07/09/2025
زیړ زیړی یوه ناروغي ده چې د وجود پوستکی، سترګې، او حتا د خولې غاښونه زیړ رنگ نیسي. دا د دې له امله رامنځته کیږي چې په وینه کې د بیلیروبین (bilirubin) نومې کیمیاوي ماده زیاته شي. دا ماده عموماً د زړو شوو سره وینې حجراتو (red blood cells) له تجزیې څخه جوړیږي، او جګر یې له بدنه وباسي. که چیرې جګر دا ماده سم نه شي ایستلی، نو په بدن کې جمع کیږي او زیړ زیړی رامنځته کوي.
زیړ زیړی څه ته وايي؟
زیړ زیړی هغه حالت ته ویل کیږي چې د بیلیروبین مقدار په وینه کې لوړ شي او د بدن پوست، سترګې او نور غړي زیړ شي. دا یو علامتي حالت دی، یعنې خپله یوه مستقل ناروغي نه ده، بلکې د بله ناروغۍ نښه ده.
ولې پیدا کېږي؟
زیړ زیړی درې ډوله لاملونه لري؟؟؟
1. د جګر نه وړاندې لاملونه (Pre-hepatic):
د وینې حجرو زیات تخریب (Hemolysis)
د جینیټیک ناروغۍ (لکه G6PD deficiency یا Thalassemia)
ملیریا یا نور انتانات
2. د جګر لاملونه (Hepatic)؟؟؟
د جګر التهاب (Hepatitis A, B, C)
د الکولو استعمال
د دواګانو ضرري اغېزې
د جګر سرطان یا کینسر
فیټي لیور (Fatty liver)
اتوایموون هیپاتیت
3. د جګر نه وروسته لاملونه (Post-hepatic)؟؟؟
د صفرا بندښت (bile duct obstruction)
ګال سټونز (gallstones)
د پانقراس کینسر
د صفرا کانال التهاب
دا ناروغي کوم عمر کې ډېره پیدا کېږي؟
ماشومان: د زیږون وروسته په لمړیو ورځو کې (neonatal jaundice)
ځوانان/لویان: د ویروسونو له کبله (Hepatitis A, B)
مشران عمر خلک: د جګر، صفرا یا پانقراس د ناروغیو له امله
د زیړ زیړي نښې نښانې؟؟؟
د پوستکي او سترګو ژېړوالی
د بولي رنگ توره کیدل
د براز (غلاظت) سپین یا خټی کیدل
خېټه خوږېدل (په خاص ډول ښي اړخ ته)
تبه یا وږیوالی
ستړیا او بېاشتهايی
وزن کمېدل
کوم خوراکونه ګټه رسوي؟
میاوې!!!
مڼه، انار، نارنج، کیله، پاپایا، هندواڼه
سبزيجات؟؟؟
پالک، کچالو، گازر، خټه لوبيه
مایعات؟؟؟
شین چای، اوبه، ناریل اوبه، تازه جوسونه
پروټین منابع؟؟؟
شیدې، مستې، هګۍ (په احتیاط سره)
ماهي (سپین ماهي غوره دی)
نور؟؟؟
شات (په اندازه )
زنجبیل، لیمو، زردچوبه
کوم خوراکونه ضرر رسوي؟
غوړ خواړه (زیات غوړي یا سرخ شوی خواړه)
الکول (که استعمالیږي)
چټک خوراکونه (Fast food)
مصنوعي شربتونه، مشروبات
ډیر شکر لرونکي خواړه
خام یا نیم پخې غوښې
زیات مالګین یا مساله لرونکي خواړه
مهمې مشورې؟؟؟
ډاکتر ته مراجعه: د نښې او نوعې مطابق علاج لازم دی
استراحت وکړئ: بدن ته د شفا لپاره ارامتیا ورکړئ
اوبه زیاتې وڅښئ: بدن پاک ساتي
خپله وینه معاینه کړئ: د هیپاتایت معاینه ضرور ده
د انتاني لاملونو نه ځان ساتل: د ویروسونو ضد واکسین اخیستل