د افغـــان دســرشمــله

د افغـــان دســرشمــله دافغان دسر شمله
دافغانانو په افتخار
داصفحه ضرور لايك كري

11/07/2023
ولې یو نارینه ته څلور ښځې روا دی او یوی ښځی ته څلور میړونه ندی روا؟⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛جواب : په اسلام کی یو سړی ته څلور ښځی الل...
03/11/2018

ولې یو نارینه ته څلور ښځې روا دی او یوی ښځی ته څلور میړونه ندی روا؟
⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛
جواب : په اسلام کی یو سړی ته څلور ښځی الله ج ځکه روا کړی دی چه.....
⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛
۱- که یو سړی څلور ښځی وکړی نو هغوی کولی شی چه په یو ځل څلور اولادونه وزیږوی خو که یوه ښځه څلور میړونه وکړی نو په یو ځل څلور اولادونه نشی راوړلی
⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛
۲- که یو سړی څلور ښځی وکړی او له هری ښځی نه یی اولاد وشی نو دلته د هر ماشوم د پلار نسب هم معلوم شو چه فلانی سړی د فلانی ماشوم پلار دی او د هر یوو ماشوم د مور نسب هم معلوم شو چه فلانی ماشوم له فلانۍ مور څخه زیږیدلی دی،
او که باالعکس یوه ښځه څلور میړونه وکړی او اولاد یی پیدا شی نو دلته د دی ماشوم د مور نسب خو معلوم شو چه د فلانی ماشوم مور فلانۍ ده خو د پلار نسب یی معلوم نه شو ځکه چه د دی ماشوم څلور پلاران شول نو دلته د پلار د نسب خلطیت او ګډوډی راغله چه اوس د دی ماشوم پلار په دی څلورو سړیو کی کوم یو ده؟
داسی خو هم نشی کیدلی چه د یو ماشوم دی څلور پلاران وی؟
⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛
۳- یو سړی ته ځکه څلور ښځی روادی چه نسبت سړیو ته د ښځو تعداد په نړی کی زیات دی هغه ځکه چه سړی د ښځو په نسبت تلفات زیات لری لکه په جنګونو ټکرونو او نورو حادثاتو کی سړی تلفات لری او ښځی دومره تلفات نلری نو اوس که یو سړی یوه ښځه وکړی او یا یوه ښځه څلور میړونه وکړی نو د ښځو زیاته برخه به بی میړونو پاتی شی او زنا ته به لاره هواره شی
⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛
۴- د نارینه په بدن کې تر اتیا شاوخوا کلونو پورې د نسل وړتیا وې.
او د ښځې په بدن کې تر پنځوسو، پنځه پنځوس شاوخوا کلونو د نسل وړتيا وې. نو د نسل ډېرولو لپاره دې ته اړتیا لیدل کېږي، چې نارینه نورو ښځو سره هم نکاح وکړي، ترڅو د رسول الله صلی الله علیه وسلم له امر سره سم اولادونه ډېر کړي.
⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛
۵- سړی ته ځکه څلور ښځی روا دی چه نارینه په طبعی ډول سره ترښځې طاقتوردی، نوځکه ئې جنسی رجحان هم نسبت ښځې ته اضافه دی، چی دایومنلی حقیقت دی،
⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛
۶– د هر انسان مرستيال ته اړتیا وې، ځکه انسان یو کمزوری بنده دی. نو ښه مرستيالان یې اولادونه دي.
نو غواړي ډېر اولادونه ولري، ترڅو په ټولنيز ژوند کې ورسره مرسته وکړي، نو که له دې سره سره یوه ښځه ولري، نو د هغې له نورو ډېرو ستونزو سره سره به یې مېړه ډېر اولاد راوړلو ته اړوي، نو که بله ښځه روا نشې ښځه به له ستم سره مخ شې.
⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛
۷– د انسان نفس د کوروالي غوښتنه کوې، نو که بلې ښځې سره نکاح روا نشې، کېدی شې په داسې وخت کې له خپلې ښځې سره په کوروالي اخته شي، چې الله ج په هغه وخت کې ورڅخه منعه کړي، لکه د میاشتنۍ ښځينه ناروغي (حیض) یا نفاس په وخت کې.
⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛
۸– که یو سړی څلور ښځی وکړی نو د څلورو ښځو پالنه او ساتنه کولی شی خو که یوه ښځه څلور میړونه وکړی نو دا ښځه د څلورو میړونو ساتنه او پالنه نشی کولی
⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛
همدارنګه د نړیوالې نفوس شميرنې ادارې دا جوته کړې، چې په هغو ملتونو او تګلارو کې، چې یوازې یوه ښځه نارینه ته روا بولي د بې پلاره اولادونو سلنه ډېره لوړه ده: لکه
فرنسا: 30 سلنه
میونخ:40 سلنه
نمسا: 50 سلنه
بروکسل: 60 سلنه
بی پلاره اولادونه لری چه هیڅ نسب یی معلوم نه وی چه دا اوس د چازوی ده دکوم قوم ده.
نو دلته سړی ته معلومات وشی چه زمونږ شریعت څومره ښکلی او باعزته قانون لری
⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛
لکه څرنګه چی مخکی ورته اشاره وشوه، د یو سړی په نکاح کی د زیاتو ښځو د شتون موضوع ډیر پخوانی رواج و، اسلام یوازی دغه رواج تعدیل کړ او هغه ته یی قانونی بڼه ورکړه چی په لاندی توګه به تشریح شی:
اسلام د زیاتو ښځو سره د نکاح شمیر تر څلورو پوری را محدود کړ: د نساء په سورت کی الله ج دی موضوع ته داسی اشاره کوی
( فانکحوا ماطاب لکم من النسا مثنی و ثلاث و رباع فان خفتم الا تعدلو فواحدة او ما ملکت ایمانکم ذالک ادنی الا تعولو)
ژباړه : کومی ښځی چی ستاسو خوښیږی د هغو د دوو، دوو، دریو، دریو او څلورو څلورو سره نکاح وکړی، خو که له تاسو سره اندیښنه وی چی له هغوی سره به عدالت ونشی کړای; نو یوه ښځه وکړی یا له هغو وینځو نه ازدواجی کار واخلی چی تاسو ته په لاس درغلی دی ( د هغو مالکان یاست ) پدی توګه به د بی عدالتی نه په ښه شان ژغورل کیدای شی.
⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛
همدارنګه په نبوی احادیثو کی هم ددی موضوع تائید شویدی، لکه په یوه حدیث شریف کی چی راغلی دی:
( ان رسول الله صلی الله علیه وسلم قال لرجل من ثقیف اسلم و عنده عشر نسوة حین اسلم الثقفی امسک منهن اربع و فارق سائروهن )
ژباړه : رسول الله ( صلی الله علیه وسلم ) غیلان الثقفی ( رضی الله تعالی عنه ) ته چی د اسلام راوړلو د مخه یی د جاهلیت پر محال لس ښځی په نکاح کړی وی، وویل چی څلور تری پریږده او پاتی نوری بیلی کړه.
⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛
د رسول الله (صلی الله علیه وسلم ) په ژوند کی له هغه څخه وروسته تر نن ورځی پوری هیچا له څلورو څخه زیاتی ښځی ندی په نکاح کړی نو په دغه کار باندی عملی اجماع شوی ده.
⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛
د اسلام دغه قانون یوازی د اباحت په حد کی دی، فرض یا واجب ندی:
⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛
اسلامی قانون تر یو ځانګړی وخت او مکان پوری اړه نلری، د قیامت تر ورځی چی څومره انسانان ژوند تر سره کوی، د ټولو لپاره د تطبیق وړ یو نظام دی، نو اسلامی شریعت دغه دروازه په کامله توګه د انسانانو پر مخ ونه تړله، بلکه د جواز په حد کی یی اجازه ورکړه چی د اړتیا پر وخت له دغه قانون څخه ګټه پورته شی.......!
https://www.facebook.com/www.http.bashir.safi.clinic/

د  رسول اللهﷺ د رحلت دردونکې کیسه! هغه ورځې چې د رسول الله ﷺ مبارک د ژوند وروستۍ شپې او ورځې وې او وروستي وصیتونه یې کړي...
24/12/2017

د رسول اللهﷺ د رحلت دردونکې کیسه!

هغه ورځې چې د رسول الله ﷺ مبارک د ژوند وروستۍ شپې او ورځې وې او وروستي وصیتونه یې کړي دي.

له حجة الوداع څخه وروسته دا ایات شریف را نازل شو:
الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دينَكُمْ وَ أَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتي وَ رَضيتُ لَكُمُ الْإِسْلامَ ديناً.

ژ/ نن ورځ مې پوره کړ ستاسې لپاره دین ستاسې، او پوره کړه ما پر تاسې لورینه خپله او خوښ کړ ما ستاسې لپاره دین ستاسې اسلام.

ابوبکر صدیق رضی الله عنه چې دا ایت مبارک واورېد؛ نو بې درېغه یي وژړل. چا پوښتنه وکړه چې ابوبکره! څه خبره ده چي د دې ایت په اورېدلو دې وژړل؛ دا خو هم لکه نور رانازل شوي ایتونه، یو ایات ده؟!

ویې ویل: د دې مطلب داده، چې رسول الله نور له موږ سره نه پاتې کېږي.
رسول الله ﷺ چې کله بېرته راغی مدینې ته، نهه ورځې وروسته د قرأن کریم وروستی ایات را نازل شو:
( واتقوا یوما ترجعون فیه الی الله ثم توفي کل نفس ما کسبت وهم لایظلمون)
ژ/ ووېرېږئ له هغې ورځې چې راګرځئ به.

پر رسول الله ﷺ د ناروغۍ نښې راڅرګندې شوې ویي فرمایل: غواړم د احد شهیدانو زیارت ته ولاړشم.
د شهیدانو زیارت ته ورغی او دا دعا یې وویله:( السلام علیکم یاشهداء احد انتم السابقون وانا ان شاء الله بکم للاحقون، واني ان شاء الله بکم للاحق).

له زیارته د راګرځېدو پر مهال رسول الله ﷺ وژړل، اصحابو پوښتنه وکړه چې یا رسول الله څه خبره دې ژړوي؟
وې فرمایل: خپل وروڼه مې ویادېدل.
اصحابو ورته وویل: ولې موږ دې وروڼه نه یو؟
-: نه؛ تاسې خو مې اصحاب یاست؛ خو وروڼه مې هغه خلک دي، چې تر ما وروسته به راځي. زه به یې نه یم لیدلی؛ خو پر ما به یې ایمان راوړی وي...(یا الله ته موږ له هماغو کسانو څخه شمار کړې..).
تر وفات درې ورځې مخکې چې کله د حضرت میمونې رضي الله عنها کره تشریف فرما وو، د رسول الله ﷺ ناروغي زیاته شوه، امر یې وکړ ترڅو ټولي بیبیاني ورته راټولې کړي.
کله چې ټولې بیبیاني مبارکانې راغلې؛ نو نبي علیه سلام وفرمایل: تاسې اجازه راکوئ چي زه د عائشې رضی الله عنها په کور کې ارام وکړم (د ځنکدن ناروغي تېره کړم)؟
ټولو وویل: بېخي مو اجازه ده، دالله رسوله!
نو رسول الله ﷺ وغوښتل چي پاڅېږي؛ خو ونه توانیدی، په دې کې علي بن ابی طالب او فضل بن عباس رضی الله عنهما تکیه ورکړه او د عائشې رضی الله عنها حجرې ته یې بوت.
اصحابو د لومړي ځل لپاره خوږ رسول الله ﷺ په داسې حال کې لیدی.
ټولو اصحابو په وارخطایي دا پوښتنه یو بل ته تکراروله: په رسول الله ﷺ څه شوي دي؟
په رسول الله ﷺ څه شوي دي؟
خلګ ټول مسجد نبوي ته راټول شول، په مسجد کې د پښې اېښودلو ځای ودرېد.
ټول په مسجد نبوي کې راغونډ شول او ډېره زیاته ګڼه ګوڼه جوړه شوه.
پر رسول الله ﷺ ډېرې زیاتې خولې راماتي شوې، عائشة رضی الله عنها وایي: ما په ژوند کې د چا دومره خولې نه وې لیدلې، دا وایي: ما به د رسول الله ﷺ په لاس مبارک د هغه د تندي خولې پاکولې؛ ځکه د هغه لاس زما تر لاس ښه وو او وایي، چې ما واورېدل چي رسول الله ﷺ دا کلمات ویل:
(لا اله الا الله، ان للموت لسکرات- نشته لایق د عبادت؛ مګر الله دي، په رښتیا چې مرګ دردناکه غوټې ده)
عائشه رض وایي: په جومات کې پر رسول صلی الله علیه وسلم د خپګان له کبله د خلګو نارې او اوازونه ډېر شول؛ نو رسول الله ﷺ وفرمایل، داڅه دي؟
دوی ورته ویل: دا خلک دې، په تا پسې خپه دي!
وې فرمایل: ورمې وړئ!
غوښتل یې پاڅېږي؛ خو بېرته را ړنګ شو او بېهوښه شو. بیا یې اوبه ورباندې وشیندلې او بېرته را سمبال شو. نبی علیه سلام یې جومات ته ورووړ او ممبر ته یې وخېژاوه او دا د رسول الله ﷺ وروستنۍ خطبه وه.
رسول الله ﷺ وفرمایل: اې خلکو! ایا تاسې په ما پسې خپه یاست؟
ټولو وویل: هــو د الله رسوله، بېخي زیات...
رسول الله ﷺ وفرمایل: اې خلکو!
ما له تاسې سره د دنیا وعده نه ده کړې، موږ او تاسې به پر حوض کوثر سره وینو. د الله په ذات مې دې قسم وي، لکه زه چې اوس له دغه ځایه ورته ګورم.
اې خلکو!
په الله مې دې قسم وي، زه پر تاسې له فقره او غربته نه وېرېږم؛ بلکې زه پر تاسې له دنیا او دولته وېرېږم. تر دې چې تاسې به د یو بل سره په دنیا کې سیالي کوئ، لکه هغو پخوانیو خلکو چې به د یوبل سره کولې؛ نو تاسې به هلاک کړي، لکه هغه پخواني قومونه چي یې هلاک کړي وو.

بیا یې وفرمایل: اې خلکو!
د الله په خاطر، د الله په خاطر، خپلو لمنځونو ته اهتمام او پاملرنه وکړئ!
اې خلکو! د ښځو په معامله کې له الله نه ووېرېږئ!، پر ښځو له الله نه ووېرېږئ!

زه تاسې ته له ښځو سره د ښه سلوک توصیه کوم او وروسته یي وفرمایل:
اې خلکو!
یو بنده ته الله جل جلاله د دنیا د ژوند او الله ته دتلو تر منځ اختیار ورکړ؛ خو هغه دالله لوري ته تګ خوښ کړ.
د دې خبرې پر مفهوم له ابوبکر نه پرته هیڅوک پوه نشول، په ټولو اصحابو کې یوازې ابوبکر صدیق رضی الله عنه د دغو ټکو په مفهوم پوه شو؛ نو په لوړ اواز یې وژړل او ودرېدی ویې ویل:

مور او پلار مو تر تا ځار کړل اولادونه او ښځې مو تر تا ځار کړل او خپل مالونه مو تر تا ځار کړل.
او... خلکو ابوبکر ته حیران کتل، چې څرنګه یې دومره جرئت وکړ، چې د رسول الله ﷺ خبرې یې ور قطع کړې.
خلکو یې د کېنولو کوښښ کولو، نبي صلی الله علیه وسلم د ابوبکر په پلوي وویل:
اې خلکو!
ابوبکر پرېږدئ! په تاسې کې هیڅوک داسې نشته، چې له موږ سره یې څه ښیګڼه کړې وي او موږ دې د هغه بدله نه وي ورکړې؛ مګر د ابوبکر د نېکیو بدله زه نشم ورکولای.
د ده بدله مې پر الله سپارلې او په پای کې چې نور له ممبر نه را کوزېدلو؛ نو ټول امت ته یې داسې دعا وکړه:
(اواکم الله، حفظکم الله، نصرکم الله، ثبتکم الله، أیدکم الله) او اخېري خبره چې یي وکړه او ټول امت ته راجع وه، هغه دا وه:

- اې خلکو!
زما سلام زما هر امتي ته چې د قیامت تر ورځې پوري راځي او زما متابعت کوي ورسوئ.
له دې خبرې سره له ممبره راکوز شو او اصحابو بېرته کورته راوړ.
عبدالرحمن بن ابی بکر چې راننوت او په لاس کې یې مسواک وو، رسول الله ﷺ د هغه په لاس کې مسواک ته ډېر کتل؛ خو د ناروغۍ د شدت له کبله یې نشو ورته ویلای، چي رایې کړه.
سیدتنا عائشه رضی الله عنها ورباندي وپوهېده، له عبدالرحمن نه یي مسواک واخېست او د نبي علیه سلام په خوله کې یې کېښود؛ خو مسواک یي ونشو وهلای.
عائشې رض مسواک بېرته را واخېست او په خپله خوله کې یې لوند کړ او بیا یي رسول الله ﷺ ته ورکړ دا ځل مسواک پوست وو.
عائشه رضی الله عنها وایي، چې اخېري څېز چې د رسول الله ﷺ خولې ته داخل شوې، هغه زما لاړې وې.
داد الله لوی فضل وو، چي تر مرګ وړاندې یې زما او د هغه ﷺ لاړې سره ګډې کړې.
عائشه رضی الله عنها وایي چې:
-: شیبه وروسته فاطمة الزهرا رضی الله عنها راننوته، چې څنګه راننوته؛ نو ویي ژړل.
ځکه رسول الله ﷺ ورته نشو پاڅېدلای او دا د دې عادت شوی وو، چي کله به راغله؛ نو رسول الله ﷺ به پر ټنډه ښکلوله.
رسول الله ﷺ وفرمایل: فاطمې ماته رانژدې شه!
هغه ورغله رسول الله ﷺ په غوږ کې څه ورته وویل؛ نو فاطمې ډېر وژړل، چې کله یې وژړل؛ نو رسول الله ﷺ بیا ورته وویل:
-: غوږ دې رانږدې کړه!
دا ځل حضرت فاطمې رضی الله عنها وخندل، ما چې د رسول الله ﷺ له وفات وروسته پوښتنه ترې وکړه ویل یې:

-: لومړی ځل یي راته وویل، فاطمې زه نن شپه مړ کېږم؛ نو ماته ژړا راغله او ومې ژړل.
دوهم ځل یې راته وویل، چې فاطمې ژاړه مه، ته به زما په اهل کې لومړی کس یې چي له ما سره به یوځای کېږې؛ نو ما وخندل.
بیا رسول الله ﷺ وفرمایل: تاسې لږ له کوره ووزئ!
اوعائشې رضی الله عنها ته یې وویل، چي خواته مي راشه!
او نبي علیه سلام د ام المؤمنین عائشه رضي الله عنها پر سینه سر ولګاوو او لاسونه یې د اسمان لورته پورته کړل او دا یې ویل:
بل الرفیق الاعلی، بل الرفیق الاعلي
عائشه رضی الله عنها وایي، چې زه پوهه شوم، چي ځنکدن یي ده. په دې وخت کې جبرائیل امین تشریف راوړ او ویې ویل:
-: اې د الله رسوله!
ملک الموت بهر ولاړه ده او ستا اجازه غواړي او ملک الموت له تا پرته له هیچا څخه اجازه نه ده غوښتې؟

نبی علیه سلام ورته وویل: اجازه ده، رادې شي. ملک الموت چې راننوت، پر رسول الله ﷺ یې سلام واچاوه او ویې ویل: زه الله جل جلاله رالېږلی یم، چې تاته په دې دوو چارو کې اختیار درکړم.
غواړې په دنیا کې پاتې شې او که غواړې له خپل رب سره وصل شي؟

رسول الله ﷺ وفرمایل: زه مې له خپل رب سره یو ځای کېدل خوښوم!

ملک الموت د نبي علیه سلام سر ته ودرېد.
او ویې ویل: اې د محمد بن عبدالله پاک او سپېڅلې روحه!
راووزه دالله طرف ته!
او رب له تانه راضي ده.
عائشه رضی الله عنها وایې، چې کله د رسول الله ﷺ لاس را ولوېد او سر یې دروند شو؛ نو زه پوهه شوم، چې وفات شو.
نه پوهېږم څه وکړم. وارخطا د مسجد پر هغه دروازه ور ووتم، کومه چې زما د حجرې لخوا د نارینه و خواته ور وتلې وه او نارې مې کړې:
- رسول الله ﷺ وفات شو، رسول الله ﷺ وفات شو!!!

دا وايي، زما د چیغو په اورېدلو سره، په جومات کې واویلا ګډه شوه.
علي بن ابي طالب رضي الله عنه کېناستی، د ولاړېدلو شیمه یې له لاسه ورکړهاو عثمان رضي الله عنه لکه ماشوم، په یوه لاس یې دا بل واهه.
عمر رضي الله عنه بیا توره را اېستلې ده او وایي، که هر چا وویل، چې رسول الله ﷺ وفات شوی دی؛ نو سر به ترې غوڅ کړم.

هغه د خپل رب ملاقات ته تللی دی. لکه موسی علیه سلام چي تللی وو او بېرته به راستون شي.

خو په ټولو کې چې تکړه وو، هغه ابوبکر صدیق رضي الله عنه وو. راغی نبي علیه سلام یې په غېږ کې ټینګ کړ او ویې ویل:
اې د خدای خلیله! اې د خدای دوسته! اې د دخدای رسوله!

رسول الله ﷺ یې ښکل کړ او ویې ویل:
-: اې د الله پیغمره!
په ژوند او مرګ دواړو کې ته مبارک او بختور یې.
وروسته جومات ته ورننووت او ویل یې:
-: چا چې د محمد عبادت کاوو، هغه نن مړ شو او چا چي دالله جل جلاله عبادت کاوو ؛ نو بېشکه الله نه مري او تل ژوندی دی.

د دې خطبې په اورېدلو د عمر رضي الله عنه له لاسه توره ولوېده.
عمر رضي الله عنه وایې، چې د ابوبکر دا خبرې مې واورېدې؛ نو مې یقین شو، چې رسول الله ﷺ وفات شوی دی.
وایي:
- زه بهر ته ووتم د یو داسې ځای په لټه شوم، چې له خلکو لېرې وي او زه یوازي له خپل ځان سره په اوښکو تویولو خپل زړه تش کړم.
کله چې یې رسول الله ﷺ دفن کړ فاطمه رضی الله عنها وویل: ایا تاسې به ځانونه معاف کړئ، چې د رسول الله ﷺ پر مخ مو خاوري ور واړولې؟
او له قبر سره ودرېدله، تر ډېره یې فریاد کاوه.



https://m.facebook.com/www.httpDrMohammadBashirSafi07000018260780012300/

د یوه ځوان زړۀ ناڅاپۀ بې حرکته شو، کله یې چې روغتون ته ورساوۀ، د ۲۴ ساعتونو لپاره یې اکسیجن ورکړ، هماغه ؤ چې ځوان جوړ شو...
11/12/2017

د یوه ځوان زړۀ ناڅاپۀ بې حرکته شو، کله یې چې روغتون ته ورساوۀ، د ۲۴ ساعتونو لپاره یې اکسیجن ورکړ، هماغه ؤ چې ځوان جوړ شو ، ډاکټر ورته د ۵۰۰$ ډالرو بیل ونیو، ځوان د بېل په لیدو کلک وژړل.

ډاکټر ورته وویل: ژاړۀ مۀ، که پیسې نلرې، او ژوند مو تریخ او ناچاره وې، نو نۀ یې غواړم؛

ځوان وویل: نۀ د پیسو غم نشته، الحمدلله هر څه لرم
او کولی شم، ستاسو بېل اداء او پیسې مو درکړم، ځکه مې وژړل، چې ستا فقط د ۲۴ ساعتونو پر اکسیجن ۵۰۰ ډالر راغلل، خو ما په کلونو کلونو همدا اکسیجن د الله تعالی په مهربانۍ او فضل سره مفت اخیستی دی، اوس زۀ پوه شوم چې زۀ څومره ناشکره او رښتیا ستر پوروړی یم.
الله تعالی پۀ[سُوۡرَةُ النّحل : 18آیة] کې فرمایي:

وَإِن تَعُدُّوا نِعْمَةَ اللَّهِ لَا تُحْصُوهَآ ۗ إِنَّ اللَّهَ لَغَفُورٌ رَّحِيمٌ

كه تاسې د الله د نعمتونو شمېرل وغواړئ، نو نه یې شئ شمېرلای. حقيقت دا دى، چي هغه ډېر بخښونكى او مهربان دى.

[سُوۡرَةُ الاٴعرَاف : 23]
رَبَّنَا ظَلَمْنَآ أَنفُسَنَا وَإِن لَّمْ تَغْفِرْ لَنَا وَتَرْحَمْنَا لَنَكُونَنَّ مِنَ الْخٰسِرِينَ
"اې زموږ ربه! موږ پر خپل ځان ظلم وکړ، اوس كه تا موږ ته بښنه ونه کړه او پر موږ دې رحم ونه کړ، نو موږ به هرو مرو تباه شو."
https://m.facebook.com/www.httpDrMohammadBashirSafi07000018260780012300/

Address

Shahr-e Now

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when د افغـــان دســرشمــله posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram

Category