ له زخم/ټپ څخه د وینې بهیدل په اسانې نه بندېږي او په شدید حالت کې خو بې له ټپي کېدو هم کله نه کله د ناروغ له پوزې، د غاښونو له ورېو څخه د وینې بهیدل پېلېږي او ځینې وختونه خو ان د بدن په مختلفو بندونو کې هم بې له ټپي کېدلو وینه بهېدل پېلېږي۔
هیموفېلیا عموماً یوه ارثي ناروغي ده چې کوچنیانو ته د مور یا د پلار څخه انتقالېږي۔
خو ځینې وختونه نور عوامل لکه د بدن په دفاعي سېسټم کې د خلل له امله کېدای چې خلک په هیموفېلیا ناروغۍ باندې اخته شي۔
د هیموفېلیا په ناروغۍ کې اصلاً د ناروغ په وینه کې د وینې د بندیدو/لخته کېدو لپاره د ځانګړو فکټورونو د کم مقدار یا نه شتون له کبله رامنځ ته کېږي، له دې جملې فکټور نمبر ٨، ٩، او ١١ نمبر مهم فکټورونه ګڼل کېږي۔
په افغانستان او نوره نړۍ کې د ٨ نمبر فکټور ناروغان ډېر دي او ورپسې د ٩، ١١ او ١٣ نمبر فکټور ناروغان دي۔
زما د څېړنې له مخې دا وخت په افغانستان کې تقریباً له ١٢٦٠ ډېر کسان د هیموفېلیا په بد مرغه ناروغۍ باندې اخته دي، اکثراً ېې له ٣ - ١٥ کالو پورې عمرونه لري۔
د وینې ملي بانک سره راجیسټر شوې شمېر ښاي چې د هیموفلیا تر ټولو زیات ناروغان په هېموفېلیا اې Hemophilia A باندې اخته دي او په دې ناروغانو کې د فکټور نمبر ٨ Factor number -8 اندازه ډېره کمه وي او یا بېخي نه تولیدېږي ۔
په دې پسې د هیموفېلیا بی Hemophila B ناروغان دي او د دوی په بدن کې ٩ نمبر فکټور نه تولیدېږي۔
د هیموفېلیا په ناروغانو کې د فکټور د کمښت یا نشتون له کبله د ناروغ د زخم/ټپ یا بې له ټپي کېدو د ناروغ پوزې او ورېو وغېره څخه په غېر نورمال ډول وینه بهېږي او د وینې بهېدل په اسانې نه بندېږي۔
نو له دې کبله ناروغ ته د یو بل انسان څخه د وینې اخیستل نهاېت اړین دي او په شدید حالت کې ورته د فکټور پېچکاري تطبیق کول هم ډېر ضروري دي۔

١٧ اپرېل په ټوله نړۍ کې همیوفېلیا د نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي۔
د دې ورځې د لمانځلو مهم مقصد د هموفېلیا ناروغۍ په اړه عامه پوهاوی او د هیموفېلیا ناروغانو سره د ټولنې نور خلک مرستې او همکارې ته رابلل او تشویق ول دي۔
نو د افغانستان د وینې ملي بانک اداره، ټول ډاکټران او کارکوونکي له تاسې ټولو هېوادوالو څخه په خورا درناوي دا هيله کوي چې لطفاً د هیموفېلیا ناروغانو سره د فزیکي برخورد او جنګ کولو څخه ډډه وکړﺉ تر څو هغوی ټپي نشي، که د هیمو فېلیا ناروغ مو په ټپي حالت کې ولید نو هیله کوو چې د هغه سره مرسته وکړﺉ چې پر وخت روغتون ته ورسېږي۔
دا زمونږ او ستاسې ټولو انساني او شرعي مسولیت دی۔
#پېغام:
هیله کوم چې د هیموفېلیا او تیلي سیمیا ناروغانو ته خپله وینه ورکړﺉ او د هغوی ژوند وژغورﺉ ۔

په درنښت
ستاسې ورور
ډاکټر سیف الرحمن پشتون۔
مالیکیولر بیالوجیسټ
د وینې ملي بانک مسوُل۔
کابل۔

 (C)ویتامین سی برای رشد و ترمیم انساج بدن در تمام قسمت‌های بدن ما لازم است. این ویتامین بری تشکیل کلاجن که یک نوع پروتین...
15/02/2026

(C)
ویتامین سی برای رشد و ترمیم انساج بدن در تمام قسمت‌های بدن ما لازم است. این ویتامین بری تشکیل کلاجن که یک نوع پروتین مهم برای ساخت جلد، انساج تخریب شده یا اسکار، تاندون‌ها، لگامنت ها و رگ‌های خونی می باشد استفاده می‌شود.
ویتامین سی برای بهبود زخم‌ها و ترمیم و حفظ سلامت غضروف، استخوان‌ها و دندان‌ها نیز بسیار مهم است.
این ویتامین چون مقاومت بدن را بالا می برد و سیستم معافیت بدن را تقویت می نماید از همین سبب ما را در برابر میکروب های مختلف محافظت می کند.
ویتامین سی همچنین یک آنتی‌اکسیدانت نیز می باشد. آنتی‌اکسیدانت ها، که در بسیاری از میوه‌ها و سبزیجات تازه یافت می‌شود، برخی از آسیب‌هایی را که در هنگام تبدیل غذا به انرژی در بدن ما ایجاد می شود، مهار می‌کند. از همین سبب ویتامین سی با خاصیت انتی اکسیدانت خود رادیکال های آزاد را که برای بدن بی نهایت مضر است خنثی می نماید، این خاصیت از امراض قلبی وعایی، تعدادی از سرطان ها، مرض شکر، سکته مغزی و سایر امراض تا حد زیادی جلوگیری می کند.
چیزی که برای خانواده ها مهم است این موضوع می باشد که باید در رژیم غذایی کودکان خود ویتامین سی را شامل بسازند این ویتامین در بسیاری از میوه ها و ترکاری ها موجود می باشد به خصوص فامیل ستروس که شامل میوه هایی است که پوست نارنجی رنگ دارد مانند کینو، مالته و غیره.
در این تصویر بعضی از میوه ها و ترکاری هایی را که ویتامین سی زیاد دارند مشاهده کرده می توانید.
#کاپي

15/02/2026
 د کابل په سینما پامیر کې موقعیت لري او د کابل ښار په ٨ لویو روغتونونو کې فعالې څانګې لري۔ډېر د ویاړ ځای دی چې د وینې مل...
15/02/2026

د کابل په سینما پامیر کې موقعیت لري او د کابل ښار په ٨ لویو روغتونونو کې فعالې څانګې لري۔
ډېر د ویاړ ځای دی چې د وینې ملي بانک پشمول ټولې څانګې په ټول هېواد کې د وینې اړمنو ناروغانو ٢٤ ساعته خدمتونه وړاندې کوي۔
د وینې ملي بانک ستاسې ټولو خپل بانک دې او ویاړو چې له هر رنګه توپیر پرته ټولو ناروغانو خپل خدمتونه وړاندې کوي۔

14/02/2026

تیلي سیمیا د وینې یوه ارثي او دایمي ناروغي ده۔
په دې ناروغۍ باندې د اخته ناروغانو د DNA په هغه برخه کې ناوړه تغیر رامنځ ته شوی وي کوم چې د هیموګلوبین په نامه پروټین جوړه وي۔
هیموګلوبین هغه پروټین دی کوم چې وینې ته سور رنګ ورکوي او د بدن ټولو برخو ته د اکسیجن رسولو دنده پر مخ وړي۔
کله چې په DNA کې داسې تغیر رامنځ ته شي چې د هغې له امله بدن روغ/ سالم هیموګلوبین پروټین نشي جوړولی نو بیا هغه نیمګړی یا ناسالم هیموګلوبین پروټین د اکسجین رسولو دنده پرمخ نشې وړلای چې له دې امله د ناروغ په وینه کې سره کرویات یعني د
Red Blood Cells
له وخته مخکې له منځه ځي او پېله کې ناروغ د وینې په کمښت یا کم خونۍ اخته کېږي۔
نو له دې کبله د تیلي سیمیا ناروغان مجبور دي چې په هره میاشت کې یو یا دوه ځله ځان ته وینه ولګوي۔
نو زه له تاسې ټولو هغو هېوادوالو چې روغ صورت لري، دا هیله کوم چې د تیلاسیمیا ناروغانو ته خپله وینه د ثواب په خاطر ورکړﺉ او د هغوی ژوند وژغورﺉ۔
د وینې ملي بانک ویاړي چې د وینې اړمنو نورو ناروغانو ترڅنګ د تیلي سیمیا ناروغانو ته هم په دوامداره توګه ٢٤ ساعته خدمتونه وړاندې کوي۔

وینه ورکړﺉ ژوند وژغورﺉ۔

په درناوي
ستاسې ورور
ډاکټر سیف الرحمن پشتون
مالیکیولر بیاجېسټ
د وینې ملي بانک عمومي امر ۔

Address

Cinema Pameer
Kabul

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when National Blood Bank of Afg posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram