25/11/2025
مالګه د خوړو خوند ښه کوي او هم د خوړو ساتنه کوي خو د ډېرې مالګې خوړل روغتیا ته زیان رسوي.
مالګه د سودیم په نامه مهم مواد لري چې د عضلاتو حرکت، عصبي پیغام لیږدونې او په بدن کې د اوبو سمون لپاره ډېر اړین دي. خو ستونزه دا ده چې زیات خلک له اړتیا څخه ډېره مالګه خوري.
ډېرو هېوادونه کې هره ورځ له ۳۴۰۰ میلی ګرامه زیات مالګه خوړل کېږي، خو روغتیایي لارښوونې وایي چې ورځنۍ اندازه یی باید له ۲۳۰۰ میلی ګرامو څخه زیاته نه شی.په حقیقت کې بدن یوازې ۵۰۰ میلی ګرامه سوډیم ته اړتیا لري.
ډېره مالګه خوړل په پښتورګو بوج راوړي، ځکه پښتورګي د سوډیم پاکولو دنده لري. کله چې پښتورګي د سودیم په فلتر کولو ونه توانېږي نو سوډیم په وینه کې پاتې کېږي او اوبه راجذبوي . دا کار د وینې حجم زیاتوي، په زړه فشار زیاتیږي او د وینې فشار لوړیږی.
همدا علت دی چې څوک ډېر مالګه خوري، د زړه ناروغۍ، سټروک، د پښتورګو زیان او حتی د پښتورګو تیږو خطر ډېروي.لنډمهاله کې د مالګې زیات خوړل تږي کېدل، سردرد او په لاسونو او پښو کې پړسوب رامنځته کوي. خو اوږدمهاله زیانونه ډیر جدي وي، ځکه دا په چوپتیا سره بدن ته زیان رسوي جې څرګندې نښې نه لرې.