Kunar Public Health Directorate کونړ د عامې روغتیا ریاست

Kunar Public Health Directorate  کونړ د عامې روغتیا ریاست (د کنړ په ولایت کی د صحی فعالیتونو منعکس کوونکی اداره)
(1)

د کونړ ولايتې روغتون د هيموډياليز  يونټ سره د جلاله خيريه بنسټ لخوا د ۱۳۳۰۰۰ افغانیو په ارزښت د طبي مصرفي موادو مرسته وش...
08/12/2025

د کونړ ولايتې روغتون د هيموډياليز يونټ سره د جلاله خيريه بنسټ لخوا د ۱۳۳۰۰۰ افغانیو په ارزښت د طبي مصرفي موادو مرسته وشوه٠

نیټه: ۱۴۴۷/۶/۱۷ مطابق ۱۴۰۴/۹/۱۷
د کونړ ولایت د عامې روغتیا ریاست اړوند د اسعداباد ولايتې روغتون د هيموډياليز يونټ سره د جلاله خيريه بنسټ لخوا د مبلغ ۱۳۳۰۰۰ افغانیو په ارزښت د طبي مصرفې موادو مرسته وشوه د کونړ ولايت د عامې روغتيا ریس محترم قاري مظفرخان مخلص د ياد خيريه بنسټ د مسول څخه مننه وکړه چې ددې روغتون د داسى برخې سره مرسته کوي چې ناروغان يى تل د اقتصادې مشکلاتو سره مخ وي د یاد بنسټ مسول محترم شجاع الملک جلاله د مرستو د دوام ډاډ ورکړه.
همدارنګه جلاله خیریه بنسټ مسول ددغه دوامداره همکارۍ په وجه د عامې روغتیا ریاست لخوا په ستاینلیک ونازول شو.

د عامه اړیکو دیپارتمنت

د کونړ عامې روغتیا ریس د یوې راډيوې خپرونې له لارې د پولیو کمپاین په تړاو ولسونو ته معلومات وړاندې ورکړل.نیټه : ۱۶/۹/۱۴۰...
07/12/2025

د کونړ عامې روغتیا ریس د یوې راډيوې خپرونې له لارې د پولیو کمپاین په تړاو ولسونو ته معلومات وړاندې ورکړل.

نیټه : ۱۶/۹/۱۴۰۴ مطابق ۱۶/۶/۱۴۴۷

د کونړ عامې روغتیا ریس محترم قاري مظفرخان (مخلص) په یوه راډيوې خپرونه کې ولسونو ته د پولیو کمپاین په تړاو معلومات وړاندې کړل.

د عامې روغتیا ریس وویل; د پولیو واکسینو راتلونکې کمپاین چې په کونړ کې په ۱۵/۱۲/۲۰۲۵ نیټه پیل کیږي او ۴ ورځې به دوام وکړي.

هغه زیاته کړه; د کمپاین د تطبیق لپاره یې پوره چمتوالی نیولې ، ښاغلي (مخلص) د ټولو ولسونو څخه وغوښتل چې خپل ماشومانو ته د پولیو واکسین تطبیق کړي تر څو د دایمي فلج څخه وژغورل شی.

همدارنګه په یاده خپرونه کې د عامې روغتیا ریاست اجرایه مدیر او د عامه اړیکو او نشراتو مسول محترم ایازخان صافې د کمپاین د تطبیق په برخه کې د رسنیو په رول د واکسینو او وقايې پر اهمیت خبرې وکړې او د خلکو یې وغوښتل چې خپل ماشومان د پولیو وحشي وایرس په مقابل کې واکسین کړي.

د عامه اړیکو او نشراتو څانګه

د دره پیج ولسوالۍاړوند د بارکنډۍ بنسټیز روغتیایې مرکز  څخه نظارت  ترسره شو.نیټه: ۱۴۴۷/۶/۱۱-۱۴۰۴/۹/۱۱د کونړ ولایت د عامې ...
02/12/2025

د دره پیج ولسوالۍاړوند د بارکنډۍ بنسټیز روغتیایې مرکز څخه نظارت ترسره شو.

نیټه: ۱۴۴۷/۶/۱۱-۱۴۰۴/۹/۱۱

د کونړ ولایت د عامې روغتیا ریاست د نظارتي پلان له مخې د کونړ ولایت د عامې روغتیا ریاست فني هيئت د د دره پیج ولسوالۍ اړوند د بارکنډۍ بنسټیز روغتیایې مرکز څخه نظارت ترسره کړه.

د کلینیک د مختلفو برخو څخه هر اړخيزه ليدنې وکړې ، راجسترونه وکتل شو ، نظارتي ملي چکلیست ترې ډک شو د نظارت په جريان کې چې کومې ستونزې ليست شوې وې هغه چې په کلینیک کې د حل وړ وې پرسونل ته يي د عاجل حل هدايت وشو او کومې ستونزې چې د کلینیک په صلاحیتونو کې نه وې لیست شوې چې د نظارت فید بک به يي په رسمې شکل د تطبیق کوونکې هیلت نیټ موسیسې سره شریک شي.


د عامه اړیکو او نشراتو څانګه

د مرکز د خصوصي طبي او غیر طبي سکتور څخه نظارت ترسره شو.نیټه:۱۴۴۷/۶/۱۱ مطابق١٤٠٤/۹/۱۱د کونړ ولایت د عامې روغتیا ریاست د ن...
02/12/2025

د مرکز د خصوصي طبي او غیر طبي سکتور څخه نظارت ترسره شو.

نیټه:۱۴۴۷/۶/۱۱ مطابق١٤٠٤/۹/۱۱

د کونړ ولایت د عامې روغتیا ریاست د نظارتي پلان له مخې د څارنې او پلټنې امریت د څارنې ټيم د اسعداباد ښار په مربوطاتو کې په خصوصې طبي سکتور کې ۱۴ بابه درملتونونو ، ٤ بابه د درملو عمده پلورنځیو ، ۲۴ بابه سینګار توکو پلورنځیو او په غیر طبي سکتور کی ۲۵ بابه خوراکي توکو پلورنځیو نظارت ترسره کړه چې په نتيجه کې ٨ قلمه تاريخ تیر صحې محصولات،۱۳ قلمه تاریخ تير خوراکي توکي چې مجموعي وزن يي ۶۵ کیلو ګرامه کیږي راجمع شول.

د عامه اړیکو او نشراتو څانګه

د مرکز خصوصي طبي سکتور څخه نظارت  ترسره شو.نیټه:١٤٤٧/٦/۹ مطابق١٤٠٤/٩/۹د کونړ ولایت د عامې روغتیا ریاست د نظارتي پلان له ...
30/11/2025

د مرکز خصوصي طبي سکتور څخه نظارت ترسره شو.

نیټه:١٤٤٧/٦/۹ مطابق١٤٠٤/٩/۹

د کونړ ولایت د عامې روغتیا ریاست د نظارتي پلان له مخې د څارنې او پلټنې آمریت د څارنې ټيم د اسعداباد ښار په مربوطاتو کې په خصوصې طبي سکتور کې ١٥ بابه درملتونونو ،٩ بابه د درملو عمده پلورنځیو، ١١بابه د غاښونو کلينيکونو ،١٤ بابه سنتی درملتونونو څخه نظارت ترسره کړه چې په نتیجه کې٦ قلمه سنتي درمل چې د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت له لابراتوار آزموینې وروسته نتیجه یې منفي ثابته شوې وه او
٢ قلمه تاریخ‌تېر درمل چې مجموعي وزن یې ۴۵ کیلوګرامه وو،ضبط او راجمع شول.

همدارنګه ټولو عصري او سنتي درملیزو تأسیساتو ته سپارښتنه وشوه چې هیوادوالو ته دې یوازې باکیفیته، مجاز او ثبت شوي درمل وړاندې کړي.

د عامه اړیکو او نشراتو څانګه

د  څوکۍ ولسوالۍ په  مرکز د بابړو په ساحه کې د ۲۸.۶ میلیون افغانیو په ارزښت عمومی روغتون (جنرل  هسپتال) ګټه اخیستنې ته وس...
29/11/2025

د څوکۍ ولسوالۍ په مرکز د بابړو په ساحه کې د ۲۸.۶ میلیون افغانیو په ارزښت عمومی روغتون (جنرل هسپتال) ګټه اخیستنې ته وسپارل شو.

نیټه: ۱۴۴۷/۶/۸-۱۴۰۴/۹/۸

د ملګرو ملتونو کډوالو او راستنیدونکو چارو عالي کمیشنرۍ ادارې په مالي همکارۍ د عامی روغتیا ریاست د چتر لاندي د څوکۍ ولسوالۍ په مرکز بابړو ساحه کی عمومي روغتون د عامې روغتیا قدرمن وزیر په حضور کې ګټه اخیستنې ته وسپارل شو.

د یاد روغتون په جوړیدو سره د منطقې د ۶۰۰۰۰ نه تر ۱۰۰۰۰۰ تنه اوسیدونکي روغتیایي معیاري خدمتونو ته لاس پیدا کړ.

د ا.ا.ا د عامې روغتیا جناب وزیر محترم مولوي نور جلال جلالي او د کونړ ولایت د عامې روغتیا رئیس محترم قاري مظفرخان مخلص د تعمیر د ګټې اخیستنې په مراسمو کې ولس ته د معیاري روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو ډاډ ورکړه او ولس ته یي د خپل خوا د هر اړخیزې همکارۍ اطمینان ورکړه.

دغه مراسیمو کې چې د کونړ مرستیال والي مولوي عبدالله (ح ق ا ن ي) ، علماوو شورا رییس عبدالقهار صدیقي او نور اړوندو قدرمنو رئیسانو ، د څوکۍ ولسوالۍ قدرمن ولسوال ، د یونیسیار ادارې نماینده ګانو ، د رسنیو استازو او د منطقی مخورو مشرانو برخه اخیستې وه.

د عامه اړیکو او نشراتو څانګه

د عامې روغتیا جناب وزیر صاحب ولایتي روغتون د روغتیایي خدماتو د وړاندې کیدو څخه څارنه وکړه او همدارنګه يي د بستر ناروغانو...
27/11/2025

د عامې روغتیا جناب وزیر صاحب ولایتي روغتون د روغتیایي خدماتو د وړاندې کیدو څخه څارنه وکړه او همدارنګه يي د بستر ناروغانو احوال پرسې وکړه.

نیټه: ۱۴۴۷/۶/۶-۱۴۰۴/۹/۶

داچې د عامې روغتیا جناب وزیر صاحب محترم مولوي نورجلال جلالي کونړ ولایت ته سفر لري چې ددغه سفر په جریان کې نن د اسعداباد ولايتي روغتون د خدماتو د وړاندې کولو څخه څارنه وکړه.
د روغتون د مختلفو برخو څخه لیدنې وکړې او همدارنګه روغتون کې د بستر ناروغانو احوال پرسې وکړه.

قدرمن وزیر صاحب د وړاندې کیدونکو خدماتو مننه وکړه او اړوند مسولینو ته يي د لاښه او د وزارت د پالیسې او ستراتیژي مطابق د خدماتو د وړاندې کولو سپارښتنې وکړي.

د عامه اړیکو او نشراتو څانګه

د عامې روغتیا جناب وزیر صاحب په ولایتي روغتون کې د توبرکلوز د تشخیص (جین ایکسپرټ) ۱۶ ماډله ماشین د ۷۲۰۰۰ امریکايي ډالرو ...
27/11/2025

د عامې روغتیا جناب وزیر صاحب په ولایتي روغتون کې د توبرکلوز د تشخیص (جین ایکسپرټ) ۱۶ ماډله ماشین د ۷۲۰۰۰ امریکايي ډالرو په ارزښت افتتاح کړه.

نیټه: ۱۴۴۷/۶/۶-۱۴۰۴/۹/۶

داچې د عامې روغتیا جناب وزیر صاحب محترم مولوي نورجلال جلالي کونړ ولایت ولایت ته سفر لري چې ددغه سفر په جریان کې نن په اسعداباد ولايتي روغتون کې د توبرکلوز د تشخیص ۱۶ ماډله ماشین د ۷۲۰۰۰ امریکايي ډالرو په ارزښت افتتاح کړه.
ددغه ماشین د فعالیت سره به د توبرکلوز د ناروغانو په تشخیص او درملنه کې ښه والي راشي.

د عامه اړیکو او نشراتو څانګه

د کونړ ولایتي دوه سوه ۲۰۰ بستریز روغتون د تعمیر نیمګړې پاتې چارې د تقریباً ۲۷۸ میلیون افغانیو بیا پیل شوې.نیټه: ۱۴۴۷/۶/۶...
27/11/2025

د کونړ ولایتي دوه سوه ۲۰۰ بستریز روغتون د تعمیر نیمګړې پاتې چارې د تقریباً ۲۷۸ میلیون افغانیو بیا پیل شوې.

نیټه: ۱۴۴۷/۶/۶-۱۴۰۴/۹/۶

د کونړ ولایت د عامې روغتیا ریاست ، ولایت مقام ، علماو شورا او عامې روغتیا وزارت محترم مقام په مکررو او دوامداره هلو ځلو او د ا.ا.ا د عالیقدر مقام د خاصې پیرزوینې له مخې د کونړ ولایتي دوه سوه بستریز روغتون د نیمګړو پاتې چارو د تکمیل لپاره تقریباً ۲۷۸ میلیون افغانیو منظوري ورکړې نن ورځ يي د یولړ مراسمو په ترڅ کې د پاتې چارو د تکمیل کار شروع شو.

د یاد روغتون په جوړیدو سره به د کونړ اوسیدونکو ترڅنګ د نورستان ولایت اوسیدونکي روغتیایي معیاري خدمتونو ته لاسرسې پیدا کړي.

د عامې روغتیا وزارت جناب وزیر صاحب نورجلال (جلالي) او د عامې روغتیا رئیس محترم قاري مظفرخان مخلص د تعمیر د چارو د بیا پیل په مراسمو کې ولس ته د معیاري روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو ډاډ ورکړه او د ا.ا.ا د عالیقدر مقام څخه يي مننه وکړه چې د کونړ اوسیدونکو لپاره يي د روغتیایې خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د تعمیر د تکمیل لپاره بودجه منظور کړې او د پروژې د تطبیق په برخه کې ولسونو ته د خپله اړخه د هر اړخیزه همکارۍ ډاډ ورکړه.

دغه مراسیمو کې د عامې روغتیا د جناب وزیر او عامې روغتیا محترم ریس نه علاوه علماوو شورا رییس عبدالقهار صدیقي، د کونړ والي محترم مولوي قدرت الله ابوحمزه، امنیه قومندان محترم ضیاالحق حامد، د ریاستونو قدرمنو ریسانو، د ولسوالیو معززو ولسوالانو او د مرکز په شمول د ټولو ولسوالیو قدرمنو قومي مشرانو او د رسنیو زړورو استازو برخه اخیستې وه.

د عامه اړیکو او نشراتو څانګه

د مرکز اسعداباد اړوند د تیشې په ساحه کې د بنسټیز روغتیایي مرکز د  ۵  میلیون افغانیو په ارزښت ګټه اخیستنې ته وسپارل شو.نی...
27/11/2025

د مرکز اسعداباد اړوند د تیشې په ساحه کې د بنسټیز روغتیایي مرکز د ۵ میلیون افغانیو په ارزښت ګټه اخیستنې ته وسپارل شو.

نیټه: ۱۴۴۷/۶/۶-۱۴۰۴/۹/۶

د کونړ ولایت د عامې روغتیا ریاست په هلو ځلو او د یوتن بهر میشتې کونړې محترم داکتر عبدالرحمن (زماني) په مالي همکارۍ د تعمیر چارې بشپړې شوي وې نن ورځ رسماً ګټه اخيستنې ته وسپارل شو.

د یاد روغتیایي مرکز په جوړیدو سره د منطقې د ۷۰۰۰ نه تر ۱۵۰۰۰ تنه اوسیدونکي روغتیایي معیاري خدمتونو ته لاسرسې پیدا کړ.

د عامې روغتیا وزارت جناب وزیر صاحب نورجلال (جلالي) او د عامې روغتیا رئیس محترم قاري مظفرخان مخلص د تعمیر د ګټې اخیستنې په مراسمو کې ولس ته د معیاري روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو ډاډ ورکړه او د محترم زماني صاحب څخه يي مننه وکړه چې د کونړ ولسونو او خاصتاً د مرکز تیشې اوسیدونکو لپاره يي د روغتیایې خدمتونو د وړاندې کولو اسانتیا برابره کړه او همداشان يي د نورو هیوادوالو څخه هیله وکړه چې د روغتیا په برخه کې همکاري وکړي او د خپله اړخه يي د هر اړخیزه همکارۍ ډاډ ورکړه.

دغه مراسیمو کې د عامې روغتیا د جناب وزیر او عامې روغتیا محترم ریس نه علاوه علماوو شورا رییس عبدالقهار صدیقي، نورو معززو مشرانو ،د ریاستونو قدرمنو ریسانو، قدرمنو قومي مشرانو او د زماني کورنۍ غړیو او محترم خالد خان زماني ، رسنیو استازو برخه اخیستې وه.

د عامه اړیکو او نشراتو څانګه

د توبرکلوز ولایتي مسول د خاص کنړ ولسوالۍ اړوند خاص کنړ بشپړ روغتیایي مرکز څخه نظارت ترسره کړه.نیټه: ۱۴۴۷/۶/۳-۱۴۰۴/۹/۳د ک...
24/11/2025

د توبرکلوز ولایتي مسول د خاص کنړ ولسوالۍ اړوند خاص کنړ بشپړ روغتیایي مرکز څخه نظارت ترسره کړه.

نیټه: ۱۴۴۷/۶/۳-۱۴۰۴/۹/۳

د کونړ ولایت د عامی روغتیا ریاست د نظارتی پلان له مخی نن ورځ د خاص کنړ ولسوالۍ اړوند د خاص کنړ بشپړ روغتیایي مرکز څخه د توبرکلوز ولایتي مسول او مل ټیم نظارت ترسره کړه.

د کلینیک د مختلفو برخو او خاصتاً د توبرکلوز د برخې څخه هر اړخيزه ليدنې وکړې ، راجسترونه وکتل شو د نظارت په جريان کې چې کومې ستونزې ليست شوې وې هغه چې په کلینیک کې د حل وړ وې پرسونل ته يي د عاجل حل هدايت وشو او کومې ستونزې چې د کلینیک په صلاحیتونو کې نه وې لیست شوې چې د نظارت فید بک به يي په رسمې شکل د تطبیق کوونکې موسیسې سره شریک شي.

د عامه اړیکو او نشراتو څانګه

د ملاریا او نورو ناقله ناروغیو د کنترول مسول د اسمار ولسوالۍ د خانانو کڅ فرعې روغتیایي مرکز څخه نظارت ترسره کړه.نیټه: ۱۴...
23/11/2025

د ملاریا او نورو ناقله ناروغیو د کنترول مسول د اسمار ولسوالۍ د خانانو کڅ فرعې روغتیایي مرکز څخه نظارت ترسره کړه.

نیټه: ۱۴۴۷/۶/۲-۱۴۰۴/۹/۲

د کونړ ولایت د عامی روغتیا ریاست د نظارتی پلان له مخی نن ورځ د اسمار ولسوالۍ اړوند د خانانو کڅ فرعې روغتیایي مرکز څخه د ملاریا او نورو ناقله ناروغیو د کنترول مسول محترم داکتر ظاهر شاه ظاهر نظارت ترسره کړه.

د کلینیک د مختلفو برخو او خاصتاً د ملاریا د برخې څخه هر اړخيزه ليدنې وکړې ، راجسترونه وکتل شو د نظارت په جريان کې چې کومې ستونزې ليست شوې وې هغه چې په کلینیک کې د حل وړ وې پرسونل ته يي د عاجل حل هدايت وشو او کومې ستونزې چې د کلینیک په صلاحیتونو کې نه وې لیست شوې چې د نظارت فید بک به يي په رسمې شکل د تطبیق کوونکې موسیسې سره شریک شي.

د عامه اړیکو او نشراتو څانګه

Address

Konar
Asadabad
1308

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Kunar Public Health Directorate کونړ د عامې روغتیا ریاست posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Kunar Public Health Directorate کونړ د عامې روغتیا ریاست:

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram