30/11/2025
په نومبر میاشت کې مو د خپلو ناروغانو درملنه په اخلاص، صداقت او مسلکي مسؤلیت ترسره کړه.
نومبر میاشت هم زموږ لپاره د خدمت ډکه میاشت وه.
لکه د تل په څېر، ګڼ شمېر عزیز مراجعین زموږ کلینیک ته د مختلفو داخله ناروغیو له امله راغلي وؤ.
په دې میاشت کې تر ټولو زیاتې لیدل شوې ناروغۍ دا وې:
✅ د تنفسي سیستم ناروغۍ.
✅ د شکر او لوړ فشار ناروغۍ.
✅ د ګردو او مثانۍ مختلفې ستونزې.
موږ په دې ویاړو چې د خپلو خلکو د باور وړ پاتې شوي یو، او هڅه کوؤ چې هر ناروغ ته تر ټولو غوره درملنه وړاندې کړو.