28/11/2025
ګرانو هېوادوالو!
دا چې د ژمي موسم دی او موسمي ناروغۍ مخ پر زیاتېدو دي نو خپل ماشومان او د لوړ عمر لرونکي خلک مو ګرم وساتئ ځکه چې د دوی معافیتي سیستم کمزوری وي او ډېر ژر پر دغه ناروغیو اخته کیدلی شي. د کور نه بهر ماسک استعمال کړئ ترڅو روغ پاتې شئ.