SIC-Cardiology

SIC-Cardiology Cardiovascular knowledge

18/01/2026

“Right atrial myxoma was incidentally discovered in a 55-year-old female patient during preoperative evaluation for cholecystectomy.”

16/01/2026
IUS: Advances in Cardiology TechnologyIUS, or Intravascular Ultrasound, is an advanced technology widely used in the dia...
16/01/2026

IUS: Advances in Cardiology Technology

IUS, or Intravascular Ultrasound, is an advanced technology widely used in the diagnosis and treatment of cardiovascular diseases. This technique allows cardiologists to visualize the inside of blood vessels in great detail, which is not possible with conventional imaging methods.

In IUS, a thin ultrasound probe is inserted into the blood vessel, providing clear images of the vessel walls, the degree of narrowing, and the type of plaque present. This detailed information is essential for accurate assessment of coronary artery disease.

IUS is especially valuable during stent placement, as it helps ensure that the stent is properly positioned and fully expanded. By using this technology, treatment outcomes are improved and the risk of complications is reduced.

Overall, IUS represents a significant advancement in cardiology, contributing to precise diagnosis, safer interventions, and better quality of life for patients.

01/12/2025

Med G

21/11/2025

Huge carotid body tumor (chemodactoma).

21/11/2025

Huge carotid body tumor in a fourty year old omen

With Med G – I just got recognized as one of their rising fans! 🎉
18/11/2025

With Med G – I just got recognized as one of their rising fans! 🎉

With Nurse Notes – I just got recognized as one of their rising fans! 🎉
18/11/2025

With Nurse Notes – I just got recognized as one of their rising fans! 🎉

With DrAmin Ahmadi – I just got recognized as one of their rising fans! 🎉
18/11/2025

With DrAmin Ahmadi – I just got recognized as one of their rising fans! 🎉

دکاربون مونو اوکساید (CO) تسمملیکنه: دکتور محمد یونس سلطانيګازنیونه یا د کاربنذمونواوکساید (CO) تسمم:ګرانو درنو  هیوادوا...
14/11/2025

دکاربون مونو اوکساید (CO) تسمم
لیکنه: دکتور محمد یونس سلطاني

ګازنیونه یا د کاربنذمونواوکساید (CO) تسمم:
ګرانو درنو هیوادوالو ، لوی خدای مو له ټولو افتونو خوندي وساته.
د ځان، ماشومانو او کورنۍ د ژوند ساتنه د ټولو فرض ده، له ژوند سره بي باکي هرورمرو لویه ګناه ده ، له همدي امله د ځانونو او کورنۍ ژوند مو وژغورۍ.
ډیری داسي طبیعي پیښي دي چه که سمه پاملرنه وشي ښايي له لویه ناورینه مخنیوی وشي، خو که بي باکي وشي بیا خدای مکړه د یوه لوی ناورین لامل کیږي.
د ا چه په هیواد کي د یخنۍ موسم رارسیدلی، او له بده مرغه ډیری هیوادوال د تودوخي سمو توکو ته لاس رسی نلري، نو مجبور دي چه له دودیزو غیر مصونو وسایلو خپله دکور او کارځای تودوخه تامین کړي. بازار ته هم په پراخه کچه بي کیفیته او مضر د تودوخي وسایل واردیږي، لکه ګازي بخارئ ، تیلي بخارۍ، د زغال بخارۍ، صندلۍ او نور. له بله پلو د سون توکي لکه ګاز ، تیل او دډبرو سکاره هم سټندرډ نه دي چه سم وسوځي او ګواښونکي ګازات خپاره نکړي. بله داچه په دي موسم کي ټول هڅه کوي چه د کوټي د تهویي لاري وتړي .
دغه ټول عوامل او ورسره د ګازي ، تیلي او زغالي توکو بي احتیاطه سوزول د ګاز نیوني یا د کاربن مونواوکساید د تسمم پیښي رامنځ ته کوي چه له بده مرغه مرګوني پایلي لري او هر کال زموږ ګڼ شمیر هیوادوال د غم په ټغر کینوي.
دغه لنډه لیکنه د دي لپاره خپروم چه که خدای وکړي د یوه هیوادوال په درد وخوري او له دي ګواښه ځان اوو نور وژغوري.

د ژمي په موسم کي په ټوله نړۍ، په ځانګړي توګه په سړو سیمو کي خلک د تودوخي په موخه له بیلابیلو توکو څخه کار اخلي. د نړي په بي وزله او وروسته پاتي سیمو کي په ټوله کي خلک د کار او اوسیدلو په ځايونو کي د تودوخي په موخه د سون دا سي توکي کاروي لکه ګاز، د ډبرو سکاره، تیل او داسي نور چه که چیري يي وسایل سم ونه کارول شي او نوموړي توکي په پوره توګه ونه سوزول شي نو په محیط کي کم یا زیاد مقدار دی کاربن مونو اوکساید (CO) ګاز خپروي.
کاربن مونواکساید CO یو بي رنګه، بي خونده او بي بویه ګاز ده چه د پورته یاد شویو د سون کاربن لرونکو توکو (ګاز، سکاره، تیل ...) له ناکافي سوزیدلو څخه منځ ته راځي.
که دا ګاز په یوه ازاده فضا کي چه په لوړه کچه اکسیجن (O) ولري خپور شي، نو له اکسیجن سره یو ځای کیږي او کاربن ډای اکساید (CO2) جوړوي، دا ګاز بیا د انسان د وجود لپاره زهرجن نه وي. خو که کاربن مونواکساید (CO) په يوه سر بسته محیط کي خپور شي چه د اکسیجن کچه پکي کمه وي لکه د موټرمینځ، تړلي خونه، ښمڅي، ژوري څاګاني او تر ځمکه لاندي معدنونه، نو بیا دا ګاز په محیط کي بي بدلونه پاتي کیږي او د اوسیدونکو وګړو لخوا تنفس کیږي، په پایله کي د انسان په وجود کي د شدیدو زهرجنو تعاملاتو له امله د شدیدي ناروغۍ او آن مړیني لامل ګرزي.
د CO تسمم د نړۍ په کچه د تسمم له امله د مړیني تر ټولو لوي لامل ګڼل کیږي.
د دي ګاز د تسمم له امله د مړیني کچه ځکه هم ډیره لوړه ده، ځکه چه ددي ګاز تنفس په اولو شیبو کي دماغ ته سکون او ارام ورکوي ځکه نو ناروغ د مخنیوي هڅه نکوي، ورو ورو ناروغ عمیق خوب او بالاخره کوما ته ځي او د مرګ لامل کیږي.
په کورونو او کارځایونو کي د CO د ګاز د خپریدلو لوی لاملونه ګازي بخارۍ، تیلي بخارۍ، د ډبرو د سکرو بخارۍ ، برقي جنراتورونه ، د نشه یی توکو لکه سګریټ او چلم څکول دي، په ځانګړي توګه که نوموړي وسایل په نا سمه توګه نصب شوي وي.
هیموګلوبین (HB) د ویني په سرو کرویاتو کي هغه ماده ده چه په سږو کي له اکسیجن سره یو ځای او همدا اکسیجن د وجود ټول انساجو او حجراتو ته رسوي.
کله چه CO تنفس شي نو د ویني هیموګلوبین د اکسیجن په ځای له همدي ګاز سره یو ځای کیږي،Carboxy HB جوړوي ، په وینه کي دا زهري ګاز د اکسیجن ځای نیسي او د ویني هغه دنده چه اکسیجن د بدن ټولو برخو ته رسوي له منځه وړي. د CO لویه برخه په سږو کي د ویني جریان ته جذبیږي، هلته بیا د دي ګاز په شکل کی کوم بدلون نه راځي او د دماغ او زړه په ګډون د وجود ټولو غړیو ته همدا ګاز ورکوي چه د وجود په حجراتو کي سخت زهرجن تعاملات را مینځ ته کوي.
هیموګلوبین HB د اکسیجن په پرتله له CO سره د یو ځای کیدلو لپاره 200 – 250 ځله زیاد تمایل لري. د تسمم په مهال همدا دواړه ګازونه یعني اکسیجن او CO له هیموګلوبین سره د یوځای کیدو په پار مقابله کوي، دا چه HB له CO سره یو ځای کیدو ته ډیر زیاد لیواله ده نو مقابله CO ګټي، له همدي امله آن که CO په محیط کي ډیر کم هم وي نو د اکسیجن (O2) له انتقال څه مخ نیوی کوي او د ګواښ کچه يي ډیره لوړه وي.
په انساجو کي د اکسیجن د کمبود یا نشتون او د CO د شتون د زهري خواصو له امله کیمیاوي تعاملات ګډوډ، په ځانګړي توګه مرکزي عصبي سستم او زړه ډیر سخت اغیزمنیږي، دماغي او قلبي بي نظمۍ رامینځ ته کیږي ، د ویني فشار را لویږي او که ژر تر ژره يي درملنه ونشي د اخته ناروغ د مړیني لامل کیږي.
ماشومان، زاړه وګړي، په قلبي او تنفسي ناروغیو اخته کسان، کم خونه ناروغان، او اومیندواره میرمني د نورو په پرتله د CO د تسمم له لوړ ګواښ سره مخ دي.
د ناروغۍ نښي د نوموړي ګاز د جذب په اندازه پوري تړاو لري، څومره چه زیاد ګاز تنفس شي، هومره یي زهرجني اغیزي زیادي وي.
د CO تسمم که څه هم د وجود ټول غړي اغیزمنوي، خو مرکزي عصبي سیستم او قلبي وعایي سیستم ډیر سخت اغیزمنیږي او د دي سیستمونو د بي نظمیو له امله ناروغ د مرګ له ګواښ سره مخ کیږي.
د CO د تسمم د ناروغۍ نښي نښاني په لاندي ډول دي:
د زړه بدوالی، استفراق، ګنګسیت، سرګرزیدل، تیز تنفس، بیحالي، سردردي، نفس تنګي، د سیني درد، د لیدلو خیرګي، عضلي ضعف، سرچرخي، د شعور له لاسه ورکول، اختلاج، کوما او مرګ.
د CO د تسمم مخ نیوی او درملنه:
د نوموړي ګاز د تسمم د مخ نیوي په پار لازمه ده چه اړوند چارواکي او عامه رسنۍ په ځانګړي توګه د ژمي په موسم کي ددغه ګاز د تسمم لاملونه، د ګواښ فکتورونه او له هغو څخه د مخنیوي لاري چاري خلګو ته ورسوي.
د ګرمولو د وسایلو اړوند مسلکي کارکونکي دي هڅه وکړي څود اوسیدلو او کار په ځایونو کي د ګرمولو وسایل په سمه توګه نصب او عیار کړي څو په سربسته محیط لکه د خوب خونه کي نوموړی ګاز خپور نشي.
ټول خلک دي هڅه وکړي څو د اوسیدو او کار په خونو کي د تهويي مناسب شرایط ولري، په هیڅ صورت دي د اکسیجن ټولي لاري پوره نه تړي.
د شپي په مهال دي د ګرمیدو وسایل لکه ګازي، تیلي او د سکرو بخارۍ له خوب نه مخکي بندي کړي.
په یوه سر تړلي محیط کي باید د جنراتور له لګولو ډډه وشي.
د درملني لومړۍ موخه داده چه ناروغ باید ژر تر ژره له زهري چاپیریال څخه ازادي هوا ته وایستل شي.
ناروغ ته په کافي کچه اکسیجن ورکول شي تر څو د حیاتي غړیو حجروي میتابولیزم خپل عادي حالت ته راوګرزي.
ټول حیاتي علایم لکه د ویني فشار، تنفس، د زړه ضربان او د وجود تودوخه باید وکتل شي، د بي نظمي په صورت کي يي لازمه درملنه وشي.
د تسمم په پرمخ تللو حالاتو کی اړینه ده څو ناروغ نژدي طبي مرکز ته واستول شي.
په روغتون کي دي اکسیجن په لوړ دوز (یعني 10 – 15 lit/min) ناروغ ته تطبیق شي، تر هغو دي اکسیجن ورته ورکړل شي څو د تسمم نښي له منځه ولاړي شي.
که ناروغ بیهوشه وو، یا یي شدیده تنفسي ستونزه لرله نو بیا میخانیکي تنفس ته اړتیا لري.

12/11/2025

Left subclavian artery significance thrombotic occlusion in 58 year old man.

Address

Kabul

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when SIC-Cardiology posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram