06/10/2020
په خوست کې د سلام طبي علومو انسټیټیوټ د ۱۳۹۹ کال دکانکور ازموینه واخیستل شوه.
د سلام طبي علومو انسټيټیوټ اداري پرسونل، دخوست ولایت د عامي روغتیا ریاست دکانکور باصلاحیته نماینده، دشیخ زاید پوهنتون استادانو، او نورو زیاتو ګډونوالو په ملتیا په خوست کې له ۱۷۵ تنو وروڼو او خویندو څخه دکانکور ازموینه واخستل شوه.
د یادونې وړ ده چې د سلام طبي علومو انسټيټیوټ د دعالي نرسنګ،عالي قابلګي،لابراتوار،دغاښونو پروتيز او دفارمسي څانګي لري.چي اوس مهال پکې سلګونه محصلين زده کړې کوي.
ټولو محصلینو خپله ازموینه په ډیر منظم ډول ورکړه!
درنښت