03/12/2025
فیسبوک Content Monetization په اړه!
په فیسبوک کې د نوي اپډېټ له مخې اوس خپل فیسبوک ته ننوځي هلته Dashboard په برخه کې د Monetization اپشن وګوري د کنټینټ مونیټایشن هغه برخه به تاسو ته هم همداسې ښکاري مطلب تاسو هم د کنټینټ مونیټایشن لپاره د انتظار په لېست کې یاست چې هر وخت ورته فیسبوک دعوت کړي مونیټایشن سیټپ به فعال کړي نور هېڅ ډول اضافي کار ته اړتیا نشته په دې برخه کې یواځې په اخیر کې په (Notify Me) کلیک وکړئ که مو نه کلیک کړئ او کله چې مونیټایشن درته فعال شي نو فیسبوک به تاسو ته خبر یا نوټیفکیشن درولیږي!
په یاد ولرئ چې هر څوک نه شي کولای کنټینټ مونیټایشن ترلاسه کړي په فیسبوک کې یواځې هغه څوک دا فیچر ترلاسه کولای شي چې په خپل کنټینټ (ویډیوګانې، پوسټونه او سټوري) باندې منظم او ښه کیفیت کې اپلوډ کوي همدارنګه د دې لپاره ستاسو د فیسبوک لوکیشن هم باید افغانستان نه وي په دې برخه کې یو خارجی هیواد اډمین درسره مرسته کولای شي او یا هم د لوکیشن بدلولو لپاره پیډ وې پی ان یا پروکسي.