Zahin OPD Clinic ذهین سراپا کلینیک

Zahin OPD Clinic ذهین سراپا کلینیک په لوی کندهار کی په عصری او مجهزو وسایلو سمبال یواځینی سراپاکلینیک.

(نوی او عصـــــری طبابــــت زمــــوږ سره تجــربه کړی) ادرس: اول دوراهی شاهی صالون حکمت پطرول پمپ ته څیرمه.

21/08/2025

لوړ ټرایګلیسرايډ او کولیسټرول د زړه لوی دښمن دی.

مالگه د زړه لپاره مرګوني سپین زهرمالګه چي کتغ او خواړو ته خوند ورکوي که تر نورمالي اندازې ډېره وکارول سي، د زړه او پښتور...
20/07/2025

مالگه د زړه لپاره مرګوني سپین زهر

مالګه چي کتغ او خواړو ته خوند ورکوي که تر نورمالي اندازې ډېره وکارول سي، د زړه او پښتورګو لپاره زهر او مرګ دی. تاسي به وایاست چي حلاله او حرامه کچه یې څونه ده؟

تر 5-6 ګرامه پوري اجازه لرئ خو که په ورځ کي تر یو نیم ګرام کمه وخوړه سي، بېخي به درته ګټوره وي. په نړۍ کي هره ورځ په زیاتو هیوادونو کي هر نفر تر 8 ګرامه زیاته مالګه نوشِ جوال (!) کوي؛ چي دا خورا زهرناکه او مرګونې ده. زموږ و ستاسي بدنونه یوازي نیم یا یو ګرام ته اړتیا لري. زیاته مالګه په رګونو کي درېږي او ځانته اوبه راکشوي چي دا محلول نری کړي؛ هغه بیا پر زړه او رګونو زور راولي چي په زوره زوره پمپ ووهي او بلاخره پر پښتورګو کار ډېروي چي دا محلولات چاڼ کړي او بدن له ناکاره توکو او پاته سوو پاک کړي.

زیاتره بندو او پاکټي خوړو ته خورا په پېخر (بېخرته) مالګه وراچوي؛ حتی هغو ته هم چي (بې مالګي) یې پر لیکلي وي نو د مالګي پرځای مو خواړه په سرک، لېمبو او مستو سره لا مالګین و خوندور کړئ.
مالګه پخپل ځان کي له (ما) او (لګه) تورو څخه رغېدلی دی؛ مانا دا چي مالګه وایي ما لږه (لګه) استعمالوئ.

لاندي هیوادونه او د مالګي ورځنی خوراک:
چین: ۱۷.۷ ګرامه پر نفر
هنګري: ۱۴.۳ ګرامه
چیک جمهوریت: ۱۳ ګرامه
شمالي کوریا: ۱۲.۷ ګرامه
نړیوال منځنی اندازه ۱۰.۸ ګرامه

19/07/2025

‏یو کس نبي ﷺ ته راغی او ورته یې وویل:
زه څه ووایم کله چې د خپل رب څخه غوښتنه کوم،
نبی ﷺ ورته وفرمایل:
چی دا کلمات ووایه
(االلَّهُمَّ اغْفِرْ لِي وَارْحَمْنِي وَعَافِنِي وَارْزُقْنِي)
ژباړه: "یا الله ماته بخښه وکړې، پرما رحم وکړې، ماته صحت راکړې او ماته حلال پراخه رزق راکړی

ډاکتر الله نور سباوون‎وایيیو خاموش قاتل مو له ځوانانو ژوند اخلی مهرباني وکړئ دا پیغام تر پایه ولولئ او له نورو سره‌ یې ش...
14/07/2025

ډاکتر الله نور سباوون
‎وایي
یو خاموش قاتل مو له ځوانانو ژوند اخلی

مهرباني وکړئ دا پیغام تر پایه ولولئ او له نورو سره‌ یې شریک کړئ

نن سبا ځوانان ناڅاپي مري یا د زړه له حملې، یا خو د شپي روغ بیده سي او سهار ته مړ وي
اصلي وجوهات یې ډېر وخت پټ وي، خو نن بی زه لږ روښانه کړم

Pregabalin (پرېګابالین ګولۍ —

دا ګولۍ اصلاً د عصبي دردونو لپاره د ډاکتر له خوا په کمه اندازه (۵۰–۱۵۰mg) تجویزېږي،
خو ځینې ځوانان‌ یې په یوه وخت کې ۱۰۰۰ یا ۱۵۰۰
ملی ګرامه خوري،
یوازې د خوب، سکون یا نشې لپاره

دا کار: د بدن لپاره زهر دی
د مغز فعالیت بنده وي
د ساه بندېدو، کوما او مرګ لامل کېږي
او دا ډول مرګونه د قصدې ځان‌وژنې په ډول حسابېږي

ځوانان وایي: «موږ ته ارام راکوي»
خو حقیقت دا دی چي مرګ ته‌ بلنه ورکوي

ډېر وخت دوی دا دوا د کورنۍ په مخکې خوري، وایي دا داکتر راکړې خو دا دروغ وي
ډاکتران په دومره لوړه کچه دغه درمل مریض ته نه ورکوی.

زموږ له ټولو درنو کورنیو، والدینو او مشرانو څخه هیله ده

که ستاسو په کور، کلي یا دوستانو کې څوک دا ګولۍ ناسم استعمالوي
ژر تر ژره‌یې را وګرځوئ
ډاکتر ته‌ یې بوزی ، که خپګان لري مرسته ورسره وکړئ

دغه دوا له طبابت څخه د وتلې حدودو خلاف کارېږي او دا کار ژوند له منځه وړي

سیټرالکا شربت (Cytrolaka یا Citralka) د سوزک او پښتورګو د ډبرو  د بولي  سوخت لپاره کارول کیږی د بولي سوخت یا درد لپاره ډ...
13/07/2025

سیټرالکا شربت (Cytrolaka یا Citralka) د سوزک او پښتورګو د ډبرو د بولي سوخت لپاره کارول کیږی
د بولي سوخت یا درد لپاره ډیر ګټور دی
بول اسیدي سیټرالکا یې تیزاب کموي او راحت راولي

د پښتورګو د تیږو د مخنیوي لپاره
په خاص ډول د یوریک اسید تیږو
طریقه استعمال دوه کاچوغی نیم ګلاس اوبو ته اچول کیږی

احتیاط
- د پښتورګو ناروغۍ لرونکي خلک باید له ډاکټر سره مشوره وکړي.
- که حامله یې یا شیدې ورکوې، مشوره ضروري ده.
- ډېر استعمال یې ممکن د معدې درد یا نس ناسته ورکړي

ذهین سراپاکلینیک یوتن ام ډی ستوماتولوګ ډاکټر ته ضرورت لری. ادرس کندهارولایت  دتماس او وټس اپ شمیره 0700493636
08/07/2025

ذهین سراپاکلینیک یوتن ام ډی ستوماتولوګ ډاکټر ته ضرورت لری. ادرس کندهارولایت دتماس او وټس اپ شمیره 0700493636

دغریبو اوبي وزلو هیوادوالوسره ځانګړي تخفیف.ذهین سراپاکلینیک.
07/07/2025

دغریبو اوبي وزلو هیوادوالوسره
ځانګړي تخفیف.
ذهین سراپاکلینیک.

 #د نارينه ماشومانو له پيدايښت څخه يوه يا دوه مياشتې مخکې د نس له لاندنۍ برخي څخه خايې په تدريجي ډول د خايو کڅوړې ته را ...
04/07/2025

#د نارينه ماشومانو له پيدايښت څخه يوه يا دوه مياشتې مخکې د نس له لاندنۍ برخي څخه خايې په تدريجي ډول د خايو کڅوړې ته را کښته کيږي. خو په ځينو نارينه ماشومانو کې يوه يا دواړي خايې په غير نورمال ډول د نس په لاندنۍ برخه کې پاتې کيږي او د ماشوم له پيدا کېدلو وروسته د ژوند په لومړيو شپږ مېاشتو کې کېدی شي را کښته شي. خو که خايې د ژوند په لومړيو شپږو مېاشتو کې راکښته نه شي نو عموماً ماشومان له يو کلنۍ څخه مخکې يو کوچني اپرېشن يا جراحي ته اړتيا لري تر څو خايې له نس څخه د خايو کڅوړې ته را کښته شي که نه نو کېدی شي د ماشوم له لويدلو سره سم د بې اولادۍ اويا په ځېنو وختونو کې د خايو د سرطان باعث شي. دغه جراحي د اطفالو متخصص جراح ډاکتران کوي.
له پيدايښت سره سم د ټولو نارينه ماشومانو د خايو کڅوړه بايد د ژوند په لومړيو شپږو هفتو کې په نرمۍ سره لمس شي او د خايو د نشتون په صورت کې له ډاکټر سره مشوره وشي. په ډيری هېوادونو کې د خايو لمس يا معاينه کېدل له پيدايښت سره سم په لومړيو شپږو هفتو کې د ډاکترانو پواسطه کيږي.

 #بوره؛ سپین خواږه زهر!  بوره چې اکثره خلک‌یې د خوند لپاره کاروي، خو ډېر زیات استعمال‌یې د بدن لپاره نه جبرانېدونکی زیان...
02/07/2025

#بوره؛ سپین خواږه زهر!
بوره چې اکثره خلک‌یې د خوند لپاره کاروي، خو ډېر زیات استعمال‌یې د بدن لپاره نه جبرانېدونکی زیان لري. دا خوږه ماده چې موږ‌یې هره ورځ په چای، خواږه‌جاتو، بيسکټو، جوس او نورو کې کاروو، په حقیقت کې د بدن لپاره "سپین زهر" بلل کېږي.

زیات استعمال‌یې شکرې ناروغي، د وېښتانو تویېدل، د وزن ناڅاپي زیاتوالی، د هاضمې ګډوډي، د پوست خرابوالی او نورې ګڼې ستونزې پیدا کوي.

بوره د انسان د کولمو طبیعي نظم خرابوي، د میتابولیزم (سوځېدو سیستم) توازن له منځه وړي، او د بدن هغه ګټورې بکتریاوې وژني چې د روغتیا لپاره ډېر اهمیت لري. کله چې دا بکتریاوې ختمې شي، په کولمو کې د "Th17" په نوم یو ډول دفاعي حجرې له منځه ځي، چې دا کار د وجود د دفاعي سیستم لپاره خطرناک تمامیږي.

نو لطفاً له بې ضرورته استعمال او زیاتي بورې څخه ډډه وکړئ. خپل بدن ته ارزښت ورکړئ، ځکه روغتیا تر خوند مهمه ده.

له کورني او ملګرو سره يي شريک کړئ کړئ
–تر څو نور هم خبر شي!

د ویټامین ډي (Vitamin D) کمښت د شکری ،  زړه ، رګونو ، هډوکو او رواني ناروغیو د منځته راتګ خطر زیاتوي.
01/07/2025

د ویټامین ډي (Vitamin D) کمښت د شکری ، زړه ، رګونو ، هډوکو او رواني ناروغیو د منځته راتګ خطر زیاتوي.

01/07/2025

په اوړي کې د وینې د فشار د برابر ساتلو لپاره دا خوراکي توکي ګټور دي:

⭕1. کچالو (د لږ مالګې سره)
⭕2. شین چای ،بوره او لیمو مکس
⭕3. لوبیا، پالک،
⭕4. هندواڼه او خټکي (اوبه او الکترولایتونه لري)
⭕5. شیدې یا مستې
⭕6. سابه‌جات (پالک، کاهو، بادرنګ)
⭕7. زیتون یا زیتون تېل (په اعتدال سره)
⭕8.زیاتی اوبه اخیستل څښل
⭕9.په تازه اوبو لامبل هم ډیره ګټه کوي

👈همداراز، اوبه زیات څښل ډېر مهم دي. مالګه کمه وکاروه او ډېر دروند یا غوړ خواړه مه خوره.

ذهین سراپا کلینیک صفحه درسره لایک او شیر کړی #ادرس اول دوراهی شاهی صالون حکمت پطرول پمپ ته څیرمه
12/06/2025

ذهین سراپا کلینیک صفحه درسره لایک او شیر کړی
#ادرس اول دوراهی شاهی صالون حکمت پطرول پمپ ته څیرمه

Address

اول دوراهي شاهي صالون حکمت پطرول پمپ ته څیرمه
Kandahar
3801

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Zahin OPD Clinic ذهین سراپا کلینیک posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram