Medical information طبی معلومات

Medical information طبی معلومات هدف می د اللهﷻ رضا لپاره د روغتیایی معلوماتو رسول او ټولنې ته خدمت کول دی. Dr.HN

12/02/2026


زموږ د یوه وطنوال له رویه: لکه د پرون په شان مې په ښه په یاد دي چې د یوولس کلنۍ په عمر کې وم،  د ماشومتوب د شوخیو او لوب...
10/02/2026

زموږ د یوه وطنوال له رویه:
لکه د پرون په شان مې په ښه په یاد دي چې د یوولس کلنۍ په عمر کې وم، د ماشومتوب د شوخیو او لوبو پر مهال، له خپلو همزولو سره مې لوبې کولې چې وغورځېدم او د لاس دواړه هډوکي مې مات شول.
تر دې حده چې د لاس هډوکی مې دوه ټوټې شول
زما مشر ورور د هغه هلک له مور او پلار سره چې زما د لاس د ماتېدو لامل شوی و، سمدستي یو شکسته‌بند ته یوړم
شکسته‌بند پرته له کوم مسلکي مهارت څخه د لاس دواړو خواوو ته د لرګي تخته کېښوده او کلک یې راباندې وتاړه.
زه په هماغه کوچني عمر کې درې شپې او درې ورځې مې د مرګ له احساس سره تېرې کړې. هره شپه به راباندې حمله راتله. نه پوهېدم څه ډول حمله وه، خو سترګې مې تورېدې، له بدنه مې اوبه او خوله بهېدله، او د ۳۵ درجې ګرموالي په حالت کې به هم رپېدم او له بدنه مې سور اور خوت.
له وېرې به راباندې شپه نه تېرېدله او خوب به نه راتلو.
نه پوهېدم چا زما حالت ته پام شو، خو بالاخره یې د ولایت ملکي روغتون ته یووړم. هلته یې د لاس ایکس‌رې واخیسته او وې لیدل چې د لاس هډوکي بې‌ځایه شوي او سم سره نه دي نښتي.
خو ډاکټرانو وویل چې زموږ له وسه څه نه کېږي، یا باید له ولایته بهر او یا هم له هېواده بهر درملنې ته ولاړ شئ.
وروسته یې د کندز ولایت د «ډاکټرانو بې‌سرحده» روغتون ته یووړم. هلته الماني ډاکټرانو زما د لاس حالت ولید او ویې ویل: که دوه ورځې نور هم ځنډ شوی وای، ښايي اړ شوي وای چې لاس یې قطع کړو. د لاس هډوکی تورېدو ته روان و.
نه پوهېږم دا زما د مور دعا وه که د بل چا، خو هلته مې لاس له قطع کېدو وژغورل شو او روغ شوم.
اوس له هغې ورځې شاوخوا ۱۲ کاله تېر شوي، او زموږ د کورنۍ لپاره شکسته‌بند نور هېڅ اعتبار نه لري.
هیله ده کورنۍ د داسې انساني فاجعو تر پېښېدو مخکې، له خپلو ناسمو باورونو زده کړه وکړي.
د نورو له ترخو تجربو زده کړه وکړئ. روغتیا شتمني ده؛ هغه د بې‌مسلکه کسانو لاس ته مه سپارئ.

✍️👨‍⚕️Dr.Hijrat Rahman Fida

A 34-week preterm neonate develops jaundice at 18 hours of life. Mother is O+, baby is A+. Reticulocyte count is high. D...
09/02/2026

A 34-week preterm neonate develops jaundice at 18 hours of life. Mother is O+, baby is A+. Reticulocyte count is high. Direct Coombs test is negative.

Most likely cause?

A. Physiological jaundice
B. ABO hemolytic disease
C. G6PD deficiency
D. Hereditary spherocytosis

ایا پوهېږۍ په دواوو کې BP او USP څه معنی لري؟ډېر وخت د دوا پر پاکټ یا بوتل باندې لیکل شوي وي:Paracetamol BPیاAmoxicillin...
08/02/2026

ایا پوهېږۍ په دواوو کې BP او USP څه معنی لري؟
ډېر وخت د دوا پر پاکټ یا بوتل باندې لیکل شوي وي:
Paracetamol BP
یا
Amoxicillin USP
ډېری خلک پوښتنه کوي چې دا حروف څه معنی لري؟
حقیقت دا دی چې BP او USP د درملو نړیوال معیاري کتابونه (Pharmacopoeia) دي.
🔹 BP (British Pharmacopoeia)
د بریتانیا رسمي فارماکوپیا ده.
🔹 USP (United States Pharmacopoeia)
د امریکا رسمي فارماکوپیا ده.
✅ هغه دوا چې BP یا USP ولري، معنا یې دا ده چې د همدې نړیوالو معیارونو له مخې تولید شوې ده.
یعنې د دوا ترکیب، خالصوالي، قوت (Potency) او کیفیت د ټاکلو معیارونو مطابق دي.
⚕️ نو دا حروف د دوا د کیفیت نښه ده، نه د شرکت نوم.

👨‍⚕️ ډاکټر هجرت الرحمن فدا
Hijrat Rahman Fida

07/02/2026


کله چي تاسو شکر لپاره د انسولین پیچکارئ💉 یا دوا رانیسئ نو که پیچکاري په درملتون کې په یخچال کي نه وه اېښودل شوې مه يی را...
06/02/2026

کله چي تاسو شکر لپاره د انسولین پیچکارئ💉 یا دوا رانیسئ
نو که پیچکاري په درملتون کې په یخچال کي نه وه اېښودل شوې مه يی رانیسئ!
ځکه انسولین باید په یخچال یا یخ ځاي کي چي د حرارت درجه د سانتي ګرید د اته درجو څخه زیاته نه وي وساتل سي.
که داسی ونشی نو انسولین خپل تاثیرات له منځه ځی.

Dr.Hijrat Rahman Fida

🚨 د مېندو او کورنیو لپاره مهم خبرداری👶 دغه نوزاد ته د تبې وروسته، په ۱۵ ورځنۍ کې کوټریموکسازول او د زکام ګډې ګولۍ کمه بر...
05/02/2026

🚨 د مېندو او کورنیو لپاره مهم خبرداری
👶 دغه نوزاد ته د تبې وروسته، په ۱۵ ورځنۍ کې کوټریموکسازول او د زکام ګډې ګولۍ کمه برخه ورکړل شوې وه چې څو ورځې وروسته ماشوم په یوې ډېرې خطرناکې ناروغۍ اخته شو چې سټیونز–جانسن سنډروم (Stevens-Johnson Syndrome) ورته ویل کیږی.
⚠️ سټیونز–جانسن سنډروم د بدن یو شدید حساسیتي غبرګون ده چې د ځینو دواګانو له امله رامنځته کېږي او لاندې ستونزې پیدا کوي👇
د ژبې او شونډو زخم کېدل او توروالی
د خولې دننه زخمونه
د شیدو نه څښلو ناتواني
بې‌قراري او د ژوند جدي خطر
په دې ماشوم کې د دې حالت اصلي علت همدا دواګانې وې چې ورته په خپل سری ورکړل شوې وې.
لطفاً هیڅکله نوزاد ته خپل سر دوا مه ورکوئ.
که د دوا ورکولو وروسته د ماشوم خوله یا شونډې زخمي شوې، یا یې پړسوب پیدا کړ یا د ژبې رنګ یې بدل شو، ماشوم شیدې ونه څښلې یا بې‌حاله شو سمدستي یې روغتون ته یوسئ.

✍️👨‍⚕️Dr. Hijrat Rahman Fida

داسې کارونه کول په یویشتم قرن کې د طبابت له نظره سوچ کوپر ده😳دا شل ورځنی ماشوم د کلی یوې تعویذګرې بوډۍ ښځې ددی په خاطر پ...
04/02/2026

داسې کارونه کول په یویشتم قرن کې د طبابت له نظره سوچ کوپر ده😳
دا شل ورځنی ماشوم د کلی یوې تعویذګرې بوډۍ ښځې ددی په خاطر په پتری وهلۍ چې بیکاره وینه یې لاړه شی او د ماشوم د نس دردونه ارامیږی.
حال دا چې دا کار په لوی لاس ماشوم د شدید انتان سره مواجه کوی.
#جهالت
Hijrat Rahman Fida

  newborn baby.
28/01/2026

newborn baby.

Address

Gardez

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Medical information طبی معلومات posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram