Dr Sheerzad Sh Safi

Dr Sheerzad Sh Safi Pace. Medical, good health

خوږه خورزه
28/07/2025

خوږه خورزه

مصنوعي پلاسنټا یا پرېوان او زیلانځې (رحم) له وخت مخکې د زیږېدلو ماشومانو ژوند ژغورلی شي ، خو له انساني تجربو وړاندې باید...
28/04/2025

مصنوعي پلاسنټا یا پرېوان او زیلانځې (رحم) له وخت مخکې د زیږېدلو ماشومانو ژوند ژغورلی شي ، خو له انساني تجربو وړاندې باید کوم اخلاقي مسایل وڅېړل شي؟

دا داسې ښکاري لکه د یو خراب ساینسي فلم خیالي کيسه - انساني ماشومان د خپلو ميندو له ګېډې رايستلی شي او پر ځای يې د مايعاتو ډک خولو (پوډونو) کې وده ورکړل شي. خو دا دقيقاً هماغه څه دي چې د امريکا په پنسلوانيا ايالت کې د فلاډلفيا د ماشومانو په روغتون (CHOP) کې یې ساينسپوهان له وخت خورا ډېر وړاندې زیږېدونکو ماشومانو لپاره وړاندیز کوي.
د بشپړ مطلب لپاره پر لانديني لېنک کېکاږئ:

مصنوعي پلاسنټا یا پرېوان او زیلانځې (رحم) له وخت مخکې د ماشومانو د زیږېدلو ماشومانو ژوند ژغورلی شي ، خو له انساني تجربو وړاندې باید کوم اخلاقي مسایل باید وڅېړل شي؟

24/03/2025

نارینه وو کې د #سپـ.رم کمښت ، لاملونه او درملنه یی؛

په نارینه وو کې د سپـ.رم کمښت (Low S***m Count) – لاملونه، اغیزې، او درملنه

سپـ.رم کمښت څه شی دی؟
سپـ.رم کمښت یا اولیګوسپرمیا (Oligospermia) هغه حالت ته ویل کېږي چې د نارینه د منـ.ې په مایعاتو کې د سپـ.رم اندازه له نورمال څخه کمه وي. که د سپـ.رم شمېر له ۱۵ میلیونو سپرمو څخه کم وي (په یو ملي لیتر منې کې)، نو دا کم ګڼل کېږي. که چیرې سپـ.رم هېڅ نه وي، نو دې ته ازوسپرمیا (Azoospermia) ویل کېږي.

د سپ.رم کمښت لاملونه
د سپـ.رم کمښت مختلف فزیکي، هورموني، او چاپېریالي عوامل لري، چې ځینې یې دا دي:

۱. فزیکي لاملونه
ویریکوسیل (Varicocele) – د خـ.ـصیو د وریدونو پراخېدل، چې د سپـ.رم کیفیت خرابوي..
انتی بیوټیک او التهابي ناروغۍ – ځینې انتانات، لکه سوزاک (Gonorrhea) یا کلامیدیا (Chlamydia)، د سپـ.رم تولید ته زیان رسوي.
هرنیا (Hernia) یا د خـ.ـصیو زخمونه – د خـ.ـصیو د عملیاتو یا صدمې له امله د سپـ.رم تولید زیانمنېدای شي.
نه ښکته شوي خصـ.ی (Undescended Testicles) – که د ماشوم په کوچنیوالي کې خـ.ـصیي خپل نورمال ځای ته نه وي ښکته شوي.

۲. هورموني لاملونه
د ټیسټوسټیرون کمښت – د نارینه هورمون ټیسټوسټیرون کمښت د سپـ.رم تولید اغېزمنوي.
د دماغي غدواتو ناروغۍ – د هیپوفیز یا هایپوتالاموس ستونزې، چې د سپـ.رم تولید تنظیموي.

۳. چاپېریالي او ژوند طرز عوامل
سګریټ او نشه يي توکي – نیکوټین، الکول، او کوکایین د سپـ.رم تولید کموي.

زیاته تودوخه – ګرمو ځایونو ته ډېر تګ، د لمر لاندې زیات کار، یا د لیپټاپ اوږدمهاله کارول په تودوخه کې زیاتوالی راولي، چې د سپـ.رم تولید ته زیان رسوي.

خراب خواړه – د ویټامینونو، زنک، او انټي‌اکسیدنټ موادو کمښت د سپـ.رم تولید کموي.

اضطراب او سټریس – دوامداره روحي فشار د هورموني توازن ګډوډوي.

د سپـ.رم کمښت اغیزې
شنډوالی (Infertility) – د حمل نه اخیستل یا ستونزې
ج+نسي کمزوري – د میل کمښت یا د تنـ.ـاسلي قوت کمېدل
رواني فشار – د کورنۍ او ټولنیزې اړیکو ستونزې

د درملنې لارې
۱. طبیعي او غذایي درملنه
زنک (Zinc) لرونکي خواړه – لکه غوښه، هګۍ، بادام، او مغز لرونکي خوراکونه
ویټامینونه (Vitamin C & E) – تازه میوې، سبزیجات، او د غنمو تخم
امېګا ۳ فایټي اسیدونه – د کب غوړ او د زیتون تېل
اوبه ډېرې څښل – بدن هیدریټ ساتي او سپـ.رم تولید ته ګټه رسوي

۲. درملنه د درملو له لارې
د هورموني درملو استعمال – که چیرې د ټیسټوسټیرون یا FSH/LH هورمون کم وي، نو درمل ورکول کېږي.
انتي بیوټیک درمل – که د انتان له امله سپـ.رم کم وي، نو د ناروغۍ درملنه ضروري ده.
د ویریکوسیل عملیات – که د وریدونو ستونزه وي، نو جراحي حل لري.

۳. د ژوند د طرز بدلون
د سګریټ، الکول، او نشه يي توکو پرېښودل
د فزیکي تمریناتو کول (خو ډېر سخت تمرین نه)
د ذهن ارام ساتل، د سټریس کمول
د ګرمو ځایونو څخه ځان ساتل

نتیجه
د سپـ.رم کمښت د نارینه و د شنډوالي یو عام لامل دی، خو دا اکثره وخت د درملنې وړ وي. د صحیح تشخیص لپاره باید د ډاکټر مشوره واخیستل شي، د ازموینو له لارې اصل لامل پیدا شي، او بیا مناسب درمل یا تغذیه وکارول شي.

د لیکنې کاپي کولو حقوق خوندي دى

د نورو ملګرو سره یی شریک کړئ #شیر کړئ! پاڼه #فالو کړئ
ډاکترشىرزاده صافي

*🔲 لوستلو 📖 ، او نشرولو ✅ په هیله . چا چې ولوستل نو په مینه یو لایک 👍 یا هم ❤️ ورکئ .*

08/12/2024
02/06/2024

د زړه د حملې نښې نښانې:
- د سينې په منځ کې سخت درد لکه سينه چې تر زور او فشار یا یوه درانه وزن لاندې وي. ډيری وخت دغه درد ژامې، اوږو، لاسونو او ګوتو ته هم خپريږي
- د مخ د رنګ الوتل يا خړ کېدل لکه څوک چې و ډار شي
- خولې، د زړه بدوالی، استفراق یا کانګې
- د سا ډوبي یا نفس تنګي احساس
- چټک، کمزوری او غير منظم نبض

هر هغه وخت که تاسو ته پورته اعراض پيداشي کوښښ وکړئ چې تاسو په ځمکه کښېنئ، دېوال ته تکيه و وهئ او حرکت و نه کړئ. که امبولانس ته لاسرسی لرئ زنګ ورته و وهئ او که يې نه لرئ نو له بل چا هيله وکړئ چې په موټر کې مو تر روغتونه په بېړه ورسوي. روغتون ته پر لارې د اسپرين ۳۰۰ ملي ګرامه ګولۍ لومړی وژدويئ او بيا يي وخورئ.

رګ نساء:د انسان ماغزه د اورمېږ او ملا په منځ کې د شمزيو له مغزو سره وصل دي. له هغه ځای څخه بيا د رېښو په څير جوړښتونه را...
01/05/2024

رګ نساء:
د انسان ماغزه د اورمېږ او ملا په منځ کې د شمزيو له مغزو سره وصل دي. له هغه ځای څخه بيا د رېښو په څير جوړښتونه را جلا شوي او په ټول بدن کې خپاره شوي دي. د همدې سيسټم له لاري د انسان د وجود احوال مغزو ته وړل کيږي او کوم امر چې ماغزه کوي هغه پلی کيږي. د پښې حس او ښورولو کنټرول د انسان ماغزه د يوې لويې رېښې له لاري کوي چې د سياټېک په نامه ياديږي. که دغه رېښه (يا عصبي رشته) په ملا يا خپل مسير کې تر فشار لاندې راشي يا تخريش شي نو يو ډول دردونه منځ ته راوړي چې له ملا يا کوناټي څخه نيولې ان د پښو تر پنجو پورې رسيږي او موږ او تاسو په عامه اصطلاح “رګ نساء” ورته وايو. دغه ناروغي په لومړني پړاوونو کې د درد د درملو او فزيوتراپي له لاري تداوي کيږي.

که څوک وسوځي، په سوځیدلي ځای باندې خلک د غاښونو کریم (Tooth Paste) لګوي تر څو؛ سوځیدلی ځای یخ/سوړ شي او کس د سوخت احساس ...
01/05/2024

که څوک وسوځي، په سوځیدلي ځای باندې خلک د غاښونو کریم (Tooth Paste) لګوي تر څو؛ سوځیدلی ځای یخ/سوړ شي او کس د سوخت احساس ونکړي.
حال دا چې دا خطرناک عمل دی؛ کیدلی شي چې د کریم لګولو سره میکروبونه او د کریم کیمیاوي مواد وجود ته داخل شي؛ چې مختلفې ستونزې جوړولی شي، د کریم لګولو سره پوستکی داغ (scar) پریږدي او همدارنګه د درد د زیاتوالي سبب ګرځي.

ښا نو څه کول پکار دي؟
ـــ سهي او مناسبه خبره دا ده؛ که څوک سوځیدلي وو، کوشش وکړئ هغه سوځیدلی ځای روانو اوبو یا (Running Water) ته شل دقیقې ونیسئ!
سوخت ورسره کمیږي او د میکروبي کیدا مخنیوی کوي.
ـــ د تڼاکو (Blisters) پنچر کولو هڅه مه کوئ.
ـــ که څوک ډېر سوځیدلي وو، کوشش وکړئ، په وخت یې روغتون ته ورسوئ.

N R Hospital
31/07/2023

N R Hospital

I've received 100 reactions to my posts in the past 30 days. Thanks for your support. 🙏🤗🎉
31/07/2023

I've received 100 reactions to my posts in the past 30 days. Thanks for your support. 🙏🤗🎉

Address

Kunar

Telephone

+93777730505

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr Sheerzad Sh Safi posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram