3Min Review Chất

3Min Review Chất د''بريا کاشف'' روغتيا/صِحت معلوماتو پاڼې ته ښه راغلاست !

په شپه او ورځ کی تر( 13) ساعتونو زيات کیناستل ، سره له دې چې ورزش هم کوئ، مرګونی ثابتېدلی شي.د Annals of Internal Medici...
25/12/2020

په شپه او ورځ کی تر( 13) ساعتونو زيات کیناستل ، سره له دې چې ورزش هم کوئ، مرګونی ثابتېدلی شي.
د Annals of Internal Medicine په کلنۍ مجله کې د خپرو شويو څېړنو له مخې چې د کولمبيا پوهنتون د ميډيسن پوهنځي څېړونکو په 8000 کسانو ترسره کړې تر13 ساعتونو ډېر کېناستل د ژر مړينې لامل کېږي.
څېړونکي وايي هغه کسان چې ۱۳ ساعته په ورځ کې ناست وي د هغو کسانو په پرتله چې ۱۱ ساعته ناست وي او بدني فعالیت، تمرين او ورزش په وقفه، وقفه کې نه کوي دوه برابر ډېر د ژر مړينې له خطر سره مخ دي.
دوی وايي: د سهار لخوا ورزش کول به ستاسې د( 13) ساعتونو ناسته جبران نشي کړای دوی زياتوي که د ورزشي کلب مشر هم یئ او هر سهار ورزش کوئ او بيا په څوکۍ د پيسو ټولولو او د کلب تنظيم او څارنې ته تمامه ورځ ناست یئ تاسې فکر مه کوئ چې بچ به شئ، هرڅوک چې بدني تحرک یې کم او مسلسل ورزش نه کوي عواقب یې بد دي. څېړونکي زياتوي: حد اقل په هرو دېرشو دقيقو کې يو ځل بدني نرمښ ترسره کړئ، حرکات وکړئ ، ځان ستړی کړئ او بيا بيرته کارته لاړ شئ دا چاره مو د ژر مړينې مخنيوی

25/12/2020

#ټابلېټ K او د هغې زیانونه:

ټابلېت کا چې کیماوي نوم یې (3,4 میتایل ډي اوکسي میتایلین امفیتامین دی)، فرمول یې (C10H13NO2) دی. د لومړي ځل لپاره په کال 1912 کې د جرمني کیمیا پوه آنټون پواسطه جوړ شول. چې په ترکیب کې یې کرسټال، هیوریین او کرسټال شمامل دي.
یاد درمل په ګڼ شمېر بهرنیو هیوادونو کې هم پراخه استعمال لري. خو اوس وخت کې دلته هم د هیواد په ګوډ ګوډ کې په ډېرې اسانۍ سره پیدا کېږي. له بده مرغه باید ووایم چې زموږ هیواد کې یې استعمال ورځ په ورځ په زیاتېدو دی، او ډېری ځوانان یې د خوښۍ په محفلونو کې استعمالوي.قیمت یې له ۲۰۰ افغانیو څخه تر ۱۰۰۰ افغانیو پورې رسېږي. په هر ټابلېټ کې یې د نشه یي توکو کچه له 9 څخه تر 117 ملي ګرامه پورې رسېږي.
داسې ویل کېږي چې یواځې په امریکا کې شاوخوا 17 میلیونه وګړي یاد درمل استعمالوي. چې تر ډېره یې د ښوونځي د عمر ځوانان دي. بله دا چې د یاد درملو له امله د مړینې زیاته کچه په سکاټلینډ کې ثبت شوې ده. یاد درمل د کپسول، ګولیو او د پوډرو په بڼه موندل کېږي.

#کله چې ټابلېټ K وخوړل شي، نو څه ډول آغېزه کوي؟
د خوړلو څخه وروسته په معده کې په چټکۍ سره له تجزیي وروسته کوچنیو کولمو ته د جذب په موخه ځي چې د وینې جریان له لارې د وجود مختلفو برخو سربېره دماغ ته هم سرایت کوي. په د ماغ کې د یو شمېر هورمونونو د افراز سبب ګرځي.لکه ډوپامین،سیروټونیڼ چې د انسان د خوښۍ لامل ګرځي. همدا راز په لیمبیک سیستم( هغه سیستم چې زموږ حافظه، د زده کړې، او تحرکیت کنترولوي) اغېزمنوي. ورسره په دماغ کې په هایپوتلاموس د اغېزې له امله د زیاتې تودوخې لامل هم ګرځي.!

#پر وجود یې اغېزې څه دي؟
1: د ورځنیو چارو په درست ډول نه ترسره کول.
2: د سترګو د دید کموالی
3: د غاښونو خرابېدل یا سولېدل
4: د زړه بدوالی
5: د عضلاتو شخوالی
6: د زړه د ضربان زیاتوالی
7: کاذبه خوشحالي
8: د وجود تبه، خوله او لړزه
9: ګنګسیت
10: د میوزیک سره حساسیت یعنې شخص غواړي چې سندرو ته دوامداره ونڅېږي
11: هر شخص ته د ملګري او مینې په سترګه کتل.
12: هلوسینیشن یعنې د یو شخص،شي یا د یو اواز احساس، خو په اصل کې دا یو هم موجود نه وي.
13: د وجود د مایعاتو ضیاع نو شخص به د خولې وچوالی او د زیاتې تندې احساس کوي.
14: نورو نشه يي توکو ته میلان
15: د وجود ستړیا او ناراحتي
داسې وېل کېږي کله چې شخص دا ګولۍ وخوري نو تر ۴۰ ساعتونو پورې بېرته اصلي حالت ته نه راګرځي.
زیات استعمال یې د شخص د روږدي کیدو سربیره: د پښتورګو خرابوالی، دماغي حجرو خرابوالی، رواني ستونزې، د خوب خرابوالی، د اشتها له منځه تلل، د حافظې خرابوالی او بالاخره د شخص د مرګ باعث ګرځي.!
ټابلېټ K له خطره ډک نشه یي درمل دي، له بده مرغه چې زموږ ګڼ شمېر هیوادوال يه ځانګړي ډول ځوانان یاد درمل په زیاته کچه استعمالوي. نو د نشه يي توکو پر ضد او روغتیا وزارت یاده ستونزه جدي ونیسي او په مخنیوي کې یې رغنده رول ولوبوي.!

06/12/2020

ډاکټرې نه چې فارغ کيږې؛ بايد هر ډول مهارت په زهن کې ولرې.
ويډيو شير کړﺉ_مننه!

که دا ناروغۍ مو لرلې انار مه خورئ!دا چې انار یوه ښکلې او ګټوره میوه ده او د ډېرو ویټامینونو او انزایمونو لرونکې ده؛ خوړل...
25/11/2020

که دا ناروغۍ مو لرلې انار مه خورئ!
دا چې انار یوه ښکلې او ګټوره میوه ده او د ډېرو ویټامینونو او انزایمونو لرونکې ده؛ خوړل یې پر ګټې سربېره د ځینې کسانو له پاره زیان هم لري. دا چې د انارو خوړل د کومو کسانو له پاره مضر دي او دوی ته زیان لري او کوم کسان یې باید ونه خوري په دې مقاله کې ځان پرې پوه کړئ.
انار د ویتامین او اکسیدان لرونکو میوو له ډلې څخه ده؛ چې د تروتوب له امله وچ او یخ خاصیت لري، چې له دې امله یې ځینې کسانو ته خوړل مضر دي. څېړونکو دا ویلي هغه کسان چې وجود یې یخني لری او یا کمزورې او باد لرونکې معده لري، د انارو له خوړلو دې ډاډه وکړي او هغه کسان چې د معدې زخم لري هغوی دې هم انار نه خوري ځکه د انارو تروه او وچ خاصیت د معدې د درد د زیاتوالي لامل کېږي.
د څېړونکو په وینا چې د انارو دانې د یبوست او یا قبضیت د زیاتوالي لامل کېږي؛ نو هغه کسان چې قبضیت لري، انار دې نه خوري.
هغه کسان چې د هاضمې د سیستم له ګډوډۍ سره مخ دي او معده یې په سم ډول هضم نه شي کوي دا کسان دې هم انار نه خوري؛ ځکه انار د ډېرې اوسپنې په لرلو سره د ژر هضمېدو وړتیا نه لري او په سختۍ سره هضمېږي او د داسې کسان یې په خوړلو سره د کېډې له درد سره مخ کېږي او ځینې وختونه د دې لامل کېږي، چې استفراغ وکړي.
هغه کسان چې وزن یې زیات وي؛ دوی دې هم د انارو له خوړلو څخه پرهیز وکړي، ځکه انار په پوره اندازه کالوري تولیدوي، چې کېدای شي دا وزن دوه برابره کړي.
هغه کسان چې د وینې لوړ فشار لري، هم د انارو له خوړلو څخه دې پرهیز وکړي، ځکه دا امکان لري، چې په ناڅاپي ډول د وینې فشار له حده زیات لوړ کړي. سربېره پر دې دا هم ویل شوي؛ چې له جراهي څخه دوه اوونۍ مخکې د انارو له خوړلو څخه پرهیز وکړئ.
د متخصصانو په وینا د انارو خوړل د هغو کسانو له پاره هم ښه نه دي؛ چې شکر لري ځکه دا میوه په لوړه کچه ګلوکوز یا قندونه لري، چې د شکر د لوړوالي لامل کېږي.
هغه کسان چې د انارو د خوړلو په وخت کې د ژولو ستونزه لري او یا هم په خوله کې د درد احساس کوي او یا هم الرژي لري باید د انارو له خوړلو څخه پرهیز وکړي. سربېره پر دې هغه کسان چې د بدوډو یا ګردو ناروغي لري د هغوی له پاره هم د انارو خوړل ښه نه دي، ځکه په انارو کې شته انزایمونه د دې لامل کېږي؛ چې ګردې په سم ډول فعالیت و نه کړي.
Barya Kashif Health info.
بريا کاشف روغتيا معلومات.
▪ټلګرام کانال :
https://t.me/Barya_Data01

د هګۍ د ژېړ ډېر خوراک شریانونه بندوي!په کاناډا کې یوه تازه څېړنه، چې برېټانوۍ “انډپنډنټ” ورځپاڼې خپره کړې، وايي، هرڅومره...
25/11/2020

د هګۍ د ژېړ ډېر خوراک شریانونه بندوي!
په کاناډا کې یوه تازه څېړنه، چې برېټانوۍ “انډپنډنټ” ورځپاڼې خپره کړې، وايي، هرڅومره چې د هګۍ ژېړ ډېر وخوړل شي، هومره ورسره د وینې شریانونو ته زیان اوړي. څېړونکي وايي، د هګۍ ډېر ژېړ خوړل هغه ماده پیاوړې کوي، چې د وینې د شریانونو د بندښت لامل ګرځي. دوی زیاتوي چې په دې سره په رګونو کې د وینې تګ راتګ ټکنی کېږي چې دا کار د زړه د درېدو سبب هم کېدای شي. څېړونکي وايي، دغه څېړنه یې پر شاوخوا ۱۲۰۰ کسانو تر سره کړې ده. د څېړنې پایلو ښودلې ده، چې د وینې رګ بندوونکې ماده د عمر په زیاتېدو وده کوي، په تېره بیا کله چې سړی څلوېښت کلنۍ ته ورسېږي. دوی وايي، دا کټ مټ هماغه عمر دی، چې پر سګرېټ څکوونکي سړي د سګرېټو د ناوړه اغېزې څرګند څرک پیلېږي. په دې څېړنه کې څېړونکو ویلي، چې د هګۍ ژېړ د سګرېټو د اغېز له درېیمې برخې سره مساوي دی. د دې لپاره چې په لوی عمر کې د زړه پر ناروغۍ اخته نه شی، نو ښه ده چې د هګۍ د ژېړو په خوراک کې انډول په پام کې ونیسئ.
Barya Kashif Health info.
بريا کاشف روغتيا معلومات.
▪ټلګرام لینک :
https://t.me/Barya_Data01

ټول هغه ناروغان چی د معدی د سوزش څخه شکایت لري د معدی محتويات یی مرۍ ته راپورته کيږی او داسی احساس کوی لکه کپ یی چی نښتی...
25/11/2020

ټول هغه ناروغان چی د معدی د سوزش څخه شکایت لري د معدی محتويات یی مرۍ ته راپورته کيږی او داسی احساس کوی لکه کپ یی چی نښتی وي کله کله د سینی درد ، د اواز خپ کیدل ، دشپی له خوا ساه تنګی او اوچ ټوخی ورته پیدا کیږی لاندی توصیی باید په پام کې ونیسی :
۱- که وزن یی زیات وي وزن باید کم کړی
۲- د سترس میوو لکه لیمو او نارنج څخه استفاده ونه کړی
۳- چای او coffee استعمال نه کړی
۴- سګرت څکول بند کړی
۵- الکول باید استعمال نه کړی
۶- د غذا وړی وړی لقمی باید وخوری
۷- د چاکلیټ او شحمی غذا ګانو څخه ځان وساتی
۸- دشپی له خوا د غذا د خوراک څخه وروسته زر ویده نشی
۹- د ویده کیدو په وخت کې باید سر د بستر څخه د ۶ انچه په اندازه لوړ کیږدی یا د یو بالښت پرځای دوه بالښته کیږدی
۱۰- د کاربونیټ لرونکو مشروباتو لکه پیپسی ، کولا او داسی نورو څخه ځان وساتۍ.
Barya Kashif Health info.
بريا کاشف روغتيا معلومات.
▪ټلګرام کانال لینک :
https://t.me/Barya_Data01

د مڼې (سېب) یو ګلاس اوبه او بې شمیره ګټې!سېب د روغتیايي ګټو له نظره تر ټولو پیاوړی او غوره خواړه ګڼل کیږي. په نړۍ کې د م...
25/11/2020

د مڼې (سېب) یو ګلاس اوبه او بې شمیره ګټې!
سېب د روغتیايي ګټو له نظره تر ټولو پیاوړی او غوره خواړه ګڼل کیږي. په نړۍ کې د مڼې تولیداتو له نظره چین لومړۍ او امریکا دوهم مقام لري.
دغه میوه بې شمیرې ګټې لري او کولاي شي انسان له بې شمیره مهلکو ناروغیو څخه وژغوري. دلته مو د مڼې له ځینو ګټو سره اشنا کوو کوم چې د غښتلی او سالم بدن لرلو کې ډیره زیاته مرسته کوي:
۱- د زړه روغتیا لپاره ډیر ګټور دی:
مڼه د انټي اکسیډنټ تر ټولو غوره منبع ده. دغه خواړه خپل ترکیب کې زیاته اندازه پولیفینول (Polyphenol) او فلیوونایډز (Flavonoids) لري کوم چې د زړه روغتیا لپاره ډیر زیات ګټور دی. دغه میوه بدن کې د مختلفو منرالونو او پوتاشیم اړتیا پوره کوي کوم چې د زړه روغتیا لپاره اړین ګڼل کیږي. په ورځنۍ ډول یو ګیلاس د مڼې اوبه د زړه روغتیا او فعالیت نورماله ساتي.
۲- له نفس تنګۍ څخه مخنیو کوي:
د مڼې یو له غوره خاصیتونو څخه دا دی چې دغه میوه خاصه اندازه فلوونایډز (Flavonoids) لري. د فلوونایډز نومې مواد د نفس تنګۍ څخه مخنیوی لپاره یو له غوره درملو څخه ګڼل کیږي. له دې سربیره فلوونایډ د انسان سږې پیاوړې کوي. څیړنو ثابته کړې چې د مڼې د اوبه ورځنۍ استعمالوونکو سږې نسبت نه استعمالوونکو کسانو ته ډیر روغ او پیاوړی وي.
۳- ځیګر صفا کوي:
په مڼه کې شته قلوي خاصیت (Alkalinity) په ځیګر کې شته زهري او مضر مواد له منځه وړي. له دې سربیره د انسان په بدن کې د تیزابیت اندازه نورمال ساتي. د مڼې په پوټکي کې شته پیکتین (Pectin) نومې مواد هاضمې سیسټم په پیاوړي کولو کې ځانګړی ارزښت لري.
۴- مضر کولیسټرول کموي:
له نورو ګټو تر څنګ مڼه د مضر کولیسټرول په کمولو کې هم ځانګړی ارزښت او اثر لري. کولیسټرول یو له هغو ناروغیو څخه دی چې د زړه رګونه زیانمنوي او انسان د زړه په ناروغیو اخته کوي. په ورځنۍ ډول یو ګیلاس د مڼې اوبه مضر کولیسټرول کموي او د زړه رګونه صفا کوي.
۵- هډوکي غښتلي کوي:
مڼه زیاته اندازه ویټامین سي (C)، اوسپنه (Iron)، برون (Boron) او نور ګټور مواد لري. یاد ګټور مواد یو ځای د انسان هډوکي پیاوړی او غښتلی کوي...c
Barya Kashif Health info.
بريا کاشف روغتيا معلومات.
▪ټلګرام لينک :
https://t.me/Barya_Data01

ځینې اسانه لارې -چارې او سپارښتنې کولای شي چې په ساړه موسم کې مو له زکام څخه وژغوري!په څادر یا پړوني سره د خولې او پزې پ...
25/11/2020

ځینې اسانه لارې -چارې او سپارښتنې کولای شي چې په ساړه موسم کې مو له زکام څخه وژغوري!
په څادر یا پړوني سره د خولې او پزې پټول کولای شي چې ستاسو تنفسي جهاز ته د یخې هوا د ننوتو مخه ونیسي. دغه راز هڅه وکړئ چې لاس او غوږونه مو د یخې هوا پر مهال په یوڅه کې وپېچئ.
د بدن ځینې برخې په ډېرې اسانۍ سره یخېږي او دفاعي سیستم نه شي کولی چې په هغه برخه کې د میکروبونو او ویروسونو مخه ونیسي. د ورځې لږ تر لږه یو نیم لېتر پاکې اوبه وڅښئ ځکه د مخاطي هیدراتاسیون لپاره ګټورې دي.
د چرګ ښوروا چې د وېټامینونو او معدني موادو تر ټولو ښه سرچینه ده د یخ وهلو کسانو لپاره ګټور خواړه دي. په چای کې د لیمو ګډول هم د دې ډول ناروغۍ مخه نیسي.
که غواړئ په زکام اخته نه شئ او له دې ناروغۍ څخه په امن کې اوسئ ګرمې شیدې او د بوټو چای په یخو ورځو او شپو کې ضرور وڅښئ.
هغه څښاک چې په خپل ترکیب کې وېټامین سي لري له زکام څخه د مخنیوي لپاره ګټور دي. لږ تر لږه په ورځ کې دوه ځله باید د کوټې هوا بدله شي ان که بېرون هوا هر څومره یخه هم وي.
کوټه باید له ټاکلې اندازې ډېره توده نه شي، د هغه محیط د تودوخې درجه چې تاسو په کې ژوند کوئ باید د ۱۸ او ۱۹ درجو ترمنځ وي ځکه که د کوټې هوا له دې زیاته ګرمه شي د پزې او ستوني مخاطي غشا وچېږي او د مکروبونو لپاره د اوسېدو ښه ځای ګرځي.
لږ تر لږه په ورځ کې درې ځله خپل لاسونه په ګرمو اوبو او صابون باندې ومینځئ او یا د میکروب ضد درمل وکاروئ. دغه کار باید هغه وخت بیا په سیستماتیک ډول تر سره کړئ، چې کله په بېلا بېلو ناروغیو اخته کسانو ته لاس ورکوئ...c
Barya Kashif Health info.
بريا کاشف روغتېا معلومات.
▪ټلګرام لينک :
https://t.me/Barya_Data01
▪ګروپ لينک :
https://chat.whatsapp.com/BicdaMmXGoa6ACLEbJe8LY

د کباب تر ګټې زیان ډېر دی!کباب په ګرده نړۍ کې د زړه راښکونکي بوی له کبله د ټولو خوښېږي، خو وايي چې تر ګټو یې زیان ډېر دي...
16/11/2020

د کباب تر ګټې زیان ډېر دی!
کباب په ګرده نړۍ کې د زړه راښکونکي بوی له کبله د ټولو خوښېږي، خو وايي چې تر ګټو یې زیان ډېر دي، ایا رښتیا همداسې ده؟!
دا به ومنو چې په کباب کې پروتیني مواد پرېمانه دي، اوسپنه او ویټامین بي ۱۲ هم لري، خو د روغتیا لپاره زیانمن هم تمامېدی شي.
پوهان وايي د کباب یوه ټوټه کې نژدې ۱۴۰ ګرامه وازګه یا څوبه وي، په تېره بیا هغه څوبه چې د کولیسټرولو کچه په پراخه توګه زیاتوي، او د وینې په رګونو کې د غوړو لامل ګرځي، او ان ځینې وخت د زړه د درېدو او دماغ د جام کېدو سبب هم ګرځي.
ډېر کباب خوړل د پروستات سرطان شدید خطر هم رامنځ ته کولی شي، په تېره بیا هغه کباب چې غوښه یې د سکرو په اور ډېره سېځل شوې وي، خو هغه چې په سره انګار پخه وي، د ستوني یا حلق ځینې ستونزې راولاړوي، چې پر ځینو حیواناتو ترسره شویو څېړنو ښولې ده، چې دا ډول کباب ځینې وخت د سرطاني موادو د زیاتوالي سبب ګرځي.
د امریکا اوریګن پوهنتون څېړونکو موندلې ده، چې پر سکرو پوخ شوی کباب وجود ته هومره زیان لرلی شي، لکه د موټرو لوګی چې انسان ته زیان رسوي.
د برتانیا جان مورز پوهنتون څېړونکو ویلي، په کباب کې د مالګې زیاتوالی – هغه چې تر شپږو ګرامو واوړي – د اندېښنې وړ خبره ده؛ ځکه چې ټول پوهېږي ډېره مالګه کارول/خوړل د زړه د شریاانونو ستونزې پنځوي، فشار زیاتوي ، د وینې د پرڼ کېدو سبب ګرځي، د معدې سرطان پیدا کوي، د ګوردو ناتابه دردونه ایجادوي او بله لا پسې دا چې د هډوکو د ورستېدو سبب ګرځي.
ډېر کباب خوړل د معدې ګاز هم زیاتوي، ډاکټران سپارښتنه کوي چې په اونۍ کې تریو ځل ډېر کباب باید ونه خوړل شي.
Barya Kashif Health info.
بريا کاشف روغتېا معلومات.
▪ټلګرام کانال لېنک :
https://t.me/Barya_Data01
▪واټس اېپ ګروپ :
https://chat.whatsapp.com/BicdaMmXGoa6ACLEbJe8LY

د مسواک وهلو (۱۸) حیرانوونکې ګټې! د امريکا د کليفورنيا پوهنتون پروفيسر وايي: مسواک د انسان ذهن تقويه کوي او کوم کسان چې ...
16/11/2020

د مسواک وهلو (۱۸) حیرانوونکې ګټې!
د امريکا د کليفورنيا پوهنتون پروفيسر وايي: مسواک د انسان ذهن تقويه کوي او کوم کسان چې روزانه مسواک استعمالوي، د ډېر لوړ استعداد، ذهن او فکر څښتن وي او دغه کسان تر (۶۵) کلنۍ پورې نسبت هغو کسانو ته چې مسواک نه استعمالوي، د قوي دماغ او ذهن څخه برخمن وي.
۱. انسان ځوان ساتي او په اسانۍ سره نه بوډا کېږي.
۲. مسواک وهل ورۍ ښه ساتي او د خولې د ډول ډول مرضونو ساتنه کوي.
۳. د معدې، توري او ځيګر له ناروغيو څخه مخنیوی کوي.
۴. د انسان پيدايشتي (ارثي) قوتونه درست ساتي.
۵. له بدن څخه ګرمي لرې کوي.
۶. مسواک وهل د انسان د خولې بدبوی له منځه وړي.
۷. د خولې ميکروبونه له منځه وړي.
۸. د اولاد د زياتوالي سبب ګرځي.
۹. مسواک د انسان غاښونه قوي کوي او ښه يې ساتي، تر ډېره وخته پورې د مسواک استعمالوونکی د خپلو غاښونو څخه استفاده کولای شي.
۱۰. غاښونه سپينوي.
۱۱. په خوله کې خوشبويي پيداکوي.
۱۲. هاضمه درسته ساتي، هغه کسان چې د معدې تکليف لري، د مسواک استعمال ورته اړين دی.
۱۳. د سر رګونو ته ارام ورکوي.
۱۴. د سر درد لرې کوي.
۱۵. د خولې زيات لوندوالی ختموي.
۱۶. د سترګو ديد يا نظر زياتوي.
۱۷. بدن قوي کوي.
۱۸. د سينې درد ختموي.
له پورته طبي ګټو سربېره مسواک وهل په لسهاوو دنیاوي او اخروي نورې ګټې هم لري.c
Barya Kashif Health Info.
بريا کاشف روغتېا معلومات.
🪀 0093702425518

د سپورټ 21 ګټې:۱-د بدن د شحم کمېدل۲-د اوږد ژوند تمه۳-د اکسیجن سمه رسېدنه مغز او ټول بدن ته۴-د عضلاتو قوی او پیاوړی کېدل۵...
16/11/2020

د سپورټ 21 ګټې:
۱-د بدن د شحم کمېدل
۲-د اوږد ژوند تمه
۳-د اکسیجن سمه رسېدنه مغز او ټول بدن ته
۴-د عضلاتو قوی او پیاوړی کېدل
۵-د مزمنو دردونو له منځه تلل
۶-د شکر یا ډیابټ د خطر کمېدل
۷-د زړه پیاوړتیا
۸-د شیریانونو(رګونو) شه تصفیه کېدل
۹-د خوی او اخلاقو ښه کېدل
۱۰- تحرکیت یا فزیکي فعالیت څخه مستفید کېدل
۱۱-د حافظې پیاوړتیا
۱۲-د هډوکو کلک کېدل
۱۳-د بدن د رنګ روڼتیا
۱۴-د بدن څخه د مسمومو(زهرجن) موادو وتل
۱۵-د سټرس او روحي فشارونو حد اقل ته رسېدل
۱۶-د ایمني یا معافیتي سیسټم ښه کېدل
۱۷-د وینې د لوړ فشار لپاره د ټابلېټ په توګه کار کوي
۱۸-د سرطان خطر کمېدل
۱۹-په ځان او په نفس باور ډېرېدل
۲۰-د وزن متناسب ساتل
۲۱- د اشتها ښه کېدل.
Barya Kashif Health info.
بريا کاشف روغتيا معلومات.
▪واټساپ ګروپ لينک :
https://chat.whatsapp.com/BicdaMmXGoa6ACLEbJe8LY
▪ټلګرام چېنل لينک :
https://t.me/Barya_Data01

د کرونا وایروس پنځه نښي :۱. سردردي.۲. د پزي بهیدل.۳. ټوخي او ستونی درد.۴. تبه.۵. د بدن سستوالی او کمزوری.
15/11/2020

د کرونا وایروس پنځه نښي :
۱. سردردي.
۲. د پزي بهیدل.
۳. ټوخي او ستونی درد.
۴. تبه.
۵. د بدن سستوالی او کمزوری.

د''بريا کاشف'' روغتيا/صِحت معلوماتو پاڼې ته ښه راغلاست !

Address

Quetta Cantonment

Opening Hours

Monday 00:00 - 00:00
Tuesday 00:00 - 00:00
Wednesday 00:00 - 00:00
Thursday 00:00 - 00:00
Saturday 00:00 - 00:00

Telephone

+923000000000

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when 3Min Review Chất posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to 3Min Review Chất:

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram