02/05/2023
#ماسټري
#دوکتورا
د مالیزیا نړیوال سکالرشیپونه د راتلونکي سمستر لپاره اعلان شوي دي چې د نړۍ له بېلابېلو ۲۸ هېوادونو څخه ورته محصلین په انلاین ډول نوم لیکنه کولای شي، د یادولو وړ ده افغانستان هم د یادو هېوادونو په ډله کې شامل دی.
دا سکالرشیپونو ته هغه محصلین هم نوم لیکنه کولای شي چې د لېسانس یا ماسټري دورې د وروستي سمستر محصلان وي؛ چې د تېرو سمسترونو نمرې به په انګلیسي ژبه له پوهنتون تاییدوي.
هېواد: مالیزیا
د زده کړو کچه: ماسټري او دوکتورا
نوم لیکنه: انلاین
د نوم لیکنې وروستۍ نېټه: د روان ۲۰۲۳ کال د May میاشتې ۱۸مه نېټه
د یادولو وړ ده چې تاسو د مالیزیا ۲۴ پوهنتونونو ته چې لاندې لېنک کې یې لېنک ورکړل شوی دی اپلای کولای شئ.
د اړتیا وړ سندونه:
•د مالیزیا نړیوالو سکالرشیپونو انلاین اپلیکېشن چې لاندې یې لېنک ورکړل شوی دی.
•پاسپورټ چې لږ تر لږه ۶ میاشتې وخت یې پاتې وي.
•د نمرو ټرانسکرېپټ او ديپلوم یا سرټيفیکېټ
•دوه ریکمنډېشن لېټرونه
•د سوانحو خلاصه یا CV
•د دوکتورا کاندیدانو لپاره ریسرچ پروپوزل
د انګلیسي ژبې سند:
که د ایېلټس یا ټافل نمرې ولرئ خو ډېره ښه ده کنه نو تاسو یو سند تسلیمولای شئ چې وښیی ستاسو د تحصیل مخکنۍ دوره په انګلیسي ژبه وه.
د عمر په هکله:
•د ماسټري لپاره مو عمر له ۴۰ کلونو لوړ نه وي.
•د دوکتورا لپاره مو عمر له ۴۵ کلونو لوړ نه وي.
تاسو کولای شئ د مالیزیا په پوهنتونونو کې کوم چې لاندې وېپاڼه کې لېست شوي دي؛ هرې څانګې ته اپلای وکړئ خو لاندې څانګو ته به لومړیتوب ورکول کېږي:
1. Education
2. Arts and Humanities
3. Social Sciences, Journalism and Information
4. Business, Administration and Law
5. Natural Sciences, Mathematics and Statistics
6. Information and Communication Technologies
5
7. Engineering, Manufacturing and Construction
8. Agriculture, Forestry, Fisheries and Veterinary
9. Health and Welfare *not including medicine, nursing and Pharmacy
د دې سکالرشیپونو ګټونکي به لاندې امتیازات لري:
•د پوهنتون بشپړ فیس چې اړوند پوهنتون ته به په مستقیم ډول لېږل کېږي.
•هره میاشت ۱۵۰۰ مالیزیایي رینګېت به د جېب خرڅ په ډول درکول کېږي.
د نوم لیکنې او نور معلوماتو لپاره لاندې لېنک وکاروئ:
https://biasiswa.mohe.gov.my/INTER/index.php #