لښــــــــکرګاه روغتیایی مرکزــــLaskargah health care center

لښــــــــکرګاه روغتیایی مرکزــــLaskargah health care center طبي معلومات
ستا سي طبي پوښتنو ته جوابونه

بسم الله الرحمن الرحیم رحیم د توبرګلوز ضد درمل ( Anti Tuberculosis Drugs )  :پدي ګروپ کي لاندي درمل شامل دي کوم چى د تبر...
04/10/2023

بسم الله الرحمن الرحیم رحیم

د توبرګلوز ضد درمل ( Anti Tuberculosis Drugs ) :

پدي ګروپ کي لاندي درمل شامل دي کوم چى د تبرګلوز په ناروغۍ ورڅخه استفاده کييږي

1 - Isoniazid ( INH ) آيسونيازيد
2 - RIfampecin ( RIF ) ريفمپيسين
3 - Pyrazinamide ( PZA ) فى رازينامايد
4 - Etambetol (EMB ) ايتامبوتول
5 - Streptomycin سټرفتومايسين

د توبرګلوز ضدر درمل
1 - د Isoniazid 5mg/kg د دوه مياشتو لپاره ورکول کيڔي.
2 - د Pyrazinamide 25mg/kg د څلورو مياشتو لپاره ورکول کيڔي.
3 - د Etambetol 15mg/kg د پينځه کالو کم عمره ماشومانو ته ښه ده چى استعمال نشي .
4 - د Stretoptomycin 15mg/kg صرف په عضله کي ورکول کيڔى .

1 - Rifampecin

د Refampecin مضاد استطباب ( نه کارونه ) :
د پښتورګو يا ځيګر په ناروغيو اوله درمل سره د حساسيت په وخت کي د Refampecin 10-20mg/kg باندى وکارول شي .

2 - Etambetol

د Etambetol مضاد استطباب ( نه کارونه ):
له درمل سره د حساسيت د سترګو د عضلاتو د خرابوالى په وخت کي Isoniazid 10-20mg/kg باندى وخوړل شي.

3 - Streptomycin

مضاد استطباب ( نه کارونه ) :

له درمل سره د حساسيت د پښتورګو د وظايفو په خرابوالى اود حمل په مهال دى نه کارول کيڔى .
د Streptomycin مقدار 500-1000mg ملى ګرامه په ورځ يا دوه ځلى واګول شى .

د توبرګلوز ضد درملو په استعمال کي کي احتياط:

1 - دواګانې بايد په واحد دوز ( Singal dosage ) واخيستل شي,
2 - ناروغ وپوهول شي چى درمل پخپل سره قطع نګړي .
3 - کله چى د ناروغ اشتها ښه شى اود شپي لخوا د خولو کميدل , د تبى کميدل , اود خستګى احساس کميدل د ناروغ بهبودى ( رغيدو ) ښودونکى دي .
4 - هر کله که ناروغ ته د Diaziness ( سرچرخى ) اوپه اوريدو کي مشکلات پيدا شي د Streptomycin د جانبى عوارضو څخه شميرل کيڔى . چى ددى په هکله بايد تصمم ونيول شي.
5 - هر کله که په ليدو کى مشکلات پيدا شي دEtambetol د جانبى عوارضو څخه شميرل کيڔى .
چى مقدار يا تداوى پلان په باره تصمم ونيول شى.
6 - که چير ناروغ بى حسى اود لاسونو او پښو کرحتى ( بوډۍ کيدل ) پيدا شي د Isiniazid د جانبى عوارضو څخه شميرل کيڔى . چى د Vit b6 پواسطه د وقايي دى .

6 - که چيرى ناروغ ته د شعور تغير اختلاج او دماغي اختلال پيدا شي د Isoniazid او ايتامبوتول د جانبي عوارضو څخه دي چې بايد د متحصص سره مشوره وشي د ځيګر ناروغۍ هکله فکر وشي.
داکتر فداګل بارک
دعمومي داخله ناروغيو معالج
لطفاً پوسټ په ګروپونو کې نشر کړئ. مننه!

18/09/2023

د حیاتي علایمو څخه تنفس Respiration

تنفس په عموم کې په لاندي ډولونو دي:
Eupeneoaیا Normal breathing :
هغه ډول تنفس ته ویل کیږي چې یو نورمال روغ انسان یې په یوه دقیقه د ۱۶-۲۰ واري په دقیقه کي اخلي.
Apnea:
هغه ډول غیر نورمال تنفس ته ویل کیږي چې دتنفس له ډیري وقفی بعد یوار وسی بیا ورک وي تر ډیره وخته.
Bradypnea:
هغه ډول غیر نورمال تنفس ته ویل کیږي چي په یو دقیقه کې تر ۱۲ واري کم وي.
Tachypnea ټکيپینیا:
هغه ډول غیر نورمال تنفس ته ویل کیږي، چې په یوه دقیقه کي تر 20 ځلی زیات سي.

Hyperpnea:
هغه ډول غیر نورمال تنفس ته ویل کیږي کله چې یو ناروغ په ډیري سختی سره ساه اخلی اما په اساني سره یې خارجوي.

Dyspnea:
هغه ډول غیر نورمال تنفس ده چې په سختي سره ساه اخلی او په سختی سره یې خارجوي .
Orthopnea:
هغه ډول غیر نورمال تنفس ته ویل کیږي، کله چې یو څوک ستونی ستغ پریویزي او په سختي سره ساه اخلي.

Kussmal breathing:
هغه ډول تنفس ته ویل کیږي، چې په سختی سره ژوره ساه اخلي اما ژر ژر یې خارجوي.
Chame-Stock شیم سټوک:
هغه ډول غیر نورمال تنفس ته ویل کیږي یوځلی یې ژر ژر خارجه کړي بیا یو څه وخت تنفس ورک وی ......بیا تنفس وکړی ژر ژر یی واخلی هم یې ژر ژر خارجه کړي.

عصبي(نیوروپتیک) دردونههغه مزمن او پرمخ تلونکی درد دی چې کیدای شي د عصبي ضربې، عفونت، تحریک او یا تخریب څخه منځ ته راشي.ع...
09/08/2023

عصبي(نیوروپتیک) دردونه

هغه مزمن او پرمخ تلونکی درد دی چې کیدای شي د عصبي ضربې، عفونت، تحریک او یا تخریب څخه منځ ته راشي.
عصبي سیسټم د اعصابو او نیورونونو یا عصبي حجرو ټولګه ده چې د بدن د مختلفو برخو تر منځ پیغامونه لیږدوي، که چیرې ضرر ووینې کیدای شي خپله دنده په صحیح ډول سرته ونه رسوي او دا ددې سبب کیږي چې مغز د صحیح پيغام په ترلاسه کولو کې ستونزه پیداکوي دمثال په ډول که څه هم ستاسو بدن سوځیدلی هم نه وي، تاسو د بدن په یوه برخه کې د سخت سوي یا سوزش احساس کوی.
عصبي درد د ستنې وهلو او سوي(سوزش) لکه د چاقو وهلو، اغزي اغزي کیدلو، مرمر او کرخت کیدلو په کلمو په لاسونو او پښو کې توصیف کیږي.

که چیرې فکر کوی چې عصبي درد تجربه کوی، د لامل د تشخیص او درملنې لپاره متخصص ډاکټر ته مراجعه وکړﺉ.

سببونه:
•د ویټامینونو کموالی
• شکر
• د وینې غوړ
• عفونت(مکروب)
• مشکلات تایروييد
• پر محیطي اعصابو فشار یا ضربه
• اتوامیون ناروغۍ
• جراحي
• اعتیاد یا سګرټ کارول

د تشخیص لپاره معاینات:

• د وینې معاینات
• د اعصابو او عضلو برقي ګراف
NCS/EMG

درملنه:

د ډاکټر له مشورې سره سم د دوا توصیه کیدل

کورنۍ درملنه:

لکه څرنګه چې مو ولوستل د عصبي دردونو د درملنې لپاره ډاکټر ته مراجعه ډیره اړینه ده مګر ځینې کورنۍ طریقې شتون لري چې کولای شی د درد د کموالي په موخه د لنډ وخت لپاره ګټه ورڅخه واخلی.

۱. د بدون له نسخې تسکین ورکونکو درملو کارول:
اسیتامینوفین، آسپرین، ایبوپروفن، ناپروکسین له کمو تر متوسطو دیابتي عصبي دردنو د تسکین لپاره.
مګر که چېرې په دواومداره توګه تسکین ورکونکې درمل کاروی غوره ده چې د اړوند ډاکټر سره مشوره وشي ځکه ځينې دا ډول درمل د قلبي حملې، مغزي سکتې او یا د پښتورګو ناروغیوخطر زیاتوي.

۲. د ویټامين B او D مصرفول

۳. دوینې جریان د چټک کولو لپاره خپلو پښو ته مساج ورکول

۴.خپلې پښې په یخ حمام یا سړو اوبو کې دلنډ وخت لپاره ایښودل

۵. خپلې پښې د مالګې په اوبو کې کیږﺉ( که ډيابټ(شکر) یا د پښو زخم لرﺉ دا طریقه مه کاروﺉ
دنورومعلوماتولپاره له
داکترفداګل بارک سره په تماس کي سي
0703335098
ادرس
لښکرګاه ښار13 ناحيه
لښکرګاه روغتيايي مرکز

د ګرمۍ په موسم کي ځينی ضرورې لارښوونې !1.    پرته له اړتیا لمر ته مه ګرځئ.2.    ماشومان مو د ورځې له ۱۱ بجو د مازدیګر تر...
21/06/2023

د ګرمۍ په موسم کي ځينی ضرورې لارښوونې !

1. پرته له اړتیا لمر ته مه ګرځئ.
2. ماشومان مو د ورځې له ۱۱ بجو د مازدیګر تر ۴ بجو لمر ته له ګرځېدو څخه را وګرځوئ.
3. په دې ورځو کې اوبه او چای ډیري وڅښئ.
4. په خوړو کې له ډیرو غوړو څخه استفاده مه کوئ
5. که توان ولرئ نو میوه ډېره وخورئ
6. که ډېره اړتیا وي نو لمر ته د ګرځېدو پرمهال د لمر ضد کریم وکاروئ او تورې عینکي پر سترګو کړئ.
7. د ورځې څو ځله ولمبېږئ.
8: له ليمواوويټامين سي لرونکوخوراکي شيانوڅخه ګټه واخلي
Dr fida gul barak

 کولرا يک نوع مرض حاد اسهالی است که عامل آن ويبريو کلرا Vibrio cholera که يک نوع باکتری است منحصرا انسان را مبتلا ميکند....
21/06/2023



کولرا يک نوع مرض حاد اسهالی است که عامل آن ويبريو کلرا Vibrio cholera که يک نوع باکتری است منحصرا انسان را مبتلا ميکند.

این مرض به شدت ساری می باشد. ویژگی مشخص وبا آغاز ناگهانی اسهال خطرناک بدون فشار و آبکی است که به دنبال آن استفراغ ، دیهایدریشن شدید ، گرفتگی عضلات و کم شدن ادرار فرا می رسد. میزان مرگ و میر در صورت عدم جایگزینی سریع مایعات و الکترولیت بدن تا 40- 30 درصد می باشد.

#علائم:
دوره پنهانی کولرا از چند ساعت تا 5 روز بوده و بطور معمول 2-1 روز است . شدت علائم مریضی به سرعت و مدت از دست رفتن مایعات بستگی دارد .

کولرا دارای سه مرحله است :
#الف : مرحله تخلیه ای : مریض ناگهان دچار اسهال شدید آبکی و بدون درد می شود که به دنبال آن استفراغ روی داده و مواد غایطه شکل آب برنج دارد .

#ب : مرحله کلاپس : به دلیل کم آبی بدن مریض به مرحله کلاپس وارد می شود و بصورت پایین آمدن فشار خون ، نبض خیلی ضعیف ، بطن فرورفته ، دست و پای خیلی سرد ، قطع ادرار نمایان می شود .

#ج : مرحله بهبودی : اگر مایعات بدن مریض جبران شود فشار خون مریض رو به افزایش می رود و علائم حیاتی نورمال شده و مریض از مرگ.

پنځه دليلونه چې هره ورځ په سړو اوبو ځان مينځل ستاسې ژوند بدلولی شي ، په سړو اوبو ځان مينځل ښايي ستاسې د خوښې وړ چاره نه ...
02/06/2023

پنځه دليلونه چې هره ورځ په سړو اوبو ځان مينځل ستاسې ژوند بدلولی شي ، په سړو اوبو ځان مينځل ښايي ستاسې د خوښې وړ چاره نه وي ، په ځانګړې توګه که تاسې په سړو سيمو کې ژوند کوئ.

ښايي په سړو اوبو کې له داخلېدو څخه ويريږئ او داسې فکر کوئ ، چې که سړو اوبو ته داخل شئ ، ټول بدن به مو د سړو اوبو په چاقو ګانو باندې ووهل شي.

خو په سړو اوبو ځان مينځل ستاسې لپاره باور نه کېدونکي ګټې لري ، آن دا کار کولای شي ستاسې ژوند بدل کړي.

په دغه ليکنه کې په سړو اوبو د ځان مينځلو پر ذهني ګټو برسېره ، په علمي ډول ثابتې شوې ګټې هم تشريح شوې دي ، په يخو اوبو د ځان مينځلو څو ذهني ګټې په لاندې ډول دي:

۱:- د بدن د وازګو اوبه ول.

۲:- د خوب ښه ‌والی او سمون.

۳:- د وينې د جريان زياتوالی.

۴:- د ميتابوليزم چټک کول.

۵:- د ژور خفګان ( ډيپرشن ) کمول.

۶:- د انسانانو د بيدارۍ زياتوالی.

۷:- د معافيت د سيستم پياوړي کول.

۸:- د ټيسټوسټيرون ( نارينه جنسي هورمون ) پياوړي کول.

په دغو څو ګټو برسېره ، په يخو اوبو حمام کول لاندې ګټې هم لري:

۱:- تاسې د (منل/ قبولول) زده کوئ
کله چې تاسې هر سهار د خوبه په داسې حال کې راپاڅېږئ ، چې وروسته به په يخو اوبو ځان مينځئ ، بلاخره (قبولول/منل) زده کوئ. څنګه (قبولي؟)

تاسې دا منئ ، چې ځينې وخت بايد د خپلې غوښتنې خلاف يو کار ترسره کړئ ، هغه چاپېريال چې تاسې ور ننوزئ ، ښايي تل ستاسې د خوښې او طبع سره برابر نه وي او يا به نه کېږي ، پدې ترتيب تاسې په هر هغه څه شکر وباسئ ، چې په لاس کې يې لرۍ ، هرڅومره چې ناوړه شيانو منئ ، هغومره د ښو شيانو قدر درسره پيدا کېږي.

که تاسې د نړۍ تر ټولو خوشحاله هېوادونو لړليک ته وګورئ؛ وبه وګورۍ ، چې نهه يې په شمالي اروپا او کاناډا کې پراته دي ، دغه ټول هېوادونه کوم شريک ټکي لري؟ ټول ډېر ساړه ملکونه دي.

هر سهار په يخو اوبو سره ترحمام وروسته چې کله دوی بيرون ته وځي ، سړه هوا دوی ته دا درس ورکوي ، چې له خپلو موجوده شيانو سره تعامل ومني ، په پايله کې همدا اصل دوی ته د خوښۍ احساس ورکوي.

۲:- تاسې تواضع زده کوئ
تاسې ښايي لومړی خپل ځان ډېر قوي او پياوړی احساسوئ ، خو چې څنګه سړو اوبو ته داخل شئ ، نو د نورو کسانو په شان بدن مو لړزه نيسي او غواړۍ چې اوبه درباندې بندې کړئ.

په سړو اوبو ځان مينځل يوه له هغو لارو څخه ده چې ټول انسانان سره په ورځني ډول يو شان يا مساوي څرګندولای شي ـ په ننۍ عصري نړۍ کې دا يوازينۍ شېبه ده ، چې په هغې کې د تودوخې په مرسته طبيعت پر موږ بشپړ واک ښيي.

۳:- تاسې زغم زده کوئ
د ټولو هغو کسانو لپاره چې غواړي لويو موخو ته ورسېږي ، يوه مشوره: داسې بايد (ناراحته/په ستونزو کې) اوسېدنه زده کړئ ،که ناراحته اوسېدنه زده نه کړئ؛ تاسې به هېڅ وخت ځان خولې، په عذاب او کله کله ان چټل نه کړئ که څه هم غواړئ يو کار ترسره کړئ.

د (ويپاسانا) په نامه د تفکر او تأمل (meditation) په يوه تخنيک کې هم دا درس نغښتی دی ، پدې تخنيک کې يو کس د ورځې لس ساعته په بشپړه خاموشۍ کې تأمل کوي او څو ساعته بايد هېڅ حرکت و نه کړي ، درد ، شخي ، د کوم غړي بخار ، د ملا درد ، د پښو وچ ‌والی هر څه بايد له پامه وغورځول شي ، تر څو بلاخره د خپل ځان او مغز کنټرول زده‌کړی شئ.

په سړو اوبو ځان مينځل موږ ته همدا شی را زده‌کوي ، مونږ زده کوو چې له فشاره ډک او ناراحته (ستونزمن) حالتونه بايد وزغمو ، دماغ مو زده کوي ، چې څنګه له داسې وضعيت سره برخورد وکړۍ ، چې هغه زمونږ په بدن کې د درد او رنج لامل کېږي ، په سړو اوبو د ځان مينځلو له لارې تاسې د خپل بدن مالکان کېږۍ ، نه برعکس.

۴:- عزم ، ټينګه اراده او ډيسيپلين زده کوئ
په انسانانو کې تر عزم او ټينګې ارادې بله پياوړې ځانګړتيا نشته ، عزم هر هغه څه مشخصوي ، چې تاسې غواړۍ په ژوند کې يې ترسره کړئ ، عزم او اراده څرګندوي ، چې تاسې څومره کولای شۍ د وسواس سره مقاومت وکړئ ، اعتياد کنټرول کړئ ، کافي اندازه خوب وکړئ ، ځان صحت‌مند وساتئ ، هوښيار و اوسېږئ او په عمومي توګه يو ښه شخص و اوسېږئ.

عزم او اراده تر ټولو ښه ځانګړنه ده ، چې تاسې بايد ورباندې کار وکړئ او ډېری خلک چې د ښه ‌والي او ښه اوسيدو اراده نلري ، فکر کوي ، چې دا ځانګړتيا له انسانانو سره زږېږي ، مګر داسې نه ده! عزم او اراده ، لکه يوه عضله ، بايد کار ورباندې وشي ، تمرين پرې وکړئ او پياوړې يې کړئ.

۵:- تأمل او تفکر زده‌کوئ
(ويم هاف) په سړه هوا کې د اوسيدو نړيوال ريکارډ لري ، مانا دا چې نوموړی په داسې سړه هوا کې ژوندی پاتې کيدای شي ، چې نور انسانان په لړزانو هډوکو باندې بدلولای شي ، ساينس پوهانو په نوموړي څېړنې ترسره کړې او دايې وموندل چې ( ويم هاف ) د مغز په مرسته خپل د معافيت د سيستم د کابو کولو عجيبه وړتيا لري او عجيبه لا دا چې! نوموړی په سړه هوا کې ژوندي پاتې کيدل زده‌کوونکو تدريسوي او سړه هوا د هغه لومړۍ شمېره وسيله ده.

( ويم هاف ) پدې باور دی ، چې دا موضوع تر تنفس پورې تړاو لري ، کله چې تاسې ساړه حس کړئ ، بدن مو په طبيعې ډول چټکه ساه اخيستنه پيلوي ، که تاسې د ساه اخيستلو کنټرول زده کړئ ـ تنفس ته د بدن له طبيعي اړتيا سره مقاومت وکړئ ، تاسې د تأمل او تفکر حالت ته ننوزئ ، پدې وخت کې ټولې پېښمانۍ ، خفګانونو او پرېشانۍ مو له منځه ځي ، دغه حالت د ورځې داسې يو په زړه پورې پيل در بخښي ، چې په ګرمو اوبو سره حمام يې هېڅ کله نشي درکولای.

په سړو اوبو حمام ، د ژوند درمل!
که په سړو اوبو سره د ځان مينځلو قناعت مو اوس هم نه وي حاصل شوی ، نو هېڅ شی به مو قانع نه کړي ، د اوبو ګرمولو ماشين مو بند کړئ او له شاور څخه روانې سړو اوبو ته غېږ ورکړئ ، بلاخره به خپله وګورئ ، چې دا ټول شورماشور او هيجان د څه لپاره دی.
Dr fida gul barak
Medical doctor

Polycystic O***y syndrome(PCOS)په ښځو کی یوه ډیره عامه ناروغی چی د بی اولادی او د عادت ماهوار د بی نظمیو یو ډیر عام سبب ...
12/05/2023

Polycystic O***y syndrome
(PCOS)
په ښځو کی یوه ډیره عامه ناروغی چی د بی اولادی او د عادت ماهوار د بی نظمیو یو ډیر عام سبب ګڼل کیږی د PCOS ناروغی ده. تقریبا د 40 – 85% ښځی په د نړی پر سطحه ددی ناروغی سره لاس او ګریوان دی، په UK کی د هری 10 ښځو څخه یوه په دی ناروغی اخته ده اما بیا په هندوستان کی دا رقم لږ څه متفاوته دی د هرو 10 ښځو څخه 8 ښځي پدی ناروغی اخته دی.
د PCOS څه دول ناروغی ده؟
که د نوم په نسبت دی ناروغی ته وګورو نو ویلی شوو کله چی په تخمدان (O***y) کی سیسټونه (cysts) رامنځته شی نو دیته PCOS وایی.
څنګه کولای شوو چی په ښځو کی دا ناروغی وپیژنو او تشخیص یی کړو؟
دا ناروغی خپلی نښی نښانی لری چی په لاندی ډول دي:
1) غیر منظم میاشتنی عادت ماهوار (Irregular period): ناروغه به تاسو ته د خپلی ګډوډی میاشتنی ناروغی یا حیض څخه شکایت کوی، مثلا کیداشی ناروغه تاسو ته د خپلی په خنډ سره د عادت ماهوار څخه شکایت وکړی (Delayed Mens) ، یا د Oligo menorrhea (که چیری په کال کی د ۹ څخه کم میاشتنی مریضی موجوده وی) څخه شکایت وکړی، یا هم هیڅ میاشتنی عادت نوی موجود ( Amenorrhea)، ځکه چی تخمه به نه ازادیږی.
2) زیاد نارینه هورمونونه ( excess androgen) :د ناروغ په وجود کی به د سړیو د هورمونو زیاتوالی موجود وی، چی د فزیکی علایمو د رامنځته کیدو سبب ګرځی لکه په مخ او بدن باندی د ویښتانو زیاتوالی، د سر د ویښتانو زیاد رژیدل، په مخ په باندی د غوړنیو دانو زیاتوالی (Acne).
3) په تخمدانونو کی د زیاتو سیسټونو موجودیت (Polly cystic ovaries) : کله چی تاسو ناروغ ته سکن کوی نو تخمدانونه به لوی شوی وی ځکه په زیات مقدار سیسټونه (یوه کچوړه چی په منځ کی صاف مایعات موجود وی) به پکی موجود وی.
که چیری تاسو د پورته دریو حالتونو څخه حد اقل دوه حالته ولری نو تاسو د pcos په لوحه کی تشخیص کیږی.
Medical condition:
د PCOS اکثره ناروغانو وزن به زیات یا هم به چاق وی.
د PCOS ناروغان کیداشی به ځینو طبی ستونزو اخته شی لکه Type 2 Diabetes ( د شکر دوهم قسم)، Dyslipidemia ( په وینه که د غوړیو لوړوالی )، obstructive sleep Apnea ( یعنی د څو ثانیو لپاره د ساه بندیدل)، Depression and Anxiety، An ovulatory infertility, endometrial Hyperplasia.
تداوی:
تر ټولو لومړی خبره داده چی ناروغ باید خپل ورځینی د ژوند طریقه بدله کړی لکه په غذا کی تغیرات، د خوب منظم کول او د بی خوبی څخه مخنیوی، منځم تمرین کول، هغه فکتورونه مخه نیول چی د تشویش او نارحتی سبب ګرځی او نور.
طبی تداوی:
یو لړ درمل دی چی مونږ کولای شوو استعمال یی کړو نسبت د مریض کلینکی لوحی او لابراتواری معایناتو ته:
 Combined estrogen – progestin contraceptives
 Medroxyprogesterone acetate (5-10mg), 10-14 days every 1-2 months
 Metformin
Anti – Androgens:
• Spironolactone (50-100mg BID)
• finasteride
Dr Fida gul barak
دوکتور فداګل بارک
دعمومي داخله
اواطفالودناروغيو معالج

ځوان دانی یا اکنیاکنی ولګاريس د Pilo Sebaceous Unit يوه مزمنه التهابي ناروغې څخه عبارت ده چې په کاميدونونو ،او پولي مورف...
16/12/2022

ځوان دانی یا اکنی
اکنی ولګاريس د Pilo Sebaceous Unit يوه مزمنه التهابي ناروغې څخه عبارت ده چې په کاميدونونو ،او پولي مورفيک اندفاعاتو لکه پپولونو ، پستولونو ، نودول او سيست باندې متصفه ده چې عموماً د موقتی hyperpigmentation او په شديدو اشکالو کی هايپرتروفيک او اتروفيک ندبه باقي پاتي کيدای شي.
اپيد يمولوژې : د اکنی پيښی دومره زياتې دي چې ځينی خلک فکر کوې چې دا دبدن يو فزيالوژيک حالت دې . او په نجونو کې نظر هلکانو ته ژر تظاهر کوې او ممکن په ٨ الې ٩ کلنۍ کې غير التهابي اندفاعات وليدل شی ددغه ناروغې پيښي اکثراً د ژوند د لومړی او دوهمی لسيزی ترمينځ ( د ١٣ کلنۍ څخه تر ١٩ کلنې) پوری واقع کیږی . ٤٠% نجوني په ١٧ کلنۍ او ٢٥% هلکان په ١٨ کلنۍ کې د اکنی اندفاعات لری. وروسته د ١٨ کلنۍ څخه ددغه ناروغې شدت کميږې او اندفاعات د بهبود طرف ته سير کوې اما معمولاً تر ٢٥ کلنۍ پوری ادامه پيدا کوې . ١٠% نارينه او ٥% ښځې تر ٤٠ کلنۍ پوری د اکنی اندفاعات پخپل ځان کې لری . اکني په ښځو کې مقاوم سير لری چې تر اوسه يي دليل مشخص نه دی .
د نژاد له نظره په سپین پوستکو کی نسبت تور پوستکو ته زیات لیدل کیږی.
د جنيتک له نظره په هغه هلکانو کی چې والدين يي په اکني باندي اخته دوي هم اخته کیږي خو په ځينو پيښو کی والدينو يي اکني نه وي تير کړي خو په ماشومانو کی اکني رامينځ ته کيږي
ايتوپتوجنيزس :
لاندنې څلور فکتورونه د اکني په پتو جنيزس کې رول لری .
• د سيبوم د توليد زياتوالی
• د Microbial فلورا ابنارملتی
• Cornification of the Pilosebaceous duct
• په ناحيه کی د التهاب مينځ ته راتګ
د سيبوم د جوړيدو زياتوالي: . په نورمال انسان کې د ورځي د ٢٠ الې ٢٥ ګرامه سبيوم د دهنیه غدواتو څخه توليديږې مګر ددې توليد د اکنی په ناروغانو کې نسبت سالم اشخاصو ته ډير زيات دې د سبيوم غدوات په نوزادانو کې لوې وې اما وروسته ديوې مودې يا درې مياشتی وروسته د ولادت څخه کوچنی کيږې او د طفوليت په دوره کې کوچنی پاتې کيږې وروسته دبلوغ څخه دغه غدوات د هورمونو تر تاثير لاندې غټ او فعاليږې
په پوستکې کې Testosterone په Dihydrotestoseron تبديل او د دهنیه غدواتو د فعاليت دزياتوالی سبب کيږی ، په داسې حال کې چې استروجن د نامعلومو دلايلو له کبله د دهنیه غداوتو د فعاليت دکموالې سبب ګرځي په لنډه توګه ويلی چې سبيوم د اکنی په ايجاد کې د لاندی دلایلو په اساس رول لری .
• سبيوم کوميدوجنيک اغيزه لری
• په پوستکې د سبيوم د زرق له کبله التهاب منځ ته راځې .
• اکنی د تولد او بلوغ په وخت کې ليدل کيږی .
• اکنی د استروجن په واسطه کنتروليږي .
د Microbial فلورا ابنارملتي: Propionbacterium acnes د اکنی په پتوجنې زيات رول لری . P.acnes يو انيروبيک باکتريا ده او په طبعې ډول سره په پوستکې او Pilosebaceous قنات کې ژوند کوې . P.acnes يو تعداد chemotactic انزايمونه لکه پروتيز ، لايپيز ، فاسفتيز او Hyalorinidase د افراز باعث ګرځې چې ددې جملې څخه لايپيز د سبيوم تراې ګلسرايد په Free fatty acids باندې بدلوې چې FFA يو قوې کوميدوجنيک او د التهاب په ايجاد کې رول لری .
Cornification of the Pilosebaceous duct: د اکنی په ناروغانو کې لومړنۍ او مهمترينه پتالوجيکی علامه د دهنیه غدواتو د کانال او اپتيليل حجرو د هايپرکراتوزس د ايجاد څخه عبارت ده چې د فوليکولې کانال د بندیدو سبب ګرځې چې د اکنی د وصفې اندفاع یعنی کومیدون د ایجاد مهمترین عامل دی ې
د التهاب اغیزه: دالتهاب د ايجاد علت په باوری توګه واضح نه دې مګر هغه افرازې مواد او انزايمونه چې د P.acnes په واسطه ايجاديږې د Chemotaxis خاصيت لری او د کوميدون د مجرا په داخل کې د نيو ترو فيلونو د حرکت باعث ګرځې چې دغه نيوتروفيلونه هايدرولاتيک انزايمونه ازادوې او د فوليکول د جدار د ضعيفوالې باعث ګرځې چې په نتيجه کې د التهاب د ايجاد سبب ګرځی.
برعلاوه د پورته اسبابو څخه لاندی فکتورونه هم د اکنی په منځته راتلو کی رول لری
١ ـــ غذايي رژيم :
د غذايي موادو رول د اکنی په ايجاد او تشديد کې تر اوسه پوری په اثبات نه دې رسيدلې خو احتمالاً د کاربو هايدريتونو د حد څخه زيات مصرف د سينګار غوړينو موادو سره تماس او اکزوجنيک FFA شونی لری داکنی تشديد باعث وګرځې نو باید دغه ناروغان ممپلی، چهارمغز، بادام، پسته، ککو، مرچ او نور هغه غذایی مواد چی په زیاته اندازه کاربوهایدریت او مخرش مواد لری استعمال نکړی.
٢ ـــ Premenstrual Flare :
په ٧٠% ښځو کې ٢-٧ ورځې مخکې د تحيض څخه د اکنی اندفاعات تشديديږې چې د سبيوم د توليد په زياتوالې او اپيدرمل hydration پوری اړه لری چې د پروجسترون او استروجن په تطبيق سره په کې بهبود رامنځ ته کيږی .
٣ ــــ خوله :
خوله په ١٥% ناروغانو کې د اکنی د اندفاعاتو د تشديد باعث ګرځي په ګرمه او مرطوبه هوا کې کار کول لکه پخلنځې کې د اکنی اندفاعات تشديدوي چې علت يي Ductul Hydration دې
٤ ـــ وړانګه :
د لمر طبعې وړانګی د اکنی د اندفاعاتو په ښه والی باندی رول لری په داسې حال کې مصنوعې شعاع ډير کم اثر لری او PUVA خپله داکنی د اندفاعاتو د ايجاد باعث ګرځې . دماوراې بنفش شعاع د سبيوم د کوميدوجنيک تاثير دلوړولو پربنا د اکنی دتشديدو باعث ګرځې .
٥ ـــ Stress and acne :
اکنی خپله په ښځو کې د سترس دايجاد باعث ګرځې روحې Stresses کې ليدل شوې چې اکثراً داکنی د اندفاعاتو د تشديدو باعث ګرځېدلی او د Acne exocriee سبب کيږی .
٦ ـــ دنده :
په هغه چاپيريال کې کارول چې دقرني طبقي hydration باعث ګرځې لکه د روغنې موادو ، نفت ، هايدرو کاربونونه او د کیمياوې موادو تماس د پوستکې سره د اکنی داندفاعاتو ايجاد په ټټر کې د اکنی فورم فوليکولايتس په شکل تظاهر کوې .
٧ ــــ دواګاني :
بعضې دواګانې او هورمونونه د اکنی دايجاد او تشديد باعث ګرځې چې ددې جملې څخه اندروجن چې دسبيوم د افراز دزياتوالې او داکنی دتشديد باعث کيږی . انابوليک دواګانې ، ګونادتروپينها ، ACTH او کورتيکو ستروئيد هم د اکنی فورم اندفاعات ايجاد او يا اکنی تشديدوې ، بعضې دواګانې چې د اکنی دايجاد او تشديد سبب کيږی عبارت دې له Vit B12,Hydantion ، Coaltar, ، Rifampin ،او INH . (۲، ۵)
کلنيکې منظره :
اکنی په ابتدايي توګه مخ ، غاړه ، د تنې او مټو پورتنې برخې اغيزمنه کوې په مخ کې بيا غمبورې ډير متاثره کيږی او په کمه اندازه پوزه ، تندې او زنه کې هم ليدل کيږی.
په اکنی ولګاریس کی لاندی اندفاعات لیدل کیږی
۱- کوميدونونه :کوميدون د اکني لومړني کلينکی څرګندونه ده او د اکني ولګاريس يووصفي او بارزي علامي څخه عبارت ده چې دغه کوميدونونه په دووه شکلونو سره تصادف کوي . لومړي شکل ئي د خلاص کوميدون يا تور سري کوميدون څخه عبارت دي چې د فوليکولونو دهانه وسيعاً خلاصه وي چې سيبوم د پوستکی سطح ته لاره پيداکوي او په سيبوم کی د ازاد شحمي اسيدونو د موجوديت په اساس چې کله د هوا اکسيجن سره په تماس راځي اکسيدايز کيږي او سوځی او په تور رنګ سره ښکاري.
دويم شکل يي د تړلي کوميدون يا سپين سري کوميدون څخه عبارت دي چې د فوليکول دهانه تړلي او سيبوم په pilosebaceous قنات کی منحصر پاتي کیږي او د پوستکی سطح ته نه خلاصيږي او سپين رنګه منظري سره ښکاري.
۲- پپولونه يا پپولوپستولونه: سورنګه پپولونه چې د پوستکی د سطحي څخه برجسته وي او التهابي هاله د هغي په اطراف کی په مقدم ډول سره پيداکیږي چې دغه پپولونه پخپل حال پاتي کیږي او يا د هغي په مرکز کی د زوي د تشکل په اساس پپولوپستولر منظره اختياروي.
۳- نودولونه ، Nodulo-ulcerative او سيست: بعضي نودولونه د شديد اکني په سير کی تاسس کوي او بعضي د سيستک ابسي ګانو سره يوځاي وي . چې په حدود د ۱ الي ۴ سانتي متر پوري قطر لری ، احمراري او دردناک وي اکثراً نودولر اکني چې طولاني سير وکړي د سيستک ابسي ګاني تاسس کوي او بعضي نوډولونه خلاصيږي او تقرح مينځ ته راوړي چې دغه Nodulo-Ulcerative شکل زياتره د اوږي په خلفي قسمت کی تظاهر کوی .
نرم نوډولونه په تدريجي ډول سره لوئيږي او د Pilosebaceous قنات د جدار د تمزق او د هغي په اطراف کی د کپسول د تشکل له کبله د سيست د ايجاد سبب کیږي. بعضي لوي شوي نوډولونه يو دبل سره د يوکانال له لاري لاره پيداکوي او لوي تقيحي اندفاعات مينځ ته راوړي او د هغي څخه ندبه باقي پاتي کیږي
۴- کلوئيد او هايپرتروفيک ندبه : په نودولر اکني کی ددوامدار التهابي وتيري له کبله ميځ ته راځي او په هغه خلکو کی چې خاص زمينه ولري د پستولر اندفاعاتو څخه وروسته په مخ او خصوصا په sternal ناحيه کی چې وسيع التهابي نوډولونه او سيستک ابسي ګاني چې د تقرح باعث کیږي تاسس کوي. همدارنګه د اکني په سير کی د نودولر تقيحي اندفاعاتو او عميقه التهابي وتيره کی ممکن کلوئيد تاسس وکړي . مګر د کلوئيد تاسس په ټولو ناروغانو کی حتمي نه دي د کلوئيد تشکل په يو خاص زمينه کی تصادف کوي.
اکنی کلينکې اشکال :
Acne conglobate :
Acne Fulminance .
Acne Steroidal
Excoriated acne
Acne aestivalis
اختلاطات
سره له دي چې بهترينه تداوي شتون لري خو بياهم شايد ندبه واقع شي چې دادي اکني په cystic type کی واضحه ليدل کیږي او حتي په ځيني کسانو کی ډير کم افت هم د ندبي د ايجاد سبب کيږي
تداوې :
اکنی ددرملنی وړ ناروغۍ مګر دناروغۍ د بابيړۍ څخه مخنيوی شونی نه ده که څه هم اکنی يو تهديد کوونکې ناروغې نه ده اما دناخوښې Poor Self image ,Social inhibition باعث کيږی چې ددې تداوې هدف د Scar څخه وقايه او دناروغې د کلينکې شکاياتو تسکین دې .
د تداوې په برخه کې بايد دپخوانې تداوې پوره تاريخچه اخيستل ، د دوا داخيستلو وخت ، مقدار ، Combination جانبې عوارض او همدارنګه دتداوې Response باندې پوهيدل ضرورې دې ، د اکنی کورنې تاريخچه وپوښتل شی
په عمومي صورت سره د اکنی په درملنه کی لاندي څلور پرنسيب مطرح او بايد په نظر کی ونيول شي
• د follicular keratinization اصلاح
• د sebaceous غدواتو د فعاليت کمول
• د follicular bacterial flora ټيټول يا د باکتريل اورګانيزم نهي کول
• د يو ضدالتهابي تاثير تامينول
د پورته اساساتو له مخي د اکنی ناروغانو ته يومنظم درملنه صورت ونيسي چې د اکنی د درملني سيستم په لاندي ډول ګروپ بندي کوو
• موضعي درملنه
• سيستميک درملنه
• جراحي
• Intralesional corticosteroid
موضعې درملنه :
دسلفر او resorcinol موضعي ډول استعمال د ډير پخوا زماني راهيسي مروج دي او تراوسه پوري په بعضي درماتولوجي کلينکونو کی توصيه کیږي . هغه دواګاني چې په دي اواخرو کی ډير زيات استعماليږی د Retinoids او antimicrobial دواګانو څخه عبارت دي چی په لاندی ډول دی:
Treitinoin
Adaplene
Tazarotene
Benzyl Peroxide
Clindamycine
Erythromycine
Azelic acid

۳- سيستميک تداوې

Tetracycline
Doxycycline
Minocycline
Erythromycine
Clindamycine
Trimetoprim-Sulfamethoxazole
Oral Contraceptive
Glucocorticoids
(Isotretinoin) Oral retinoid therapy
په هغو ناروغانو کې چې اکنی د خولې له لاري تداوې سره Relapse کوي او يادندبه او روحې تشوشات پيدا کوې نو په دې حالت کې Isotretinoin د خولې دلارې استعماليداې شی همدارنګه هغه اکنی چې دسيتميک او موضعې انتې بايو تيکو سره ځواب ښه نه وې او په Sever cystic ance کې هم استعماليداې شی .
Intralesional Corticosteriods: Intralesional Corticosteriods د التهابي نودول په کموالي کی موثره دوا ده چې Trimcinilon acetonid دmg/ml ۵،۲ نارمل سلاين سره رقيق شي او د ۰۵،۰ الي ۲۵،۰ ملي ليتر په اندازه په يو اندفاع کی تطبيق کيږي او دغه دوا د التهابي ضد تاثير له کبله په اکني نودولر او اکني conglobata کی ډير ښه موثريت لري او دغه زرقيات بايد هر ۲ الي ۳ اوني وروسته تکرار شي، ددغه intralesional زرقياتو ګټه داده چې د ندبي د تشکل څخه جلوګيري کوي.

ډاکترفداګل بارک دعمومي داخله اواطفالودناروغيو معالج

💬پنځه هغه ناروغۍ چې د جنسي اړيکو پواسطه له منځه ځي:::👈د ښځې او خاوند ترمنځ جنسي اړيکې او په ځانګړې ډول کوروالي کول نه يو...
15/11/2022

💬پنځه هغه ناروغۍ چې د جنسي اړيکو پواسطه له منځه ځي:::
👈د ښځې او خاوند ترمنځ جنسي اړيکې او په ځانګړې ډول کوروالي کول نه يوازې جنسي غريزه اراموي، دبچيانو د پيداکېدو لاره ده بلکې يوشمير ناروغۍ هم په اسانۍ د جنسي اړيکو پواسطه له منځه ځي او درملنه يې کيږي
دغه ليکنه چې پنځه هغه ناروغۍ درته ښييو چې شونې ده د جنسي اړيکو له لاري يې يا مخه ونيول شي او يا دا چې که شتون ولري درملنه يې وشي.
⬅1)دزړه حمله يا Heart attack:
يوې څيړنې ښودلې ده چې که چيرې يو کس مياشت کې څلور ځلې کوروالی کوي نو د زړه د حملې شونتيا يې نيم په نيمه يا پنځوس سلنه کميږي ،کوروالي کولي شی چې په طبعي ډول د زړه حملې چې وژونکې ناروغې ده مخه ونيسي
⬅2) دسر درد Headache:
يوې څيړنې چې نږدې لس زره کسانو پکې برخه اخيستې وه ويلې دي چې شپيته سلنه کسانو چې سر دردي لرله او د سر دردي پر وخت يې جنسي اړيکې ترسره کړې نو سر درد يې ورکه شوي ده
⬅3) د انديښنو ورکيدل disappeared of anxiety:
د ښځې او خاوند ترمنځ د ګډ ژوند يوه ستره ګټه پر يو او بل باور، دراز شريکيدل چې په پايله کې تشويش او انديښنې له منځه وړی شي
⬅4) بې خوبي insomnia:
جنسي اړيکې او کوروالي کولي شی چې بی خوبي له منځه يوسي او د يو منظم خوب لامل شي
⬅5) څيړنې ښيي چې که چيرې يو څوک زوکام ولري نو په اوونۍ کې دوه ځلې کورولی د وجود د فاعي سيستم لوړوي د چې په نتيجه کې د زکام يا انفلونزا مخه نيول کيږی.

Address

B2'1 Rood
Lashkar Gah
J9FG+37JLASHKARGAH

Telephone

+93700503012

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when لښــــــــکرګاه روغتیایی مرکزــــLaskargah health care center posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to لښــــــــکرګاه روغتیایی مرکزــــLaskargah health care center:

Share