Public Health عامه روغتیا.

Public Health عامه روغتیا. پدې صفحه کې تاسو کولای سئ چې مختلف طبي معلومات ولولی په درنښت ستاسو ورور (جلیل غفورزی)

سلامونه نیکې هیلې. نن ورځ غواړم تاسو ته دیوې نوي نښې چې ځینې ځوانان ورباندې مبتلاء سوي معلومات درکړم. نوموړې مواد د amph...
23/03/2024

سلامونه نیکې هیلې. نن ورځ غواړم تاسو ته دیوې نوي نښې چې ځینې ځوانان ورباندې مبتلاء سوي معلومات درکړم.

نوموړې مواد د amphetamine یا فکر کوم دې ته سیښه هم ویل کېږي. چې د ephedra په نوم چې افغانستان کې ورته اومان او یا بندک ویل کېږي بوټي څخه تولیدېږي، او متاسفانه دا بوټی دنورو هېوادونو په څېر دافغانستان په غرونو کې په خپله شنه کېږي. نومړی بوټی چین کې ۵۰۰۰ کلن تاریخ لري او هغوی په خپل یوناني درملو کې استعمالوی. اوس دافغانستان په شمول چین او نورو خارجي هېوادونو کې یې پر استعمال شدید بندېز لګېدلی.

اوس به راسو چې amphetamine کوم ډول مواد دي او که استعمال سي په انساني وجود باندې کوم ډول تاثرات لري ؟

‏Amphetamines پر بدن باندې یوډول تنبه (ویښونکی) خاصیت لري، پدې معنا چې ددماغ دندو ته چټکتیا وربخښي او ددې باعث کېږي ترڅو ددماغ دندې تر نارمل سرعت په ډېر تېز سرعت سره رواني کړي.

‏Amphetamine نه یوازې داچې تاوانونه لري بلکې یوه کمه اندازه ګټه هم لري پدې شرط چې دپوه ډاکټر په مشوره او په کم ترینه اندازې سره استفاده سي، او دا د ځینو ناروغیو په تداوۍ کې ورڅخه استفاده کېږي لکه narcolepsy, attention deficits hyperactivity disorder and some times parkinson’s disorder.
کېدای سي دنوموړو ناروغیو دتداوۍ لپاره تردې بهتره درمل تولید سوي وي چې ښه خبره به وي.‌

‏Amphetamines ځیني ډولونه لري لکه ( speed داډول د کریسټال پوډر په شکل وي، او بل یې base چې د غوړو په شکل وي)
نوموړي مواد بدن کې دپیچکارۍ دلارې، یاهم دتېرولو دلارې استعمالېږي.

د amphetamines لنډ مهاله تاثرات پر بدن باندې:‌
1. 1- بدن ته تراندازې زیاته انرژي ورکوي.
2. 2- بې معنا او دروغجنه خوشحالي رامنځ ته کوي.
3. 3- کېدای سي ځینې وختونه ناحقه غوصه رامنځ ته کړي.
4. 4- دزړه ضربان او تنفس شدت او تعداد زیاتوي یعني زړه په شدت سره غورځي او هم یې دغورځېدو تعداد ډېر وي.
5. 5- دویني لوړ فشار رامنځ ته کوي.
6. 6- انسان باندې خوولَه کوي او دانسان خوله وچووي.
7. 7- دپزې دپرېمانه ویني کېدو باعث کېږي.
8. 8- هغه معتادین چې ددې نښې پیچکارۍ یوبل سره شریکوي هغه په تور ژړي، تیتانوس، ایډز او نورو ناوړه افاتو هم اخته کېدای سي.

د amphetamines اوږد مهاله تاثرات پر بدن باندې:
1. 1- شدید د وزن بایلل او سوی تغذي حالت ته تلل.‌
2. 2- دخولې وچوالی او دغاښونو ناوړه افاتو منځ ته راتګ.
3. 3- دومداره دانتان یا میکروب داخلېدل بدن ته.‌
4. 4- دویري حملې، ډیپرېشن او اضطراب منځ ته راتلل، انسان خپل دتمرکز قوه بایلي، میموري زیانمنوي.
5. 5- دانسان څخه غیر انساني کړني ترسره کېدل.
6. 6- دزړه دحملې او پښتورګو دخرابوالي ۱۰۰٪ چانس.
7. 7- ددماغي سکتې باعث کېدل.

نوموړي مواد ددوهم نړیوالې چګړې پرمهال Adolf Hi**er وخپلو سرتېرو ته ورکول تر څو په کم وخت کې لویه جګړه وګټي اوهمداسې به کېدل، خو دوخت په تیرېدو سره به یې سرتېرو دهمدې درملو داستعمال په اساس نور داوږدمهاله جګړو توان د لاسه ورکوی.

نوموړی معتاد کوونکي درمل ډېر خطرناک دي او د BBC Pashto دراپور په اساس په افغانستان کې یې هم استعمال او هم تولید ډېر سوی. ددوی په وینا تولید یې خورا اسان دی.‌
هرڅوک دا دنده لري تر څو خپل کشران تعقیب کړي ترڅو ددې ډول او نورو نښیې موادو داستعمال څخه یې مخنیوی وکړي. رب تعالی ج دې مو ددې او نورو نښیې موادو څخه په امان کې وساتي. امین.

سلامونه هیله لرم چې جوړ اوسئ او دمبارکې روژې میاشت به مو په خیر پیل کړې وي. نن غواړم ستاسو سره ځینې مهم معلومات شریک کړم...
13/03/2024

سلامونه هیله لرم چې جوړ اوسئ او دمبارکې روژې میاشت به مو په خیر پیل کړې وي.
نن غواړم ستاسو سره ځینې مهم معلومات شریک کړم، چې په کال کې یوځل ۲۹-۳۰ ورځې روژه نیول پر انساني وجود څه اغیز لري.

لومړی به روژه د طبیعي (یوناني) طب له نظره او وروسته به روژه دساینس له نظره وڅېړو.

طبیعي طب: روژه په عمومي ‌ډول دټول بدن او هضمي جهاز لپاره روغتیا ده. داځکه روژه و هضمي جهاز ته وقفه او استراحت ورکوي.
اکثره ناروغۍ په بدن کې لومړی د هضمي جهاز څخه شروع کېږي، داځکه چې موږ ډیری وختونه خرابه غذا خورو او یا سمه غذا خو په خراب وخت کې خورو. او ددې باعث کېږي ترڅو غذا په سمه توګه هضم نه سي او دبدن لپاره مختلف مشکلات پېښوي.

داسلام خوږ پیغمبر حضرت محمد ص فرمایلي، چې لږ غذا وخوری تر څو سالم صحت ولرئ.

که چېري موږ غذا په مناسب مقدار سره خورو نو هضمي جهاز لپاره هم مناسبه اندازه د هضم او جذب وخت پیدا کېږي نوځکه روژه نیول دهضمي جهاز لپاره ډېر بهترین عمل دی.

کوم انزایمونه چې د غذا د هضم او جذب لپاره مسؤل دي که چېري دانسان روژه وي نو همدا انزایمونه ددې پرځای چې د ورځې په جریان کې غذا هضم او جذب کړي د بدن په healing process یا هم د رغېدني په پروسه کې ونډه اخلي.
کله چې دانسان روژه وي نو بدن درغېدني خواته مخ کوي.

عصري طب یا هم ساینس دروژې په باره کې معلومات راکوي چې دبدن لپاره روژه ګټوره ده که یا ؟
او د ساعتونو یا ورځو په جریان کې په بدن کې کوم تغیرات رامنځ ته کېږي ؟

پر بدن باندې د ۰-۴ ساعتونو پورې دروژې تاثر: پدې موده کې داخیرنۍ خوړل سوي غذا څخه انرژي تولیدوي او د بدن د حجراتو او انساجو د ودې او نمو لپاره یې په مصرف رسوي. نوټ (انساج دحجراتو مجموعې ته ویل کېږي چې مختلفي دندې سرته رسوی).

پر بدن د ۴-۱۶ ساعتونو پورې دروژې تاثر: پدی مرحله کې بدن ټول دغذا څخه لاسته راغلې انرجي په مصرف رسوي، او نور د انرژۍ ازادېدل دذخیره سوي شحمیاتو یا غوړو څخه شروع کوي. په پدې پروسه کې چې کوم کیمیاوي مواد ازادېږي د ketone bodies په نوم یادېږي.

اوس نو دورځو په جریان کې کوم تغیرات رامنځ ته کېږي ؟
د detoxification stage 1 یا بدن د زهریاتو څخه دپاکېدلو اوله مرحله ۱-۲ ورځې پورې:
لومړی ورژه کې دویني دشکري سویه لوېږي، او ذخیره سوي ګلوکوز چې ورته ګلایکوجن ویل کېږي داینې او عضلاتو څخه ازادېږي ترڅو دبدن ضرورت پوره کړي. پدې ترتیب د ویني فشار اندازه هم کمېږي، چې ځینو انسانانو ته دلبدي، خواګرزی، کمزوري، او سرچرخی پیدا کېږي.

د detoxification stage 2 یا بدن دزهریاتو څخه دپاکېدلو دوهمه مرحله ۳-۷ ورځو پورې:
ددریمي ورځې په شروع سره بدن تر ډېره پورې د روژې سره عیاریږي (عادت کېږي)، او هضمي جهاز خپل داستراحت مرحلې ته ځي هغه مرحله چې اشد ضرورت ورته لري. او دبدن انرژي نور مستقیماً دبدن څخه دزهریاتو په پاکولو کې په مصرف رسېږي، او ددې باعث کېږي ترڅو په معافیتي سیسټم فعالیت ډېر سي. پدې مرحله کې ذخیره سوي شحم په ګلوکوز باندې بدلېږي. د rancid oil په نوم یوډول غوړ دي چې دبدن څخه وزي نو په ځینو انسانانو کې کېدای سي دموقت وخت لپاره دمخ دانې پر راوخېږي چې پخپله سمېږي.

د detoxification stage 3 یا دبدن څخه دزهریاتو دپاکېدلو دریمه مرحله ۸-۱۵ ورځې پورې:
دیو هفتې په تېرېدو سره که بدن کې زاړه زخمونه موجود وي په درد پیل کوي، ځکه پخوا د رغېدو پروسه نه وه اوس چې شروع ده نو درد به ورسره مل وي، او زاړه ټول زخمونه دالله ج په فضل سره رغېږي.

د detoxification stage 4 یا د زهریاتو څخه دپاکېدلو څلورمه مرحله ۱۶-۳۰ ورځو پورې:
پدې مرحلې سره بدن د روژې سره ۱۰۰٪ عادت نیسي او بدن په مکمل ډول اماده دی ترڅو څنګه په لنډ وخت او کمي انرژۍ سره زهریات دبدن څخه وباسي، چې دبدن لپاره ډېره انرژي راګرځي او ضایع کېږي نه.

ددریمي هفتې وروسته چې کله زهرجن مواد تر ډېره دبدن څخه ووزي نو دماغ کې هم تمرکز ډېرېږي او دانسان حافظه ترپخوا ډېر ښه کار کوي. او انسان یوډول دسکون احساس کوي او دماغي مشکلات تر ډېره بریده کمېږي.

الله ج دې توفیق راکړي ترڅو پدې مبارکه میاشت کې دخپل وس مطابق دالله ج عبادت وکړو.

ګرانو ملګرو او دوستانو په نورو پوسټونو کې به ستاسره معلومات شریک کړم چې څومره مایعات استعمال کړو، کوم ډول غذا استعمال کړو او څومره اندازه یې استعمال کړو.

او دزړه، پښتورګو، معدې او شکري ناروغانو لپاره روژه د طب په اساس څنګه ده.

په درنښت: ترتیب کوونکی جلیل غفورزی.
By: HUMAN APPEAL MANCHESTER UNITED KINGDOM.

په بدن باندې څه کېږي کله چې تاسو روژه ونیسئ.؟ لیکنه:   بدن غذا دغذا خوړلو څخه وروسته سوځي، ترڅو انرژي ورڅخه لاسته راوړي....
26/11/2022

په بدن باندې څه کېږي کله چې تاسو روژه ونیسئ.؟
لیکنه:

بدن غذا دغذا خوړلو څخه وروسته سوځي، ترڅو انرژي ورڅخه لاسته راوړي.
هرڅومره چې غذا دخوړلو وروسته اضافه کېږي، یعني نوره انرژي ورڅخه لاس ته نه راځي، نو په شحمو(غوړو یا وازګه) بدلېږي. اوپه بدن کې د راتلونکي استعمال لپاره ذخیره کېږي.

کله چې روژه وي، او شپږ ساعته یې تېرېږي نو د ویني د ګلوکوز سویه مخ پر کمېدو پیل کوي.
نو اینه کوښښ کوي چې ګلایکوجن (ذخیره سوی ګلوکوز) ټوټه ټوټه کړي، او دویني جریان ته یې داخلوي د نور استعمال لپاره ترڅو په مصرف ورسېږي.
کله چې پر روژه باندې مکمل ۲۴ ساعته تیرېږي د اینې ذخیره سوی ګلوکوز چې ګلایوکوجن نومېږي هم مکمل ختمېږي.

نو اوس چې کله دویني ګلوکوز او داینې ذخیره سوی ګلوکوز ټول خلاص سي، بیا بدن کوښښ کوي چې د عضلاتو څخه پروټین، او دبدن دذخیرې څخه شحم یعني غوړ راجلا کوي ترڅو دانرژۍ لپاره یې په مصرف ورسوي.

روژه ددې باعث کېږي چې بدن د انرژۍ لپاره د بورې پرځای د غوړو څخه استفاده وکړي، او داولیه منبعې په حیث یې استفاده کوي، او دوزن بایللو او د انسولین په مقابل کې حساسیت ډېروي.

هغه روژه چې د ورځي ۱۶ ساعته د انسان خوراک بند وي، بیا باقي ۸ ساعته بیرته خپل خوراک کوي، لکه د اسلامي نړۍ روژه چې ده دا ترټولو ښه دوزن بایللو باعث کېږي.

روژه نیول ددې باعث هم کېږي چې عصبي سیسټم کې د Brain-derived neurotrophic factor دلاري نوي عصبي رشتې جوړي کړي.

کله چې دانسان روژه وي بدن کې یې آزاد راډیکلونه چې مضره مواد دي هم کمېږي او معافیت دانسان د لوړوي.
روژه د سرطاني حجراتو رامنځ ته کولو څخه هم مخنیوی کولای سي.

دوشنبه او پنج شنبه روژه نیول ثواب لري ☺️. چاغ خلک چې غواړي ځان ډنګر کړي زما پوسټ ترهغوی ورسوئ.

‎سلامونه.  ‎ ‎پولیو (polio) څه ډول ناروغي ده ؟ ‎پولیو چې ورته Polio myelitis هم ویل کېږي، دا د پولیو په نوم ویروس په واس...
23/10/2022

‎سلامونه.

‎پولیو (polio) څه ډول ناروغي ده ؟
‎پولیو چې ورته Polio myelitis هم ویل کېږي، دا د پولیو په نوم ویروس په واسطه د یو انسان څخه بل انسان ته انتقالېږي.
‎پولیو ویروس چې کله د انسان ارام مغز یا spinal cord ته ورسېږي نو دانسان د فلج باعث کېږي، اویا کېدای سي د مړیني باعث یۍ هم سي.
‎فلج یو نه جوړېدونکی حالت دی چې انسان حرکت نسي کولای.

‎دپولیو ناروغۍ لپاره تداوي نسته، خو دمخنیوي لپاره یې واکسین سته چې تقریباً ډېر زیات دناروغۍ مخنیوی کوي.
‎غیر فعاله دپولیو واکسین یا IPV یوازینی واکسین دی چې په امریکا کې د ۲۰۰۰م کال راهیسي کارول کېږي.
‎دا د پیچکارۍ د لاري په غوښه کې لګول کېږي او په نورو هېوادونو کې د خولې د لاري ورکول کېږي.

‎واکسین باید کله یو ماشوم ته ولګول سي ؟
‎نوموړی واکسین څلور ډوزه یا ځلور ځله یا په ساده لحجه څلور پېچکارۍ لګول کېږي.
‎- لومړی دماشوم ۲میاشتنۍ کې.
‎- دوهم دماشوم څلور میاشتنۍ کې.
‎- دریم دماشوم د ۶-۱۸میاشتنۍ منځ کې.
‎- او څلورم د ماشوم د ۴-۶ کلنۍ منځ کې.
‎لګول کېږي.

‎ضروري یادونه: کله چې ماشوم بدن ته د پولیو واکسین داخل سي بیا نه تداوي لري او نه هم واکسین ګټه ورته کوي نو ماشومان باید خامخا دناروغۍ ترمخه خپل پر ټاکلي وخت واکسین سي.

‎نوټ: دماشوم د واکسین وختونه باید غلط نسي اویا هم ونه ځنډول سي.
‎درنښت.

جواری څه ګټي لري ؟ لیکنه: جلیل غفورزی.  جواری د هضمي سیسټم د صحت لپاره ګټور دی، همدارنګه دزړه د ناروغیو، شکري او سرطاني ...
17/09/2022

جواری څه ګټي لري ؟
لیکنه: جلیل غفورزی.

جواری د هضمي سیسټم د صحت لپاره ګټور دی، همدارنګه دزړه د ناروغیو، شکري او سرطاني ناروغیو دخطر په کمولو کې ستر رول لري.

جواری په خپل ترکیب کې فایبر لري. فایبر یوډول خواږه مواد دي چې بدن کې په مکمل ډول نه هضمېږي او دانسان د مړښت سبب کېږي نو د وزن کمولو لپاره ډېر ښه دي.
همدارنګه د هاضمي جهاز ګټور میکروب یې دخپل تغذیې لپاره هضموي او استفاده ترې کوي چې دې پروسې ته Fermentation ویل کېږي. چې پدې سره د غټو کولمو د سرطان خطر ډېر راکموي.

نوټ: Fermentation کومه پروسه ده ؟ دا هغه پروسه ده چې کیمیاوي تعاملات د انزایمونو په واسطه صورت نیسي.
او د کیمیا له نظره هغه پروسه ده چې د خوږو موادو څخه انرژي د اکسېجن په غیاب کې لاس ته راوړي.

جواری د Vitamin C او Antioxidants په لرلو سره نه پرېږدي چې دبدن حجراتو ته زیان ورسېږي.
جواری یو دوه ډوله نور مواد هم لري چې Carotenoids lutein او Zeaxanthin نومېږي دا مواد نه پرېږدي چې سترګې کمزوري سي.

نو ماویل اوس وخت کې جواري ډېر موندل کېږي خوراک یې پر ځان مه سپموئ 😊

  دهاضمي جهاز دګټور میکروب (Microbiome) چې بکټریا، وایرس او فنګس تشکلوي په اړه یې حیرانونکي او جالب معلومات! ترتیب کوونک...
08/09/2022


دهاضمي جهاز دګټور میکروب (Microbiome) چې بکټریا، وایرس او فنګس تشکلوي په اړه یې حیرانونکي او جالب معلومات!
ترتیب کوونکی او ژباړن:

۱- دانسان دوجود دټولو حجراتو په پرتله، په هاضمي جهاز کې لس چنده یعنې د ۱۰۰ ټریلیونه په شاوخوا کې میکروبي حجرې شتون لري. چې ۵۰۰۰ ډوله بکټریاوي ددې میکروب د جملې څخه دي او تقریباً ټول وزن یې ۲ کیلو ګرامه ته رسېږي.
که څه هم هاضمي جهاز کې ډېري بکټریاوي شتون لري، خو په جلد او خوله کې هم قرار لري.

۲- دهاضمي جهاز ګټور میکروب اوس د یوجلا غړي په حیث پېږندل سوی: دهاضمي جهاز میکروب ځینې میټابولیکي او معافیتي دندې سرته رسوی، نو که چېري حق تر پښو لاندې نسي😉 داهم داسې غړی دی لکه دبدن نور غړي چې وظایف سرته رسوي.

۳- اکثریت کسان داسې فکر کوي، چې دهاضمي جهاز دمیکروب اصلي ځای معده ده، مګر داسې نده بلکې کولمې ددې میکروب لپاره اصلي ځای دی.
ځکه معده خورا یو قوي اسیدي محیط دی چې میکروب کېدای سي له منځه ولاړ سي.

۴- دبدن ۷۰٪ معافیت دانسان په هاضمي جهاز کې شتون لري: زموږ هاضمي جهاز دوجود په معافیت کې مهم رول لري.
دهاضمي جهاز داخله طبقه د Mucous په نوم یو طبقې پوښلې ده، چې تقریباً ۷۰٪ معافیتي حجرات همدې Mucous طبقه کې قرار لري، چې ورته Gut associated lymphoid tissue ویل کېږي.
نو هرڅومره مو چې هاضمي جهاز قوي وي، هغومره به ګټور میکروب منظم وي او په تعقیب به یې معافیت برابر وي.

۵- دهاضمي جهاز ګټور میکروب مختلفې دندې لري: دا میکروب مختلف ډولونه لري، او هرډول یې جلا مواد تولیدوي؛ لکه Neurotransmitter, enzymes, vitamins او همدارنګه په هضم او معافیت کې هم ستر رول لري.

دښه صحتمند هاضمي جهاز لپاره لاندې کارونه وکړئ:
- میوه او سبزي جات زیات خوړل.
- دانټي بایوټیک خپل سري استعمال څخه ډډه کول.
- دتشویش څخه مخنیوی کول.
- فزیکي تمرین کول.
- کتاب مطالعه کول.
- دښه مناسب خوب کولو لپاره تدابیر نیول.

سهار د خوبه پاڅېدو وروسته لومړی تر هرڅه نه مخکي اوبه وڅیښئ. ځکه دخوب په جریان کې د بدن د تعاملاتو په نتیجه کې Toxins یا ...
10/08/2022

سهار د خوبه پاڅېدو وروسته لومړی تر هرڅه نه مخکي اوبه وڅیښئ.
ځکه دخوب په جریان کې د بدن د تعاملاتو په نتیجه کې Toxins یا زهرجن مواد تولیدېږي چې دا باید دبدن څخه ووزي.
او ددې زهرجنو موادو د وتلو سره اوبه ډېره مرسته کولای سي.

د بدن ۶۵-۷۵٪ پورې معافیتي سیسټم په هاضمي جهاز (سیسټم) کې شتون لري. که غواړئ دخپل وجود خیال وساتی، نو معافیتي سیسټم مو قو...
07/08/2022

د بدن ۶۵-۷۵٪ پورې معافیتي سیسټم په هاضمي جهاز (سیسټم) کې شتون لري.
که غواړئ دخپل وجود خیال وساتی، نو معافیتي سیسټم مو قوي کړئ.
او دا کار هغه وخت امکان لري، کله چې مو هاضمي سیسټم دمضره موادو څخه خوندي ساتلی وي.
.

Address

Kandahar
Kandahar

Telephone

+93700500089

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Public Health عامه روغتیا. posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Public Health عامه روغتیا.:

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram