Paktia RRL medical lab Diagnositc service

Paktia RRL medical lab Diagnositc service Ethical conduct:
* Labrotory eqiupments
* sample colection method
* Acceptabl & rejectabl sample
*

د لوی اختر د قربانۍ مسائل او فضائل!قرباني يو داسې مشروع عمل دى چې په قرآن، حديث او اجماع سره ثابت دى، او پر دې باندې د ټ...
14/07/2021

د لوی اختر د قربانۍ مسائل او فضائل!

قرباني يو داسې مشروع عمل دى چې په قرآن، حديث او اجماع سره ثابت دى، او پر دې باندې د ټولو علماوو اتفاق دى.

د لوى اختر په ورځو کې د اللهﷻ د تقرب (نږدېوالي) د حاصلولو په موخه د کوم ځانګړي څاروي حلالولو ته قرباني (اضحيه) وايي.

د قربانۍ حکم:
قرباني يو مالي عبادت دى او حکم يې واجب دى. اللهﷻ د قرآن کریم په سورت (الکوثر) کې فرمايلي:
-فَصَلِّ لِرَبِّكَ وَانْحَرْ.
ژباړه:
-خپل رب ته لمونځ وکړه او قرباني وکړه.

رسول الله ﷺ فرمايلي:
-څوک چې وس ولري او قرباني نه کوي، زموږ عيدګاه ته دې نه راځي.
(سنن ابن ماجه: باب الاضاحى واجبة، رقم الحديث 3123)

د قربانۍ حکمت او فلسفه:
سربېره پر دې چې قرباني يو ابراهيمي ياد دى، دا د اللهﷻ په لار کې يو ډول سرښندنه او د اللهﷻ د مننې اداء کول هم دي. کله چې بډايان د قربانۍ غوښه د بېوزلو په منځ کې وېشي؛ نو په مسلمانانو کې د دوستۍ او ورورولۍ احساس او روحيه ژوندۍ کوي.
بډاى او فقير يو د بل تر څنګ خوښي کوي؛ چې دا خوښي په يوه ټولنه کې د سوکالۍ او نېکمرغۍ لامل ګرځي.

د قربانۍ حقيقت او ارزښت:

حضرت زيد بن ارقم وايي چې، صحابه کرامو له رسول الله ﷺ څخه د قربانۍ د حقيقت په اړه پوښتنه وکړه. رسول الله ﷺ په ځواب کې ورته وفرمايل: دا ستاسو د پلار حضرت ابراهيم عليه السلام سنت دى. (صحابه کرامو وپوښتل) آيا نو په دغه قربانۍ کې مونږ ته هم ثواب رارسيږي؟
رسول الله ﷺ په ځواب کې ورته وفرمايل: هو، د قربانۍ د حيوان د هر وېښته په بدل کې تاسې ته يوه نېکي ليکل کيږي. (صحابه کرامو بيا وپوښتل:) د وړيو هم دومره اجر دى؟
رسول الله ﷺ په ځواب کې ورته وفرمايل: هو، د وړيو هم دغه حساب دى، د هر وېښته په بدل کې يوه نېکي ورکول کېږي.
(سنن ابن ماجه: باب ثواب الاضحيه، رقم الحديث: ۳۱۲۷)

د قربانۍ فضيلت:

حضرت عايشه رضي الله عنها وايي چې، رسول الله ﷺ وفرمايل: د قربانۍ په ورځ کې اللهﷻ ته تر قربانۍ زيات بل کار خوښ نه وي، په دې ورځو کې دغه نېک کار تر هر بل نېک کار غوره وي، د قربانۍ څاروى به د قيامت په ورځ د ښکرو، وېښتانو او ښنګرو سره يو ځاى ژوندى راشي، او د قربانۍ په ورځ به د حلالولو په وخت چې، د وينې يو څاڅکى پر مځکه لوېږي؛ نو ځمکې ته تر رسېدو مخکې د اللهﷻ د خوښۍ سبب ګرځي، او هغه يې قبلوي؛ نو اى د اللهﷻ بنده ګانو! په خوښۍ او د زړه په مينه قربانۍ وکړئ.
(تزمذى: ابواب الاضاحى، رقم الحديث: ۱۴۹۳)

د قربانۍ پر پرېښودلو وعيد:

له حضرت ابو هريره رضي الله عنه څخه روايت دى چې، رسول اللهﷺ وفرمايل: څوک چې وس ولري (د نصاب څښتن وي)؛ خو قرباني نه کوي، هغه دې زمونږ عيدګاه ته نه راځي.
(سنن ابن ماجه: باب الاضاحى واجبة، رقم الحديث: ۳۱۲۳)

اضحيه (قرباني) پر چا واجب ده؟
قرباني پر هغو کسانو باندې لازمه ده، چې پر هغه باندې زکوة فرض وي او د زکوة د فرضيت لپاره ٢٠٠ درهمه سپين زر يا شل مثقاله سره زر نصاب (اندازه) ټاکل شوې ده او صحيح او معتمد قول دا دی، چې دوه سوه درهمه سپين زر ٥٩٥ ګرامه دي او شل مثقاله سره زر ٨٥ ګرامه کيږي؛ نو څوک چې يو د دغو نصابونو څخه ولري هغه به اضحيه (قرباني) حلالوي. البته چې خپل اصلي ضرورتونه يې پوره وي، او د اصلي ضرورتونو څخه مقصد هغه اساسي اړتياوې دي، چې د انسان، ژوند، عزت او ابرو ورپورې تړلې وي، لکه: خوراک، څښاک، کالي، د اوسېدو ځاى، کسب کارانو لپاره د کار وسايل، د کور سامان او داسې نور شيان چې، په اصلي اړتياوو کې شمېرل کېږي.

په حرام مال قرباني نه کیږي!
که د يو چا مال حرام وي، لکه د رشوت يا سود او يا داسې نور؛ نو پر هغه باندې قرباني واجب نه ده؛ که قرباني وکړي؛ نو قرباني يې نه صحيح کېږي، ځکه چې پر هغه باندې د ټول مال صدقه کول واجب دي.

د قربانۍ ورځې:
د ذوالحجې لسمه، يوولسمه او دولسمه د قربانۍ د حلالولو ورځې دي، د ذوالحجې د دولسمې ورځې تر لمر لوېدلو وروسته بيا قرباني نه کيږي؛ خو په دې درېو ورځو کې لومړى ورځ يعنې د ذوالحجې په لسمه قرباني کول ډېره غوره او ثواب لري. او د دې درېو ورځو څخه پرته بله ورځ قرباني نه کېږي.

د قربانۍ پر ځاى صدقه او خيرات کول:
که له چا څخه قرباني د عذر له کبله پاتې شي او يا د قربانۍ په ورځو کې ورڅخه بې پروايي وشي، پر دغه کس واجب ده چې د قربانۍ بيه په غريبانو وويشي. که څوک د قربانۍ په ورځو کې د قربانۍ پيسې صدقه کړي قرباني يې نه کيږي؛ ځکه چې صدقه يو ډول عبادت ده او قرباني بل ډول عبادت ده، د روژې پر ځاى لمونځ او د لمونځ پر ځاى زکات او حج نه کيږي؛ نو له دې کبله د قربانۍ پر ځاى صدقه نه صحيح کيږي.

د قربانۍ د حلالولو وخت:
په کومو ښارونو کې چې د جمعې او اختر لمونځ کېږي په هغو سيمو کې د اختر د لمانځه څخه وړاندې د قربانۍ حلالول جايز نه دي؛ خو په کومو سيمو کې چې د جمعې او اختر لمونځ نه کيږي، د هغو سيمو اوسېدونکي کولاى شي چې، د سهار له لمانځه څخه وروسته قربانۍ حلالې کړي.

د حلالولو سنت طريقه:

له انس رضي الله عنه څخه روايت دى، چې رسول الله ﷺ دوه ښکرونه لرونکي، سپينوالي او توروالي ته مايل پسونه په خپلو لاسونو قرباني کړل، د حلالولو پر مهال يې (بِسْمِ اللهِ وَاللهُ اَکْبَرْ) وويل او خپله پښه يې د هغه پر غاړه اېښې وه.
(بخارى: باب تکبير عند الذبح، رقم الحديث: ۵۲۴۵)

له حلالولو مخکې اداب:

-تر حلالولو مخکې څاروي ته اوبه او خواړه ورکول کېږي، او وږى، تږى يې ساتل مکروه دي.
-د حلالولو ځاى ته يې په ډېر سختۍ سره کشول مکروه دي، بايد په ښه نرمۍ سره د حلالې ځاى ته ورسول شي.
-چاړه به ښه تېره کوي، په پڅه چاړه يې حلالول مکروه دي.
-که چاړه تېره کوي؛ نو له څاروي څخه دې پټه تېره شي.
-د يوه څاروي حلالول د بل په وړاندې مکروه دي.
-تر حلالو دې وروسته يو څه وخت ورته وګوري چې بدن يې سوړ شي.

د قربانۍ نېت:
د قربانۍ لپاره په ژبه د نېت ويل ضروري نه دي؛ خو په زړه کې به يې دا وي چې، قرباني کوم؛ نو قرباني يې صحيح ده، او د قربانۍ د حلالولو پر مهال (بِسْمِ اللهِ اللهُ اَکبر) ويل ضروري او سنت دي.

تر حلالولو مخکې دعا:
د قربانۍ حيوان بايد مخ په قبله واچول شي او بيا دغه دعا بايد وويل شي:
-إِنِّي وَجَّهْتُ وَجْهِيَ لِلَّذِيْ فَطَرَالسَّمٰوَاتِ وَالاَرْض وَ مَا انَا مِنَ الْمُشْرِکِيْنَ إِنَّ صَلاَتِي وَنُسُكِي وَمَحْيَايَ وَمَمَاتِي لِلّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ.
(ابوداؤد: باب ما يستحب من الضحايا، رقم الحديث: ۲۷۲۹)

ژباړه:
-بېشکه مخ مې کړى دى د هغه چا په لوري چې، ځمکې او اسمانونه يې پيدا کړي دي او زه له مشرکينو څخه نه يم، بېشکه لمونځ، ټول عملونه، ژوند او مرګ مې د اللهﷻ لپاره دي.

تر حلالولو وروسته دعا:
د قربانۍ د حلالولو څخه وروسته دې دغه دعا ولوستل شي:
اللّٰهُمَّ تَقَبَّلْهُ مِنَّىْ کَمَا تَقَبَّلْتَ مِنْ حَبِيْبِکَ مُحَمَّدٍ وَ خَلِيْلِکَ اِبْرٰاهِيْمَ عَلَيْهِمَا السَّلاٰمَ.
(مشکوة: ۱/۱۲۸)
ژباړه:
اى ربه! دغه (قرباني) له ما څخه قبوله کړه؛ لکه څنګه چې دې د خپل نازولي پېغمبر حضرت محمد ﷺ او حضرت ابراهيم عليه السلام قرباني قبول کړې وه.

د قربانۍ څاروي:
په شريعت کې د قربانۍ څاروي په دوه ډوله دي:

۱-کوچني څاروي لکه؛ وزه او پسه چې، د يوه کس له لوري قرباني کېداى شي.

۲- غوا، غوايى، ګامېښه، اوښه او اوښ چې، د اوو کسانو له لوري قرباني کېداى شي.

او له دې پرته په نورو حيواناتو لکه؛ وحشي څاروي، چرګ يا چرګه قرباني نه کيږي.

د قربانۍ د څاروي عمر:
غوا او ګامېښه بايد دوه کلنه وي.
اوښه او اوښ بايد پنځه کلن وي.
وزه او پسه بايد يو کلن وي.
که د پورتنيو حيواناتو عمر له خپلې اندازې څخه کم وي؛ قرباني کول يې روا نه ده.
که ورى يا ورۍ دومره تياره شوې وي چې، په ونه او وزن کې له يو کلن سره برابره وي (له یو کلنو سره یې په رمه کې فرق ونشي)؛ نو بيا پرې قرباني کېداى شي.
که څوک د قربانۍ لپاره څاروى اخلي، او د قربانۍ پلورنکى ووايي چې، د دغه څاروي عمر پوره دى، او څاروى هم له څېرې څخه په عمر پوره ښکارېده، د پلورونکي په خوله يقين کول روا دي.

د قربانۍ څاروی باید له لاندې عیبونو څخه پاک وي:
١- ړنده به نه وي.
٢- ګوډه به نه وي، چې د حلالېدو ترځايه نه شي تللى.
٣-ډېره ډنګره به نه وي، چې په هډوکو کې يې مغز نه وي.
۴-څرګنده ناروغي به پکې نه وي.
۵-غوږونه او لکۍ به يې پرې نه وي.
۶-تيان به يې پرې نه وي.
۷-او پوزه به يې پرې شوې نه وي.
نوټ شیریی کړی ټول دوستان موخبرشې قربانې راروانه ده

د قربانۍ اړوند څو لنډ او مهم مسائل؛

څوک چې د نصاب خاوند وي، یعنې د نن ورزې د حساب له امله د دوه پنځوس نیم تولو سپینو زرو معادل افغانۍ، دالر یا کلدارې ولري، قرباني پرې واجب ده.
د قربانۍ مسئله کې په نصاب کال تیریدل ضرور نه دي، که څوک د اختر په ورځ د نصاب مالک شو هم پرې قرباني واجب ګرځي.
په اوسني حساب تقریبا 31500 افغانۍ کیږي، ځکه چې سره او سپین نن سبا ګران شوي دي.

۱- اوښ، غوايي او میښه کې 7 کسان شریک کېدای شي.
۲- پسه، مېږه، وزه څېرلی (چېلۍ) فقط د یو کس
لپاره ده.
۳- دقربانۍ مال باید روغ رمټ او د بدن غړي یې سالم وي.
۴- د هیڅ چا برخه په غټ مال کې باید له اومې نه کمه نه وي.
۵- د قربانۍ غوښه باید درې برخې شي؛ یوه برخه په خپله وخورئ، یوه مسکینانو ته ورکړئ، یوه اقاربو (خپلوانو) ته ورکړئ.
۶- د قربانۍ مال باید داسې مریض، وچ کلک او مړڅپن، خارښتي نه وي، چې غوښه یې له کاره وتې نه وي.
۷- قربانۍ ته باید ښه غوره او بهتر مال انتخاب شي.
۸- پسونه باید یو کلن یا هم داسې شپږ میاشتني وي، چې غټ والي د یوه کلن پسه غوندې ښکاره شي.
۹- غویان، مېښې باید دوه کاله تکمیل کړي وي.
۱۰- د وزګړیو نسل باید یو کال تکمیل کړی وي.
۱۱- اوښان باید پنځه کلن کوي.

د ثواب په نیت یې نورو ملګرو سره شریک کړئ!

کاپی

د پکتیا ولایت عامې روغتیا ریاست خبرتیا!دا چې نن ورځ (۱۴۰۰/۴/۲۱) نیټه د عامې روغتیا وزارت څخه پکتیا عامې روغتیا ریاست ته ...
14/07/2021

د پکتیا ولایت عامې روغتیا ریاست خبرتیا!
دا چې نن ورځ (۱۴۰۰/۴/۲۱) نیټه د عامې روغتیا وزارت څخه پکتیا عامې روغتیا ریاست ته د کرونا ناروغۍ مخنیوي لپاره 8730 ډوزه د جانسون او جانسون امریکایي کمپنۍ واکسین راسیدلي، چې سر د سبا د دې ولایت په لاندې پنځو روغتیایي مرکزونو کې د تطبیق وړ دي.
۱ - حوزوي روغتون - مرکز ګردیز
۲ - مهلن کلینیک - مرکز ګردیز مهلن سیمه
۳ - مچلغو کلینیک - احمد آبا ولسوالي
۴ - شواک کلینیک - شواک ولسوالي
۵ - وزې ځدراڼ کلینیک - وزې ولسوالي

یادونه:
۱ - د ۱۸ کالونو څخه لوړ عمر لرونکو خلکو ته تطبیق کیږي.
۲ - یوازې یو ځل ( یو ډوز ) تطبیق کیږي.
۳ - هر هغه چا چې هندي یا چینایي واکسین لومړې ډوز مخکې کړي وي هغوي دې جانسون واکسین نه تطبیقوي کله چې چینایي یا هندي واکسین راغلل دوي ته به تطبیق شي.

درنښت
ډاکټر اشرف بهیر
د پکتیا عامې روغتیا ریاست مرستیال

نوټ: د خلکو په خبرولو کې راسره مرسته وکړئ. مننه

18/12/2020
دلابراتوار تکنالوژی همسلک کسان هغه چي رسمی اداری سره کارکوی باید له دغه رسمی جریدی باخبر او دخپلوحقوقو غوښتنی مبارزه اود...
03/12/2020

دلابراتوار تکنالوژی همسلک کسان هغه چي رسمی اداری سره کارکوی باید له دغه رسمی جریدی باخبر او دخپلوحقوقو غوښتنی مبارزه اودحق غوښتنه باید وکړئ.

28/11/2020
Dear brothers:  becarefully Prevention is better then contact to infection disease as covid 19 and use everyone musk for...
18/11/2020

Dear brothers: becarefully
Prevention is better then contact to infection disease as covid 19 and use everyone musk for this wenter season.

دوستانوکه دپکتیامڼوته مواشتیاراځی مهربانی وکړۍ ستاسوپه خدمت کی دی راځئ ـ  بارا خدای مو راوله هرکله راشی
21/10/2020

دوستانوکه دپکتیامڼوته مواشتیاراځی مهربانی وکړۍ ستاسوپه خدمت کی دی راځئ ـ بارا خدای مو راوله هرکله راشی

14/10/2020

By the grace of almighty allah
Good news for the southern region that the paktia Regional reference labortory has started bacteriology (culture) section after covid- 19 pandemy
Our aim is to provide best service to the region and our war hated people
Proud to work with and have such colleagues
Eid Jan mohabbat
Hadid Payab
Aminullah Misbah

Stay us in your prayer # # #

د الله ج په مهربانی سره
دجنوب ختیځ زون لپاره یو ښه خبر دادی چی
دپکتیا حوزوی ریفرینس لابراتوار کی دباکتریالوژی( کلچر ) شعبه دکرونا وبا څخه وروسته فعاله شوه
مونږ غواړو چی خپلو جنګ ځپلو هیوادوالو ته په پوره اطمنان سره خدمات وړاندی کړو
ویاړم کوم په خپلو همکارانو لکه هر یو
( عیدجان محبت )( حدیدالحق پایاب )( امین الله مصباح )

خدماتی کسان هریو زرولی دولت زی ـ نذیراحمد زنانه یی ـ ګلمرجان ځاځۍ ـ صادق بی طرفه
ستاسو د دوعاګانو په هیله!

14/10/2020

By the grace of almighty allah
Good news for the southern region that the paktia Regional reference labortory has started bacteriology (culture) section after covid- 19 pandemy
Our aim is to provide best service to the region and our war hated people
Proud to work with and have such colleagues
Eid Jan mohabbat
Hadid Payab
Aminullah Misbah

Stay us in your prayer # # #

د الله ج په مهربانی سره
دجنوب ختیځ زون لپاره یو ښه خبر دادی چی
دپکتیا حوزوی ریفرینس لابراتوار کی دباکتریالوژی( کلچر ) شعبه دکرونا وبا څخه وروسته فعاله شوه
مونږ غواړو چی خپلو جنګ ځپلو هیوادوالو ته په پوره اطمنان سره خدمات وړاندی کړو
ویاړم کوم په خپلو همکارانو لکه هر یو
( عیدجان محبت )( حدیدالحق پایاب )( امین الله مصباح )
ستاسو د دوعاګانو په هیله!

Address

Paktia
Gardiz
0093

Telephone

+93786217654

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Paktia RRL medical lab Diagnositc service posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Paktia RRL medical lab Diagnositc service:

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram