پکتیا سیمه ایز روغتون

پکتیا سیمه ایز روغتون Paktia Provincial Civil Hospital is an organization where free health services are provided to Pakti

د پکتیا سیمه ایز روغتون د ټولنیزبورډ میاشتنۍ ناسته تېره اونۍ د روغتون په ریاست کې دایره شوه چې د ټولنیزبورډ د غړو سربېره...
05/11/2018

د پکتیا سیمه ایز روغتون د ټولنیزبورډ میاشتنۍ ناسته تېره اونۍ د روغتون په ریاست کې دایره شوه چې د ټولنیزبورډ د غړو سربېره د ښاروالۍ ریاست څخه ښاغلی ابراهیم، د ښځوچارو ریاست څخه آغلې عارفه او د پکتیا ولایتي شورا په استازيتوب ښاغلي محمد رحمان قادري د ولایتي شورا وکیل ګډون کړئ ؤ.
په ناسته کې د روغتون په ستونزو همدارنګه د روغتون د نوي پرسونل په مقررۍ او نویو طبي او غیر طبي وسایلو چې روغتون ته په تېرو څو میاشتو کې پېرل شویدي بحث او خبرې وشوې.
د ناستې په جریان کې محمدالله دوران د پکتیا سیمه ایز روغتون ریس د روغتون د ادارې په استازیتوب د ستونزو او ننګوونو د حل اطمینان ورکړ او زیاته يي کړه چې د روغتون ډېرې چارې ښې پرمخ روانې دي او موږ اوس د پرمختګ په حال کې یاستو، نوموړي د نویو طبي او غیر طبي وسایلو په اړه چې د نړیوالې روغتیايي شبکې (HealthNet-TPO) پواسطه د متحده ایالاتو د مرستندویه ادارې (USAID) په مالي مرستې پېرل شویدي هم معلومات ورکړل او زیاته يي کړه چې اوس روغتون په نویو او عصري وسایلو مجهز دی.
په پاي کې ښاغلي محمد رحمان قادري د ولایتي شورا وکیل د روغتون د خدماتو، نوي تشکیل او د نویو وسایلو د رانیولو په اړه خپله خوښي وښودله او زیاته يي کړه چې د پکتیا سیمه ایز روغتون د لا پرمختګ او د روغتون د ستونزو د حل لپاره د روغتون ادارې او پکتیا عامې روغتیا ریاست سره به اوږه په اوږه خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د جون ۲۰۱۸ په ۲۵ مه چې د ۱۳۹۷ کال د سرطان ۴ مې نېټې سره سمون خوري نړیواله روغتیايي شبکه (HealthNet-TPO) د پکتیا سیمه ایز...
02/11/2018

د جون ۲۰۱۸ په ۲۵ مه چې د ۱۳۹۷ کال د سرطان ۴ مې نېټې سره سمون خوري نړیواله روغتیايي شبکه (HealthNet-TPO) د پکتیا سیمه ایز روغتون لپاره د افغانستان اسلامي جمهوریت عامې روغتیا وزارت او د متحده ایالاتو مرستندويه ادارې(USAID) په مالي مرسته د اکسیجن د تولید عصري پلانټ (Oxygen Plant) او د روغتون د کثافاتو او بېکاره اضافي موادو سوځولو لپاره معیاري انسینیراټور(incinerator) یا د کثافاتو او بېکاره اضافي موادو د سوځولو معیاري برقي ماشین خریداري کړل چې د جون په ۲۸ مه نېټه يي د نصبولو چارې پای ته ورسېدې او کار ته وسپارل شول.
اکسیجن پلانټ د تازه هواڅخه په ډیر لوړ کیفیت اکسیجن تولیدوي او د روغتون د اکسیجن بنسټیز ضرورت پرته له لګښت څخه په آسانه توګه پوره کوي.
انسینیراټور یا د کثافاتو او اضافي بېکاره موادو د سوځولو معیاري برقي ماشین چې ډېر مالي ارزښت لري، د پکتیا سیمه ایز روغتون ټول هغه بېکاره او اضافي مواد چې باید د روغتون څخه د باندې وسوځول شي او یا د خاورو لاندې خښ کړی شي لدې وروسته به پدې پرمختللي او عصري ټیکنالوجۍ مجهز ماشین کې په ډیر کم وخت او آسانه توګه سوځول کیږي، ددې ماشین په نصب سره له یوې خوا د روغتون د کثافاتو د خوندي کولو لپاره آسانه او خوندي لاره ده او له بلې خوا د پکتیا ولایت عام خلک او اولس د مختلفو ناروغیو د خپرېدو څخه خوندي پاتې کیږي او همدارنګه پدې سره به د هوا او چاپېریال د ککړتیا څخه چې د مختلفو ناروغیو سبب کیږي، مخنیوي وشي.

د پکتیا سیمه ایز روغتون د وارډونو، دهلیزونو او ځیني نورو برخو د دیوالونو د قسمي رنګ، د عملیات خونو، تشنابونو، د دستشویان...
31/10/2018

د پکتیا سیمه ایز روغتون د وارډونو، دهلیزونو او ځیني نورو برخو د دیوالونو د قسمي رنګ، د عملیات خونو، تشنابونو، د دستشویانو د شاوخوا برخو کاشي او همدارنګه د روغتون د بېړنۍ څانګې او د او پي ډي او معلوماتو څانګې د اتومات دروازو نصبولو کارونه سرته ورسېدل او کار ته وسپارل شول.

06/10/2018

د پکتیا سیمه ایز روغتون پاڼې خوښولو لکبله د ټولو نه مننه چې د خپلو نیوکو او ګټورو نظریاتو شریکولو پوسیله يي تل له موږ سره مرسته کړېده.

Paktia Provincial Civil Hospital is an organization where free health services are provided to Pakti

د پکتیا سیمه ایز روغتون لپاره ډاکټر محمدالله دوران د نوي ريس په توګه وټاکل شو او د شنبې په ورځ په ( ۲۲ سپتمبر، ۲۰۱۸) نېټ...
02/10/2018

د پکتیا سیمه ایز روغتون لپاره ډاکټر محمدالله دوران د نوي ريس په توګه وټاکل شو او د شنبې په ورځ په ( ۲۲ سپتمبر، ۲۰۱۸) نېټه د روغتیايي شبکې د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د روغتون ادارې او تخنیکي کار کوونکو او د ټولنیزې شورا غړو ته رسمآ ور وپېژندل شو.
ډاکټر محمدالله دوران د روغتیا په برخه کې ۱۴ کاله کاري تجربه لري او په مختلفو دولتي او غیر دولتي ادارو او موسساتو کې د روغتیا په برخه کې د پام وړ خدمات ترسره کړيدي او ډېرې لاسته راوړنې لري چې تمه کیږي د نوموړي په راتګ سره د پکتیا سیمه ایز روغتون روغتیايي خدماتو کې مثبت بدلونونه راشي او د پکتیا اولسونه ترې خوښ اوسي.

د پکتیا سیمه ایز روغتون د ټولنیز بورډ په میاشتنۍ ناسته کې چې د یکشنبې په ورځ په ۱۵ د جولايي د روغتون په ریاست کې وشوه،  ...
17/07/2018

د پکتیا سیمه ایز روغتون د ټولنیز بورډ په میاشتنۍ ناسته کې چې د یکشنبې په ورځ په ۱۵ د جولايي د روغتون په ریاست کې وشوه، د روغتون په ځیني شته ستونزو او همدارنګه د خلکو په نیوکو، شکایاتو او وړاندیزونو باندې چې د روغتون د شکایت د صندوقو دلارې موږ ته رسیدلي وؤ بحث وشو او ددې ستونزو د حل لپاره لازمې پرېکړې او تصمیمونه ونیول شول چې په راتلونکي کې به انشالله د مثبتو تغیراتو شاهد و اوسو. د پکتیا ولایت د درنو مشرانو، اولسونو او خلکو نه مننه چې د خپلو وړاندیزونو، شکایاتو او لازمو مشورو پوسیله يي د روغتون د ادارې سره د روغتیايي خدماتو ښه والي په برخه کې تل لازمې مرستې او همکارۍ کړي او په راتلونکي کې هم د روغتون اداره ددوي همکاریو، مشورو او وړاندیزونو ته ضرورت لري.

د پکتیا سیمه ایز روغتون اداره په (۵ د جون ۲۰۱۸) نېټه د کارګرانو/ګاردانو د کارونو د ارزیابۍ په پایله کې هغه کارګران/ګاردا...
11/06/2018

د پکتیا سیمه ایز روغتون اداره په (۵ د جون ۲۰۱۸) نېټه د کارګرانو/ګاردانو د کارونو د ارزیابۍ په پایله کې هغه کارګران/ګاردان چې خپلې دندې يي په ښه شکل پرمخ بېولې وې د ستاینلیکونو په ورکولو سره وستایل او د هغوي څخه يي مننه وکړه او هغه کارګران/ګاردان چې په خپلو دندو کې يي غفلت کړی و توصیه او ځینو ته اخطاریه لیکونه ورکړل شول.

د پکتیا د سیمه ایز روغتون د ټولنیز بورډ میاشتنۍ ناسته یوه اونۍ وړاندې په (۲۵ اپریل ۲۰۱۸ / ۵ د ثور ۱۳۹۷ ) نېټه د روغتون د...
05/05/2018

د پکتیا د سیمه ایز روغتون د ټولنیز بورډ میاشتنۍ ناسته یوه اونۍ وړاندې په (۲۵ اپریل ۲۰۱۸ / ۵ د ثور ۱۳۹۷ ) نېټه د روغتون د جلسو په تالار کې وشوه، چې پدې ناسته کې د ټولنیزبورډ غړيو، مشرانو، د ډاکټرانو د اتحاديي ریس، د روغتیايي شبکې استازئ او د روغتون اداري غړو ګډون کړئ و او په مختلفو موضوعاتو لکه په روغتون کې د ځیني پرمختیايي کارونو، روغتیايي خدماتو او پدې ناستو کې د ځینو ریاستونو د نه ګډون په اړه پحث او لازمې پریکړې وشوې.

Today (28 Mar, 2018) Deputy Special Representative of Security General his excellency Toby Lenzer visited Paktia Regiona...
28/03/2018

Today (28 Mar, 2018) Deputy Special Representative of Security General his excellency Toby Lenzer visited Paktia Regional Hospital and had a short meeting with Hospital Administration. The Hospital Administration welcomed the delegation and shared the building construction shortcomings, faults and different system failures with them and they assured and promised the administration to discuss these issues with the IOM office and will talk with them concerning the construction and system problems to resolve as soon as possible.

هیله ده ددې انځور په اړه خپل نظرونه له موږ سره شریک کړئ چې څه پیغام لري ؟امید است درباره تصویر ذیل نظریات خویش را با ما ...
18/02/2018

هیله ده ددې انځور په اړه خپل نظرونه له موږ سره شریک کړئ چې څه پیغام لري ؟
امید است درباره تصویر ذیل نظریات خویش را با ما شریک سازید که چه پیغام دارد؟
I hope you comment regarding the picture and its message ?

نن په ۹/۱۱/۱۳۹۶ نېټه د Unicef استازي د پکتیا سیمه ایز روغتون څخه لیدنه وکړه او د ماشومانو وارډ کې یي روغتیایي خدمات وکتل...
29/01/2018

نن په ۹/۱۱/۱۳۹۶ نېټه د Unicef استازي د پکتیا سیمه ایز روغتون څخه لیدنه وکړه او د ماشومانو وارډ کې یي روغتیایي خدمات وکتل او خوښي يي څرګنده کړه چې د Unicef له خوا د ورکړل شویووسایلو څخه په سمه توګه کار اخیستل کیږي او په راتلونکي کې يي د خپلو مرستو د جاري ساتلو ژمنه وکړه، د روغتون ادارې ددوي د مرستو او همکاریو څخه مننه وکړه او په راتلونکې کې هم ددوي څخه دښې همکارۍ او مرستو توقع وښوده.

د پکتیا سیمه ایز روغتون د پاڼې خوښولو څخه مننه!دا ستاسو نیکې مشورې، نظرونه او وړاندیزونه دي چې موږ کولای شو ددې په مرسته...
24/01/2018

د پکتیا سیمه ایز روغتون د پاڼې خوښولو څخه مننه!
دا ستاسو نیکې مشورې، نظرونه او وړاندیزونه دي چې موږ کولای شو ددې په مرسته نور هم پرمخ ولاړشو، ددې پاڼې پوسیله تاسې کولای شئ چې د روغتون د خدماتو د لاښه والي لپاره خپلې نیوکې، وړاندیزونه او نېکې مشورې له موږ سره شریکې کړئ ترڅو موږ په شریکه وکولای شو ستاسې په مرسته ښه روغتیايي خدمات وړاندې کړو.
Page Admin

Address

Biland Manzil
Gardiz

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when پکتیا سیمه ایز روغتون posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram