ډاکټر په کور کى Doctor

ډاکټر  په کور کى Doctor صرف او صرف ستاسو د ناروغتياء په طبيعي توګه علاج لپاره م�

03/03/2026

په اونۍ کې د ورځو شمېر اووه دی، چې دوه یې په قرآن کریم کې ذکر شوي دي. هغه کومې دي؟

دا ناورين د جګړې تر ناورين هم بدتر دی!حکومت بايد ژر تر ژره په بازارونو کې د توکو نرخونه کنټرول کړي او دې ظالمو تجارانو ا...
01/03/2026

دا ناورين د جګړې تر ناورين هم بدتر دی!

حکومت بايد ژر تر ژره په بازارونو کې د توکو نرخونه کنټرول کړي او دې ظالمو تجارانو او دوکاندارانو ته دې سخته سزا ورکړي.
لومړی: په کوم اساس دوی خود سرانه د توکو نرخونه لوړوي؟ حال دا چې دوی سره ګودامونه له هغو توکو ښه ډک دي کوم چې دوی په ارزانه اخيستي او ورسره پراته دي. که کله يې قېمته واخيستل بيا دې دوی هم تر هماغې ټاکلې اندازې په خپل نرخ کې فرق راولي.
دوهم: دوکانداران د هغو توکو نرخونه ولې په خپل سر پورته کوي چې هغو هيوادونو سره زمونږ تجارت لا هم عادي روان دی، لکه د وړو نرخ ولې بايد پورته سي؟

په خدای قسم پر مونږ چې الله تعالی د کاڼو باران نکوي هم کمه ده. هيڅ نه پوهېږم چې د افغانستان ددغې مافيا په مهار کې څنګه د وخت ټول حکومتونه ناکام وي؟

پیشلمي که په يو ګيلاس شيدو 🥛 او دوه خوږو خرماوو 🌰 سره وکړئ، نو ټوله ورځ به د تندې او لوږې په مقابل کې ارام او پیاوړي پات...
22/02/2026

پیشلمي که په يو ګيلاس شيدو 🥛 او دوه خوږو خرماوو 🌰 سره وکړئ، نو ټوله ورځ به د تندې او لوږې په مقابل کې ارام او پیاوړي پاتې شئ. دا يو ساده، ګټور او له برکته ډک نبوي خوراک دی چې بدن ته انرژي او راحت ورکوي

دلته مې درته ۱۰۰ عام استعمالېدونکي درمل د ګروپونو له مخې په منظم ډول ولیکل. (یادونه: استعمال یې باید د ډاکټر په مشوره وي...
20/02/2026

دلته مې درته ۱۰۰ عام استعمالېدونکي درمل د ګروپونو له مخې په منظم ډول ولیکل. (یادونه: استعمال یې باید د ډاکټر په مشوره وي.)
🟢 ۱) د درد او تبې درمل
۱. پاراسټامول
۲. ایبوپروفین
۳. ډیکلوفیناک
۴. اسپرین
۵. ناپروکسن
۶. ټراماډول
۷. میفینامیک اسید
۸. سیلیکوکسیب
۹. کیټورولاک
۱۰. پیتیدین
🟢 ۲) انټي بیوټیکونه
۱۱. اموکسیسلین
۱۲. ازیترومایسین
۱۳. سیفټرایاکسون
۱۴. میټرانیدازول
۱۵. سیفکسیم
۱۶. سیپروفلوکساسین
۱۷. لیوفلوکساسین
۱۸. کلاریترومایسین
۱۹. ډوکسی سایکلین
۲۰. کلنډامایسین
۲۱. جنتامایسین
۲۲. امپیسیلین
۲۳. کو-ټریموکسازول
۲۴. ایریترومایسین
۲۵. سیفوروکسیم
🟢 ۳) د معدې درمل
۲۶. اومېپرازول
۲۷. پینټوپرازول
۲۸. رانیټیډین
۲۹. فاموټیډین
۳۰. انټاسید سیرپ
۳۱. ډومپریدون
۳۲. میتوکلوپراماید
۳۳. اورس (ORS)
۳۴. لопераمایډ
۳۵. سیمیتهیکون
🟢 ۴) د حساسیت درمل
۳۶. سیټریزین
۳۷. لوراټاډین
۳۸. فیکسوفینادین
۳۹. کلورفینیرامین
۴۰. ډیفنهیډرامین
۴۱. مونټیلوکاست
۴۲. ډیکسامیتازون
۴۳. پریډنیزولون
۴۴. هایدروکارټیزون کریم
۴۵. بیټامیتازون کریم
🟢 ۵) د شکر درمل
۴۶. میټفورمین
۴۷. ګلیبینکلاماید
۴۸. انسولین ریګولر
۴۹. انسولین NPH
۵۰. ګلیمیپیراید
🟢 ۶) د وینې فشار درمل
۵۱. املودیپین
۵۲. لاسارټان
۵۳. اینالاپریل
۵۴. کیپټوپریل
۵۵. هایدروکلوروتیازاید
۵۶. اټینولول
۵۷. میتوپرولول
۵۸. پروپرانولول
۵۹. والسارټان
۶۰. نایفیدیپین
🟢 ۷) د ټوخې او زکام درمل
۶۱. پاراسټامول سیرپ
۶۲. برومهکسین
۶۳. امبروکسول
۶۴. ډیکسټرومیتورفان
۶۵. سالبوټامول سیرپ
۶۶. سالبوټامول انحالر
۶۷. اکسیمتازولین ډراپس
۶۸. فینایل افرین
۶۹. کوډین سیرپ
۷۰. ګایفینیسین
🟢 ۸) د پوستکي درمل
۷۱. کلوتریمازول کریم
۷۲. میکونازول کریم
۷۳. نیومایسین مرهم
۷۴. فوسیډیک اسید کریم
۷۵. موپیروسین مرهم
۷۶. پرمترین کریم
۷۷. سلفر مرهم
۷۸. اکنی کریم (بنزوایل پروکساید)
۷۹. اډاپالین جیل
۸۰. کالامین لوشن
🟢 ۹) نور عام درمل
۸۱. فولیک اسید
۸۲. اوسپنه (Iron)
۸۳. ویټامین B کمپلکس
۸۴. ویټامین C
۸۵. ویټامین D
۸۶. زینک
۸۷. کلسیم
۸۸. میګنیشیم
۸۹. ملټي ویټامین
۹۰. انټي هیلمینتیک (البینډازول)
🟢 ۱۰) عام انجکشنونه
۹۱. ډیکلوفیناک انجکشن
۹۲. میتوکلوپراماید انجکشن
۹۳. ډیکسامیتازون انجکشن
۹۴. سیفټرایاکسون انجکشن
۹۵. جنتامایسین انجکشن
۹۶. وټامین B12 انجکشن
۹۷. انسولین انجکشن
۹۸. ټیټانوس ټوکسوید
۹۹. اډرینالین انجکشن
۱۰۰. اوکسیتوسین انجکشن

نه پوهیږم، چې د افغانستان زیارتونو ته د ښو خلگو قبرونه ووایم چي خلګ ورته د دعا او د اخرت د یادولو لپاره ورځي او که د الل...
20/02/2026

نه پوهیږم،

چې د افغانستان زیارتونو ته د ښو خلگو قبرونه ووایم چي خلګ ورته د دعا او د اخرت د یادولو لپاره ورځي او که د الله تعالي څخه ماسیوا د مخلوق څخه د اولاد غوشتلو، د مریضیو څخه د شفا او په کاروبار کي د برکت حاصلولو طمعي او امید لپاره د شرک ستري هستۍ او د مشرکانو اډي. ؟؟؟

د رحمان رب وینا ده :

۱- (وَيَعْبُدُونَ مِن دُونِ اللَّهِ مَا لَا يَضُرُّهُمْ وَلَا يَنفَعُهُمْ وَيَقُولُونَ هٰٓؤُلَآءِ شُفَعٰٓؤُنَا عِندَ اللَّهِ ۚ قُلْ أَتُنَبِّـُٔونَ اللَّهَ بِمَا لَا يَعْلَمُ فِى السَّمٰوٰتِ وَلَا فِى الْأَرْضِ ۚ سُبْحٰنَهُۥ وَتَعٰلٰى عَمَّا يُشْرِكُونَ) یونس :(۱۸) یعني دا خلك له الله پرته د هغه څه عبادت كوي چي نه ورته ګټه رسواى شي او نه تاوان. او وايي چي دا د الله په وړاندي زموږ سپارښتګر دي. [اې پېغمبره (ص)!] دوى ته ووايه: "ايا تاسي الله له هغي خبري څخه خبروئ چي هغه نه په اسمانو کښي په پوهیږي او نه په ځمکه کښي؟" - الله له هغه شرك څخه چي دوى یې كوي پاك دى او لوړ او پورته دى.

۲- (أَمَّن يُجِيبُ الْمُضْطَرَّ إِذَا دَعَاهُ وَيَكْشِفُ السُّوٓءَ وَيَجْعَلُكُمْ خُلَفَآءَ الْأَرْضِ ۗ أَءِلٰهٌ مَّعَ اللَّهِ ۚ قَلِيلًا مَّا تَذَكَّرُونَ) النمل:(۶۲) یعني څوك دى چي د بې كس، بې وس دُعا اوري، كله چي هغه یې وبلي او څوك د هغه کړاؤ ايسته كوي؟ - او (څوك دى چي) تاسي د ځمکي خلیفګان ګرځوي؟ - ايا له الله سره كوم بل خداى هم (د دې كار كوونكى) دى؟- تاسي بيخي لږ غور كوئ.

۳- (وَمَنْ أَضَلُّ مِمَّن يَدْعُوا مِن دُونِ اللَّهِ مَن لَّا يَسْتَجِيبُ لَهُۥٓ إِلٰى يَوْمِ الْقِيٰمَةِ وَهُمْ عَن دُعَآئِهِمْ غٰفِلُونَ) الأحقاف :(۵) ښه نو، له هغه چا څخه به بل زيات ګمراه شوى انسان څوك وي چي له الله پرته هغه موجودات وبلي، چي تر قيامته پوري د هغه (دُعا، سوال) جواب نشي ورکولای. بلكي (دا بتان) له دې څخه هم ناخبره دي چي دوی ورته بلنه وركوي.

#خبره مي تر دغه د ملا (؟؟) شېر اخوند تر زیارته وکړه چي د کوچنیانو په زیارت هم مشهوره دی دا هغه زیارت دی چي د ابوجهل لارویان خپل ماشومان د شفا حاصلولو په پار او طمع ورولي.

20/02/2026

زما پلار به کله ناکله زه وهلم، او مور مې تل له ده نه خلاصولم. يو وخت مې له ځانه سره وويل:
که يوه ورځ مور ووهلم، نو پلار به مي څه وکړي؟

د همدې خبري د معلومولو لپاره مې له مور نافرماني شروع کړه. هغې راته وويل: «بازار ته ولاړ سه، شيدې راوړه»، خو زه نه ولاړم.
کله چې د غرمې ډوډۍ ته کښې نستو، هغې زما په کاسه کې لږ خوراک واچاوه، ما ور حخه وغوښتل چې زيات يې کړي. بيا يې راته وويل چې په کوچنۍ څوکۍ کښېنم او ډوډۍ وخورم، خو ما پر ځمکه فرش وغوړاوه او هم هلته کښې ناستم.
خپلې جامې مې قصداً چټلې کړې او له مور سره مې په تروه او بې‌ا دبه لهجه خبرې وکړې.

زه يقينی وم چې مور به مې خامخا ووهي.
خو څه وسول؟

هغې زه په ټينګه غېږ کې ونيولم، او ويې ويل:
زويه! څه درباندې سوي؟ ناروغ خو نه يې؟

هماغه شېبه زما له سترګو اوښکې روانې سوې، داسې اوښکې چې هېڅ مې نه سوای درولای..!

أديب مرزا، المصباح الترابي

عبد الله الخضيريد سعودي د فلکي څارنې د مرکز مشر:مسلکي کامرې کارول کیږي چې پر برېښنايي ستنو/سټنډونو لګېدلې وي، دا کامرې د...
17/02/2026

عبد الله الخضيري
د سعودي د فلکي څارنې د مرکز مشر:

مسلکي کامرې کارول کیږي چې پر برېښنايي ستنو/سټنډونو لګېدلې وي، دا کامرې د مياشتي حرکت تعقیبوي او د لوېدیځ په افق کې یې په مستقیم ډول انځوروي..!

له کومه ځایه مو د میاشې لیدلو هڅه وکړه؟موږ خو له لوګر څخه. اوم نه لیده
17/02/2026

له کومه ځایه مو د میاشې لیدلو هڅه وکړه؟
موږ خو له لوګر څخه. اوم نه لیده

17/02/2026

سنګاپور، مالیزیا، ترکیه او اندونیزیا اعلان وکړ، چې د روژې میاشت د پنجشنبې په ورځ پیل کېږي، ځکه د میاشتې لیدل نه دي تایید شوي.

16/02/2026

امام مسلم رحمه الله په خپل صحیح کې د ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت کوي چې نبي ﷺ وفرمایل:

د هغه کس پوزه دې په خاورو ولګيږي، بیا دې په خاورو ولګيږي، بیا دې په خاورو ولګيږي.

وپوښتل سول: یا رسولَ الله! څوک؟
هغه ﷺ وفرمایل:

«هغه څوک چې د خپل مور او پلار له زړښت بوډاوالي سره مخ سي، که یو یې وي او که دواړه، او بیا هم جنت ته داخل نه سي (یعنې د هغوی په خدمت او اطاعت سره جنت و نه ګټي).»..!

10/02/2026

پخوانیو تمدنونو کې د بت خانو کاهنان تر هر چا ډېر په بتانو بې باوره وو او پوهېدل چې دا له کاڼې پرته بل څه نه دی.
دا چې نور یې ولې ورته عبادت ته رابلل علت دا وو چې له دې طریقه یې خېټه غوړه وه، د رزق او ژوند نورو اړتیاوو لاسته راوړلو لپاره اړ نوو چې شاقه کارونو ته اوږه ورکړي.
حکامو یې ځکه ملاتړ کولو چې دوی ورته عوام پسونه جوړل، د هغوی هر ظلم او تېري پر وړاندې خاموش پاتې کېدل.
اس،،لامي جامعه کې نن سبا دا کردار د جعلي پیرانو دی، تر هر چا دوی په دې واقف دی چې څومره له حقیقت سره ټکر کې دی.
خو کوم هوسا ژوند، شته، ښځې، کور، موټر ... نور نعمتونه د ج،،اهلو لارویانو لخوا دوی ته مساعد دی کله به هم له خپلې ناسمې لارې وانه وړي او نه به دا اقرار وکړي چې زه په غلطه یم تاسې مې هم تر ننه غولوي یاستcp

24/01/2026

اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ‎
داسی یو جمله ولیکئ چی د انسان ژوند ورسره بدلیږی.
یاد ولره ښه نصیحت ستاسو د پاره صدقه جاریه جوړیدلې شی.

Address

‏‎Khurd Kabul‎‏، ‏‎Afghanistan‎‏
76444

Opening Hours

Monday 09:00 - 16:00
Tuesday 09:00 - 16:00
Wednesday 09:00 - 16:00
Thursday 09:00 - 15:00
Saturday 09:00 - 16:00
Sunday 09:00 - 16:00

Telephone

+93764444617

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when ډاکټر په کور کى Doctor posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to ډاکټر په کور کى Doctor:

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram